ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغان دولت:طالبانو سپین بولدک کې پاکستاني ملېشې تر صفري نقطې راتیرې کړي دي

دافغانستان د رسنیو اؤ اطلاعاتو دڅانګې مشر دواخان مینه پال په طالبانو تور لګولی چې په سپین بولد کې یې دپاکستان ملیشه ځواک له صفري نقطې رااړولی دی.

25.07.2021 ډیوه

روسیې او تاجکستان د طالبانو د ګواښونو په مخنیوي خبرې وکړې 

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویوګو له خپل تاجک سیال سره خبرې کړي چې څنګه د افغانستان او تاجکستان په سرحدي سیمو کې د طالبانو د ګواښونو مخه ونیسي. 

24.07.2021 امریکا غږ

په هند کې د موسمي طوفانونو له امله تر سلو زیات کسان مړه شوي

واشنګټن ـــ  هندي چارواکي وايي، چې د موسمي طوفانونو له امله په دغه هېواد کې تر سلو زیات کسان مړه شوي او په لسګونو زره نور بې ځایه شوي دي.‌ د هند په مهاراشترا ایالت کې د ډېرو سختو مسمي طوفانونو له امله زیات سېلابونه راوتلي او ځمکې پکې خوېدلي. لومړي وزیر نریندرا مودي وايي، دی "د خلکو په مړینه باندې خوشینی شوی او دردېدلی. چارواکي وايي، د هند پوځ د سېلابونو په ځای کې د خلکو د ژغورلو پر عملیاتو بوخت دي. هوا پېژندونکو اټکل کړی چې تمه ده بارانونه به څو ورځې نور هم دوام ولري.‌

24.07.2021 ډیوه

د امريکا دفاع وزير لويډ اسټن د سويلي ختيځې ايشيا په سفر ځي 

فير بينکس, الاسکا- د امريکا دفاع وزير لويډ اسټن د سويلي ختيځ ايشيايي ملکونو چې د کرونا د وبا سره هم مخ دي په دوره روان دی چې په سيمه کېمل هېوادونه رايو ځای کړي کوم چې د چين د ډېرېدونکي پوځي هلو ځلو نه انديښمن دي.  د جمعې په ورځ د ځان سره الاسکا ته بوتلونکو رپورټرانو ته د خپلې ايشيايي دورې نه وړاندې هغه وويل “دا به په ريښتيا چې ښه سفر وي”.  هغه وويل “مونږ د سيمې استحکام ته اهميت ورکو او زما هدف د تعلقاتو ټينګول دي”.  راروانه اوونۍ اسټن د سنګاپور, ويټنام او فيلپين په سفر ځي. دا د بايډن د حکومت د يو لوړ پوړي چارواکي سويلي ختيځې ايشيا ته وړومبۍ دورهده او د اسټن ايشيا پيسېفېک ته دويم سفر دی چې تېرو ورځو کې يې ويلي وو “دا د پينټاګان د اپريشنو د لمړيتوب تهيټر دی”.  د دورې په اړه د سنټر فار سټريټيجېک اينډ انټرنيشنل سټډيز د ساوت ايسټ ايشيا ماهر او څېړنکار مری هيبرټ وي او ای ته ويلي د سيمې دغهځانګړې برخه به د امريکا د رابطو د پاره اوليت ولري ځکه دا عام خيال و چې “د ټرمپ تېر حکومت سويلي ختيځه ايشيا له پامه غورځولې وه”. هيبرټ وايی “په ميډيا کې ځينې قهرجن خبرونه هم خواره شول او څېړونکو ليکونه وکړل چې پکې پوښتل شوي ‘عجيبه ده امريکا چرته ده؟’. دا دبايډن د حکومت اوومه مياشت ده او دوی لا تر اوسه څه نه دي کړي”. اسټن د يو لوی پلاوي سره سينګاپور ته په جون کې د انټرنيشنل انسټيټيوټ فار سټرټيجېک سټډيز لخوا د کليز دفاعي غونډې شانګريلا ډايلاګ ته دتلو پلان لرلو خو د کرونا وايرس له کبله غونډه منسوخ شوه.   هغه په 27 جولاي د اي اي ايس ايس لخوا په سنګاپور کې د راجوړې کړې غونډې مهم ويناوال دی او ښکاري د اسټن د “نغښتې دفاع دنوي ليدلارې ذکر وکړي” چې څنګه په سيمه کې د چين د زورګېرۍ مخه ونيسي.  د چين کوسټ ګارډز او د مهيانو د وسله والې ميري ټايم مليشې کښتۍ په دوامداره توګه د فيلپين په خصوصي اقتصادي برخه کې ماهيګير ځوروي.   چينايي جهازونه په سيمه کې د مليشيا او ويټنام د تيلو او ګيس د راويستلو کمپنيانې هم تنګوي چې د سوبه يې په کار کې خنډان جوړيږي.  د شورو لا چهار شنبې په ورځ اسټن په پينټاګان کې ويلي وو پلان لري چې د امريکا د ازاد سمندرونو ژمنه بيا تکرار کړي کومه چې د چين “نه کارکونکې او بې بنياده دعوو” په ضد ده چې چين يې په سويلي چاينا سمندر کې لري.  اسټن وويل “مونږ په دې باور نه کوو چې يو ملک به دومره کولی شي په خپل سر دې قوانين وروتپي”. تېره اوونۍ د نيوي د وينا تر مخه د امريکا يوايس ايس بېنفولډ ډېسټراير بېړۍ د متنازعه سيمې پراسل ايلينډ ټاپوانو چې د چين په سويل او د ويټنام په ختيځ کې دي ته نزدې ورغلې وه چې په بېضرره تګ راتګ غير قانوني بندېزونه وننګوي. دا کار د سمندري تګ راتګ ازاد ساتلو يو ګام دی.  چين دعوه کړې وه دوی دغه بېړۍ زغلولې ده خو امريکا سملاسي دا دروغ بللي وو. چين، تايوان او ويټنام درې واړه وايي دغه ټاپوان د دویملکيت دی او پکې د پوځي جهازونو د چلن د پاره به د مخکې نه د دوی اجازت اخستل کيږي خو امريکا داسې نه وو کړي.  په سويلي چاينا سمندر کې نور ټاپوان او وړې جزيرې داسې دي چې برونايي، مليشيا او فيلپين يې د ملکيت دعوه کوي خو د شتمنو ډکې ډېرېسمندري سيمې سره د دې چې د ملکيت دعوه يې نور قامونه لري، چين خپله خاوره مني. چين په سلګونو ايکړه منصوعي ټاپوګان جوړ کړي چې دخپلې دعوې ملاتړ پرې وکړي.  هيبرټ وايي “دا يو خطرناک ځای دی. دا يقيني ده چې حادثات کېدلی شي” او وي او ای ته يې زياته کړه چې دې خورو ورو ټاپوګانو چين ددې جوګه کړی چې ځورول وکړي او فشار جوړ کړي.  امريکا په سويلي چاينا سمندر کې په دوامداره توګه فريډم اف نيويګيشن اپرېشن لا د چلن د ازادۍ لارې خلاصې ساتل په مخکې وړي چې د چين دملکيت دعوې وننګوي او په نړيوالو اوبو کې ازاد تګ راتګ يقيني کړي د کوم نه چې د دنيا نيم کاروباري جهازونه تېريږي او هر کال په ټرېلينونوډالره تجارت پرې کيږي.  د فريډم اف نيويګيشن دا ورستی اپرېشن د نړيوال انصاف عدالت دي هيګ د فيصلې د پینځمې کلېزې په موقع شوی چې پکې پرېکړه شوې وهچين د سويلي چاينا سمندر د ملکيت کوم تاريخي سند نه لري چې پرېکړه يې بيجينګ په شا غورځولې ده.

24.07.2021 ډیوه

د چین د پوځي ظرفیت په اړه اندېښنه او اسیا ته د آستن سفر 

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لویډ آسټن جنوبي اسیا ته ځي چې هغه ایتلافیان یو موټي کړي چې د چین د مخ په زیاتېدونکي پوځي ظرفیت په هکله اندېښمن دي. 

24.07.2021 امریکا غږ

شریف سره د محب ملاقات د پاکستاني چارواکو تند غبرګونونه پارولي

د افغانستان د ملي امنیت شورا مشاور حمد الله محب تېره ورځ جولای ۲۳ (زمری۱) په لندن کې د پاکستان له مخکني صدراعظم نواز شریف سره ولیدل. دغه ملاقات د یو شمېر پاکستاني سیاستوالو تند غبرګونونه پارولي دي. 

24.07.2021 امریکا غږ

عراق له امریکا سره د عسکرو د اېستلو په اړه خبر کوي

ټاکل شوې د عراق صدارعظم مصطفی الخادمي د را راونې دوشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن سره وګوري او د عراق نه د امریکایي ځواکونو په احتمالي وتلو خبرې وکړي.

24.07.2021 امریکا غږ

افغانستان کې تازه ۲۰۳ تنه کرونا نیولي او ۳۲ ناروغان مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۰۳ مثبتو پېښو د ثبتېدو او د ۳۲ ناروغانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

24.07.2021 امریکا غږ

امریکا: طالب مشران دې خپل جنګیالي هدفي‌ بریدونو ته پرېنږدي

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت په افغانستان کې د طالبانو هدفي بریدونه او د تاسیساتو ورانول په کلکه غندلي دي.

24.07.2021 امریکا غږ

اروپا او د اسیا ملګرو یې افغاستان کې د جګړې د ژر بندېدو غوښتنه وکړه

د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان او د دغه سازمان اسیايي ملګرو په افغانستان کې د تاوتریخوالي په دوام باندې اندېښنه ښودلې او د سولې د خبرو په دوام یې ټینګار کړی دی.

24.07.2021 امریکا غږ

مردان کې په اته کلنه ماشومه جنسي تیری شوی

پولیس وائي دخیبر پښتونخوا په مردان سیمه کې د اتلسو کالو یو ځوان یې په اته کلنه ماشومه له جنسي تیري کولو وروسته نیولی اؤ دهغه په ضد یې مقدمه درج کړې ده.

24.07.2021 ډیوه

کندز کې د یوې کورنۍ دوو غړو د ښځینه جامو د تولید دستګاه جوړه کړې

په کندز ولایت کې د یوې کورنۍ دوو غړو د ښځو د مجلسي جامو د تولید یوه وړه د خیاطۍ دستګاه جوړه کړې ده، څو ښځې او نجونۍ د بهرني جامو پرځای افغانيو ته وهڅوي او د ښځو له لاسي صنایعو ګټه واخلي. د جامو د تولید د دې دستګاه مسووله ملیحه هادي وايي، دوی په دې دستګاه کې له ښکلو زنانه ټوکرانو څخه بېلابېل افغاني لباسونه طرح او ډیزاینوي او بازار ته یې وړاندې کوي. اغلې هادي زیاته کړه: "زیات شمېر ښځې نارینه خیاطانو ته نه شي تلی. موږ په همدې خاطر دغه دستګاه جوړه کړه چې ښځې او نجونې په ازادانه توګه دلته راشي او خپلې جامې جوړې کړي، د دې ترڅنګ د ښار دکانداران هم موږ ته فرمایشونه راوړي او هغوی ته هم ډول- ډول ښځینه کالي جوړوو." هغه وايي، د هرې ورځې په تېریدو سره د دوی د تولید شويو لباسونو مېنوال هم زیاتیږي او پر دې سربېره په دې دستګاه کې ۶ تنه نجونو ته د کار زمېنه هم برابره شوې ده. د دغې خیاطۍ مالي او اداري مسوول فیصل هادي وايي، چې دوی د دې دستګاه په جوړولو کې ۳ زره امریکايي ډالره لګولي دي. هادي وویل:" له خپلې پانګونې مو مثبته نتیجه ترلاسه کړې او دا مو یوازې د ښځو لپاره جوړه کړې. همداراز د دې دستګاه ټول کارکوونکي ښځې دي. پلان لرو چې راتلونکي کې د ښونځيو د زده کوونکو او ښوونکو لپاره هم په ارزانه بیه دلته جامې جوړې کړو." په کندز ولایت کې مدني فعاله لیلما قریشي، د ښځو لپاره د ځانګړې خیاطۍ دستګاه جوړولو له امله خوښي څرګندوي او زیاتوي، که ښځو ته کاري فرصتونه برابر شي د ټولنې پرمختګ او ابادۍ کې رغنده رول لوبولی شي. قریشي وايي: "موږ ډېر خوښه یو چې دلته د ښځو لپاره ځانګړې د خیاطۍ مرکز جوړ شوی او یوې ښځې دلته پانګونه کړې، که ښځو ته کاري فرصتونه برابر شي هغوی کولی شي د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې هوارې کړي او ځان بساینې ته ورسیږي." په داسې حال کې په کندز کې د یوې ښځې له خوا د ښځو لپاره ځانګړې خیاطۍ جوړیږي چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې جګړو زور اخیستې او له امله یې د ښځو د فعالیت ساحه یې محدوده کړې ده. یو شمېر فعالې ښځې بیا وايي، په دې وروستیو کې د دې ولایت پنځه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي، نو هلته پر ښځو له کوره بهر د کار او فعالیت فضا راتنګه شوې ده او دې مسالې دوی د خپل راتلونکي په اړه خواشینې کړي دي.

24.07.2021 ازادي راډیو

افغان چارواکي وايي‌ د سلما په بند یې د طالبانو د برید مخه نیولې

د هرات سیمه‌ییز چارواکي وايي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سلما بند پر پوستو باندې د طالبانو د بریدونو مخنیوی کړی دی.

24.07.2021 امریکا غږ

پاکستان دکرونا ضد ویکسین لګولو پرته په هوایي سفر بندیز ولګولو

دپاکستان حکومت دکرونا ضد ویکسین لګولو پرته دهیواد دننه دخلکو په هوایي سفر بندیز لګولی دی اؤ وایي د راتلونکې میاشتې دپیل څخه به یوازې هغه خلک هوایي سفر کولی شي چې دکرونا ضد ویکسین لګولو سند ولري.

24.07.2021 ډیوه

د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د شپې په ګرځېدو بندیز ولګول شو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو د تحرکاتو د مخنیوي لپاره د دغه هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د شپې له خوا د خلکو په ګرځېدو بندیز لګول شوی دی.

24.07.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more