وسله والو په کابل کې یو خبریال وژلی
د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې نا معلومه وسله والو افغان خبریال او د لویې څارنوالۍ کې برحاله کارکوونکی طوفان عمري وژلی دی.
په افغانستان کې د سختو جګړو تازه صورتحال
طالبانو د کندز او تالقان ښارونو د قبضه کولو دعوه کړې ده، حکومتي چارواکي وایي چې په یوه شپه و ورځ کې له پنځه سوه (۵۰۰) زیات طالب جنګیالي وژل شوي دي
بایډن: افغان حکومت په طالبانو د بري لپاره هر څه په اختیار کې لري
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن وایي د افغانستان حکومت په طالبانو د بري لپاره هر څه په اختیار کې لري. د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي وايي چې ولسمشر بایډن په دې نظر دی او دا خبره یې کړې ده چې «د افغانستان حکومت او امنیتي او دفاعي ځواکونه یې د طالبانو په مقابله کې د بري لپاره تجهیزات، تعداد او روزنه لري او اوس د طالبانو د خشونت په ضد د رهبرۍ او ارادې وخت دی.» مېرمن ساکي وویل چې واشنګټن د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د دښمنۍ او د ولسي خلکو په ضد غچ اخیستونکي بریدونه ارزوي او په دې اړه خواشینی دی. هغې وویل که طالبان د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو په لټه کې وي، دا کار یې د مشروعیت د ترلاسه کولو مخه نیسي. د سپينې ماڼۍ ویاندې وویل چې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت له طالبانو څخه په جدي توګه غواړي چې د جګړې په ځای خبرو ته کیني او دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک یې غوښتنه کوي. په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکا سفارت په لویو ښارونو باندې د طالبانو بریدونه غندلي دي او دا یې د دغې ډلې د ژمنو خلاف کار بللی دی. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په کندز، سرپل، شبرغان، هلمند او یو شمېر نورو ښارونو باندې بریدونه کړي او سختې جګړې روانې دي.
هند په المپیک کې د سرو زرو مډال ګټونکي ته دوه میلون ډالر انعام ورکوي
د جاپان د ټوکیو د المپیک په سیالیو کې د نیزې وارولو په سیالیو کې هندي لوبغاړي نیرج چوپړه د سرو زرو مډال وګاټه. دا لومړی ځل دی چې یو هندی لوبغاړي د المپیک په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټي.
د توکیو د ۲۰۲۰ المپیک پای؛ امریکا تر ټولو زیات مډالونه وګټل
د توکیو د ۲۰۲۰ المپیک لوبې د ۱۶ ورځو جدي سیالیو وروسته نن د یکشنبې په ورځ اګست ۸ (زمري ۱۷) پای ته ورسیدې او امریکایي لوبغاړو وکړای شول چې ددغو سیالیو تر ټولو زیات مډالونه وګټي.
سعودي واکسین شويو بهرنیانو ته د عمرې حج لپاره اجازه ورکوي
د سعودي حکومت وايي هغه بهرنیان چې د کرونا ضد واکسین شوي وي کولای شي چې د عمرې د حج لپاره سعودي ته سفرونه وکړي.
پولیس وایي دعبېدالله کاسي تښتونه کې ککړ پینځه کسان یې وژلي
دبلوچستان دعوه کړې ده چې دعوامي نیشنل ګوند د وژل شوي مشر عبېدالله کاسي په تښتولو کې ککړ پینځه کسان یې په عملیاتو کې وژلي دي.
امریکا کې د کرونا تازه کړکېچ؛ یو ځل بیا هره ورځ په اوسط ډول ۱۰۰ زره پېښې ثبتېږي
امریکا یو ځل بیا هره ورځ په اوسط ډول ۱۰۰ زره د 'کووېډ-۱۹' مثبتې پېښې ثبتوي. د مثبتو پېښو په دومره شمېر سره وضعیت بېرته هغسې شوی دی لکه د تېر کال په ژمي کې. د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکزونو رئیسې روشیل والنسکي سياېناېن ټلوېزیون ته ویلي چې که خلک واکسین نهشي، ښايي د ورځې مثبتې پېښې څو لکو ته ورسېږي، هماغسې لکه د روان کال په جنورۍ میاشت کې چې پېښې اوج ته رسېدلې وې. روغتیايي چارواکي اندېښنه لري چې دا ناروغي او مړینې به تر هغو روانې وي چې نور امریکايان هم له شته واکیسن استفاده ونهکړي. د امریکا ۵۰ فیصده اوسېدونکي بشپړه واکسین شوي دي او تر ۷۰ فیصده زیاتو بالغو کسانو یې لږترلږه یو ډوز واکسین ترلاسه کړی دی. امریکا نهه میاشتې وخت واخیست چې د ورځې په اوسط ډول د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۰ زره ته راکم کړي چې دا شمېر په جنورۍ میاشت کې په اوسط ډول دوهنیم لکه وو. په جون میاشت کې مثبتې پېښې کمې او د ورځې ۱۱،۰۰۰ شوې، خو اوسني ارقام د ورځې تر یو لک او اووه زره زیات دي. له دې وبا څخه ژوندي پاته شویو د امریکا په اتلانتا، نیویارک، واشنګټن ډي سي، ډینوَر او ګڼو نورو ښارونو کې د اګسټ په اوومه نېټه له خلکو وغوښتل چې ماسکونه پر مخ کړي او واکسین شي. تانیا واشنګټن چې په اتلانتا کې يې له 'کووېډ-۱۹' د رغېدلو کسانو غونډې جوړې کړي، وايي په دې ښار کې د یوې کلیسا مخې ته شااوخوا ۵۰ کسان راټول شول او ویې ویل، که څوک یو کس هم وژغوري، لوی کار بهیې کړی وي. تر امریکا او هند وروسته په برازیل کې هم د 'کووېډ-۱۹' مثبتې پېښې زیاتې شوې دي او د نړۍ پر کچه تر امریکا وروسته دوهم هېواد دی چې ډېرې مړینې پهکې شوې دي. په برازیل کې په ۲۴ ساعتونو کې د 'کووېډ-۱۹' ۴۳،۰۳۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په دې هېواد کې په ټوله کې د مړینو شمېر ۵۶۲،۷۵۲ ته رسېدلی دی.
پکتیا کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۲ ملکي وګړي وژلي
د پکتيا د پوليسو وياند وايي چې د دې ولايت په سيدکرم ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې د يوې کورنۍ ۱۲ غړي وژلي دي.
دپښتونخوا حکومتي چارواکي وایي صوبه کې دپولیو رنځ ختمولو ته نزدې شوي دي
دخېبرپښتونخوا حکومتي چارواکي وايي په صوبه کې د پوليو رنځ ختمولو ته نزدي شوي دي اؤ روان کال په صوبه کې يو هم د پوليو کېس نه دی رپورټ شوی.
د امریکا سفارت: په ښارونو بریدونه د طالبانو د ژمنو خلاف دي
په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د یو شمېر ولایتونو پر مرکزنو د وسله والو طالبانو بریدونه غندلي او هغه یې د طالبانو د ژمنو خلاف بللي دي.
شمالي وزیرستان:دپوځ په څوکۍ برید کې یو عسکر وژل شوی
افغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې دپاکستان دپوځ په یوه څوکۍ ترهګرو برید کړی چې پکې یو پوځي عسکر وژل شوی دی.
افغان چارواکي: د خوست پر باک ولسوالۍ د طالبانو برید دفعه شوی
د خوست پولیس وايي چې د دې ولايت پر باک ولسوالۍ يې د وسله والو طالبانو ډله ييز برید په شا تمبولی دی.
د کندز او سرپل پر مرکزونو د طالبانو بریدونه؛ 'سخته جګړه روانه ده'
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو لخوا د کندز او سرپل ولایتونو مرکزونو د سقوط راپورونه ردوي او وايي چې اوس مهال د یادو ولایتونو په مرکزونو کې د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
لاهور:پولیس وایي افغانستان سره تړاؤ لرونکي درې ترهګر یې وژلي
دلاهور دترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي په فیروز واله کې یې دافغانستان سره تړاؤ لرونکي هغه درې ترهګر وژلي چې غوښتل یې پاکستان کې په حساسو ادارو،امنیتي ځواکونو اؤ مهمو شخصیاتو بریدونه وکړي.