ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د افغانستان ۵ روغتونونو کې د کرونا ناروغانو درملنه کېږي، ۳۳ نور بند شوي

په داسې حال کې چې یو وار بیا د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوي، د افغانستان یوازې په ۵ روغتونونو کې د کووېډ-۱۹ د ناروغانو درملنه کېږي او ۳۳نور د درملو، وسایلو او ډاکټرانو د کموالي له کبله بند شوي دي.  د ډاکټرانو، درملو او طبي وسایلو د کموالي ترڅنګ د روغتونونو د تودولو لپاره د سونګ مواد هم نه شته.  د افغان - جاپان روغتون ريیس ډاکتر محمدګل لېوال د هغو ستونزو یادونه کوي چې دا درملیز مرکز ورسره مخامخ دی: "له سخت حالت سره مخامخ شوي یوو. لکه د اکسیجن، درملو او نورو طبي وسایلو نشتوالی. زموږ کار کوونکو له درېيو میاشتو راهیسې معاش نه دی اخیستی."  ډاکټر لېوال زیاته کړه، یوازې د شپې له لوري د روغتون د تودولو امکانات لري، نور وخت روغتون سوړ وي.  د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو.اېچ.او' ویلي، افغانستان کې د کووېډ-۱۹ د ناروغانو شمېر په سلو کې ۶۷ ډېر شوی دی.  د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وايي، بېلابېلو هېوادونو له افغانستان سره د میلیونونو ډوزو کرونا ضد واکسین ژمنې کړي دي: "حاضردمه موږ کابو درې نیم میلیونه ډوزه واکسین لرو. ځینو هېوادونو او موسسو وعده کړې چې ژر به پنځه میلیونه او ۸ لکه ډوزه نور واکسین راکړي."  د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، تر اوسه پورې په سلو کې شااوخوا ۲۷ افغانانو کرونا ضد واکسین کړی دی او اکثرو د جانسن اېنډ جانسن واکسین کړی چې امریکا افغانستان ته ډالۍ کړي دي. 

09.02.2022 ازادي راډیو

د بښنې سازمان او د بشري حقونو ۲۰ ډلې: بې درکه شوې افغان مېرمنې دې ژر خوشې شي

د بشري حقونو د څار ډلې، د بښنې نړیوال سازمان او ۲۰ نورو نړیوالو موسسو د هغو ښځو د فوري خلاصون غوښتنه وکړه چې په وروستیو کې په افغانستان کې بې درکه شوي دي.  د دغو موسسو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې له ښځو سره توپیر او بد سلوک کېږي.  دوی طالبان په افغانستان کې د مېرمنو د فعالیتونو په لاره کې د پر له پسې خنډ پېښولو مسوول بللي دي.  تراوسه پورې په افغانستان کې د ۵ بې درکه شوېو ښځو د برخلیک هېڅ څرک نه دی لګېدلی.  پروانه ابراهیم خېل او تمنا زریاب پریاني د جدي په ۲۹مه او زهرا محمدي او مرسل عیار تېره اوونۍ بې درکه شوي دي.  تردې مخکې د هرات د ښځو د محبس رييسه عالیه عزیزي هم بې درکه شوې وه.  د طالبانو حکومت تراوسه پورې د دغو ښځو نیونه تایید کړې نه ده.  د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو د حقونو مرستیالې هیدربار فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې که طالبانو دا ښځې نیولې نه وي، باید ویې مومي: "د طالبانو په ردېدو ډېر باور نه شي کېدای د دې لپاره چې هغوی په ډېرو مواردو کې ناسم چلند کړی دی. که دوی په خپله دا ښځې نیولې نه وي او وايي چې حکومت اداره کوي، په کار ده چې د وسله والو سړو له لوري چې د شپې په تیاره کې ځانونه د طالبانو د استخباراتو غړي معرفي کوي، د ښځو د تښتول کېدو په اړه اندېښمن وي."  یو شمېر افغانې مېرمنې وايي، له ګواښونو او اندېښنو سره-سره مبارزې ته دوام ورکوي. هُدا خموش یوه له دغو ښځو څخه ده:"نن هغه نجونې چې پخوا یې فعالیت یا کار نه و کړی، راغلي او مبارزه کوي، ما ته د دوی راتلونکې روښانه ښکاري ځکه چې ډار ته یې غاړه کېنه‌ښوده.'  د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو رعایت او د پراخ بنسټه حکومت جوړېدا د طالبانو له حکومت سره د تعامل لپاره د نړیوالو یو شرط دی. 

09.02.2022 ازادي راډیو

د امریکايي جنرال خبرداری: طالبانو د القاعده سره اړیکې ندي شلولي

یو لوړپوړي امریکایي جنرال خبرداری ورکړی چې طالبانو د القاعده شبکې سره خپلې اړیکې ندي شلولي او په وینا یې اوس په افغانستان کې د القاعده او داعش شتون متحده ایالاتو ته په یوې لویې ننګونې بدل شوی دی. 

09.02.2022 امریکا غږ

بلینکن: دپلوماسي د اوکراین او روسیې د کړکیچ ختمولو غوره لاره ده 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د کړکیچ غوره حل لاره دپلوماتیک حل دی او هیله لري‌ چې په راتلونکو څو ورځو کې په دې اړه له خپلو بریتانوي،‌ جرمني او فرانسوي سیالانو سره خبرې وکړې. 

09.02.2022 امریکا غږ

بلوچستان کې له بریدونو وروسته دپوځي مشرتابه مهمه غونډه، وایي دترهګرو نوغی به وباسي

په بلوچستان اؤ قبایلي ضلعو کې په امنیتي ځواکونو دترسره شوؤ وروستیو خونړیو بریدونو وروسته دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال باجوه هوډ ښکار کړی چې پوځ به هیواد نه دترهګرو،دهغوئ دهمکارانو اؤ ملګرو نوغی وباسي. تیره اوونۍ دبلوچستان په نوشکي اؤ پنجګور سیمو کې په امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه شوي وؤ چې پوځ پکې دنهو عسکرو د وژل کیدو پخلی کړی خو ددغو بریدونو ذمه وارۍ قبلونکې بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډلې بلوچستان لبریشن ارمي بیا دعوه کړې ده چې بریدونو کې دپوځ ۱۹۵عسکر وژلي دي. له دغو بریدونو وروسته نن دچهارشنبې په ورځ پینډۍ کې دپوځ په مرکز کې دپاکستان دپوځي مشرتابه یا کورکمانډرانو مهمه غونډه شوې چې ورته بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو دترسره شوؤ وروستیو ترهګریزو بریدونو په اړه احوال تیر کړل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد منلې چې افغانستان کې دطالبانو دحکومت جوړیدو راپدیخوا پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي اؤ هغه اندېښنه ښودلې چې په راتلونکو دوؤ میاشتو کې دا بریدونه هم هم سیوا کیدای شي. دپاکستان دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار دچهارشنبې په ورځ ویلي دجنرال قمر جاوید باجوه په مشرۍ دکورکمانډرانو ترسره شوې ۲۴۷مه غونډه کې پوځي مشرتابه ته په ګرد هیواد اؤ په ځانګړي ډول بلوچستان کې د اوسنیو پېښو په اړه احوال تېر کړل شوی دی. دپوځ بیان کې راغلي چې پوځي مشرتابه دهغو ګامونو نه هم خبر کړل شوی دی چې  پوځ یې دپاکستان دبې ثباتۍ دهڅو شنډولو لپاره پورته کوي. دبیان له مخې دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه د دښمنو قوتونو د ناوړه ارادو شنډولو لپاره دپوځ په مسلکي تیاریو اؤ حفاظتي ګامونه ډاډ ښکاره کړو اؤ وئ ویل "مونږ دترهګرۍ په ضد جګړه کې یو اوږد سفر کړی دی " جنرال باجوه ویلي دپاکستان وسله بندو ځواکونو دقام په ملاتړ دهر رنګ اؤ نسل دترهګرو په ضد کامیاب عملیات کړي اؤ اوس به هم پرې نه ښودل شي چې دامن پرځائ کولو هڅې د دښمن په لاسونو تالاترغۍ شي. دپوځ بیان کې نه ده واضحه کړل شوې چې دښمن نه یې مراد څوک دي خو بلوچستان کې په پوځ دترسره شوؤ بریدونو نه وروسته دپاکستان حکومت ویلي وؤ چې برید کوونکو دبریدونو په مهال افغانستان سره تماسونه لرل. دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید تیره اوونۍ دپاکستان یو شخصي ټيلي ویژن جیو سره خبرو کې دعوه کړې وه چې بلوڅ یاغي وسله والو ډلو ته دپردې ترشا دپاکستاني طالبانو،داعش اؤ هند مرسته هم ترلاسه ده. خو بلوچستان لبریشن ارمي بیا د وروستیو بریدونو په اړه خپله جاري کړې اعلامیه کې ویلي وؤ چې دوئ دبلوچستان دحقونو لپاره جنګیږي اؤ ددې توان لري چې دهیواد هره برخه کې دپوځ وینې توئ کړي. دغه بیلتون غوښتونکې ډلې خپله اعلامیه کې په پوځ غږ کړی ؤ چې له بلوچستانه باید اوځي اؤ دسولې خبرو ته یې دنړیوال ثالث په موجودیت کې چمتووالی ښودلی ؤ. په ۱۵م اګست افغانستان کې دطالبانو لخوا په حکومت له قبضې کولو وروسته پاکستان کې یو ځل بیا وسله والو ډلو په امنیتي ځواکونو دخپلو بریدونو لړۍ چټک کړې ده. په دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده اؤ یوازې د جنورۍ په مياشت کې یې د پاکستان بېلا بېلو برخو کې د۴۲ؤ بريدونو دعوه کړې وه چې پکې زيات په قبايلي ضلعو کې شوي وؤ، روانه مياشت هم ټې ټې پي اؤ بلوچستان لبریشن ارمي تر اوسه دګڼ شمیر بریدونو ذمه واري په غاړه اخستې ده۔ د پاکستاني طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ تېر کال د نومبر دمياشتې نه تر دسمبر پوري د يوې مياشتې ډزبندي اعلان شوې وه چې بیا یې دطالبانو لخو په نهم دسمبر د ختمولو اعلان شوی ؤ. دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید منلې چې په دې وروستیو کې یې بیا هم پاکستاني طالبانو ته د روغې جوړې لپاره یو هئیت لیږلی ؤ خو هغه وایي دسولې لپاره دطالبانو غوښتنې دمنلو نه دي نو ځکه داسې ګڼي چې اوس هغوئ سره دمذاکراتو دروازې تړل شوي اؤ له جګړې پرته بله لاره نه ده پاتې شوې.

09.02.2022 ډیوه

د ایران د انقلابي ګارد نوی میزایل اسرائیل وېشتلای شي

د ایران سپاه پاسداران ګارد د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ نهمه (سلواغې ۲۰) خپل یو نوی جوړ شوی میزایل نندارې ته وړاندې کړ چې اسرائیل په نښه کولای شي. 

09.02.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

09.02.2022 امریکا غږ

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي د څوکۍ په سر ناندرې لاهم روانې دي 

په ملګرو ملتونو د افغانستان دایمي استازولي وايي، د دغه استازولۍ مرستیال او خود مختار وزیر ولي نعیمي په ملګرو ملتونو کې د نصیر احمد فایق پر ځای د دغه استازولۍ مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

09.02.2022 امریکا غږ

سندهـ کې دماشوم لخوا دمذهب دسپکاوي په لګول شوي تور هندو استاذ ته دعمري بند سزا اورول شوې

د سندهـ صوبې يو عدالت دپيغمبر اسلام دسپکاوي په تور يو هندو استاد نوتن لال ته د عمري بند او ٥٠ زرو روپو دجرمانې سزا اورولې ده. د هندو اقليت تنظيمونه او پارليماني غړي عدالتي فيصله د نوتن لال سره بى انصافي بولي او تور لګوي چې عدالت د فشار په اساس دا فيصله کړې ده ځکه نو دسپريم کورټ مشر قاضي دې ددې نوټس واخلي او په نوتن لال دلګول شوؤ تورونو دې په روڼ انده ډول دبيا پلټنو امر وکړي. دمطبوعاتي رپوټونو ترمخه  کال ٢٠١٩م کې دسندهـ صوبې ګهوټګي سيمه کې د يو شخصي سکول مالک او دغلته استاد نوتن لال باندې د دويم جماعت زده کونکي طالبعلم دمذهب د سپکاوي تور لګولى ؤ او بيا هغه پوليس نیولی ؤ. عدالتي پريکړې ته خپل غبرګون کې د هندو اقليت تنظيم ال پاکستان هندو پنچايت په دې پرېکړه ناخوښي څرګنده کړې ده اؤ دا یې له انصافه لرې ګرځولې ده. د تنظيم مشر روي دواني وايي د نوتن لال کورنى ګڼي چې دوئ سره انصاف نه دى شوى او ښکتني عدالت په فشار کى دا سزا اورولې ده ځکه دوئ هايکورټ کې د اپيل کولو فيصله کړې ده. دهندوانو د ورورولۍ یاد تنظیم د سپريم کورټ دمشر قاضي څخه دعدالتي پرېکړې د نوټس اخستو غوښتنه هم کړې ده. د هندو اقليت سره تړاو لرونکي  دحکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند د قامي اسمبلى غړي کيسو مل داس کوهستاني هم په دې عدالتي پرېکړه انديښنې ښودلې دي.  وي او اى ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل نوتن لال ته اورول شوې سزا هندو اقليت مایوسه کړی دی. وړاندې نه د لږکيو مشران او دبشري حقونو تنظيمونه سندهـ صوبه کې د هندو او پنجاب کې د عيسايي اقليت مېرمنو سره په جبر  د ودونو او د دوئ د مذهب بدلولو تورونه لګوي. دمذهبي يووالي لپاره دپاکستان د وزير اعظم سلاکار مولانا طاهر اشرفي دا تورونه بيځايه او د پاکستان په ضد پروپيګنډه بولي. قانوني ماهرين او د بشري حقونو فعالين دا تور هم لګوي چى ښکتني عدالتونه د سخت دريځه عناصرو د فشار له امله د مذهب دسپکاوي قضييو کې اکثر ناسمې پريکړې کوي  چې وروسته یې بيا اعلا عدالتونه نه يوازې د نيمګړو شواهدو په اساس رد کړي او ډير ملزمان یې خوشي کړې هم دي. د بشري حقونو تنظيمونه او د يورپي هيوادونو تنظيم يورپي يونين وخت په وخت وایي چې پاکستان کې دمذهب دسپکاوي قانون څخه دلږکیو په ضد ناسمه استفاده کیږي اؤ دپاکستان دحکومت نه دې قانون ته دبیا کتنې غوښتنې هم کوي. خو د پاکستان حکومت د ياد قانون په کلکه دفاع کوي او د يورپي يونين غوښتنې ته غبرګون کې مرکزي وزير فواد چودهدري په دې وروستیو کې ويلي وؤ پاکستان به د کوم بهرني طاقت په وينا قانون سازي نه کوي. دتحقيقي ادارې سینټر فار سټيز فار ريسرچ اينډ سيکورټي سټديز ترمخه دکال ٢٠٢١م تر پائ پاکستان کې د ١،٤١٥ تنانو په ضد د مذهب د سپکاوي په تور مقدمې درج شوې دي. دیادې ادارې شمیرې ښایي چې دمذهب دسپکاوي په تورونو دپاکستان دننه ١٨ زنانه او  ٧١ نارينه ملزمان د عدالتي کاروايو نه بغير قهرژنو خلکو په تشدد وژلي دي.

09.02.2022 ډیوه

شمالي وزیرستان:په امنیتي ځواکونو چاودنه کې شپږ عسکر ژوبل شوي

دافغانستان سره په پوله پرتې دخیبر پښتونخوا دقبایلي ضلعې په شمالي وزیرستان کې په یوه چاودنه کې د ایف سي ځواک شپږ عسکر ژوبل شوي دي دي. سیمه کې په یوه بله  پیښه کې نامولومو کسانو د یو ټېکه دار کیمپ ته اور اچولی چې پکې څلور ګاډي او نور د ټیکې سامانونه او مشینري سوځول شوې ده. د سیمې پولیس او امنیتي چارواکو دا دواړه پیښې تایید کړې دي اؤ دبمي چادونې ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده . دسیمې څخه سرچینو وي وي او ای ډیوه ته ویلی دسه شنبې په شپه په امنیتي عسکرو دا چاودنه دشیواه تحصیل په ټنډي سیمه کې شوه ده. امنيتي سرچينو وي او ای ډيوه سره په شريکو کړو مالوماتو کې ویلي امنیتي سرتیري په علاقه کې د لټون په عملیاتو بوخت وؤ چې دګاډي ترڅنګ یې دسړک په غاړه دماین چاودنه شوې ده. په سیمه کې یو امنیتي چارواکی وویل تر چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ ډزې هم شوې خو ډزو کې وسله والو ته د نقصان اړولو معلومات یې نه دي ترلاسه کړي.  هغه وویل ژوبل سرتېري د ایف سي ځواک عسکر دي او په بنو سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوي.  د سیمې نه سرچینې وایي د ډزو په پیښه کې یو ماشوم هم ژوبل شوی دی.  دپاکستان دحکومت لخوا ناقانونه ګرځولې شوې تندروه ډلې تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې ده او میډیا سره په شریک کړو معلوماتو کې یې ویلي شیواه سیمه کې د پوځ په کاروان برید او نښته کې اووه عسکر وژل شوي او ژوبل شوي دي اؤ نښته کې د دوئ یو وسله وال هم وژل شوی.  په شپږمه فرورۍ د پاکستان پوځ ويلي وؤ د خېبر پښتونخوا په کرمه قبايلي ضلعه کې د افغانستان دپولې ترڅنګ دپولې پورې غاړې نه ترهګریز بريد شوی او پينځه امنيتي سرتيري پکې وژل شوي دي.  د پاکستان پوځ په خپل بیان کې ويلي وو، ”پاکستان د ترهګرو لخوا د خپلو فعالیتونو لپاره د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف داستعمالولو سخته غندنه کوي او تمه لري چې د افغانستان موقتي حکومت به په راتلونکې کې د پاکستان پرضد د خپلې خاورې استعمالولو اجازت ورنکړي.  د پاکستاني طالبانو تحریک د دغه حملې ذمه واري هم منلې وه.  تر دې یوه ورځ وړاندې په پینځمه فرورۍ د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان دته خېل سیمه کې د دوؤ وسله والو د وژل کېدو سره د دوئ د ولکې نه په غټه کچه دوسلې ترلاسه کېدو دعوه کړې وه.  د شمالي وزیرستان پولیس وايي، په یوه بله پیښه کې تیره شپه د فبرورۍ پر اتمه د ضلعې مرکز میرانشاه کې نامالومه وسله والو د یوه ټېکه دار کیمپ ته اور اچولی دی.  د پولیسو ضلعې مشر عقیق حسین وايي په دې پیښه کې په کیمپ کې ولاړ څلور ګاډي، مشینري او نور سامانونه سوځول شوي دي. هغه وویل پولیس او د ژغورنې د ادارې ریسکیو 1122 مامورین سمدستي دپیښې ځایې ته رسیدلي او د اور اچولو په پیښه کې یې 12 مزدوران ژوندي ژغورلي دي. د پولیسو افسر وویل ښکاری ددغه پیښې تر دشا قلنګ غوښتونکو لاس وي او مقدمه د نامالومه کسانو پرضد د ترهګري ضد محکمې پولیسو ته لیږل شوي او پلټنې یې پیل کړې دي. تر اوسه د دغه پیښې ذمه داري چا نه ده اخستې.  د پاکستان پوځ په کال 2014م کې په سیمه کې دترهګرو په ضد دضرب عضب په نوم عملیات کړي وؤ اؤ دعوه یې کړې وه چې دغه سیمه یې د ترهګرو نه پاکه کړې ده.  د دغو عملیاتو په مهال پوځ د عامو کورونو څخه هم وسلې ټولې کړې وې خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا په جنوبي او شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو او هدفي وژنو لړۍ چټک شوې ده. خو د علاقې پولیس وايي، د سیمې امنیت ته ژمن دي او د تیر په پرتله حالت پکې ښه شوی دی.

09.02.2022 ډیوه

دنارینه اولاد خواهش،پېښور کې میرمنې ته دپیر په وینا سر کې میخ ټک وهل شوی

په پېښور کې يوې ښځې دنارينه اولاد دزیږون لپاره د يو پير په وینا په سر کې مېخ ټک وهلی چې بیا دغه میخ ډاکترانو دهغې دسر نه په اپریشن ویستی دی. پوليس وایي د پېښې پلټنې روانې دي او د ښځې د کورنۍ او  پير رامعلومولو د پاره يې ځانګړی ټيم جوړ کړی دی۔ ماهرين وایي په ټولنه کې ښځې د ذهني دباؤ ښکار دي او اکثر داسې دناپوهۍ ډک انتهایي ګامونه هم پورته کړي. د پېښور دلیډي ریډنګ هسپتال انتظامیه وایي دغه هسپتال ته څلور ورځې وړاندې يوه زخمي میرمن ورغلې وه چې په سر کې یې میخ ټک وهل شوی ؤ. د هسپتال انتظاميه وایي ښځې ورته په سر کې دمیخ ټک وهل کیدو په هکله درې بیلابیلي علتونه ښودلي دي. دهسپتال دانتظامیې په وینا دغه میرمنې ډاکټرانو ته ویلي ديوال کې یې مېخ ټک وهلو چې دغه میخ بېرته راتمیبدلی اؤ دهغې په سر کې ښخ شوی خو وایي دغه میرمنې بیا دا هم ویلي چې د راغورځېدو له امله یې په سر کې میخ ننوتلی دی . دهسپتال انتظامیه وایي دیادې میرمنې دریم دریځ دا ؤ چې یو پیر ورته ویلي وؤ که په سر کې یې میخ ټل وهل شي نو نارینه اولاد به یې وشي  د پېښور دليډي ريډنګ روغتون وياند محمد عاصم وي او ای ډيوه ته ویلي چې ډاکټرانو ددې میرمنې د سر نه میخ په اپریشن راویستی دی اؤ هغه له علاج وروسته رخصت کړل شوې ده. هغه وویل"دا هم ويل کيږي چې دې ښځې دا مېخ د کوم پير په وېنا سر کې ټک وهلی خو د يو هسپتال د وياند په حیث دې دریواړو خبرو کې مونږ د يو هم تايد نه شو کولی" د دغه ښځې او کورنۍ په اړه يې لا هم څه معلومات نه مخې ته نه دي راغلي چې د کوم ځايې اوسيدونکي ده  او د کوم پير په وېنا يي په سر کې مېخ ټک وهلی دی؟ د پېښور پوليس وایي د پېښې هر اړخيزه پلټنې کوي او دې عمل کې ککړ تنان به د قانون منګلو ته سپاري۔ د پېښور دپوليسو مشر یا ایس ایس پي هارون الرشيد ډيوه ته وويل دوئ د کېس پلټنو د پاره ځانکړی ټيم جوړ کړی او چې کله پلټنې سر ته ورسي په اړه به یې معلومات شريک کړي۔ دیادې میرمنې په اړه ويل کيږي چې ټول اولاد  يې لوڼه وې او د نارينه بچو د پاره يې د پير دغه ټوټکه باندې عمل کړی ؤ چې سر يې زخمي شوي ؤ او په زخمي حالت کې روغتون ته راوړل شوې وه۔ دهسپتال چارواکو ډيوه ته دا هم وويل چي دې ښځې خاوند د نارينه اولاد دنشتوالي له امله دويم واده  کړی دی۔ د نفيساتي ناروغیو ماهران وایي په کورونو کې ښځې د ډيرو فشارونو سره مخ وي او بيا خاص کر د نارينه اولاد نه لرلو له امله دټولنې او خاندان لخوا هر وخت پیغورونه ورکړل کیږي چې له امله یې په دغو میرمنو د ذهني دباؤ زياتيږي او اکثره  ښځې په دغسې انتهایي ګام پورته کولو مجبوره شي۔ د نفسياتي ناروغو ماهره سبا ګل وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي  زمونږ په ټولنه کې په عامه توګه د ښځو د ذهني ناروغو کوم علاج نه کيږي او په کور دننه ناستې د بېلا بېل دباونو له امله دوئ د ګڼو ذهني ناروغو ښکار کيږي۔ "دلته په ښځو د نارينه اولاد د پاره ډير دباؤ وي، د هغوي د طلاق ويره وي، د خاوند لخوا يې د بل واده ويره وي، په دې وجه ښځې د ذهني دباؤ ښکار وي او اکثر له د ځان وژنې يا داسې د انتهائي اقدام پورته کولو سبب وګرځي" سبا ګل وایي په کورونو کې ډيرې ښځې داسې دي چې د خاوندانو اؤ خاندان له خوا دنارینه اولاد نه نه لرلو له امله دفشارونو سره مخ وي،دکوره بهر دتګ اجازه نه لري اؤ ګڼ نور بندیزونه پرې هم لګیدلي وي چې دهغې له امله زیاتره وخت دغه میرمنې د ذهني فشار ښکار شي او د ځان وژنې او يا ځان ته دبل کوم تکليف رسولو ګام پورته کوي

09.02.2022 ډیوه

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره فوټسال ټېم قرغیزستان ته روان شو

د افغانستان د فوټبال فدارسیون وایي، تر ۱۹ کلونو کم عمر د فوټسال ملي ټېم د اسیا مرکز سیالیو کې د ګډون لپاره نن چهارشنبه فبرورۍ نهمه (سلواغې ۲) قرغیزستان ته روان شو.

09.02.2022 امریکا غږ

روغتیا وزارت: افغانستان کې هره ورځ ۱۱زره کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق کیږي

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت وايي، اوس مهال په ټول هیواد کې د کرونا واکسین ضد واکسین تطبیق دوام لري او هره ورځ تر ۱۱زره کسان واکسین کیږي.

09.02.2022 امریکا غږ

الېکشن کمېشن د واکمنه تحریک انصاف ګوند سېنېټر فېصل واوډا نااهله کړو

د پاکستان الېکشن کمېشن د حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحريک انصاف سېنېټر او پخوانی وزیر فېصل واوډا د دوه هېوادونو د شهريت په قضیه کې نااهله کړو. الېکشن کمېشن د فېصل واوډا په اړه نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (9فرورۍ) فېصله واوروله. د چيف الېکشن کمشنر په مشرۍ درې کسيزه بنچ د فېصل واوډا په اړه په 23 دسمبر 2021 فېصله محفوظ کړې وه. په ننۍ فېصله کې الېکشن کمېشن، د فېصل واوډا د سنېټرۍ د اعلاميې بیرته اخستو سره نوموړي ته حکم کړی چې د وزير او پارليمان د غړي په حېث يې کومې ګټې ترلاسه کړې هغه دې واپس جمع کړي. او په سېنېټ کې فېصل واوډا ته ورکړی شوې رايې/ ووټونه هم غلط ګرځول شوي دي. الېکشن کمېشن ویلي، فېصل واوډا د درغو بيان حلفي جمع کړې وه، او هغه د ايين د 62ون اېف مادې سرغړونه کړې ده. د راپورونو ترمخه د يادې فېصلې په غبرګون کې د فېصل واوډا وکيل ويلي، د فېصلې پرضد به سپريم کورټ ته ځي. د فېصل واوډا پرضد د پاکستان پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړي قادر خان مندوخېل الېکشن کمېشن ته خواست کړی وو چې هغه د کال 2018 په انتخاباتو کې د برخې اخستو دپاره په جمع کړو کاغذونو کې دروغ ويلي وو، د جايداد اخستو د پېسو سرچينه يې پټه کړې، او ټېکس يې هم نه وو ورکړی. د نوموړي پرضد خواست کې ويل شوي وو چې واوډا د کاغذونو جمع کولو په وخت د امریکا شهريت هم پټ کړی وو. ویل شوي الېکشن کمېشن په څو اورېدنو کې د واوډا نه د هغه د دوه هېوادونو د شهريت تپوس کړی خو هغه جواب نه وو کړی. فېصل واوډا تېر کال د مارچ په مياشت کې د قومي اسمبلۍ د څوکۍ نه استعفا ورکړې او بيا سېنېټر جوړ شوی وو. د سېنېټر جوړېدو وروسته واوډا اسلام اباد هايکورټ ته خواست کړی وو چې د هغه پرضد په الېکشن کمېشن کې د قضيې ودرولو امر وکړي ځکه چې هغه قضه د هغه وخت ده چې کله هغه د قومي اسمبلۍ غړی وو. خو د اسلام اباد هايکورټ په شپږم دسمبر دغه خواست رد کړی وو. څو ورځو وړاندې د پاکستان اتتخابي کمېشن په خېبرپښتونخوا کې د واکمن تحريک انصاف ګوند صوبايي وزير شاه محمد د پینځه کالو لپاره نا اهله ګرځولى وو. په شاه محمد تور وو چې د خېبر پښتونخوا دوړومبي پړاو په ترسره شوو بلدياتي ټاکنو کې یې د بنو په بکاخيل پولنګ اسټيشن حمله کړې، د انتخابي عملې د ځورولو ترڅنګ يې د الېکېشن د رايو صندوقونه تښتولي وو. دوه ورځې وړاندې په ډېره اسماعيل خان کې د تحریک انصاف د حکومت د مرکزي وزیر علي امين ګنډا پور ورور عمر امين ګنډا پور هم د قاعدو په سرغړونه په بلدیاتي انتخاباتو کې د برخې اخستو څخه نااهله کړی شوی وو.

09.02.2022 ډیوه

یونیسف: ممکن خوارځواکي یو میلیون افغان ماشومان مړه کړي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) یو ځل په دغه هیواد کې د خوارځواکۍ زیاتوالۍ په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي،که بېړنې اقدام ونشي ممکن په افغانستان کې یو میلیون ماشومان د سختې خوارځواکۍ له امله مړه شي.

09.02.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more