ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بلخ کې ځینې ښځې: طالبان ښار کې له محرم پرته زموږ د حضور ممانعت کوي

په بلخ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ځینې ښځې وايي چې طالب جنګیالي یې په ښار کې له محرم پرته د حضور ممانعت کوي او ښځې نه‌پرېږدي چې له کوره دباندې ووځي. یوه له دغو ښځو معصومه د هغې ۲۳ کلنې نجلۍ مستعار نوم دی چې تر کابو یوې میاشتې دمخه هم د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ښځو د حقونو فعاله وه. هغه چې د یوې داخلي مؤسسې کارکوونکې وه، د کار ترسره کولو لپاره‌یې هره ورځ له بلخ ولسوالۍ تر مزار شریف ښار تګ راتګ کاوه.  معصومه وايي چې اوس‌یې طالبان د کار کولو ممانعت کړی. هغې وویل: "د دغې ډلې غړي ښځو ته په تنهايي د تګ راتګ اجازه نه‌ورکوي. همداراز هرې کورنۍ ته‌یې ویلي چې په دفترونو او د کار په ځایونو کې د ښځو د کار کولو مخه ونیسي."   معصومې ازادي راډیو ته وویل چې په بلخ ولسوالۍ کې د طالبانو د حضور له امله نه‌یوازې د ښځو لپاره حق غوښتنه نه‌شي کولای، بلکې دا چې خپل حقوق‌یې هم د طالبانو له‌خوا سلب شوي، دا ورته د ژوند ستره اندېښنه ده. هغه وايي چې طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې پرته له کوم محرم د ښځو په تګ راتګ ممانعت وضع کړی. طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته دا ادعاوې رد کړې او هغه‌یې پروپاګنډ بللي. هغه زیاته کړې چې ښځې په خپله پر ځانونو محدودیتونه وضع کوي. د بلخ ولسوالۍ د جوزا په ۳۱مه نېټه د طالبانو په لاس سقوط شوه. د بلخ امنیتي چارواکو هم منلې چې طالبان تر خپل کنټرول لاندې ساحو کې خپل سره قوانین پلي کوي. د دغه ولایت د پولیسو ویاند عادل شاه عادل، ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو په بلخ، چهاربولک، چمتال او شولګره ولسوالیو کې له خلکو غوښتي څو د یادې ډلې د غړو مالي مصارف او خواړه ورته برابر کړي. هغه وویل چې یادې ډلې همداراز له ښځو غوښتي څو په کورونو کې پاتې شي. ده زیاته کړه: "طالبان ښځو ته له شرعي محرم پرته د باندې وتلو اجازه نه‌ورکوي. دوی نور قیودات هم پر خلکو وضع کړي او له هغوی باج اخلي."  په همدې حال کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ښځو د حقوقي وضعیت په اړه اندېښنه ښولې. په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ساحوي دفتر مسؤل غلام رباني فرید ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو له‌خوا په ټولنه کې د ښځو د حضور ممانعت او کار ته د ښځو نه‌پرېښودل د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې خلاف عمل دی. طالبان په بلخ کې له ۱۴ ولسوالیو پر ۹ ولسوالیو بشپړ تسلط لري او په پنځو نورو ولسوالیو کې هم چریکي حملې ترسره کوي. تر دې دمخه د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویلي و چې طالبانو په بدخشان او فاریاب ولایتونو کې هم پر ښځو ځیني محدودیتونه وضع کړي ترڅو په ټولنه کې له حقوقي او ټولنیز فعالیتونو لاس په سر شي.

19.07.2021 ازادي راډیو

ډاکټران: خېبرپښتونخوا کې د کرونا نوي قسمونه - ډېلټا او الفا - تېزۍ سره خورېږي

ډاکټران وایي خیبرپښتونخوا کې د کرونا واېرس نوي قسمونه ډېلټا او الفا په تېزۍ سره خورېږي او خبردارې یې کړی که خلک د احتیاط نه کار وانخلي، نو یو ځل بیا په روغتونونو بوج زیاتېدی شي.

19.07.2021 ډیوه

د عامې روغتیا وزارت خبرداری: که د اختر ورځو کې کرونا جدي ونه‌‍ګڼئ، ناورین جوړېږي

د لوی اختر په رار سېدو سره د عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا په احتمالي توګه د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښیي. که څه هم دا وزارت وايي، په 'کووېډ-۱۹' د اخته کېدونو ناروغانو په شمېر کې کموالی راغلی، خو ټینګار کوي چې د اختر په ورځو کې به د کرونا پر وړاندې د خلکو بې‌‍پروايي د یو ناورین لامل شي.  د دې وزارت د ویاند مرستیال طاهر عثماني د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۸» ازادي راډیو ته وویل: "اختر په خپله د دې ویروس د خپرېدو یو فکټور دی، که خلک روغتیايي سپارښتنې مراعت نه‌کړي د تېر اختر په شان به بیا دا ویروس خپور شي. له خلکو مو هیله ده چې له روغبړ او یو بل کره له تللو ډډه وکړي." د عامې روغتیا مسؤلان وايي، د دې وزارت د هڅو ترڅنګ د اختر په ورځو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره، د خلکو همکاري هم اړینه ده. دا په داسې حال ده چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۲،۶۵۸ مشکوکې پېښې ارزول شوي چې ۹۱۵ په‌کې مثبتې وې او په همدې موده کې ترې ۵۱ کسان مړه شوي دي. د اختر په رارسېدو سره د کرونا ویروس د لا زیات خپرېدو ته د اندېښنو ترڅنګ د کانګو د تبې ډېروالی، بله وېره ده چې راپیدا شوې.  د عامې روغتیا وزارت مسؤلان وايي، کانګو یوه ویروسي وژونکې ناروغي ده چې له څارویو انسان ته لېږدېږي. د دې وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح په یوې خبري ناسته کې له خلکو وغوښتل، که چېرې پر دې ناروغۍ اخته شي، نو روغتیايي مرکزونو ته دې ورشي. ښاغلی مجروح زیاتوي: "کانګو یوه وژونکې ناروغي ده. ټولو خلکو ته مې سپارښتنه دا ده چې د څاروي د حلالولو او غوښې ته د لاس وړلو پر مهال له دستکشو ګټه واخلي. که له غوښې استفاده کوئ، نو ۲۴ ساعته‌یې په یخچال کې وساتئ. که چا ته وینه توېیدنه، درد او تبه پیدا شوه، نو ژر تر ژره دې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي." د روغتیايي راپورونو له مخې، دا په انسان او څارویو کې ګډه ناروغي، د یوې (حشرې) په چیچلو سره په څارویو کې پیدا او کله چې انسان څاروي ته لاس یوسي ورته انتقالېږي. غوا، پسه او داسې نور د کانګو د تبې عمده لېږدوونکي دي چې مړینې ترې هم رامنځته کېږي.

19.07.2021 ازادي راډیو

انګلستان د کرونا ویروس له کبله لګولي ټول محدویتونه لیرې کړل

انګلستان نن د نږدې ۱۷ میاشتو راهیسې د کرونا وبا په وړاندې لګېدلې ټول محدودیتونه لیرې کړل. په دې هېواد کې د ټولو محدودیتونو لیرې کول داسې مهال دي چې د 'کووېډ-۱۹' د نوې ډېلټا بڼې د خپرېدو له کبله په نویو پېښو کې زیاتوالی راغلی او دغه‌راز د دې هېواد صدراعظم بورېس جانسون او یو بل لوړپوړی مالي چارواکی ریشي سوناک تازه ۱۰ ورځني قرنطین ته تللي دي. دوی دواړه د جولای په ۱۶مه نېټه د انګلستان د روغتیا له وزیر ساجد جاوېد سره مخ شوي وو. سره له دې چې ساجد جاوېد د کرونا ضد واکسین دوه ستنې کړې دي، خو وړمه ورځ‌یې د کرونا معاینه مثبته راوتلې ده. دا مهال  بریتانیا په ورځني ډول تر ۵۰ زرو د کرونا نوې پېښې ثبتوي. دا د جنورۍ په میاشت کې په دې هېواد کې د کرونا وبا له اوج څخه لږ څه کمې دي. د بریتانیا صدراعظم ټینګار کړی چې د کرونا د زیاتېدونکو پېښو سربېره د کاروبارونو د بیا پرانیستو وخت رارسېدلی ځکه چې د بریتانیا  نږدې په سلو کې ۹۰ لویانو د کرونا ضد واکسین لږترلږه یوه ستنه کړې ده او په سلو کې ۶۸یې په بشپړه توګه واکسین شوي دي. حکومت وايي، د واکسین په پرمختګ د کرونا وبا او په روغتون کې د بسترېدو او مړینو ترمنځ تړاو مات شوی دی. په نړۍ کې د کرونا ډېلټا بڼې خپرېدو اندېښنې راپورته کړي او یو شمېر هېوادونو کې یې د ځینو محدودیتونو د غځېدو او یا تازه لګول کېدو  احتمال زیات کړی دی. د جنوبي اسیا د ځینو نورو هېوادونو په څېر ویتنام دا مهال په دې هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو له ریکارډ (بې‌ساري) زیاتوالي سره مخ دی او  چارواکو یې د دې هېواد په جنوبي سیمه کې د دوه اوونیو په مخه بشپړ ټولبند اعلان کړی. په شمالي افریقا کې دا مهال  تونس د خپلو وګړو د شمېر په تناسب په نړۍ کې د کرونا تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې ثبتوي او په افریقا د کرونا وبا سره تړلې تر ټولو زیاتې مړینې هم دا مهال په همدې هېواد کې رامنځته کېږي. تونس اوس خپل پوځ د واکسین په کمپاین کې د مرستې لپاره ګمارلی دی. د امریکا په متحده ایالاتو کې روغتیايي چارواکو خبرداری ورکړی چې په راتلونکو میاشتو کې به په هغو کسانو کې چې د کرونا ضد واکسین‌یې نه‌دی کړی د کرونا مثبتې پېښې او له کبله‌یې مړینې لوړې شي. د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکزونو اداره وايي، دا مهال په دې هېواد کې د کرونا له کبله په سلو کې تر ۹۹ زیاتې مړینې او په سلو کې تر ۹۷ زیات بستري کېدل په هغو کسانو کې دي چې د کرونا ضد واکسین‌یې نه‌دی کړی. په متحده ایالاتو کې دا مهال د واکسین په شرایطو له پوره  کسانو له درې برخو تر دوو زیاتو یې لږترلږه د واکسین یوه ستن کړې او ۵۹ سلنه‌یې بشپړ واکسین شوي دي.

19.07.2021 ازادي راډیو

څېړونکو د اختر په مناسبت د طالبانو د مشر په لیکلي پیغام باندې پوښتنې راپورته کړي دي

څېړونکي وایي د طالبانو مشر د اوربند په اړه غلی پاتې شوې، د ولقې لاندې برخې  دعوا یې بې بنياده ښکاري، او د مکمل شريعت نظام خبره يي هم مبهمه ده.

19.07.2021 ډیوه

پاکستان کې په یوې ترافیکي پېښه کې ۳۰ تنه مړه شوي 

د پاکستان د پنجاب په ایالت کې چارواکي وايي چې نن دوشنبه د جولاۍ ۱۹ (چنګاښ۲۸) په یوې ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ تنه مړه شوي‌دي. 

19.07.2021 امریکا غږ

اردوغان: طالبان باید افغانستان کې له 'اشغال' څخه لاس واخلي

اردوغان طالبانو ته: د خپلو وروڼو خاوره مه اشغالوئ

19.07.2021 امریکا غږ

امریکا د ګوانتنامو یو بندي مراکش ته وسپاره

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۸) اعلان وکړ چې عبداللطیف ناصر یې د ګوانتنامو له زندان څخه خوشې کړی دی. 

19.07.2021 امریکا غږ

صدر اردوان: طالبان دې د خپلو وروڼو د خاورې اشغالول بند کړي

د ترکي صدر رجب طیب اردوان په طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې دې «د خپلو وروڼو د خاورې اشغالول» بند کړي. اردوان دا هم ویلي چې د طالبانو تګلاره د یو مسلمان سره د بل مسلمان ورور رویه نه څرګندوي.

19.07.2021 ډیوه

 د بلاګر وقاص ګورایه د وژلو د سازش په تور کې یو پاکستانی وګړی د لندن عدالت ته وړاندې کړل شوی

د لندن پولیس ادارې د یو پاکستاني بلاګر وقاص ګورایه د وژولو د سازش په تور کې دجولاي په 19 نېټه د برتانيي او پاکستان شهریت لرونکی 31 کلن تن محمد ګوهير خان عدالت ته وړاندې کړل شوی دی.  د ګوهير خان لومړۍ اورېدنه  T20217198 د شرقي لندن په فرسټ ګېټ اولډ بېلې 14م عدالت کې وشوه.  په عدالت کې موجود یو خبریال وي او ای ډیوه ته وویل چې جج سویني د قضیې په وخت ویلي دي د اپیل  بله اورېدنه به په کېنګسټن کراون عدالت کې د اکتوبر 29  کېږي. تمه ده د قضیې باقاعده سماعت به د جنورۍ په 4 مه شورو شي. تورن تن دا مهال د پولیس په ولقه کې دی. د لندن په عدالت کې موجود د بشري حقونو فعال او ډاکو مېنټري فلم کار روشان خټک وي او ای ډیوه ته وویل چې تورن تن ګوهیر خان او د هغه وکیل عدالت ته په آن لاین بڼه وړاندې شول. د روشان تر مخه تورن تن په ځان لګیدلي تورونه او نه منل. د لندن پولیس محکمې یوه ورځ د مخه په یو ای مېل کې وي او ډیوه ته لیکلي وو 31 کلن ګوهیر خان چې د سپروسټن روډ فارسټ ګېټ اوسیدونکی دی دا وخت د پولیسو په ولقه کې دی او د جولايي په 19 نیټه به د اولډ عدالت ته وړاندې کول کېږي. د ډیوه ددې تپوس په جواب کې چې ګوهیر خان چرته او  د چا د مرګ سازش کولو؟ د لندن پولیس محکمې وویل ګوهير خان په 24 جون د سینټ پینکراس د ریل ګاډي په ډګر نیول شوی ؤ، د پولیسو د ای مېل  ترمخه دا تورن تن د ندرلېنډ نه دغلته په رېل ګاډي کې رسیدلی ؤ. پولیسو البته دا او نه ویل چې ګوهیر خان د چا د وژلو سازش کولو. خو ډیوه د متعلقه عدالت څخه خپور شوی هغه اي مېل تر لاسه کړی چې وايي تورن تن د فبرورۍ د میاشتې د 16 او د جون د 24 تر منځ د وقاص ګورایه د وژلو د سازش کولو په تور کې په جولايي 19 د د اولډ بېلی عدالت ته وړاندې کول کېږي. خپله وقاص ګورایه دعوا کوي  هغه دا معلومات تر لاسه کړي چې ګوهیر خان د فبرورۍ 16 او جون 24 تر منځ څو ځله د روټرډم ندرلېنډ سفرونه کړي وو، د ګورایه کور هم په روټرډم کې دی. وي او ډبوه ته د نوم نه ښکاره کولو په شرط د وقاص ګورایه یو نزدې ملګري وویل د ندر لینډ په روټرډم علاقه کې وقاص ګورایه د خپلې کورنۍ سره پاتې کیدلو خو هغه ته د ندر لېنډ استخباراتو خبر ورکړو چې په تا د مرګونې حملې امکان دی.  سر چېنې ډیوه ته وویل وقاص ګورایه ته د ندر لینډ یوې ادارې (پولیس اداره) په یو خوندي ځای کې د وسېدلو واړندیز کړو کوم چې هغه قبول کړو. وقاص ګورایه د سګنل اېپ د لارې په 18 جولاي وي او ای ډیوه ته ددې خبرې پخلی وکړو چې هغه دا وخت ندر لینډ د پولیسو د محکمې په حفاظت کې پاتې کېږي .  د ګورایه تر مخه د هغه سره د هغه میرمن میشا سعید، 7 کلن زوی ارسطو ګورایه او یو نیم کلنه لور مشال قندیل هم دي. په برتانیه کې ېوې پاکستانۍ خبرېالې د نوم نه ښودلو په شرط ډیوه ته وویل چې وقاص ګورایه د ندرلینډ د ادارې په امان کې د اوسیدلو په وخت په انټر نېټ هر قسم رابطې بندې کړې وې، هغه نه په ټویټر، نه په فېس بک او نه نورو رسنیو لیدل کېدلو. وي او ای ډیوه چې د وقاص ګورایه د ټویټر اکاونټ ولټولو نو هغه د فبرورۍ د 16 نه تر د جولاي 16 په ټویټر کوم پوسټ ښکاره نه شولو. تر اوسه دا نه ده معلومه چې ګوهير خان د وقاص ګورایه د وژلو سازش ولې کولو. وقاص ګورایه څوک دی او په ندر لېنډ کې ولې پاتې کېږي؟ وقاص ګورایه دا وخت 39 کلن دی د پاکستان د بهاولپور ضلعې د چشتیا اوسیدونکی دی.  هغه په کال 2007 کې ندر لېنډ ته د تعلیم په ویزه سفر کړی ؤ. هغه هم د هغه ځایه د خپلو نورو ملګرو عاصم سعید او سلمان حېدر سره په ګډه د “موچي” په نوم د ټویټر او فېس بک پاڼې  چلولې.  په دغو پاڼو د پاکستان په پوځ او سخت دریځو مذهبي مشرانو سختې نېوکې کیدلې. ورستو دغه پاڼې تړل شوې وې. وقاص په کال 2016 کې د فبرورۍ په 16مه نیټه د خپلې خور په واده کې د ګډون لپاره لاهور ته ستون شو. هم په لاهور کې په کال 2017 کې د جنورۍ په 4 مه نیټه بې درکه شو.  په ټولنیزو رسنیو او مطبوعاتو کې د خپرو شوو غېر تصدیق شوو خبرونو تر مخه ګورایه د پاکستان استخباراتي ادارې اي اېس ايي اغوا کړی ؤ.  ورستو ګورایه پخپله هم په یو شمیر موقعو دغه شان تورونه پورې کړي وو چې دی ایی اېس ايي اغوا کړی ؤ او ورباندې یې ناتاره تشدد کړی ؤ. د وقاص تر مخه اداره دده په موچي پاڼه موادو اعتراض لرلو. د پاکستان اداره ددغو تورونو تردید کوي. ګورایه د جنورۍ په 28 په لاهور ښار کې څرګند شوی ؤ، د هغه تر مخه اغوا کونکو دی د پنجاب یونیورسټۍ خوا ته په داسې حال کې  غورزولی ؤ چې په سترګو یې پټۍ وې. ګورایه  په 29 جنورۍ بیرته ندر لینډ ته سفر وکړلو. او هم ددغه وخت نه په خپل ټویټر پاڼه د پاکستان د پوځ او اسخبارتي ادارې په ضد سخت لیکونه کوي. د پاکستان د پوځ دريځ د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د څانګې د هغه  وخت مشر جنرل اصف غفور په یو خبري کانفرنس کې دغه تورونه رد کړي وو چې ګني هغه د هېواد کومې ادارې تښتولی ؤ. خو داسې کومې پلټنې یې هم نه وې کړی چې هغه د تر 24 پورې چرته ورک ؤ? د پاکستان پوځ په ورستیو کې دا ویل سوا کړي دي چې هیواد یې د فیفت جنرېشن د وار فېر سره مخ دی. د فېفت جنرېشن وار فېر مطلب دا دی چې په اڼ لاین بڼه جګړه. د پاکستان د پوځ اوسني مشر جنرل قمر باجوه د فیفت جنرېشن وار فېر اصطلاح په کال 2019 کې هفه وخت کارولې وه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو په ټولنیزو رسنیو د هیواد په پوځ او اسخبارتي سخت ټکونه کول. د پوځ مشر په خپل یو بل تقریر کې ددې اصطلاح د تفصیل په وخت ویلي وو چې ځیني خلک د غلیم په لمسه د هیواد د ادارو د بدنامولو  کوښښونه کوي.  هغه د چا نوم نه ؤ اخستی او نه یې د خپل دغه بیان کوم ثبوت وړاندې کړی ؤ خو د پوځ نويو برتي شؤ عسکرو او د پاکستان زلمیانو ته یې ویلي ؤ چې ددغو خلکو په پروپېنګنډو دې نظر ساتي. دوه نور پاکستانیان په بهر هیوادونو کې په مشکوکه توګه وژل شوي کريمه بلوڅ د 2020م کال د دسمبر پر 20مه د کېنېډا په ټورنټو ښار کې په مشکوکه توګه مړه شوې وه. د  فعالې کریمه بلوڅې د مرګ ورستو شکونه کېدل هغه وژل شوې. د کريمه بلو بلوڅ د مړينې وروسته د بشري حقونو ځايي او نړيوالو تنظیمونو غوښتنه کړې وه چې د هغې د مړينې پلټنې دې وشي او رښتيا دې مخې ته راوستل شي. د کریمه ملګرو او خپلوانو تور پورې کولو د هغې د وژنې په شا د پاکستان لاس دی د دغو تورونو ورستو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت کېنېډا ته خواست کړی ؤ چې د کريمه بلوڅ د مړینې پلټنې وکړي او رپورټ يې ترې غوښتی ؤ . د کرېمې بلوڅ په کنېډا کې د مشکوکه مړېنې ورستو په امریکه، کنېډا او اروپا کې یو شمېر تنظیمونو په بیانونو او احتجاجونو کې د پاکستان په استخباراتي ادارو تور پورې کولو چې ګوندې کریمه یې وژلې. خو د کنېډا پولیسو ویلي د کريمې په مرګ کې د جرم کوم څرک نه ښکاري.  د کنېډا پولیسو ویلي وو د هغې د مړېنې رپورټ یې خپلوانو ته ورکړی دی. د 37 کلنې کریمه مړی پاکستان  ته وړل شوی ؤ. د کريمه بلوڅ خاوند حمل حيدر و ویلي وو چې د کريمې بلوڅ له وصيت سره يې سم د هغې مړی د هغې پلرني وطن تمپ ته ليږلی. بلوڅ خبریال ساجد حسېن په می 2020 کې د بلوڅ خبریال ساجد حسېن مړی د سویډن د اپساله ښار د دریاب په غاړه موندل شوی ؤ. د بلوچستان د کېچ ضلعې اوسېدونکي ساجد حسېن له پینځو کلونو راهیسې د آنلاین ورځپاڼې "بلوچستان ټایمز" مشر وو او تر هغه مخکې یې له "ډېلي ټایمز" او "دي نیوز انټرنېشنل" ورځپاڼو سره هم کار کړی دی. د سویډن پولیسو د ساجد حسېن د مړینې علت نه ؤ څرګند کړی او نه  هم چا د هغه د وژنې ذمه واري په غاړه اخیستې وه، خو د بې سرحده خبریالانو (آر ایس ایف) تنظیم په اپرېل 2020 کې پخپل رپوټ کې ګومان څرګند کړی وو چې هغه به د پاکستاني استخباراتو په اشاره تښتول شوی وي. د اېشیا پېسیفیک لپاره د بې پولې خبریالانو د تنظیم مشر ډېنیل بسټرډ شک څرګند کړی وو، چې ساجد حسېن د بلوچستان د بې درکه خلکو غوندې په جبري توګه بې درکه کړل شوی دی ساجد حسېن ته په 2013 کې په بلوچستان کې د خپل کار له کبله ګواښونه کېدل چې بیا له پاکستانه و ووت او څه موده یې په عمان، عربي اماراتو او یوګنډا کې تېره کړه او بیا وروسته سویډن ته لاړ او هلته یې په 2017م کال کې سیاسي پناه واخیسته.      

19.07.2021 ډیوه

منظور پشتين: د افغانستان جګړه تل د کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو د تباهۍ سبب ګرځېدلې ده

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي په افغانستان کې جګړه تل د کرښې (ډېورنډ) دواړو غاړو ته د پښتنو د تباهۍ سبب ګرځېدلې ده، پي ټي اېم د افغانستان د امنيت دپاره د جرګې جوړولو هڅې کوي.

19.07.2021 ډیوه

اتمر قریشي ته: د شیخ رشید څرګندونې غیر مسلکي او تر وخت مخکې قضاوت دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره ټلیفوني خبرو کې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

19.07.2021 امریکا غږ

د پاکستان په وزيرستان او نورو برخو کې د بدامنۍ تازه پېښې د افغانستان د حالاتو سره تړاو لري؟ د څيړونکو نظر

په جنوبي وزیرستان کې پرون په 18 جولايۍ په يوه پېښه کې يو پوځي سرتيری وژل او څلور ژوبل شوي او په دوه نورو پېښو کې  پينځه سرتيري ژوبل شوي وو،  د دغو درې واړو پېښو زمه واري پاکستاني طالبانو منلې وه.

19.07.2021 ډیوه

کابل کې د بهرنیو هیوادونو استازولیو له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې

په افغانستان کې د یو شمېر بهرنیو هیوادونو استازولیو پر طالبانو غږ کړی چې روان پوځي عملیات ودروي.

19.07.2021 امریکا غږ

افغانستان: حکومت وايي طالبان حکومتي تاسيسات زيانمنوي، طالبان وايي غېر دولتي موسسې به خوندي وي

په داسې حال کې چې افغان حکومت په وروستيو کې ويلي، هغه سيمې چې طالبانو په تيره مياشت کې نيولي په سوونو سرکاري ودانۍ يې پکې په بشپړ توګه تباه کړي، طالبانو په تازه بيان کې ویلي دوی چې کومې علاقې نيولي هلته به غېر دولتي ادارې او شرکتونه (کمپنۍ) خوندي وي.

19.07.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more