شاته

پاکستان کې دخپل کور جوړؤلو دپاره بېنکونو نه پور باید څنګه ترلاسه کړئ؟

دپاکستان دننه وخت په وخت حکومت اؤ بانکونه بیلابیلو څانګو کې خلکو ته دپورونو ورکولو اعلانونه کوي خو زیاتره خلک دبینکونو نه دپور اخستو په جنجالي چارو نه پوهیږي چې دا پورونه څنګه ترلاسه کړي؟

د پاکستان حکومت هم دکورونو جوړولو دپاره خلکو ته دپورونو ورکولو اعلان کړی دی خو په پښتونخوا صوبه کې زیاتره دا معلومات نه لري چې څنګه دکمرشل بینکونه نه د کور جوړولو لپاره پور یا قرضه ترلاسه کړي.

بیا زیاتره خلکو ته دا معلومات هم نشته چې په دې پورونو به هغوئ بینکونو ته څومره سود ورکوي اؤ دپورونو خلاصولو موده به څه وي ؟

په مردان ښار کې د کالج استاد یوسف خان وائي هغوئ خواهش لري چې د خپلې تنخا پسر دبینک نه پور واخلي او کور پرې جوړ کړي.

ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي حکومت یو ښه سکيم اعلان کړی خو کمرشل بینکونه هغوئ ته معلومات نه ورکوي،

هغه وایي څو ځله دپور اخستو په غرض بینک ته تلی خو نه ورته معلومات ورکړی شوی او نه یې قرضه اخستې ده.

نوموړی وایي که د احساس پروګرام په رنګه ددې پورونو ورکړه هم اسانه شي نو ضرورتمند خلک به ترې استفاده وکړی شي.

پاکستان کې کمرشل بینکونه وايي اوس دا قرضې نورې هم اسانې کړی شوي دي اؤ دې دپاره دپيژندګلو کارډ،د زمکې فردونه،زمکه دچاپه نوم وي، د نورو بینکونو نه چې یې قرضه نه وي اخستي ،د نوکرۍ ثبوت او د کاروبار دکاغذونو ښودلو وروسته قرضه ورکول کیږي.

د قامی بینک مرستیا ل مشر جمال ناصر وایي دا دومره ګرانه نه ده د نوکرۍ د تنخا ثبوت یا د کاروبار تفصیل پکار وي او دا هم ګورو چې قرضه اخستونکي په کومه زمکه کور جوړوی چې دغه زمکه دهغه په نوم وي‌.

دپاکستان حکومت کمرشل بینکونو ته د کورونو جوړولو د قرضو په مد کې رعایتونه ورکوي او ددې دپاره یې کمرشل بینکونو ته ۳۰ اربه روپۍ هم ورکړي دي.

کمرشل بینکونه وایي دا پورونه د ۲۰ کالو دپاره د سود په کمه شرحه ورکول کیږي.

د بینکونو په وینا د ۱۰ لکو نه تر ۶۰ؤ لکو او د ۶۰ نه تر یو کروړ روپو پورې خلکو ته پورونه ورکوي.

مرکزي بینک وایي وړومبی دپینځوؤ کالو په پور درې فیصده،دویم د پینځوؤ کالو په پور اووه فیصدي اؤ دلسو کالو نه د زیاتې مودې په پور نهه فیصدي سود ټاکل شوی دی.

د اقتصاد ماهر ارسلان اقبال وایي سرکاري نوکرانو ته بینکونو نه پور ځکه نه ورکول کیږي چې دهغوئ تنخاګانې کمې وي اندېښنه موجوده وي چې دوئ به پخپله کمه تنخا کې دغه پور بیرته بینک ته ستون نکړی شي.

کار پوهان وایي بینکونو نه خلکو ته دپورونو ورکولو کار په قلاره روان دی او مرکزي بینک کمرشل بینکونو ته ویلي یا خو باید دقرضو ورکولو لړۍ چټک کړي اؤ یا دې بیا جرمانو ته تیار شي.