ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پنجاب: په رحيم يار خان کې قهرجنو خلکو د هندوانو په مندر بريد کړی

د پاکستان د پنجاب صوبې په رحيم يار خان ضلع کې ګڼ قهرجن خلک ورغلي د هندوانو په مندر يې بريد کړی مندر ته يې زیان رسولی دی.

05.08.2021 ډیوه

لغمان او کندز کې عملیات؛ 'افغان ځواکونو یو شمېر سیمې نیولي'

د افغانستان امنیتي بنسټونو د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ د مرکز او د کندز د چاردرې ولسوالۍ د یو شمیر سیمو د بېرته نیولو خبر ورکړی دی.

05.08.2021 امریکا غږ

ایران کې د کرونا مثبتو پېښو شمېرې تر ۴ میلیونو او تلفات یې له ۹۲ زرو واوښتل

په ایران کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مثبتو پېښو رسمي شمېرې د اګسټ په څلورمه تر څلور میلیونه واوښتې. تهران دا خبر په داسې وخت کې ورکړچې په ټول ایران کې د کرونا د ډېلټا بڼې د پېښو د زیاتیدو خبرونه خپاره شوي دي او دا ډول کرونا له یوه انسانه بل ته ژر سرایت کوي. د ایران روغتیا وزارت د چهارشنبې (د زمري ۱۳مه) په ورځ د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ۳۹ زره ۳۵۷ نوېو مثبت پېښو خبر ورکړ او څرګنده یې کړه چې له دې سره په کرونا د ټولو اخته کسانو شمېره څلور میلیونه نولس زره څلوراتیا ته ورسېده. د ایران د چهارشنبې د ورځې د رسمي شمېرو له مخې د کرونا ټول تلفات دوه نوي زره یو سل او څلورو ته لوړ شوي دي. داسې باور کېږي چې اصلي شمېرې به په ایران کې چې درې اتیا میلیونه نفوس لري تردې ډېرې زیاتې وي. د دې سربیره چې ایراني چارواکو بیا بیا په دې هېواد کې د کرونا د مخنیوي لپاره بندیزونه لګولي دي د منځني ختیځ تر بل هر هېواد په ایران کې د کرونا پېښې زیاتې دي. په دغه هېواد کې د کرونا د واکسین هڅې هم ورو دي. د ایران د روغتیا وزارت په وینا تراوسه تر ۱۱ میلیونه لږ ډېرو کسانو یوازې یو ډوز واکسین کړی دی او دوه میلیونه او اته لکو کسانو ته دوه ځله دا واکسین رسیدلی دی. د دوشنبې په ورځ د ایران مشر علي خامنه اي امر وکړ چې د کرونا د مخنیوي لپاره دې ضروري اقدامات وشي. خامنه اي وروسته تردې دا خبره وکړه چې چارواکو د کرونا د پنځمې څپې خبر ورکړ او د ایران د روغتیا وزیر سیعد نمکي وړاندیز وکړچې دوې اوونۍ ټولبندیز اعلان شي. د دې غوښتنې په ځواب کې د ایران د کورنیو چارو وزیر رحماني فضلي پرون وویل چې د بندیزونو لپاره نور غور ته اړتیا شته او په راتلونکو لنډو ورځو کې به پرېکړه وشي. د ایران نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رییسي د چهارشنبې په ورځ یوه ورځ مخکې تردې چې په پارلمان کې د لوړې مراسم ترسره کړي په ایران کې یې د کووېډ-۱۹ نولس ناروغۍ د غونډې مشري وکړه. د ایران له بېلابېلو ښارونو څخه د راپورونو له مخې په ډېرو روغتونونو کې ځای نه شته چې نورناروغان ومني او د روغتونونو په بیړنیو خونو کې هم تر حد زیات ناروغان بستر شوي دي. د ایران روغتیا وزارت خلکو ته خبرداری ورکړچې روغتیایي سپارښتنې عملي کړي، د دې وزارت په وینا تر څلویښت فیصده لږ کسان په ایران کې ماسک اغوندي او روغتیايي فاصله مراعاتوي.

05.08.2021 ازادي راډیو

د طالبانو په قول اعتبار کول د امریکا تېروتنه وه؟

په افغانستان کې د طالبانو د وسنیو خونړیو حملو سره ځیني کارپوهانو د امریکا له افغانستانه د ځواکونو د وښکلو په فیصله دا نیوکې نور ې هم سوا کړي دي چې صدر بایډن دغه فیصله په تادۍ کې کړې وه. د څېړونکو په آند امریکا باید لومړی طالبان په اوربند مجبوره کړی وی، او ضمانت یې ترې اخستلی وی چې  د افغانستان د منتخب واکمنو سره د تل پاتې سولې په خاطر خبرو ته کینئ. د وي او ډیوه په خپرونه هیلو وي او ای کې د بحث په وخت زیاتره څېړونکي په دې سلا وو چې د طالبانو سره په قطر کې شوې لوظنامه کې دا واضحه نه وه چې طالبان به افغان وژنه نه کوي. په ایرویزونا پوهنتون کې د لیډیر شپ او عامې روغتیا استاد ډاکټر نقيب صافي وویل د امریکا ځواکونه که نن وی او که پرون یوه ورځ به ضرور وتل: " ولې په کومه طریقه چې ووتل دا د نظام لپاره ښه نه دی" د هغه په خیال باید په دې خبره اتفاق شو ی وی چې د افغانستان وسنی نظام به خوندي ساتل کیږي. وداني به نه ړنگول کیږي، هسپتالونه، سکولونه، سړکونه، پولونه به نه تباه کیږي. په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد  د وي او ای سره په یوه تازه مرکه کې ويلي دي هغه  یقین لري چې افغانستان نور هیچاته ګواښ نه دی، نه نړۍ او نه خپلو ګاونډیانو ته او بیا افغانستان به د کوم ترهګرې ډلې ځاله نه وي. څېړونکی وايي ښه خبره به هله وې چې خلیزاد دا هم ویلی وی چې طالبان به افغانستان ته هم گواښ نه وي. د امریکا په اوهایو پوهنتون کې د منځني ختیز د څېړونو مرکز ډایریکټر عالم پایند وايي "زلمی خلیزاد د افغانستان نماینده نه دی دا  د امریکا نماینده دی، دی باید ووايي چې زه د امریکا د منافعو لپاره کار کوم نه د افغانانو د منافعو لپاره" صدر بایډین له افغانستانه د ځواکونو د وښکلو د اعلان په وخت ویلي وو د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جگړه ختموي. هغه دا هم ويلي وو چې امریکا په افغانستان کې خپل هدفونه تر لاسه کړي او القاعده ماتې خوړلې ده. د صدر بایډین انتظامیه وايي طالبانو لوظ کړی ؤ چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هیواد په ضد نه استعمالیږي او نه به طالبان د القاعده سره بیا اړیکې نیسي خو د یو شمیر امریکايي جرنیلانو، حکومتي مشرانو ،سیاست دانانو او څېړونکو خیال دی د طالبانو په قول اعتبار کول د امریکا تیروتنه وه. د امریکا په فلوریډا ریاست کې میشت پښتون څېړونکی ډاکټر تقي وايي په طالبانو اعتبار ناداني وه، د هغه په خیال په بېړه کې د ځواکونو د انخلا فیصله ډېره بې پرواهي ښايي. ښاغلی تقي دا هم نیوکه کوي چې د افغان ځواکونو په تربیه او تیارۍ کې ډېرې نیمگړنیاوې پاتې دي: "د انخلا لپاره چې کومه پیش بندي پکاره وه هغه امریکا او نه کړله، دويي باندې دومره تادي شوه چې په ملټري پلاننیگ کې هغه خامیانې پاتې شوې چې د هغويي په وجه طالبانو هغه گټې پورته کړې چې په تیرو څو میاشتو کې مخې ته راغلي دي" د ډاکټر تقي په خیال طالبانو وس هم د نورې نړۍ د وسله والو سره اړېکې نیولي دي. د هغه په خیال په دغو وسله والو کې د القاعده نه علاوه د افغانستان په گاونډ کې د نورو هیوادونو د ترهگرو سره هم د طالب وسله والو کلکې رابطې دي.  که څه هم د امرېکې د خارجه  چارو وزیر اېنټني بلینکن ويلي دي په زور د واک تر لاسه کولو د لارې طالبان هاغه څه نه شي ترلاسه کولی د څه چې تمې کوي. البته ښاغلی بلینکن دا هم وايي چې   طالبان ډیر څه غواړي لکه د نړۍ لخوا دې دوي ومنل شي، نړې دې ورسره مرستې وکړي، د دوي مشران دې په ازادۍ سره د نړۍ هر ځای ته سفر وکړي. دوي غواړي په دوي دې پابندۍ ختمې کړل شي . د څېړونکو په خیال که امریکا گڼي چې د طالبانو دغه غوښتنې پوره کول د وخت مجبوري ده نو اول دې د طالبانو د لاسونو څخه وسله واخلي د افغان وژنې لړۍ دې ختمه کړی شي او طالبان دې دصدر غني د حکومت سره سنجیده خبرو ته کینول شي.  

04.08.2021 ډیوه

پاکستان: د افغانستان سره په پوله د کټارو لګول ۹۰ فیصده بشپړ شوي

د پاکستان پوځ ویلي چې د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د کټارو د لګولو کار په سلو کې ۹۰ بشپړ شوی دی. 

04.08.2021 امریکا غږ

دپښتونخوا پولیسو خپل وژل شوي اتلان نمانځلي

دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې دترهګری په ضد روانه جګړه کې دوژل شوؤ پولیس سرتیرو اؤ افسرانو ورځ دچهارشنبې په ورځ په داسې حال کې نمانځل شوې چې په دغه صوبه کې دپولیسو په ضد دبریدونو اؤ هدفي وژنو لړۍ یو ځل بیا چټک شوې ده.

04.08.2021 ډیوه

ترکیه: افغانانو ته د امریکا د ویزو پروګرام د مهاجرت د ستر کړکیچ سبب کیږي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په زرګونو افغانانو ته چې د امریکایي شرکتونو او سازمانونو سره یې کار کړی د امریکا د ویزې ورکولو په نوي پروګرام انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دغه اقدام به "د مهاجرت د ستر کړکیچ" سبب شي. 

04.08.2021 امریکا غږ

د لبنان د چاودنې لومړنۍ کالیزه ؛ فرانسه وایي ملت ته باید ریښتیا وویل شي

د لبنان په پایتخت بیروت کې د زورورې چاودنې یو کال پوره شو. چاودنه د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۴مه وشوه، لږ تر لږه ۲۴۰ تنه پکې ووژل شول او نږدې وه چې د لبنان اقتصاد چې وار د مخه د ستونزو سره مخ و، سقوط وکړي.

04.08.2021 امریکا غږ

دپښتونخوا نوی قانون،14کالو نه کم عمره ماشوم به کور کې نوکر نه ساتل کیږي

د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ په کورونو کې دننه د کارکوونکو کسانو د حقونو خوندي کولو او د هغوئ د ستونزو هواري له پاره یو نوی قانون منظور کړی دی۔ 

04.08.2021 ډیوه

واشنګټن: یوه اندیښنه مو په افغانستان د کورنۍ جګړې پیښیدل دي

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس، وایي په افغانستان کې د موجودو اندیښنو څخه یوه یې د کورنۍ جګړې پیلیدل دي.

04.08.2021 امریکا غږ

د ۱۴۰۰ کال لومړیو دریو میاشتو کې ۹۵۰ زره افغانان بېځایه شوي ــ راپور

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وایي چې په روان لمریز کال کې د جګړو او نا امنیو له امله په زر هاوو کورنۍ له خپلو اصلي مېنو څخه بې ځایه شوي دي.

04.08.2021 امریکا غږ

معید یوسف:که امریکا راونه ګوري نو پاکستان سره بیا نورې لارې هم شته

دپاکستان دقامي سلامتيا مشير معيد يوسف ویلي چې که د امريکا صدر جوبایډن د پاکستان قيادت د پامه غورځوي نو بیا د اسلام اباد سره نورې لارې هم شته.

04.08.2021 ډیوه

دافغان سفیر دلور په تښتونه افغان تحقیقاتي پلاوي پاکستاني چارواکو سره لېدلي

اسلام آباد نه دافغان سفیر دلور دتښتول کیدو دپېښې پلټنو دپاره دافغانستان نه راغلی څلور کسیزه تحقیقاتي پلاوی اوس هم په پاکستان کښې موجود دی اؤ دلته یې د پاکستان لوړ پوړو چارواکو سره لېدنې کړې دي.

04.08.2021 ډیوه

یوناما: د تاوتریخوالي زیاتېدو له فساد سره مبارزه ټکنۍ کړې

یوناما، وايي افغانستان له فساد سره د مبارزې لپاره د قانوني چوکاټ او بنسټونو د جوړولو په برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي خو د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره د فساد ضد مبارزه ټکنۍ شوې ده.

04.08.2021 امریکا غږ

افغانستان کې کرونا؛ تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸ ناروغان مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۴۲۸ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

04.08.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more