پاکستان تراوسه د افغان کډوالو په ممکنه توګه ملک ته د داخلېدو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې، سټېنډنګ کميټي
د پاکستان د برني اېوان سېنېټ د سېفران يا سرحداتو سټېنډنګ کمېټۍ ویلي پاکستان تراوسه پرېکړه نه ده کړې چې افغان کډوالو ته به اجازه ورکوي چې پاکستان ته راشي.
پاکستان کې د کرونا څخه نور 81 کسان مړه شوي
په پاکستان کې د کرونا څخه نور 81 کسان مړه شوي او 4856 کسان پرې اخته شوي دي، په ملک کې د کرونا څخه د مړو ټوله شمېره د 24 زرو نه سېوا شوې ده.
افغان چارواکي: پر کندهار ښار د طالبانو بریدونه دفعه شوي
افغان امنیتي مقامات وايي چې په کندهار ښار کې يې د وسله والو طالبانو بریدونه دفعه کړي.
حکومت: د جګړو له امله څه باندې زر بندیان تښتیدلي
د افغانستان حکومت تائیدوي چې په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو جګړو له امله سلګونه زندانیان تښتېدلي دي.
جوبايډن ويلي د افغانستان څخه د ځواکونو ويستلو په پرېکړه پښېمانه نه دی
د امریکا صدر جوبايډن د خپلې هغې پرېکړې دفاع کړې چې د افغانستان څخه خپل ځواکونه اوباسي او په دغه پرېکړه پښېمانه نه دی.
اشرف غني د شمال زون د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره بلخ ته تللی
ولسمشر غني د شمال زون د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره نن چهارشنبه بلخ ولایت ته تللی دی.
پېنټاګون: د امریکې هوايي بريدونه په طالبانو اغېزې لري
د امریکې د دفاع وزارت ویلي، د امريکې هوايي بریدونه په ټول افغانستان کې د طالبانو مخه نيسي خو د پېنټاګون چارواکو ورسره دا خبرداری هم ورکړی چې يواځې د امریکې هوايي بریدونه د طالبانو د مخې نيولو دپاره پوره نه دي.
د امریکا سنا د بایډن د بنسټونو د جوړیدو یو تریلیون ډالري پلان تائید کړ
د امریکا په سنا مجلس کې د دواړو ګوندونو غړو د بنسټونو د جوړیدو په هدف د جمهور رئیس جوبایډن یو تریلیون ډالري پلان تائید کړ.
د بي بي مهرو سېمه څه وخت په دې نوم ونومول شوه؟
د ازادي راډیو اوونیز ژوند په شېبو پروګرام د بي بي مهرو تاریخچې ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې: د بي بي مهرو سېمه څه وخت په دې نوم ونومول شوه؟ او اوس په څه حالت ده؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
نیډ پرایس: د ځانګړو ویزو د پروګرام کابو زر تنه افغان ګډونوال امریکا ته رسیدلي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د اګست تر لسمې نیټې پورې په شپږو پروازونو کې د ځانګړو ویزو "یا اس ای وي" پروګرام کابو زر تنه ګډونوال متحده ایالتونو ته رارسیدلي دي.
بایډن: امریکا د افغان پوځ ملاتړ ته دوام ورکوي
د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن وایي امریکا به د افغان پوځ تجهیز، تمویل او د تنخاوو د ورکړې په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
خیبرپښتونخوا: د کرونا وبا په نوې چپه کې هغه خلک ښکار شوي چې ویکسین یې ندی لګولی
ډاکټران وایي، کومو کسانو چې د کرونا ضد وېکسین لګولی او سره د دې هم مریضان شوي دي، د دوی د مرض علامات انتهایي کمزوي دي، خو هغه کسان چې وېکسینونه یې ندي لګولي او په کرونا رنځ اخته شوي، د هغوی د مرض علامات شدید دي.
په افغانستان باندې د طالبانو د قبضې مخنیوی ناممکنه نده – وایټ هاوس
د افغانستان خارجه وزارت له امریکا او نړېوالو غوښتي چې بیا دې په طالبانو د سفر کولو بندیزونه ولګوي. د وایټ هاوس ترجمانه وایي، د طالبانو د پرمختګ او په کابل یې د قبضې لګولو مخنیوي کیدلی شي، او افغان مشران دې خپله اراده وښيي.
پاکستان: افغانستان کې په روان وضعیت موږ مه ملامتوئ
په داسې حال کې چې په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو په پاکستان د بندیز لګولو لپاره پراخ کمپاینونه پیل کړيدي، اسلام اباد وايي چې پاکستان په افغانستان کې د مخ په خرابېدونکي وضعیت مسئول نه دی.
طالبانو ته د امریکا خبردرای؛ که په زور واک ترلاسه کړی، منزوي به شی
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد طالبانو ته خبرداری ورکړی دی که یې په افغانستان کې په زوره واک ترلاسه کړ، په نړیواله کچه به منزوي او ګوښه شي.