نیډ پرایس: د ځانګړو ویزو د پروګرام کابو زر تنه افغان ګډونوال امریکا ته رسیدلي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د اګست تر لسمې نیټې پورې په شپږو پروازونو کې د ځانګړو ویزو "یا اس ای وي" پروګرام کابو زر تنه ګډونوال متحده ایالتونو ته رارسیدلي دي.
بایډن: امریکا د افغان پوځ ملاتړ ته دوام ورکوي
د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن وایي امریکا به د افغان پوځ تجهیز، تمویل او د تنخاوو د ورکړې په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
خیبرپښتونخوا: د کرونا وبا په نوې چپه کې هغه خلک ښکار شوي چې ویکسین یې ندی لګولی
ډاکټران وایي، کومو کسانو چې د کرونا ضد وېکسین لګولی او سره د دې هم مریضان شوي دي، د دوی د مرض علامات انتهایي کمزوي دي، خو هغه کسان چې وېکسینونه یې ندي لګولي او په کرونا رنځ اخته شوي، د هغوی د مرض علامات شدید دي.
په افغانستان باندې د طالبانو د قبضې مخنیوی ناممکنه نده – وایټ هاوس
د افغانستان خارجه وزارت له امریکا او نړېوالو غوښتي چې بیا دې په طالبانو د سفر کولو بندیزونه ولګوي. د وایټ هاوس ترجمانه وایي، د طالبانو د پرمختګ او په کابل یې د قبضې لګولو مخنیوي کیدلی شي، او افغان مشران دې خپله اراده وښيي.
پاکستان: افغانستان کې په روان وضعیت موږ مه ملامتوئ
په داسې حال کې چې په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو په پاکستان د بندیز لګولو لپاره پراخ کمپاینونه پیل کړيدي، اسلام اباد وايي چې پاکستان په افغانستان کې د مخ په خرابېدونکي وضعیت مسئول نه دی.
طالبانو ته د امریکا خبردرای؛ که په زور واک ترلاسه کړی، منزوي به شی
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد طالبانو ته خبرداری ورکړی دی که یې په افغانستان کې په زوره واک ترلاسه کړ، په نړیواله کچه به منزوي او ګوښه شي.
روسیې افغانستان سره سرحد کې نوې وسلې نندارې ته وړاندې کړې
د روسیې، تاجیکستان او ازبیکستان سرتېرو له افغانستان سره سرحد کې نژدې په پوځي تمرینونو کې نوې اورغورځوونکي وسلې او له ځمکې څخه هوا ته وېشتونکي توغندي کارولي دي.
جرمني هغو افغانانو ته پناه ورکوي چې افغانستان کې یې ورسره کار کړی
د جرمني د مالیې وزیر اولاف شولتس ویلي چې هیواد یې هڅه کوي هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې یې د جرمني پوځ سره کار کړی پناه ورکړي.
د جنګي جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری؛ د طالبانو بریدونه باید بند شي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو د بندولو غوښتنه کړې او وايي چې ورسېدلي راپورونه د طالبانو له لوري په تازه نیول شویو سیمو کې د احتمالي جنګي جنایاتو حکایت کوي.
په افغانستان کې د کرونا ویروس تازه پېښو کې ۱۷ ناروغان مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۷۸ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.
پاکستان: يو قامي نصاب د تعليمي نظام د پېچلو مسلو حل نه دی، څيړونکي وايي
د تعليمي چارو کار پوهان وايي د پاکستان تحريک انصاف حکومت ګڼي چې يو قامي نصاب يا ون نېشنل کريکولم د پاکستان د ټولو تعليمي مسلو حل دی خو له بده مرغه داسې نه ده د تعليم مسلې ډېرې پېچلي دي او يو قامي نصاب د دې حل نه دی.
کوټه کې د درېو چاودنو وروسته سي ټي ډي د پينځه ترهګرو د وژلو دعوه کړې
د پاکستان د بلوچستان صوبې سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې په کوټه کې يې عمليات کړي او د بلوچستان لبرېشن ارمي نومې ډلې پينځه ترهګر يې وژلي او په غټه کچه وسله يې ترې ترلاسه کړې ده.
د کووېډ-۱۹ ډېلټا بڼه؛ امریکا کې په دې ناروغۍ اخته کسان بیا زیات شوي
د جولای په لومړیو کې په امریکا کې د کووېډ-۱۹ ډېلټا بڼې پېښې ثبتېدل پیل شوي او داسې ښکارېده چې دا یوازې یو ځو پېښې دي، خو وروسته څرګنده شوه چې دا ویروس په پراخه توګه خپور شوی، په ځانګړي توګه په هغو ایالاتونو کې چې لږ خلکو واکسین تر لاسه کړي دي. د مثبتو پېښو شمېر په ځانګړي توګه په جنوب کې زیات دی. په دغو ایالاتونو کې ارکنسا، فلورېډا، لویزیانا او مسیسيپي شامل دي چې په ټوله امریکا کې ډېرې د کووېد-۱۹ مثبتې پيښې ثبت شوي دي. د دې تر څنګ راپورونه ورکړل شوي چې دا ویروس هغو سیمو ته هم تللی چې خلک په کې واکسین شوي دي. په تېرو اوو ورځو کې په امریکا کې د کووېد-۱۹ د مثبتو پېښو شمېر هره ورځ په اوسط ډول ۱۱۰,۰۰۰ ته رسېدلی دی. له دې سره د مثبتو پېښو شمېر په تېرو دوو اوونیو کې دوه چنده لوړ شوی دی. تر ۶۵۰۰۰ زیات خلک بستر شوي دي او د ویروس نوې بڼه په داسې حال کې خپره شوې چې د امریکا شپېته فیصده نفوس 'تر ۱۲ کلن او لوړ عمر لرونکي کسان' د واکسین کېدو وړتیا لري. خو د نوېو مثبتو پېښو، بستر شوېو او مړینو اکثریت په هغو سیمو کې دی چې نه دي واکسین شوي. د امریکا د کوچنیانو د روغتیا اکاډمي د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې ۹۴۰۰۰ کوچنیان په دې ویروس اخته شوي دي او دا د ټولو مثبتو پېښو ۱۵ فیصده جوړوي. نور راپورونه وايي چې د امریکا او کاناډا ترمنځ پوله د هغو کسانو پرمخ پرانېستل شوه چې بشپړه واکسین شوي دي. دا پوله ۱۷ میاشتې پرته له لازمي سفره د خلکو پر مخ تړلې وه، خو اوس هم د کاناډا وګړي نه شي کولی پرته له لازمي سفره امریکا ته ننوځي. په اروپا کې فرانسې د سې شنبې په ورځ له خلکو غوښتل پیل کړل چې رسټورانونو او کافي ګانو ته د تګ لپاره او بسونو، الوتکو او ټرین کې د سفر لپاره دې روغتیايي پاڼې له ځان سره ساتي. هغو کسانو ته ځانګړي روغتیايي پاڼې ورکول کېږي چې د کووېډ-۱۹ پرضد واکسین شوي وي، په وروستیو کې له کووېډ-۱۹ څخه رغېدلی وي او یا هم د ټېسټ منفي نتیجه ولري. په فرانسه کې ۳۶ میلیونه کسان بشپړه واکسین شوي چې دا د دې هېواد د نفوس ۵۴ فیصده برخه ده. په همدې حال کې چین د اګسټ په نهمه نېټه ۱۴۳ نوي پېښې ثبت کړي دي.
د امريکې د دفاع وزير د پاکستان د پوځي مشر سره د افغانستان په روانو حالاتو خبرې کړي
د امریکې د دفاع وزير لوېډ اسټن د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د افغانستان په روانو حالاتو، سیمه ييز امنيت او ثبات، او دوه اړخيزه دفاعي اړيکو باندې خبرې کړي دي.
شمال کې جګړه؛ 'کابل ښار ته ۱۷زره کورنۍ راکډوالې شوي'
طبعي پېښوته رسېدو چارو کې د دولت وزیر وايي، په شمالي ولایتونو کې د جګړو له زیاتېدو سره کابل ته ۱۷زره کورنۍ راکډوال شوي دي.