شاته

پاکستان: په 2 اګست په 68 ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل کيږي

د خېبرپښتونخوا د 18 ضلعو په ګډون د پاکستان په 68 ضلعو کې د 2 اګست څخه د پولیو ضد څاڅکو څلور ورځنی کمپاين پېل کيږي، چې پکې به 23.6 ملينه ماشومانو ته څاڅکي ورکول کيږي.

د خېبرپښتونخوا د پولیو د مخنيوي د پروګرام ترمخه د خېبرپښتونخوا په پېښور، چارسده، نوښار، مردان، خېبر، باجوړ، مومند، کوهاټ، هنګو، بنو، کرک، لکي مروت، ټانک، ډېره اسماعيل خان، اورکزۍ، کرمه، شمالي او جنوبي وزيرستان کې به کمپاين کيږي.

ويل شوي په دغو ضلعو کې به 37 لکه او 27زره ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کیږي.

د صحت په چارو کې د وزيراعظم ځانګړي مرستیال ډاکټر فېصل سلطان ويلي، په تيرو مياشتو کې په ملک کې د پوليو په مخنیوي کې مهم پرمختګ شوی دی د پوليو پېښې کمې شوي دي او دا مهمه ده چې دغه لړۍ ته دوام ورکړی شي.

هغه ويلي دې ته اړتيا لري چې په هر کمپاین کې ماشومانو ته ويکسين ورکړی شي چې د دوی ايميوين يا د مدافعت قوت سېوا شي.

فېصل سلطان په مياندو او پلارانو غږ کړی چې د پولیو ضد څاڅکو ورکوونکو ټيمونو هرکلی وکړي او ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي.

په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه سږ کال په ملک کې د پوليو يواځې يوه پېښه مخې ته راغلې ده، او تير کال 84 ماشومان د پوليو ښکار شوي وو.