ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


یونیسف: د نجونو تعلیم باید د سیاست یرغمل نشي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا(یونیسف) یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې «زده کړې باید د سیاست یرغمل» نشي.

24.04.2022 امریکا غږ

ريچارډ بنيټ: د افغانانو بشري حقونه خوندي نه دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وايي، د افغانانو بشري حقوق باید خوندي شي. ښاغلی بنیټ په کابل، مزار شریف او کندز کې وروستیو چاودنو ته په اشاره لیکي، په دې اړه به خپلې څارنې او حساب ورکولو ته دوام ورکړي. نجيب چې پلار یې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د مولوي سکندر په جومات کې د شوې چاودنې له امله ټپي شوی وايي، د چاودنې په ورځ یې په ټوله سیمه کې ویره خپره وه، او هره څوک په دې لټه کې و چې وپوهېږي د کورنۍ غړی یې روغ پاتې که نه. د نجیب په خبره، په دې چاودنه کې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي او بې‌وزله خلک دي او داسې کسان هم په کې شته چې د خپل ټپ د درملنې توان نه‌لري. نوموړی وايي: "ډېر بد حالت و. داسې یو وضعیت و چې هیڅ یې بیانولای نه‌شم. ماشومانو او ټولو داسې ژړل چې ورته کتلای دې نه‌شول. " دی له طالبانو غواړي چې د دې ډول بریدونو مخه ونیسي او د خلکو امنیت خوندي کړي. د کندز په مولوي سکندر جومات کې د تېرې جمعې په ورځ چاودنه کې ۳۳ تنه ووژل شول او ۴۳ نور ټپیان شول. له دې چاودنې یوه ورځ مخکې په مزار شریف کې د شیعه ګانو په یو جومات کې چاودنه وشوه او له هغې یوه ورځ مخکې بیا د کابل په دشت برچي سیمه کې د شهید عبدالرحیم ښوونځي مخې او ممتاز ښوونیز مرکز کې چاودنې وشوې چې ټول قربانیان یې ملکیان دي. دې چاودنو په کور دننه او له افغانستان د باندې پراخ غبرګونونه را پورته کړل. تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وايي، په دې اړه به خپلې څارنې او حساب ورکولو ته دوام ورکړي. ښاغلي بنیټ په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: " زه د تېرې اوونۍ له وحشتناکو بریدونو وروسته د ټولو غمجنو افغانانو ترڅنګ ولاړ یم. خپلې څارنې، پلټنې او حساب ورکولو ته به دوام ورکړم. د افغانانو بشري حقونه باید خوندي شي، د سرغړونو مخه ونیول شي او په نړیواله کچه تضمین شوی عدالت تامین شي. " پرون د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا کمپاینرې سمیرا حمید هم ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې ملکي وګړي د ترهګرۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي، خو طالبانو دا ګواښ بابیزه ګڼلی. اغلي حمیدي وړاندیز کړی و د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې څارنه او مستندسازي دې پیل شي، ترڅنګ دې یې نړیواله ټولنه داعش د جدي ګواښ په توګه پام کې ونیسي، د بشري حقونو ساتنه دې د سرو کرښو په توګه مطرح او تر خوا دې یې د جرمونو نړیواله محکمه د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه څېړنه پیل کړي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې وروستيو چاودنو خلک سخت اندېښمن کړي دي او هغه هيلې چې يې سولې ته پيدا شوې وې، مړاوې ښکاري.

24.04.2022 ازادي راډیو

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکی: د افغانانو بشري حقونه باید خوندي شي

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا، ځانګړي راپور ورکونونکي ریچارد بنت د افغانانو د بشري حقونو پر خوندیتوب، د سرغړونو پر مخنیوي او د نړیوال عدالت پر تضمین باندې ټینګار کړی دی.

24.04.2022 امریکا غږ

دپاکستان پوځ وایي دهیواد پرضد به ترې یو سازش هم کامیاب نه شي

دپاکستان دپخواني وزیراعظم عمران خان لخوا دخپل تیر حکومت پرضد دبهرني سازش دپرله پسې دعوؤ نه وروسته یو ځل بیا دپاکستان پوځ سپیناوی کړی دهیواد استخباراتي شبکې شپه اؤ ورځ دسازشونو پرضد کار کوي اؤ دهیواد پرضد به ترې یو سازش هم کامیاب نه شي. پوځي ویاند دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې پرون دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا پرمهال خپله دا دعوه تکرار کړه چې دهغه دتیر حکومت پرضد دبهر نه سازش شوی دی. دعمران خان وینا وه دهغه دتیرحکومت پرضد سازش اصل کې دهیواد دازادۍ اؤ خپلواکۍ پرضد یو ستر سازش دی اؤ سپریم کورټ کې باید دده حکومت ته بهر نه د ګواښونو د راغلي لیک ډاګیزه اوریدنه وشي. هغه ویلي ده ته د روان کال په پیل کې معلومات ترلاسه شوي وؤ چې دحکومت پرضد یې سازش روان دی "اؤ که چرې  اوس ادارې راولاړې نه شوې نو زمونږ د اولادونو راتلونکی په خطر کې دی" دعمران خان خان له دې څرګندونو وروسته دپوځ د ویاندې ادارې ایي ایس پي ار مشر میجرجنرال بابر افتخار پخپل یو بیان کې ویلي چې دهیواد استخباراتي شبکې شپه اؤ دسازشونو پرضد کار کوي اؤ هیڅ سازش به کامیابیدو ته پرې نه ږدي. پوځي ویاند پخپل بیان کې نه ده واضحه کړې چې هغه دکوم سازش خبره کوي خو د روانې میاشتې په ۱۴مه نیټه یې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال دعمران خان دتیر حکومت پرضد دبهرني سازش د دعوؤ په اړوند دیو خبریال دپوښتنې په جواب کې ویلي وؤ چې دبهر نه څه رقم سازش نه دی شوی. دوه ورځې وړاندې هم د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ کې راجوړې شوې دقامي سلامتۍ کمیټې پخپله اعلامیه کې ویلي وؤ چې دتیر حکومت پرضد دبهرني سازش هیڅ ثبوت نه دی ترلاسه شوی. دجمعې په ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دقامي سلامتیا دکمیټۍ ترسره شوې غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه،دګډو ځواکونو دکمیټې مشر جنرال ندیم رضا،دسمندري اؤ هوایي ځواکونو مشرانو،امریکا کې دپاکستان پخواني سفیر اسد مجید اؤ ګڼو نورو پوځي اؤ حکومتي مشرانو برخه اخستې وه. دقامي سلامتۍ دکمیټې په اعلامیه کې ویلي شوي وؤ چې دهیواد خفیه شبکو د ترلاسه شوي لیک پلټنې کړي دي اؤ په دې پلټنو کې دبهرني سازش ثبوت مخې ته نه دی راغلی. دپخواني وزیراعظم عمران خان حکومت روانه میاشت اپوزیشن ګوندونو قامي اسمبلۍ کې دبې باورۍ دتحریک دلارې نسکور کړی اؤ دهغه په ځائ شهباز شریف داتحادیي ګوندونو سره په ګډه حکومت جوړ کړی دی. خو عمران خان تور لګوي چې دهغه دحکومت پرضد دبهر نه سازش جوړ شوی ؤ اؤ دګواښونو یو لیک هم ورته دامریکې نه ترلاسه شوی چې که دعمران خان پرضد دبې باورۍ تحریک کامیاب نه شو نو ددې به خرابې نتیجې رابرڅېره شي. دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت ویاند دعمران خان دا تورونه په سختۍ سره رد کړي اؤ ویلي یې دي چې امریکا پاکستان کې داییني،جمهوري ا‌ؤ قانوني عمل ملاتړ کوي.

24.04.2022 ډیوه

د ګوانتانامو یو پخواني بندي په کاناډا حقوقي دعوا کړې

د ګوانتانامو د زندان یو پخواني بندي چې ۱۴ کاله یې پدې زندان کې پرته لدې چې محکمې ته وړاندې شي تیر کړي، په محکمې کې په کاناډا دعوا کړې او مدعی دی چې د هغه په نیول کیدو یې کاناډا نقش درلود.

24.04.2022 امریکا غږ

د امريکا د بهرنيو چارو او دفاع وزيران نن کييف ته سفر کوي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي پرون شنبه یوه خبري کنفرانس ته وویل، د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او دفاع وزیر لوئد اسټین نن یکشنبه کییف ته سفر کوي. زلینسکي خبریالانو ته وویل، دی به له دواړو امریکايي چارواکو سره پر ځینو مسایلو خبرې وکړي. وروسته له هغې چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، دا د امریکا تر ټولو جګپوړي چارواکي ګڼل کېږي، چې اوکراین ته په سفر ځي. تر دې مخکې ځینو اروپايي مشرانو د اوکراین جګړه ځپلې پلازمېنې ته سفر کړی و. د امریکا د متحدو ایالتونو پر ولسمشر جو بایډن فشارونه وو، چې اوکراین ته خپل یو لوړ رتبه چارواکی ولېږي، څو له اوکراین څخه ملاتړ په ډاګه کړي، هغه هم داسې مهال چې د روسیې له خوا ورباندې یرغل شوی دی. د اوکراین ولسمشر زلینسکي زیاته کړه، دی به له امریکايي چارواکو سره د هغو وسلو او مهماتو پر څرنګوالي خبرې وکړي، چې اوکراین د روسیې د بې دلیله جګړې په وړاندې ورته اړتیا لري. د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، تر اوسه امریکايي لوري د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د سفر په باب تبصره نه ده کړې. واشنګټن ویلي وو، اوکراین ته د چارواکو پر سفر غور کوي، خو ولسمشر بایډن په خپله اوکراین ته سفر ونه کړي. په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي یو وار بیا د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره په اوکراین کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د کتنې غوښتنه وکړه.

24.04.2022 ازادي راډیو

د افغانيو د ارزښت ساتلو په خاطر افغانستان بانک نن ۱۲ ميليونه امريکايي ډالر ليلاموي

د افغانستان بانک وايي نن یکشنبه شا خوا ۱۲ ملیون ډالره په دې خاطر لیلاموي، چې په مرسته یې په بازارونو کې د امریکايي ډالرو په وړاندې د افغانیو بیه ثابته وساتل شي. د دغه بانک ویاند صابر مومند، له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: “د افغانستان بانک غواړي د رمضان میاشتې پر ۲۳مه، نن یکشنبه د داوطلبۍ له لارې د اړتیا په صورت کې ۱۲ ملیونه امریکايي ډالره لیلام کړي.” د افغانستان بانک په هرو څو ورځو کې په دې بڼه امریکايي ډالر بازار ته باسي چې هم د افغانیو ارزښت ثابت وساتي او هم تر یوه حده په بازارونو کې د ضروري موادو بیې ټیټې شي. که څه هم د امریکايي ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت یو څه لوړ شوی او پرون یو امریکايي ډالر په څه باندې اووه اتیا افغانیو تبادله کېده، خو لا هم په بازارونو کې د خوراکي او غیرخوراکي موادو بیې ټیټې شوې نه دي. د ایکو سازمان د سوداګرۍ او صنایعو خونو پخوانی لوی رئیس اذرخش حافظي یوه حل لار دا ګڼي چې صادرات د وارداتو په پرتله ډېر شي. نوموړی وايي: “اصلي لار دا ده چې زموږ صادرات د وارداتو په پرتله زیات شي. له دې سره زموږ ملي کرنسۍ پرته له دې چې پیسې تزريق شي او د ارزښت د پورته ساتلو هڅه یې وشي، خپل ثبات ته رسېږي. قیمتونه هم د اسعارو په نرخ پورې اړه لري، کله چې په نړیوال مارکیټ کې قیمتونه لوړ او د افغانیو په مقابل کې د ډالرو ارزښت زیات شي، دلته هم قیمتونه لوړېږي. ځکه زموږ ملي تولید ډېر کم خو ملي اړتیاوې زیاتې دي.” خلکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې شکایت کړی، چې په وروستیو میاشتو کې او اوس د روژې له راتګ سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې دومره لوړې شوي، چې عادي کسان د ډېرو ساده توکو د رانیولو وس هم نه لري.

24.04.2022 ازادي راډیو

يونيسف: د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو کې طالبانو خپله ژمنه ماته کړې

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ټولګیو پر تړل کېدو اندېښنه وښوده. د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف وايي، د طالبانو له خوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا تړل کېدو پرون یکشنبه میاشت پوره شوه، خو د ښوونځیو د پرانیستلو کېدو لپاره کوم اقدام ونه شو. په افغانستان کې د یونیسف ادارې د ارتباطاتو مشرې سم مورت (Sam Mort) پرون ازادۍ راډیو ته وویل: “یوه میاشت کېږي چې پر افغانستان واکمنو چارواکو خپله هغه ژمنه ماته کړې چې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د پرانیستل کېدو لپاره یې کړې وه. یونیسف سخته اندېښنه لري چې په افغانستان کې یو ملیون نجونې هېرې کړای شوي دي. دا په افغانستان کې ماشومانو ته بل ګوزار ګڼل کېږي.” بلخوا یونیسف پرون په خپل رسمي ټویټر کې یوه ویډیو خپره کړې چې د ۱۶ کلنې ماریا غوښتنه په کې منعکسه شوې ده. ماریا ویلي، چې په لسم ټولګي کې وه او تمه یې درلوده چې خپلې پاتې زده کړې پر وخت بشپړې کړي. نوموړې ويلي: “دا مو مسلم حق دی چې په پوهې پسې لاړې شو. خپل زیات دوستان مې لیدلي چې په ژور خپګان اخته شوي. ورو-ورو موږ هم په دې ستونزه اخته کېږو.” د طالبانو حکومت که څه هم ژمنه کړې چې د تېرې وري/ حمل میاشتې پر درېیمه به د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي، خو په دې ورځ یې خپله پرېکړه بېرته واخیسته او هغه نجونې چې له شپږم ټولګي پورته زده کړې یې کولې، په ژړا او خپګان کورونو ته ستنې شوې. د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان وايي له اووم تر دوولسم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځیو د بیاپرانیستل کېدو په اړه مشورې روانې دي. ښاغلي ريان وويل: “اسلامي امارت له دې موضوع غافل نه دی، بلکې پر دې موضوع په مسلسل ډول کار کوي او سلا مشورې روانې دي. تفاهمات روان دي. داسې نه ده چې دا موضوع دې په شا روانه وي، بلکې ورځ په ورځ پرمخ روانه ده. زیاته هیله شته چې دا موضوع به ژر او په ښه شکل حل شي.” ګڼو سازمانونو او هېوادونو له طالبانو غوښتنه کړې، چې د ټولو نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي.

24.04.2022 ازادي راډیو

ايران سره پر پوله شخړې؛ د طالبانو لخوا ايراني پوځيان نيول شوي

د افغانستان ځینو رسنیو د طالبانو او د ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ د شخړې راپور ورکړی دی. د افغانستان د محلي رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، د طالبانو او د ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ دغه لانجه پرون د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې شوې ده. په اسلام کلا کې د طالبانو د کمیسارۍ مرستیال همایون همت ویلي، لانجه هغه وخت پېښه شوه، چې طالبانو د ایران یو پوځي موټر د افغانستان په خاوره کې دننه ونیوه. دا لا معلومه نه ده، چې لانجې څومره وخت دوام وکړ او وروسته دواړو لوریو څه پرېکړه وکړه. د هرات لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نعیم الحق حقاني ازادۍ راډیو ته په لېږلي لیکلي پیغام کې ویلي: «د هرات-اسلام کلا په صفري سیمه کې وضعیت عادي شوی او پېښ شوی کړکېچ هم له جانبي زیان پرته پای ته رسېدلی دی.» په هغه ویډیو کې چې پرون په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېده ظاهراً د طالبانو ځینې وسلوال کسان ښکاري چې د یوه پوځي موټر په شا و خوا کې راټول دي. هغه کس چې ویډیو یې ثبت کړې هلته د صحنې په اړه وضاحت ورکوي: نوموړی وايي: “دا د ایران موټر دی چې نیول شوی دی. هغه هم د امارت ټانکونه دي. دا پنځه شپږ کسان ایرانیان دي، چې نیول شوي او نه یې پرېږدي چې لاړ شي.” ایرانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې پرون شنبه تر دې لانجې وروسته له افغانستان سره د ایران سرحد وتړل شو. د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي د ایران تسنیم خبري اژانس ته ویلي، چې طالبان د ایران له سرحد څخه دننه ورغلي وو او غوښتل یې هلته یو سړک جوړ کړي، ځکه نو د ده په خبره د ایران سرحدي ساتونکي اقدام ته مجبور شول. د ایران ځانګړي استازي ویلي، چې د طالبانو په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې له چارواکو سره تماسونه نیول شوي، چې د دغسې فعالیتونو مخنیوی دې وشي.

24.04.2022 ازادي راډیو

پاکستان کې تر ۱۵ میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره د پولیو پیښه ثبت شوه

په پاکستان کې روغتیايي چارواکو شنبه اپریل ۲۳ (غوایي۳) د شاوخوا ۱۵ میاشتو وروسته چې پدې هیواد کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو هیڅ پیښه نه وه شوې، د لومړي ځل لپاره مثبته پیښه ثبت کړله.

24.04.2022 امریکا غږ

د اوکراین جمهور رئیس: د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیران کیف ته راځي

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینکسي ویلي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وزیر انټوني بلنکین او د دفاع وزیر لویډ آسټن به یکشنبه اپریل ۲۴ ( غوایي۴) کیف ته ورشي.

24.04.2022 امریکا غږ

د واکمنو ګوندونو اتحاد: د تېر حکومت هدف د اتلسم ترميم ختمول و خو مونږ يې دفاع کړې ده

واشنګټن- د شهباز شريف د نوي حکومت ملاتړې ګوندونه وايي، د پاکستان د وفاق ساتلو د پاره لازمه ده چې په ايين کې د شوي اتلسم ترميم احترام وشي او صوبو ته ورکړل شوي حقونه او وسايل ومنل شي ګني دا به د ملک سلامتيا ته يو بل خطر جوړ شي. اتلسم ترميم، نوي حکومت ته چيلنجونه، د تېر حکومت لاس ته راوړنې او په خصوصي توګه د افغانستان په اړه د پاکستان خارجه پاليسي به څه وي؟ دې پوښتنو ته په ځواب کې پخواني سينېټر او د نيشنل ډيموکريټېک موومنټ مخکښ افراسياب خټک وي او ای ډيوه ته وويل “اتلسم ترميم ځکه مهم دی چې دا د مرکز او صوبو تر منځ د وسايلو او اختياراتو ويش کوي. په پاکستان کې صوبايي خودمختاري او جمهوريت زړه مسله ده او ځکه خو بنګال لاړو بنګله ديش شو”. ښاغلی خټک وايي “د ياد ترميم سره مو د ايين په ارټيکل 6 کې د مارشل لا لار ونيوه. اوس پوځيان د اېسټيبلېشمنټ په نوم په نورو طريقو په حکومت کې واک لري خو د جنرل ضياء او جنرل مشرف غوندې پوځي کودتا نه شي کولی. جنرل مشرف ځکه خو عدالت سزا کړو چې ايين ورته لاره سمه کړه. دا يو خاموش انقلاب و”. افراسياب د اتلسم ترميم د جوړولو په وخت کې د پاکستان په سېنټ کې د عوامي نيشنل ګوند غړی و او د ترميم د کميټۍ غړی هم و. د ګوند نور غړي ورسره ارواښاد محمد عديل، سنېټر ذاهد خان او د قامي اسمبلۍ غړې بشرا ګوهر وه. هغه وايي “د اتلسم ترميم نه وروسته د تېلو او ګيس نيم په نيمه اختيار هغه صوبو ته لاړو چرته چې پيدا کيږي. دا به د دې نه وړاندې يواځې د مرکز اختيار و”. د ای اين پي مرکزي سيکرټري اطلاعات او پخوانی سينېټر ذاهد خان ډيوه ته وويل “د پيپلز ګوند سره چې مو کله د کال 2008 د انتخابونو وروسته اتحاد جوړولو نو په درې نقطو مو زور راوړلو. يوه دا چې کالاباغ ډيم نه منو، د صوبو وسايل او پرې اختيار صوبو ته سپارل او سرحد ته د پښتونخوا نوم ورکول غواړو”. هغه وايي تر ډېره حده وسايل تر لاسه شو خو عمل پرې هغه ډول ونشو چې پکار و ځکه چې مرکز اوس بيا د تعليم، صحت او د زراعت شعبې د بيرته اخستلو هڅې وکړې چې د ايين خلاف ده. ذاهد خان وايي “د صوبې نوم او اختيارات اخېستل د باچا خان او ولي خان نه راروان دي. انګرېز رانه د صوبې نوم پټ کړی و او بيرته مو واخېست”. د ايين د اتلسم ترميم شمله د پيپلز ګوند او په خاصه توګه د هغه وخت د صدر اصف علي زرداري په سر تړلی شي او څېړونکي وايي، دا عمل د پاکستان د پوځي قيادت او اېسټيبلېشمنټ خوښ نه و چې عوامي اختيار پارلمان ته لاړ شي. اصف زرداري د صدر په حيث د خپلې عهدې هغه اختيار پارلمان ته وسپاره چې د ارټيکل 58-2B لاندې صدر قامي او صوبايي اسمبليانې ماتولی شوې او پوځي جنرالانو خپل واک ته دوام ورکولی شو. د هغه وخت د پيپلز ګوند د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړي اخوند ذاده چټان ډيوه ته وويل “اېسټيبلېشمنټ او تېر حکومت په دې بنياد اتلسم ترميم ختمولو چې ټولې پيسې صوبو ته ځي د مرکز سره هيڅ نه پاتې کيږي او بله دا چې د دفاع اخراجات نه پوره کيږي. پاکستان يواځې د اسلام اباد او د دې د واکمنو نه دی بلکې د ټولو وفاقي اکايانو نوم دی”. د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه په يو بيان کې ويلي وو اتلسم ترميم د شيخ مجيب الرحمان د شپږو غوښتنو نه هم ډېر خطرناک دی چې په ترڅ کې يې پاکستان مات شوی و او په کال 1971 کې بنګله ديش يو ازاد ملک ګرځېدلی و. څېړونکو او يو شمېر تاريخ پوهانو د بنګله ديش د جوړېدو په وخت د پاکستان د پوځ لخوا په بنګاليانو د ظلم داستانونه ليکلي خو ولې په اخر کې د پاکستان نزدې 93,000 په 16 ډيسمبر هندي پوځ ته وسله په ځمکه کېښوده او سلامي شول. د عمران خان د کوز کړل شوي حکومت د کارکردګۍ په اړه د مسلم ليګ ن صوبايي وياند او د پښتونخوا د اسمبلۍ غړي اختيار ولي ايم پي ای ډيوه ته وويل “حالات ډېر خراب دي قرضې په څو چنده زیاتې شوي يواځې خو په دې نزدې څلور کاله حکومت کې عمران خان 20,000 بيلين ډالر قرضه اخېستې ده او شهباز شريف ته يې ډېر چيلنجونه مخ ته ايښي دي. د آي ايم ايف نه يې په لوړ سود قرضې اخېستي او پوښتنه دا ده چې دا پيسې چېرته لاړې؟ که د عمران خان ګوند دعوه کوي چې بهرنۍ قرضې يې ورکړي نو څه قسمه ثبوت يې شته؟ هغه وايي د پاکستان موټر وی چې د نواز شريف د لومړنۍ دورې کارنامه او د ترقۍ غټه منصوبه ده او دغسې هر شی د عمران خان حکومت د آي ايم ايف سره ګاڼه کړي دي. د عمران خان ګوند دعوه کوي، د تېرو حکومتونو په وخت کې اخېستل شوې قرضې يې تر ډېره پرې کړي خو سياسي او اقتصادي کارپوهان دا دعوه نه مني. د عمران خان د ګوند د ذمه وارو سره مو د رابطه کولو هڅې کاميابې نه شوې چې په دې اړه خپل سپيناوی وکړي.

23.04.2022 ډیوه

پاکستان کې د3000 تنانو نومونه دسفري بندیزونو نوملړ نه ویستل شوي

دپاکستان دحکومت مرکزي کابينې د سفري بنديزونو سره تړلو ضابطو کې د بدلون منظوري ورکړې ده چې ترمخه یې د ٣٠٠٠ تنانو نومونه دغه نوملړ نه ویستل شوي دي. د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثناء الله وايي د نوؤ ضابطو مقصد د سفري بنديزونو قانون نه دناوړه  استفادې مخنيوی کول دي او د نوؤ ضابطو  لاندې راتلونکي کې به حکومت ته د يو وګړى نوم دسفري بندیزونو نوملړ ک ساتلو لپاره د هغه دجرم ثبوت وړاندې کول وي. تيره ورځ اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت د کورنيو چارو مرکزې وزير رانا ثناء الله ویلي وؤ له بده مرغه  پاکستان کي د ډير وخت راهسې د سفري بنديزونو قانون د سياسي مخالفينو په ضد کارول کيږي او  هغه تور لګولى چې د تحريک انصاف ګوند د واکمنۍ په مهال دې کې شدت راغلى ؤ. نوموړي ويلي ددې مخنيوي لپاره مرکزي وزيرانو باندې دګډې کميټۍ دسپارښتنو په اساس کابينې د نوؤ ضابطو منظوري ورکړې ده چې ترمخه به یې که حکومت د يو تن نوم د١٢٠ ورځو تيريدلو باجود دسفري بنديزونو نوملړ کې ساتل غواړي نو ورته به ددغه تن د جرم په هکله کوټلي ثبوتونه وړاندې کول وي.  نوموړي زياته کړه ترهګرۍ يا دملکي سلامتيا په ضد فعالیتونو کې په ککړتیا تورن کسان به ددې نوې ضابطې نه استفاده نه شي کولی. دعمران خان په تیر حکومت کې دموجوده وزير اعظم شهباز شريف اؤ د هغه دمسلم لېګ نواز ګونددمرستيالې مشرې مريم نواز په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ دمشر منظور پشتين او محسن داوړ په ګډون د دوي دملاتړو ګلالى اسماعیل په څېر د بشري حقونو دفعالينو  نومونه دغه نوملړ کى اچول شوي وؤ. قانون پوهه شاه خاور ايډوکيټ داي سي ايل قانون سره دتړلو نوؤ ضابطو ستاينه کوي او دا په ولسي ګټه بولي. وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل وړاندې به يو تن د سفري بنديزونو نوملړ نه خپل نوم لرې کولو لپاره د اوږد قانوني عمل نه تيريدو خو اوس حکومت پابند کړى شوى که  دیو تن نوم دسفري بندیز په نوملړ کې ساتل غواړي نو دهغه پرضد به ثبوتونه وړاندې کوي. شاه خاور زياته کړه ددغه قانون  نه د ناوړه استفادې يو لویې مثال  هغه پاکستاني وګړي دي چې  بهرنيو هيوادونو کې ميشت دي خو نومونه یې اي سي ايل کې شامل وؤ او هغوئ پاکستان کې دخپلې قانوني دفاع د حق نه محرومه ؤ ځکه بيرته نه راتلل چې دلته په رارسيدو ېې ګرفتاري باوري وه. د اي سي ايل قانون سره تړلو د کال ٢٠١٠م دضابطو لاندې حکومت لپاره لازمه نه ده چې د يو تن نوم دسفري بنديزونو نوملړ کې اچولو نه وړاندى هغه ته د سپيناوي موقعه ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې اسلام اباد هايکوټ د پلټنو دمرکزي ادارې ايف ایي ای لخوا دپخواني وزير اعظم عمران خان په دوؤ سلاکارانو شهباز ګل او شهزاد اکبر دسفري بنديز پريکړه رد کړې ده او له هغې وروسته شهزاد اکبر د پاکستان نه بهر تلى دى. اسلام اباد هايکورټ د دسفري بندیزونو نوملړ ته دپخواني وزیراعظم عمران خان دنوم اچولو خواست نه یوازې رد کړی بلکې په خواست کوونکي مولوي اقبال حيدر نومي وکيل باندې یې يو لک روپۍ جرمانه هم لګولې ده

23.04.2022 ډیوه

پر اوکراین د روسیې د پوځي برید وروستی حال

پداسې حال کې چې سبا د یکشنبې په ورځ اپریل ۲۴ پر اوکراین د روسیې د برید درې میاشتې پوره کیږي، ددې خونړۍ جګړې پای لا هم ناڅرګنده ده. 

23.04.2022 امریکا غږ

یو کس د امریکا سترې محکمې بهر ځانته اور ورته کړ

یو کس د جمعې په ورځ ناوخته اپریل ۲۲ (غوایي دریمه) په واشنګټن ډي سي ښار کې ددغه هیواد د سترې محکمې مخ ته ځانته اور ورته کړ. د امریکا د سترې محکمې ویاندې پتریشیا مک کیب د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه کس په سمیه ایز وخت ۰۶:۳۰ دقیقې ددغه هیواد د سترې محکمې له محوطې بیرون ځانته اور ورته کړ. د فرانسې خبري آژانس د میرمن مک کیب په حواله راپور ورکړی چې دې پيښې عامه خوندیتوب له خطر سره ندی مخ کړی او "هیڅوک نور ټپي شوي ندي." تر اوسه ددغه کس د هویت، روغتیا او د ځان سوځونې د علت په اړه جزیات ندي خپاره شوي. د امریکا د کانګرس پولیسو پر یوه ټویټ لیکلي چې له دې پيښې لږ وروسته، طبي چورلکه د عاجلو صحي خدماتو د وړاندې کیدو په هدف سیمه کې کیناسته.   میرمن مک کیب وویل چورلکې دغه کس چې ځانته یې اور ورته کړی و، یو سیمه ایز روغتون ته انتقال کړی دی خو د هغه د روغتیایي وضعیت په اړه یې ډیرجزیات خپاره کړي ندي.

23.04.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more