ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ایران کې د کرونا ویروس له کبله هرو دوو دقېقو کې یو کس مري 

د ایران دولتي تلویزون راپور ورکړی دی چې د کرونا ویروس له کبله په دغه هېواد کې په هرو دوو دقېقو کې یو کس مري.

09.08.2021 امریکا غږ

د پاکستان تجارتي خساره سېوا شوې، راکمول يې د حکومت دپاره غټ چېلنج دی، پوهان وايي

په پاکستان کې د تجارتي خسارې د زیاتیدو وروسته پوهان وايي دا د حکومت دپاره یو غټ چیلنج دی چه دغه خساره کمه کړي او د روپۍ قدر په ځای وساتي، پوهان وايي د حکومتی دعوو باوجود روان کال د جون په میاشت کی تجارتی خساره د 1.6 اربه ډالره نه په ریکارډ کچه شپږ اربه ډالره ته زیاته شوې ده.

09.08.2021 ډیوه

یونیسف: تیرو ۷۲ ساعتونو کې څه دپاسه ۲۰ افغان ماشومان وژل شوي

د ماشومانو د ملاتړ برخه کې د ملګرو ملتونو صندوق یا (یونیسف) وايي، په تیرو ۷۲ ساعتونو کې د افغانستان درې ولایتونو کې د تاوتریخوالي له امله څه دپاسه ۲۰ افغان ماشومان وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپيان شوي دي.

09.08.2021 امریکا غږ

داوړ: د حق، رښتیاو او ايين د سرلوړۍ خبره مې کړې شناختي کارډ يې راله بلاک کړی

د شمالي وزيرستان نه د قامي اسبملۍ غړی محسن داوړ وايي، "د حق، رښتياو او ايين د سرلوړۍ خبره مې کړې ځکه يې راله شناختي کارډ بلاک کړی خو پروېز مشرف چې ايين يې چقولی تراوسه ورته هیڅ سزا نه ده ورکړی شوې، دا پاکستان دی".

09.08.2021 ډیوه

ډېره اسماعيل خان: په وسله وال بريد کې د کسټم درې کارمندان ووژل شو

د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ضلع کې د نامالومو وسله و الو په ډزو کې د ګمرک يا کسټم در ې کارمندان وژل شوي دي.

09.08.2021 ډیوه

د ولسمشر غني او جهادي مشرانو ترمنځ کتنه کې د پاڅونونو د 'چټک' انسجام پرېکړه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هیواد د سیاسي او جهادي مشرانو او ملي شورا له رئیسانو سره د هیواد د روان امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

09.08.2021 امریکا غږ

کورنیو چارو وزارت: د طالبانو لخوا د درې ښارونو د نیولو پلان شنډ شو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو لخوا د کندهار، هرات او هلمند ولایتونو مرکزونو د نیولو پلان شنډ شو.

09.08.2021 امریکا غږ

کابل: وسله وال بريد کې جرنلسټ وژل شوی

د افغانستان لويې څارنوالۍ ويلي نامالومه وسله والو افغان خبريال او د لویې څارنوالۍ کارکوونکی طوفان عمري وژلی دی، په کابل کې چارواکو ويلي دغه بريد په مشکوک ډول طالبانو کړی دی.

09.08.2021 ډیوه

افغانستان کې د جګړې زیاتوالی؛ دوو اونیو کې ۵۳۰۰ کورنۍ بېځایه شوي

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو تر زیاتېدو وروسته زرګونه کسان له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.

09.08.2021 امریکا غږ

ډي ايي خان: پوليسو د طالبانو د مهم کمانډر وژلو دعوه کړې، په جنوبي وزيرستان کې په امنيتي سرتيرو چاودنه شوې

د خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان پوليسو دعوه کړې چې په عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان ګنډاپور ګروپ مهم کمانډر وژل شوی دی.

09.08.2021 ډیوه

قطر کې د افغان سولې دپاره ناستې کيږي

په قطر کې روانه اوونۍ د افغانستان د سولې د خبرو دپاره دوه غونډې جوړیږي چې په جګړه بوخت افغان حکومت او طالبان د سولې خبرو ته کښېني له دې وړاندې چې جګړه د قابو نه بهر شي.

09.08.2021 ډیوه

کونړ کې بورې او کونډې میندې: له جګړو او جنازو تنګ شوي یو، یتیمان نه شو مړولی

په کونړ کې په جګړو کې د قرباني شوېو کسانو کورنۍ سوله غواړي او له حکومت او وسله والو طالبانو د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته دوام، اوربند او تل پاتې سوله راوستل غواړي. د دوی په خبره چې له جګړو، جنازو او ویرونو په تنګ شوي او د هغې ورځې په هيله دي چې طالب او عسکر سره غاړه په غاړه وګرځي او د ورورۍ ژوند تېر کړي. ۳۰ کلنې حلېمه وايي، پنځه کاله وړاندې یې د جګړې له امله د ژوند ملګری له لاسه ورکړ خو اوس له ډېرو ستونزو سره مخ ده: "کونډه یم، درې یتیمان بچي لرم دا څو کاله کېږي چې کونډه شوې یم، هېڅ هم نه لرم چې بچو ته پرې څه واخلم." ۴۵ کلنه ګل بي بي هم په روانه جګړه کې کونډه شوې او د شپږو  یتیمو ماشومانو پالنه ور له غاړې دي. ګل بي بي وايي: "خاوند مې شهید شوی او شپږ ماشومان راته یتیمان پاتې دي، سرپرست نشته چې څوک راته څه راوړي، که په مدرسه کې یې واچوم هغوی هو راڅخه روپۍ غواړي، هېڅ څوک نه لرو غیر د یو الله څخه، جنګ دې ختم شي بس دی  او نور دې سوله راشي چې نور ماشومان یتیمان نه شي." دا یوازې حلېمه او ګل بي بي نه ده چې جګړې ترې د ژوند ملګري اخېستي او یتیمان ورته پاتې شوي، بلکې د دوی په څېر زرګونه خویندې شته چې په ځوانه ځوانۍ کې کونډې شوې او بچې يې د پلرونو له سیوري بې برخې شوي. د همدې وژل شوېو ځوانانو میندې يې د بچو مړېنې پر ژړا ستړې کړې او د ناروغۍ په بستر پرتې دي. له دوي څخه يوه يې ۵۰ کلنه عاطفه ده وایي، تېرکال يې زلمی زوی اسعداباد ته مخامخ په امنیتي پوسته کې وژل شوی او له هغې ورځې ناروغه شوې ده: "خړه غونډۍ کې مې ځوان زلمی زوی شهید شو، خو هېڅ څوک زموږ اواز نه اوري، نه دي خبر ، ښځه یې راته پاتې شوه هېڅ هم نه لرو، په کور کې بس هم دا وایو چې نور دې خدای دا جنګونه ختم کړي او سوله دې راشي." دوی له افغان حکومت  او وسله والو طالبانو غواړي چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، خپلې ټولې ستونزې دې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي او د پردیو په اشارو دې یو بل نه وژنې او وطن دې نه ورانوي. په کونړ کې یو شمېر کونډې او بورې میندې په داسې حال کې له افغان حکومت او وسله والو طالبانو د جنګ بندولو غوښتنه کوي چې په دې وروستیو کې طالبانو خپل بریدونه زیات کړي. طالبانو د کونړ د ناړۍ او غازي اباد او د نورستان د دواب، منډول، کامدېش او برګېمټال ولسوالیو ترڅنګ د یو شمېر ولایتونو مرکزونه او له دوه سوه د زیاتو  ولسوالیو د نیولو دعوه کړې ده. له دې سره په قطر کې د دواړو لوریومرکچي پلاوو خبرې لا تر اوسه کومې مثبتې پایلې ته نه دي رسیدلي.

09.08.2021 ازادي راډیو

هند د ترهګرۍ د مالي ملاتړ په مبینه قضیه کې په یو کالعدم تنظیم باندې چاپې وهلي

د هند حکومت په جماعت اسلامي تنظیم تورونه لګوي چې د هند تر ولقې لاندې کشمیر کې د یاغیانو مرسته کوي.

09.08.2021 ډیوه

د کوئټې سرینا هوټل ته نږدې چاودنه - دوه پولیس مړه او له شلو زیات زخمیان دي

د بلوچستان په سرښار کوئټه کې چاودنه شوې چې په نتیجه کې یې دوه پولیس مړه او یوویشت (۲۱) کسان نور زخمیان شوي چې په کې لس تنه یې پولیس اهلکار دي.

08.08.2021 ډیوه

د امریکا غږ خبریال غازي ته د بیان ازادۍ نړیواله جایزه ورکړل شوه 

د بلجیم د بشري حقونو نړیوال سازمان په افغانستان کې د امریکا غږ خبریال ذبیح الله غازي ته د بیان د آزادۍ نړیواله جایزه ورکړه. 

08.08.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more