ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان کې په مندر برید،مذهبي ګوندونه اؤ تنظیمونه یې په غندنه غلي پاتې دي

د پنجاب رحیم یار خان سیمه کښې د هندوانو په یو مندر برید غندنه د پاکستان حکومت،ستر عدالت اؤ نړۍ کړې ده خو پاکستان کښې موجود دعلماؤ مرکزي تنظیمونه اؤ مذهبي سیاسي ګوندونه پرې غلې دي.

07.08.2021 ډیوه

پښتون قامي جرګه:پاکستان نه په زرګونو وسله وال د"جهاد"په نوم افغانستان ته روان دي

دسیمې اؤ افغانستان په حالاتو اؤ دپښتنو په بد وضعیت دغور کولو دپاره په چارسده کې روانې پښتون قامي جرګه کې دپاکستان په افغان تګلاره کلکې نیوکې شوي اؤ ویل شوي چې دپاکستان نه په زرګونو ترهګر افغانستان ته د"جهاد" په نوم روان دي اؤ دافغانستان امن یې تباه کړی.

07.08.2021 ډیوه

د والي مرستیال: د جوزجان مرکز د طالبانو لخوا سقوط شوی

د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز شبرغان نن شنبه اګست اوومه (زمري ۱۶) د طالبانو لخوا سقوط شوی دی.

07.08.2021 امریکا غږ

د وزیراعظم معاون فیصل سلطان په چمن پوله دکرونا اؤ پولیو د ویکسین دلړۍ جاج اخستی

د روغتیایي چارو دپاره دپاکستان د وزیراعظم ځانګړی معاون ډاکټر فیصل سلطان وروسته له هغې دجمعې په ورځ دافغانستان سره دلګیدلې چمن سرحدي ضلعې څخه لېدنه کړې چې مطبوعات وایي دغلته دپولیو اؤ کرونا وایرس د ویکسینو نه دانکاري خلکو شمیره ورځ تر بلې زیاتیري.

07.08.2021 ډیوه

د هلمند والي: د لښکرګاه ښار مهمې برخې له طالبانو نیول شوي

امنیتي مقامات وايي چې د لښکرګاه ښار مهمي مرکزي برخې يې تر خپلې ولکې لاندي را وستي خو لاهم د ښار د بشپړه تصفيې عملیات دوام لري.

07.08.2021 امریکا غږ

امریکا او برتانیې خپلو اتباعو ته له افغانستان څخه د 'ژر' وتلو سپارښتنه کړې

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو او برتانیې سفارتونو له خپلو اتباعو غوښتي چې د خراب امنیتي وضعیت له امله ژر تر ژره له افغانستان څخه ووزي.

07.08.2021 امریکا غږ

د شمالي وزيرستان کډوالو د مرستو سېوا کولو غوښتنه کړې

د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان د کډوالو دپاره حکومت نورې پېسې جاري کړي خو کډوال وايي په دغو مالي مرستو اوس د دوی ګوزاره نه کيږي او ځینې کډوال د مرستو نه محرومه دي یا خو دې دغه پېسې زیاتې شي ټولو کډوالو ته دې ورکړی شي او يا دې بيا دغه کډوال بيرته خپلو علاقو ته ستانه کړی شي.

07.08.2021 ډیوه

دفاع وزارت: نیمرزو کې د طالبانو والي او د القاعده شبکې غړي وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د نیمروز له مرکز زرنج څخه د طالبانو پر شا تمبولو عملیات دوام لري او پرمهال د القاعده شبکې د غړو په ګډون ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

07.08.2021 امریکا غږ

عمران خان د افغانستان سره په پوله په امنيتي ګامونو اطمينان څرګند کړی

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ته د افغانستان سره په پوله د امنیت په اړه احوال تېر کړی شوی او نوموړي پرې د اطيمنان څرګندونه کړې خو په وروستيو کې د پاکستان په قبايلي ضلعو او بلوچستان کې د بدامنۍ د تازه پېښو په اړه د پوځ وياند ويلي وو دغه پېښې د پولې پورې غاړې افغانستان کې د روانو حالاتو سره تړاو لري.

07.08.2021 ډیوه

طالبان د نيمروز مرکز زرنج ته داخل شوي

د افغانستان په جنوب لويديځ کې پروت ولايت نيمروز مرکز ته طالبان ته داخل شوي دي، نیمروز د ايران سره پوله لري.

07.08.2021 ډیوه

د مېنځنی اېشیا هېوادونو مشران وايي افغانستان کې غېرملکي ترهګرو نه سیمې ته خطر دی

د مېنځنی اېشیا پنځه هېوادونو مشرانو په یوې شریکه غونډه کې په  فغانستان کې په روانو امنیتي حالاتو اندېښنې ښودلي او د تاجکستان صدر  اېمېنول رخمانوف غونډې ته ویلي دي چې د چین او د  روس نه ازاد شوو هېوادونو سره اړه لرونکي تر 3000 پورې ترهګر  د تاجکستان په پوله موجود دي.  رخمانوف ویلي دي دغه ترهګر اعلا تربیت یافته دي او د بربادۍ، ترهګرۍ او پروپېګنډې صلاحیت ترڅنګ ددغه سیمو لپاره یوه اوږد محاله منصوبه لري. د خبري ادارې  ای پي د یو خبر ترمخه د مېنځنی اېشیا هېوادونو  مشرانو د ترهګره ډلو  د افغانستان نه په ممکنه توګه د بهر خورېدو په اړه هم اندېښنې ښودلي او په دې لړ کې یې  امنیتي ګواښونو ته د ځواب په صلاحیت او راپېښو چېلنجونو باندې خبرې اترې کړي دي. دا غونډه په داسې حال کې شوې ده چې د روس، تاجکستان او ازبکستان  پوځونو  افغانستان ته نزدې په سرحدي سیمو کې د زیارت پنجشنبې د ورځې څخه ګډ پوځي مشقونه پېل کړي دي چې پکې 2500 عسکر او 500 پوځي ګاډي برخه اخلي.  روس چې د مېنځنی اېشیا د هېوادونو سره  یې امنیتي معاهدې مړي دي په تاجکستان او ازبکستان کې پوځي اډې هم لري او ددغه هېوادونو سره یې وعده کړی که د افغانستان ورته څه ګواښونه ورشپېږي نو پوځي مرستې به ورسره کوي. د تاجکستان، ازبکستان، قازقستان، کرغزستان او د ترکمانستان د مشرانو غونډې ته خپله وېنا  کې د تاجکستان صدر ویلي چې دې خبرې حېرانه کړی دی چې د تاجکستان په پوله تر 2000 پورې افغان ځواکونو د طالبانو سره د جنګ او مزاحمت نه بغېر خپل ځایونه طالبانو ته پرېښودی دي او طالبانو په ددغه  هېواد په  زیاتره سرحدي سیمو کنټرول ترلاسه کړی دی.  د ترکمانستان صدر ګوربانګولی بردي محمدوف غونډې ته ویلي چې د پنځه هېوتدونو د مشرانو د غونډې مقصد د سیمې امنیت،  همکارۍ امنیتي او تجارت ته وده ورکول دي. افغانستان د امریکا او نړیوالو ځواکونو د نوي فیصده نه زیاتې برخې عسکرو وتلو وروسته افغان طالبانو جګره تېزه کړی او په افغانستان کې یې یوشمېر ځایونه نیولي دي او افغان حکومت او د بشري حقونو نړیوالې ادارې او ملګري ملتونه وايي چې طالبان کومې سیمې قبضه کوي نو بیا هلته د بشري حقونو سرغړونې کوي، خپل مخالفین، د سیمې بااثره خلک، لیکوالان او حکومت پلوه خلک وژني چې له وجې یې تر اوسه أه لکهونو خلکو نورو سیمو ته کډې کړي دي. خو طالبان بیا دا تورونه نه مني او وايي په ضد یې پروپېګنډه کېږي.

07.08.2021 ډیوه

یو اس اې جي ام د طالبانو لخوا د مینه پال وژل غندلي دي

واشنګټن - په افغانستان کې د طالبانو لخوا د حکومت د رسنیو د مرکز د مشر دوا خان مینه پال له وژل کېدو څو ساعته وروسته، د نړیوالې رسنۍ لپاره د امریکايي ادارې (USAGM) مرستیالې مشرې کیلو چاو په افغانستان کې د زیاتېدونکي خطرناک وضعیت په اړه خبرې وکړې او وغوښتل چې په خبریالانو او رسنیو دې بریدونه ودرول شي. مینه پال له ازادۍ راډیو سره له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۰ کاله پورې کار کړی وو.‌ هغه ته په ۲۰۱۰ کال کې د ادارې لخوا د هغه د غوره جرات او ژورنالیزم له امله د ډیوېډ برک ایوارډ هم ورکړل شوی وو. کیلو چاو لیکلي، "په افغانستان کې د خبریالانو او ازادې رسنۍ په وړاندې تاوتریخوالی د غندلو وړ دی." هغې زیاته کړې، "مونږ د ازادۍ راډیو پر خپل همکار او د افغانستان په خلکو باندې غمرازي ښکاره کوو څوک چې هره ورځ د حقایقو لاس رسي ته چې په بیړه بدلېدونکي دي اړتیا لري." مینه پال په ۲۰۰۸ کال کې د راپور ورکولو پر وخت د طالبانو لخوا تښتول شوی وو او د دریو ورځو لپاره له هغوی سره برمته وو. دی وروسته د سیمې د قومي مشرانو په غوښتنه چې دده خبریالي یې مسلکي او بې پرې ګڼله په غوښتنه او اعتراض خوشې کړای شو. یو کال وروسته په کندهار کې له یوې چاودنې څخه د خبر ورکول پر وخت د پولیسو لخوا سخت ووهل شو. د امریکا غږ اشنا، ازادي، ډیوې او مشال څانګو لخوا هره اونۍ شاخوا لس نیم میلیونه بالغو کسانو ته غیر سانسور شوي او باوري خبرونه او راپورونه رسوي. د تېر کال په نومبر کې په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي په یوې هدفي چاودنه کې ووژل شو. داعي ۳۳ کلن وو. کیلو چاو د خپلو خبرو په دوام لیکلي، "په افغانستان کې د چلنجونو د زیاتېدو سره سره مونږ ژمن یو چې خپل خبریالان خوندي وساتو او خپل اورېدونکو ته خبر ورسوو.

06.08.2021 ډیوه

دېبورا لاینز: د افغانستان جګړه لا خونړي او ویجاړونکي پړاو ته داخله شوې ده

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته وینا کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له امریکا سره شوي جوړجاړي کې د طالبانو لوظ باندې پوښتنه راپورته کړه او وويل، د افغانستان جګړه اوس یو خونړۍ مرحلې ته داخله شوې او د طالبانو لخوا حملو کې په تیره یوه میاشته کې له زرو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي. ډیبوره لیونز وویل :کومه ډله چې په راستئ د خبرو په میز خپلو کړو ژمنو ته ژمن وي هغه به د دومره ملکي خلکو ژوند له خطر سره مخ نه کړي،ځکه چې هغه پوهیږي که چېرې زیاته وینه تویېږي نو د روغي جوړې په عمل کې چیلنجونه لا نور زیاتېږي. دې زیاته کړه، د افغانستان جګړه په نزدیو کې د شام او سرائيیوو کې د تیرو شویو جګړو نه مختلفه ده. میرمن لیونز وویل، ښکاره خبره ده چې په ښارنو د حملو سره به عامو خلکو ته لوئ زیانونه اوړي که څه هم طالبانو لخوا په ښاریزو سیمو د حملو کولو دهړکه به په ظاهره د طالبانو سټریټجکي پریکړه وي خو ددغې په نتیجه کې ممکنه د لوئ تباهئ ذمه وار به هم دوئ وي. د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې زیاته کړه ملګري ملتونه تمه لري چې دواړه قانوني او غیرقانوني توګه باندې د کډوالو شمیره به سږني کال کې دوه برابره غبرګه وي. په ملګرو ملتونو کې د روس سفارتکار واسیلي نبینزیا د امنیتي شورا غونډې ته اوئیل په افغانستان کې خراب حالاتو باندې اندیښنې سیوه شوي او د خارجي عسکرو د وتلو سره دغه بیا نور کړکیچن شوي دي. وسیلي نبینزیا وائ: له بده مرغه دا یو تریخ حقیقت دی خو د افغانستان په اړه اټکلونه په لویه پیمانه او اوږدې خانه جنګئ اړخ ته خویدلي دي؛ ملګرو ملتونو کې د برتانیي استازې باربره ووډورډ وویل، امنیت شورا دې طالبانو ته داسې پیغام ورکړي چې که چېرې دوی وسله وال بریدونه جاري ساتي نو دې کې به هیڅ شک نه وي چې د دوي لپاره به دغه بدي اغیزې ولري او دا زمونږ لوظ دی که چرې طالبان د وسلې په زور واک ته راغلل برتانیه به هیڅ کله هم د طالبانو حکومت په رسمي توګه ونه مني . د ملګرو ملتونو امنیتي شورا اختیار لري چې د طالبانو په مشرانو او دوي پورې اړه لرونکي هغه شیان چې د افغانستان سوله، ثبات او امنیت ته ترې خطر وي باندې بندیز پرځائ کړي. د امریکا یو سنئیر سفارتکار جیفري لورانټیس په طالبانو غږ وکړو چې د خپلو حملو څخه لاس واخلي  او د افغانستان ولس او ودانۍ خوندي ساتلو په خاطر سیاسي جوړ جاړي ته اماده شي. جیفري لورانټیس: طالبان به خامخا نړیوالې ټولنې ته غوږ نیسي چې نړیواله ټولنه به په افغانستان کې د وسلې په زور واک اخېستل ونه مني او نه به په افغانستان کې بیا د طالبانو اسلامي امارت ومني. د ملګرو ملتونو لپآره د چین نائب سفارتکار ډائۍ بینګ وویل د افغانستان نه د خارجي عسکرو وتل دې د سیمه ییزو هیوادونو سره په شفافه توګه وشي او شاه ته دې ستونزې هم داسې نه پریږدي. ډائ بینګ وايي : امریکا خپل دریځ څرګند کړی چې د افغانستان ثبات پرځای ساتلو کې به ورسره مرسته کوي. مونږ امید کوو چې امریکا به په اخلاص خپله ژمنه پوره کړي او خپلې مرستې به زیاتې کړي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي غلام اسحاق زیئ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا غږ وکړو چې په افغانستان کې دې د تباهۍ مخه ونیسي. د غونډې وروسته له خبریالانو سره خبرو کې نوموړي وويل هغه باوري دی چې د افغانستان ملي اردو به د طالبانو د حملو مخه ونیسي او دا چې افغانستان کې حالات له خانه جنګئ ته نه دی غورزیدلي. دی وای:  د حالاتو سمولو لپاره مونږ د شپږو میاشتو یو پلان لرو. او دا یوازې نه ده مونږ سره د طالبانو د حملو ښکار شوؤ کلیوالو سیمو او ټولنو ته لویه مرسته روانه ده، نو زمونږ د عسکرو سره د عام ولس لخوه د مرستو لپاره لیوالتیا په نظر راځي.

06.08.2021 ډیوه

یوناما په طالب مشرانو د سفرونو د بندیز په اړه د نوي شرط وړاندیز وکړ 

په طالب مشرانو د سفرونو د بندیز په اړه د نوي شرط وړاندیز 

06.08.2021 امریکا غږ

د والي معاون: طالبان د نیمروز د ولایت مقام ته داخل شوي

د افغانستان په لویدیځ کې د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار د سقوط په اړه ځینې راپورونه خپاره شوي دي. 

06.08.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more