ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بایدڼ او پوتین د یوکراین د زیاتېدونکي ناورین په اړه خبرې کوي

واشنګټڼ – ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د روس ولسمشر ویلادمیر پوتین به د شنبې یا خالي‌ په ورځ په داسې حال کې په ټیلیفون باندې سره خبرې وکړي چې په یوکراین باندې د روس د یرغل په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د امریکا غږ په راپور کې راغلي دي چې واشنګټن ته داسې استخباراتي راپورونه رسېدلي چې کېدای شي دا برید د شورو یا چهارشنبې په ورځ وشي. په کیف کې د امریکا سفارت د خپلو کارکونکو ویستل پیل کړي. د دې ترڅنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوې سفري سپارښتنې خپرې کړي په کومو کې چې له خلکو غوښتل شوي چې د "د روس د پوځي یرغل د زیاتو ګواښونو" له امله دې  یوکراین ته دې سفر نه کوي او هغه چې په یوکراین کې دي باید ژر تر ژره له یوکراین څخه ووځي. همدارنګه تمه ده یو شمېر امریکايي ډپلوماټان به پولېنډ ته نېږدې د یوکراین لویدیځ ته ولېږدول شي او له دې سره به امریکا په دې وتوانېږي چې په یوکراین کې خپل ډپلوماټیک حضور خوندي وساتي. د امریکې خارجه وزیر انټوني بلینکن هم دې نن د خالي په ورځ ناوخته د روس خارجه وزیر سرګی لارو سره خبرې وکړی.   بلینکن فیجی کې خبري غونډې ته ویلی دي که چېرې د روس ولسمشر ولادمیر پوټن په یوکرین د حملې لاره غوره کړه نو امریکا به په نړۍ کې د خپلو اتحادیانو او ملګرو سره په شریک ډول په روس سخت اقتصادي بندیزونه ولګوي. دغسې امریکا به د یوکرین سره د خپلې دفاع لپاره مرستې پیل کړي او په خیځو سیمو کې به هم د ایتلافیانو سره مرستې زیاتې کړي.   د امریکا، انګلستان په ګډون نورو هیوادونو هم د روس د ممکنه حملې وړاندې خپلو وګړو ته د وتلو غږ کړی دی.   د امریکا د کورني امنیت لپاره د وايټ هاوس سلاح کار جیک سولیون د جمعې په ورځ وايټ هاوس کې د خبري غونډې په وخت ویلی دي چې په یوکرین د روس د قبضې هلې ځلې د اولمپکس مقابلو په وخت کې شورو شي. سولیون ویلي دي که د روس ولسمشر د حملې فیصله وکړه نو بیا حالات داسې وخت ته داخل شوي دي،‌ چې په یوکرین د روس یرغل د شورو کیدلو هم دا وخت دی.   روس په لکونو ځواکونه د یوکرین او بیله روس سره په پوله راغونډ کړی دي او پوځي مشقونه کوي. روس ویلی دي دوي په یوکرین د حملې اراده نه لري او دغسې د بیلروس د پولې څخه به هم د پوځي مشقونو وروسته خپل ځواکونه لري کړي. خو یورپي هیوادونه ویره لري چې په یوکرین د حملې په صورت کې کیدلی شي د بیلروس د پولې څخه ځواکونه د یوکرین پلو ته بوتلل شي.   روس غواړي امریکا او یورپي ملکونه دی په ناټو اتحاد کې د یوکرین د غړیتوب غوښتنې رد کړي.   لویدیځو هیوادونو دا غوښتنه رد کړی ده. خو ویلی دي چې روس د سرحد سره ختیځو اروپايي هیوادونو کې د میزایلو او پوځي مشقونو په سر ماسکو سره خبرو اترو ته تیار دي.  

12.02.2022 ډیوه

په بلوچستان کې یوه ښځه او خاوند په خپله خوښه واده کولو له امله وژل شوي

په بلوچستان کې یوه ښځه او خاوند په خپله خوښه واده کولو له امله وژل شوي. چارواکي وايي، دغه پېښه له کوټې ښار څخه د پنځوس کيلومتره په واټن په مستونګ کې رامنځ ته شوه. د مستونګ د پوليسو یوه لوړ پوړي چارواکي د پېښی پخلی کړی او وايي دا پېښه  په کلې کنګره سيمه کښي شوې ده. ده ویلي، وسلوال کسان يوه کور ته ورختلي، د ښځې او سړي دواړو غاړې یې په چړو باندې پرېکړي او وژلي دي او له پېښې وروسته تښتيدلي دي. د پوليس وينا ده چي وژل شوې جوړې  10 کاله وړاندي د خپلې خوښې واده کړي وو. پوليس ودې ته د ننګ او ناموس په تور وژنه وايي. خبر زیاتوي، چې د وژل شویو مړي بيا د مستونګ ضلعۍ نواب غوث بخش روغتون  ته يوړل شول۔ پولیسو په پېښه کې د تورنو کسانو په ضد عمليات پيل کړې دي. پولیس وايي،  وژل شوي کسان دوې  درې کلنې، څلور کلنې لوڼې او یو  اوه کلن زوی لري او دغو ماشومانو ته زیان نه دی رسېدلی. پوليس وايي وژل شوې د سېند صوبې بې  نظېر آباد اوسېدونکی وو، خو له ډيرې مودې راهیسې یې په مستونګ کې ژوند کاوه. پولیس دا هم وايي، چې د تورنو کسانو لټون یې پیل کړی دی. د مدنی ټولنې فعال غړي زرغونه اېډوکېټ ويلي، چې ددغه ډول پېښو د مخنیوی له پاره قبایلی مشران او ديني عالمان دې په دې حقله خپل رول ولوبوي او قانون دې عملي کړل شي. بلوچستان کې د عورت فاونډېشن مشر علاوالدین خلجی وايي چې تېر کال هم دلته 28 ښځې د ننګ او ناموس په تور وژل شوې وې.

12.02.2022 ډیوه

کاناډا کې مظاهرې؛ د امریکا او کاناډا تر منځ د تګ راتګ تر ټولو مصروف پل لا هم بند دی

پداسې حال کې چې په کاناډا کې چارواکو مظاهره چیانو ته د زنداني کیدو او جریمه کیدو ګواښونه کړي او یو قاضي مظاهره چیانو ته امر کړی چې د کاناډا او امریکا ترمنځ تر ټولو په مصروف پله کې دې مظاهرې پای ته ورسوي، خو مظاهرې نن شپاړلسمې ورځې ته داخلې شوې.

12.02.2022 امریکا غږ

ترکمنستان مخکې له وخته ولسمشریزې ټاکنې کوي 

ترکمنستان د شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲ (سلواغې ۲۳) وروسته له هغې چې ددې هیواد مستبد مشر قرباګلي بیرديمحمدوف وویل تیار دی چې له کاره ګوښه شي د مارچ په میاشت کې د جمهوري ریاست انتخابات اعلان کړل.

12.02.2022 امریکا غږ

پاکستان کې دبجلۍ نرخ دیو یونټ پسر درېوؤ روپو نه نور زیات ګران کړی شو

دپاکستان حکومت دبجلۍ نرخونه نور هم لوړ کړي اؤ دمیډیا رپورټونه وایي چې دبجلۍ یو یونټ کې درې روپۍ روپۍ اؤ 10 پیسې اضافه راوستل شوې ده. پاکستاني رسنۍ په عین حال کې د پټرولو دبیعو لوړیدو احتمال هم ښایي اؤ وايي نړیوال مارکیټ کې دتیلو دبیعو لوړیدو له امله نزدې ده چې پاکستان کې هم حکومت دتیلو بیعې بیعې لوړې کړي. پاکستان کې دبجلۍ دنرخونو تړلو اؤ څار د ادارې نیپرا اعلامیه کې ددسمبر دفیول چارجز ایډجسټمنټ مد کې دبجلۍ نرخ کې دیو یونټ پسر د درېوؤ روپو اؤ لسو پیسو داضافې وینا شوې ده اؤ ویل شوي دي چې دا اضافه به د فرورۍ دمیاشتې دبجلۍ په بلونو لاګو یا پرځائ کیږي. د بجلۍ دنرخونو لوړیدو اؤ دپټرولو په نرخ کې داضافې دا امکان په داسې حال کې ښودل شوی چې روانه میاشت د پاکستان د شمېرو دولتي ادارې ویلي وؤ د هیواد کې په مجموعي توګه ګراني 19.53فیصدي ته رسېدلې ده. په عین حال کې پاکستاني رسنۍ وایي جې د روانې میاشتې د وړومبۍ نېټې نه نړیواله مندهۍ کې دپټرولو نرخ په یو لیټر کې شپږ نیمې اؤ د ډيزلو نرخ پینځه روپۍ ختلی دی اؤ امکان دی چې پاکستان کې هم حکومت دپټرولو په یو لیټر کې تر 13 اؤ د ډيزلو نرخ کې د18 روپو داضافې اعلان وکړي. اقتصاد پوهان نظر لري چې پاکستان کې د توانایۍ د زیاتو بیعو له امله دګرانۍ کچه لوړه شوې ده او هم ددې له امله په پیداوار لګښتونه زیات شوي چې دګرانۍ سوب جوړیږي. تیره اوونۍ د پاکستان د شمیرنې اداره پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې هیواد کې د کمې امدنۍ خلکو دپاره ګراني 21 فیصده زیاته شوې او کلیزه ګراني 19.53 فیصدي ریکارډ شوې ده. په مردان ښار کې د چیمبر اف کامرس او انډسټري پخواني مشر ظاهر شاه وي او ای ډیوه ته ویلي د پاکستان اقتصادي اډانه کمزورې ده او تر څو چې ملکي اقتصاد ته وده نه وي ورکړل شوې په ګرانۍ قابو موندل ګران دي . هغه وایي په میاشت کې دوه ځله د پټرولو او ډیزلو نرخونه لوړیږي او د توانایۍ زیاتې بیعې دګرانۍ لامل ګرځي چې له دې امله په پیداوار هم لګښتونه زیاتیږي. د پاکستان مرکزي حکومت دریځ لري چې په نړیوال مارکیټ کې هم ګراني زیاته شوې ده او د تیلو بیعې 84 ډالره یو بيرل ته رسیدلې دي او د هغې اثر په پاکستان کې د توانایۍ په بیعو پریوځي‌. د پاکستان حکومت په ګرانۍ دقابو موندلو دپاره د120 اربو روپو رعایتونه هم ورکوي خو نړیواله مالیاتي اداره پخپل رپوړټ کې وایي سږکال به پاکستان کې ګراني نوره هم زیاته شي او په راتلونکي کال کې به دا ګراني 10 فیصدو ته راکمه شي

12.02.2022 ډیوه

د اوکراین کړکیچ؛ بایډن او پوتین خبرې کوي

پداسې حال کې چې په اوکراین هره ګړۍ د جګړې د پیل کیدو امکان شته، د متحده ایالاتو او روسیې ولسمشران نن د شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲ (سلواغې۲۳ ) سره خبرې کوي. 

12.02.2022 امریکا غږ

هند دپاکستان دلارې روانه میاشت افغانستان ته دامدادي غمنو لېږلو لړۍ پېلوي

مطبوعاتي رپوټونه وايي پاکستان او هند افغانستان لپاره دامدادي غنمو لېږلو په اړه دلوظنامې په عملي کولو سلا شوي دي چې تر مخه به یې د روانې فبرورۍ میاشتې د ١٦ نيټې نه د هند څخه ٥٠ زره ټن غنم د واهګه پولې د لارې  افغانستان ته د لېږلو عمل پيل کيږي. د ډان ټې وي ترمخه هند څخه امدادي غنم به د واګه پولې د لارې افغاني ټرکونو کې افغانستان ته رسولى شي او د ملګرو ملتونو دخوراک د ادارې ورلډ فوډ پروګرام د څار لاندې به ددې ويش کيږي. ديورپي هيواد اټلي سر ښار روم کې د هند سفارتخانې په دې اړه د ملګرو ملتونو يادې ادارې سره د تفاهم دياداښت د لاس ليک کيدو پخلى کړې دى. تير کال داکتوبر مياشت کې هند دپاکستان دلارې افغانستان ته د غنمو ليږلو وړانديز کړى ٶ او د پاکستان وزير اعظم عمران خان په انساني بنيادونو ددز منظوري ورکړې وه. دتيرې جنورۍ مياشت کې د دواړه هيوادونو ترمنځ په دې اړه تړون شوى ٶ. کابل کې د افغان طالبانو حکومت ددې وړانديز دهرکلي ترڅنګ په وزير اعظم عمران خان ددې د زر منظورۍ ټينګار هم کړی ؤ. افغانستان لپاره دپاکستان پخوانی سفير رستم شاه  مومند د هند لخوا دپاکستان دلارې افغانستان ته دغنمو ليږلو پريکړه د ټولې منطقې په ګټه بولي خو دې عمل کې په راغلي ځنډ انديښنې هم لري. وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل پاکستان او هند ته په دې معامله د ترپګنۍ نه ډډه پکار ده ځکه چې د افغانستان حالات ډير خراب دي او اولس د لوږې ښکار دى نو که هند دخوراکي موادو يا بل څه ډول افغاستان سره مرستى کول غواړي نو بايد چې پاکستان ددې لپاره خپلې لارې پرانستې وساتي. که څه هم د هند او افغان طالبانو دحکومت ترمنځ بى باوري لیدل شي خو مطبوعاتي رپوټونه وايي دامريکا لخوا د افغانستان لپاره دځانګړي استازي ټاکل کیدو وروسته هند هم افغانستان سره د مرستو لارې لټوي. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا صدر جوبايډن دافغانستان دکنګل کړى شوؤ پیسو دخلاصولو پريکړه کړې ده. تېرکال داګست مياشت کې دطالبان لخوا دکابل د واک تر لاسه کولو وروسته امريکا،جرمني او د نړى نورو لویو هيوادونو بهرنیو بینکونو کې پرتې د افغانستان اثاثې کنګل کړې وې چې له امله یې افغان دولت او اولس د سختو ستونزو سره  مخ دى او دملګرو ملتونو د خوراک دادارې ترمخه٢٣ میليونه افغانانو ته خوراک باوري جوړولو لپاره  هره مياشت افغانستان٢٢٠ میلیونه ډالرو ته اړتيا لري

12.02.2022 ډیوه

دخېبر پښتونخوا د13 ضلعو په568 پولنګ اسټیشنو سبا بیا بلدیاتي ټاکنې کیږي

ټاکل شوې ده چې دخېبر پښتونخوا دهغو 13 ضلعو بیلابیلو سیمو کې سبا داتوار په ورځ د بلدياتي ټاکنو وړومبی پړاو او سردوباره  دانتخاباتو عمل ترسره شي چې پکې دوړومبي پړاؤ دټاکنو په مهال د مرګ ژوبلې يا امن امان صورت حال خرابېدو له امله دغه ټاکنې ځنډول شوې وې۔ د خیبر پښتونخوا داليکشن کمېشن ترمخه په دغو سیمو کې بېګاه د شپې 12 بجو نه انتخابي مهم يا کمپېن ختم شوی دی۔ په سر دوباره انتخاباتو کې برخه اخستونکي اميدروان وايي بايد حکومت دا ځل د ووټونو اچولو دعمل پرمهال د څه رقم بدې پېښې مخنيوي لپاره کلک ګامونه واخلي چې په روڼ ډول دغه ټاکنې ترسره شي۔ د خېبر پښتونخوا صوبايي اليکشن کمېشن دفتر نه دترلاسه شويو مالوماتو ترمخه د صوبې په 13 ضلعو کې به په 568 پولنګ سټېشنو سبا د فرورۍ په 13 مه انتخابي عمل ترسره کېږي۔ په دې حقله د خېبر پښتونخوا د اليکشن کمېشن ترجمان سهيل احمد وي او ای ډيوه ته وويل چې تېر کال د دسمبر په 19مه چې په کومو علاقو کې د امن امان دصورت حال خرابېدو له امله بلدياتي ټاکنې ځنډول شوې وې په هغه سيمو کې به سبا سحر اتوؤ بجو نه ترماذیګر پنځوؤ بجو د ټاکنو عمل دوام لري۔ "شپږو ضلعو کې د اميدوارانو دمړینې له امله په هغو ځايونو کې اليکشن نه ؤ شوی او تقريبا دا 12 ضلعې دي چې په هغې کې دوباره اليکشن کېږي هلته داړي ګړي او دڅه له وجې نه انتخابات نه وؤ شوي نو دا ټولی 13 ضلعې جورېږي" نوموړي زياته کړه په خاص خاص ضلعو کې پېښور، مردان، چارسده نوښار او ډي ايي خان شامل دي چرته چې به سبا له دغه ټاکنې کېږي۔   په بونېر ضلعه کې د تحصيل خودوخېل کې د چېرمېن څوکۍ لپاره د عوامي نېشنل ګوند اميدوار ګلزار حسين بابک وي او ای ډيوه وويل چې تېر انتخابات په پولنګ سيټشن کې د امن امان صورت حال خرابېدو له امله ملتوي شوي وؤ، دی وايي بايد حکومت دا ځل د پرامنه او شفافو ټاکنو ترسره کېدو لپاره کلک ګامونه واخلي۔ "په پولنګ سټېشن باندې دوئ (مخالفه ډلې) حمله وکړه او هلته يې متعلقه پريزايډنګ افسر سخت ژوبل کړو، بيا دوی په پېټۍ ورغل او هغه يې ماته کړه او مکمل پولنګ سټېشن يې يرغمال کړو نو د هغې وجې نه په متعلقه د ښځو په پولنګ سټېشن نتيجې ودرېدلې" نوموړی ډيوه ته وايي چې د حکومت نه يې دغه يوه غوښتنه ده چې په دغه علاقه کې شفاف ټاکنې يقيني کړي او چې بيا کومه نتيجه راځي هغه به دوئ ته منظوره وي۔  د بلدياتي ټاکنو په وړومبي پړاو کې د اليکشن نه يوه ورځ وړاندې په ډې ايي خان ضلعه کې د عوامي نېشنل ګوند د سټي ميئر اميدوار وژل شوی ؤ او د بنو بکا خېل تحصيل د چېرمين اليکشن ځنډول شوی ؤ چې علت يې په مبينه توګه دغه سيمه کې په پولنګ سټېشنو يرغل او وټونه پټول ښودل کېږي۔ له دغې وروسته الېکشن کمېشن د پاکستان تحريک انصاف دصوبایي اسمبلۍدغړي او د ټرانسپورټ دصوبايي وزير شاه محمد وزیر د اسمبلۍ غړیتوب ختم کړی ؤ اؤ په یاده حلقه انتخاباتو ته کاندید دهغه زوئ یې هم نااهله ګرځولی ؤ. سهېل احمد وي او ای ډيوه ته وويل چې په پولنګ سټېشنو به د پوليس ترڅنګ د ضرورت مطابق پاک پوځ هم ډيوټي کوي۔ "دې ځل هم (د سکيورټۍ لپاره) پوليس دي خو د پوليسو شمېره زياته ده او کومو ځايونو کې چې ضرورت دی نو هلته پاک پوځ هم رابلل کېدلی شي، خو دا ځل د پولنګ سټېشنو تعداد کم دی نو ځکه ډېره د فکرمندۍ خبره نه ده او په دې اړه د چيف سېکټري په مشرۍ کې غونډه هم شوې ده"  تير کال د دسمبر په 19 دخېبر پښتونخوا په اولسو ضلعو کې بلدياتې انتخابات  شوي وؤ او د اليکشن کمېشن د مالوماتو ترمخه باقي پاتې ضلعو کي به انتخابي عمل د روان کال د مارچ په 31 مه نېټه ترسره کېږي د کوم لپاره چې د نامزدګۍ دکاعذونو عمل شروع کړل شوی دی۔

12.02.2022 ډیوه

پاکستان کې دعمران خان دحکومت نسکورولو هڅو کې دجهانګیر ترین کردار څه دی؟

پاکستان کې داپوزیشن ګوندورنو لخوا د وزیراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ دتحریک مخې ته د راوړلو بحثونه تاودنه شوي دي اؤ څېړونکي وایي که دا تحریک کامیابیږي نو پکې به ټر ټولو ستر لاس دعمران خان دیو نزدې مرور شتمن ملګري جهانګیر ترین وي. جهانګیر ترین دعمران خان هغه نزدې شتمن کارخانه دار مرور ملګری دی چې  دعمران خان دحکومت جوړولو لپاره پرې اپوزیشن ګوندونو په تیرو وختونو کې دپارلیمان دغړو د وفادارۍ په پیسو داخستو،عمران خان ته دګرځېدو لپاره دخپل جهاز اؤ دګوند چلولو لپاره دپیسو ورکولو تورونه لګول وؤ . دعمران خان حکومت کې په جهانګیر ترین دغبن دتورونو لګول کیدو وروسته دعمران خان اؤ جهانګیر ترین اړېکې خړې شوي دي. پروسکال په پاکستاني میډیا داسې خبرونه هم مخې ته راغلي وؤ چې دعمران خان دګوند تحریک انصاف ګڼ شمیر دپارلیمان غړي جهانګیر ترین ځانته رامات کړي دي اؤ دعمران خان پځائ یې هغه سره د وفادارۍ ژمنه کړې ده. دپاکستان وتلی خبریال سلیم ساپي وایي کوم خلک (دپارلیمان غړي)چې جهانګیر ترین پخپل جهاز کې عمران خان له بوتلي ؤ هغه اوس بیرته هم دغه خلک په همغه جهاز کې کښینولی اؤ په بل لوري یې بوتللی شي. دجیو ټي وي په یو پروګرام کې سلیم ساپي داسې اشارې ورکړي چې ګنې دهیواد پوځ اؤ استخباراتي ادارې چې عموماً دپاکستان دننه داسټیبلشمنټ په نوم یادیږي ،اوس ځان په ډډه ودرولی دی اؤ دعمران خان دحکومت ملاتړ نه یې لاس راښکلي دي. دسلیم ساپي په خبره څه شیان داسې دي چې داسټیبلشمنټ غیرجانبداري ترې څرګندیږي اؤ په هغې کې یوه دحکومتي سنیټر فیصل واؤډا په ضد پرېکړه ده چې له مخې یې هغه نااهله ګرځول شوی دی. سلیم ساپي وایي دا مهال په حکومتي صفونو کې ډیره زیاته ناکراري لیدل کیږي اؤ موجوده وضعیت کې جهانګیر ترین دیو مهم لوبغاړي په توګه مخې ته په نظر راځي، د ساپي په وینا "دتحریک انصاف دننه ټول په دې خبر دي چې دنیمې نه زیات خلک دلالچ په ورکولو یا جبر دې ګوند ته راوستل شوي دي اؤ دا ټول د جهانګیر ترین په مټ راوستل شوي دي" دشاه زیب خانزاده په نوم یو بل خبریال هم په دغه پروګرام کې ویلي چې تحریک انصاف ته دا وخت زیاته خطره دخپل ګوند دننه راولاړه شوې ده اؤ دا خطره له هغې وروسته نوره هم سیوا شوې ده چې عمران خان دخپل حکومت ځېنې وزیران دښې کارکردګۍ په ایوارډونو ونازول اؤ ځينې نور یې له پامه وغورځول. هغه ویلي دا مهال نواز شریف مطمین دی چې "ایمپایر" به بې پلوه پاتې شي اؤ زیاتوي ددې ترڅنګ اصف علي زرداري اؤ مولانا فضل الرحمان هم ښه ډاډه دي چې ګنې دوئ ته ټوله لاره هواره ده دحکومت په ضد دبې باورۍ دتحریک مخې ته د راوړلو اعلان دحکومت مخالفه سیاسي ګوندونو دایتلاف پي ډي ایم له غونډې وروسته دجمعې په ورځ ددغه ایتلاف مشر مولانا فضل الرحمان کړی دی. دغه غونډه کې دهیواد پخواني وزیراعظم اؤ دمسلم لیګ نواز ګوند مشر نوازشریف د لندن څخه په انلاین بڼه برخه اخستې وه.  له دغه ایتلافه ایتلافه دجلا شوي بل ستر حکومت مخالف ګوند پیپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري هم دخالي په ورځ  دپي‌ډي‌ ایم مشر مولانا فضل الرحمان سره په ټيلي فوني خبرو کې ویلي چې دده ګوند به دبې باورۍ په تحریک کې اپوزیشن ډلو ملاتړ کوي. خو په عین حال کې بیا دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري ویلي هیچا کې دتوان نه شته چې دحکومت په ضد دبې باورۍ تحریک مخې ته راوړي . هغه ویلي که چرې چا دبې باورۍ تحریک راوړو نو وبه ګوري چې دا تحریک څنګه په اوبو لاهو کیږي . فواد چوهدري په ټویټر ویلي چې دبې باورۍ دتحریک په صورت کې به دحکومتي غړو ترڅنګ داپوزیشن ډلو غړي هم ددې تحریک په پلوۍ خپلې رایې نه کاروي

12.02.2022 ډیوه

فعالانې: د پروانې خوشې کېدو ثابته کړه چې تښتونې او ان وژنې د طالبانو کار دی

پروانه ابراهیم خېل ته نږدې سرچینې وايي، هغه چې درې اوونۍ مخکې له خپل کور لادرکه شوې وه، تېره ورځ بېرته خوشې شوې ده. دغه سرچینه چې د پروانه ابراهیم خېل د کورنۍ له غړو څخه ده او نه غواړي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نوم څرګند شي ازادي راډیو ته وویل، پروانه ابراهیم خېل او کورنۍ یې له طالبانو سره ژمنه کړې ده چې تر یو څه وخت دې له رسنیو سره خبرې نه کوي. خو د پروانه ابراهیم خېل له خوشې کېدو وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې تمنا زریاب پریاني او د هغې درې خویندې او همدارنګه مرسل عیار او زهرا محمدي چې له نږدې درې اوونۍ مخکې تري تمې شوي دي هم خوشې شوي، خو دوی ته نږدې سرچینې وايي، هغوی لا هم بندیانې دي او نه دي خوشې شوي. د افغان معترضو ښځو د یووالي او پیوستون ټیم غړې فوزیه وحدت ازادي راډیو ته وویل: "هغه اړیکې چې مو چې د معترضو نیول شوېو مېرمنو له کورنیو سره درلودې، تر اوسه یې موږ ته د دې درېیو مېرمنو د خوشې کېدو خبر نه دی تایید کړی، له بده مرغه کله چې موږ د هغوی له کورنیو سره د معترضو مېرمنو د خوشې کېدو او نه خوشې کېدو خبره مطرح کوو، ټیلیفونه یې بندېږي." هغه څه چې د یو شمېر خلکو نیوکې یې راپارولي دي، هغه د دې ښځو د نیولو او یا هم خوشې کېدو په اړه د طالبانو د حکومت چوپتیا ده. د مېرمنو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، د پروانه ابراهیم خېل خوشې کېدو ثابته کړه چې تښتونې، تري تم کېدل او ان وژنې د طالبانو کار دی، خو د مسوولیت په منلو کې يې چوپتیا غوره کوي او یا هم منکرېږي. یوې معترضې مېرمنې شمایل توانا ازادي راډیو ته وویل: "د کار بدوالی په څه کې دی. طالبان هم معترضې مېرمنې نیسي او نامعلوم لوري ته یې بیايي او بیا له دې کاره پښېمانه ښيي او وايي چې دا کار موږ نه دی کړی. په رښتیا هم فاجعه ده او دا کار موږ ته د اندېښنې وړ دی، په داسې حال کې چې پوهېږو دا معترضې مېرمنې طالبانو بیولې دي." د طالبانو حکومتي ویاندویانو د دې راپور تر خپرېدو پورې د دې ادعاوو په اړه ازادي راډیو ته معلومات ورنه کړل او یا هم د دې په تړاو چې ګواکې پروانه ابراهیم خېل د طالبانو له لوري خوشې شوې هم څه ونه ویل. وروسته له هغه چې د تېر کال د اګسټ میاشتې په ۱۵مه نېټه طالبانو واک ترلاسه کړ او وروسته یې بیا پر ښځو بندیزونه ولګول، کابل کې یو شمېر ښځو اعتراضونه پیل کړل. نږدې درې اوونۍ مخکې او په یوه ورځ تمنا زریاب پریاني له خپلو درېیو خویندو او همدا شان پروانه ابراهیم خېل د خپلې خور له خاوند سره یوځای کابل کې ونیول شول. د دوی تر نیولو وروسته، دوې اوونې وړاندې دوو تنو معترضو ښځو مرسل عیار او زهرا محمدي هم د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې مرسل عیار او زهرا محمدي هم په کابل کې ونیول شوې. نړیوالې ټولنې او نړیوالو موسساتو په وار-وار ټینګار کړی او له طالبانو ېې غوښتي چې معترضې مېرمنې له بنده خوشې کړي، خو طالبانو بیا تل هغه ادعاوې چې ګنې معترضې مېرمنې دې دوی نیولې وي، رد کړې.

12.02.2022 ازادي راډیو

د بشري حقونو سازمان: بایډن د افغانستان د پانګې لاندې کولو هڅه کې دی

د بشري حقونو نړیوال سازمان د افغانستان د کنګل شوو زېرمو په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د تازه فرمان په اړه انتقاد کړی او ویلي دي چې ښاغلی بایډن د دغه هیواد د پانګې لاندې کولو په هڅه کې دی.

12.02.2022 امریکا غږ

د پخواني حکومت اجرائیه ریاست د مرستیال کور کې نښتې مرګ ژوبله اړولې

طالب چارواکي وايي، د افغانستان پخواني حکومت د اجرائیه ریاست د مرستیال انجنیر محمد خان په کور کې د نښتې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

12.02.2022 امریکا غږ

یوناما طالبانو ته: د هر ډول 'خپل سرو نیونو' د پای ته رسېدو وخت رسېدلی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (يوناما) د طالبانو لخوا د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د دوو تنو بهرنیو خبریالانو د بیرته خوشي کېدو هر کلی کړی او د یادو نیونو د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

12.02.2022 امریکا غږ

کابل: طالبانو ويلي بهرني خبريالان يې خوشي کړي

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د جمعې په  ورځ (11 جنورۍ) ويلي، دوه بهرني خبريالان او د هغو ځايي همکاران يې د پېژندګلیو وروسته خوشي کړي دي. دغه اعلان څو ساعته وروسته له هغې شوی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې تاييد کړې وه چې په کابل کې د ښېګړې د ادارې سره کار کوونکي خبريالان نيول شوي او د خوشي کولو دپاره يې هڅې روانې دي. وروسته ادارې د جمعې په ورځ ناوخته بيا ټويټ کړی او د دوه بهرنيو خبريالانو او د هغو د افغان همکارانو خوشي کېدل يې تاييد کړي او ويلي يې وو چې اداره افغانانو ته ژمنه ده. د خبريالانو په نيول کېدو په نړيواله کچه نيوکې شوې وې او دغه عمل ته د مطبوعاتو په ازادۍ بريد ويل شوي وو. وروسته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وو، چې بهرني اتباع يې د اسنادو نه لرلو په سر نيولي، او بيا د اطمينان وروسته یې خوشي کړي دي. د دغو کسانو د نيول کېدو لومړی خبر په ټویټر باندې پخواني مرستیال صدر امرالله صالح ورکړی وو، هغه ويلي، طالبانو نهه تنه بهرنيان چې پکې د بي بي سي پخوانی خبريال انډريو نارت او پيټر جونيل شامل دي نيولي دي. د صحافيانو د حقونو دپاره کار کوونکي تنظيم کميټي ټو پروټېکټ جرنلسټ (سي پي جی)  په کابل کې د خبريالانو د نيولو غندنه کړې  او ويلي يې وو د طالبانو په واکمنۍ کې دغه ډول عمل کېدل د خفګان وړ داسې عکاسي کوي چې دغلته د مطبوعاتو ازادي نشته او په جرنلسټانو بریدونه سېوا کيږي. د سي پي جی د اسيا د پروګرام رابطه کار سټيو بټلر ويلي وو خبريالان دې خوشي شي او اجازه دې ورته ورکړی شي چې خپل کار جاري وساتي. او طالبان دې په جرنلسټانو بيا بيا پرېدونه کول او د دوی ځورول پرېږدي. طالبانو چې د اګست په میاشت کې يې د افغانستان واک ترلاسه کړی، له دغې وروسته د ګڼو خبريالانو د نيولو او په هغوی د تشدد خبرونه مخې ته راغلي خو تراوسه پورې په دغه هېواد کې د کوم بهرني جرنلسټ خبر مخې ته نه وو راغلی. د وي او اې د خبر ترمخه د طالبانو چارواکو ويلي د جمعې په ورځ يې هغه ښځې فعالانې هم خوشي کړي په چا چې تورونه وو چې د حکومت پرضد مظاهرو او د ښځو د حقونو د غوښتنې په مهال څو ورځې وړاندې نيول شوې وې. پروانه ابراهيم خېل چې په دغو بې درکه فعالانو کې وه طلوع نیوز ته يې د طالبانو د بند څخه د ځان او نورو فعالانو د خوشي کېدو تایيد کړی دی. طالبانو چې دغه خبره رد کړې چې په بې درکه کولو کې لاس لري، د ابراهيم خېل په بيان يې څه نه دي ویلي. د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګوتيرس په ټویټر د ښځينه فعالانو په بې درکۍ اندېښنه څرګنده کړې او د پلټنو غوښتنه يې کړې وه.

12.02.2022 ډیوه

د سوېس حکومت طالب استازو ته: تمه ده مارچ کې به د نجونو زده کړې بیا پیل شي

د سوېس حکومت د طالبانو پلاوي ته په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او د  بشري حقونو د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.  د سوېس د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پاولا سیریسیتي Paola Ceresetti رویټرز خبري اژانس ته پر ایمیل په یوه بیان کې لیکلي، د سوېس حکومت د طالبانو له پلاوي سره په کتنه کې په کابل کې د تښتونو او پر خلکو د انتقامي  بریدونو مساله راپورته کړه. مېرمن سیریسیتي زیاتوي، له طالبانو سره همدا راز په سیسټماتیک ډول له تعلیم، سیاست او ټولنیز ژوند څخه د نجونو او ښځو د بې برخې کولو په اړه هم خبرې وشوې او د سوېس حکومت د طالبانو استازو ته وویل چې تمه لري په مارچ میاشت کې به نجونې بېرته ښوونځیو ته ولاړې شي.  د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دا رد کړه چې ګنې د دې پلاوي سفر به د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو معنی ولري او ټینګار یې وکړ چې د ډیالوګ دوام مهم دی. هغې زیاته کړه چې د سوېس حکومت له هر چا سره خبرې کوي.  سوېس ته په سفر کې د طالبانو د پلاوي مشري د طالبانو د حکومت د روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد کوله.  د روغتیا د نړیوال سازمان 'WHO' مشر ټېډروس ادهانوم ګیبرییسوس چې په روانه اوونۍ کې یې له ښاغلي عباد سره ولیدل له هېوادونو او نړیوالو موسسو یې وغوښتل چې د ډیالوګ له لارې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.  د طالبانو پلاوی د جنیوا کال په نوم د غیر حکومتي ټولنې په بلنه تېره اوونۍ جنیوا ته ورسېد او د یوې اوونۍ په ترڅ کې یې د سوېس او اروپايي ټولنې، د سره صلیب د نړیوالې کمېټې او نورو مرستندویو موسسو له چارواکو سره خبرې وکړې او پرون یې خپل سفر پای ته ورساوه.  د روانې اوونۍ په سر کې په جنیوا کې د طالبانو د پلاوي د هوټل مخې ته لږ شمېر ښځینه فعالانو اعتراضیه غونډه وکړه او د سوېس د پولیسو ویاند وویل، پرون هم یو شمېر کسانو په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د طالبانو پر ضد مظاهره وکړه.  

12.02.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more