ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بلوچستان:ښځه اؤ خاوند دغیرت په نوم وژل شوي دي

ځایي چارواکي وایي دغه پېښه د ایران  سرحدي پولې سره نزدې په پنجګور کې  رامنځ ته شوې ده. وژل شوي کسان دبلوچستان دډيره مراد جمالي د سيمې اوسيدونکي دي او ویل کیږي دوئ پخپله خوښه واده کړی ؤ اؤ تر هغې وروسته یې په پنجګور سیمه د کر کروندې دلارې خپل ژوند کولو. دسیمې مرستیال کمشنر عبدالرزاق ساسولي وي او ای ډيوه ته  وویل چې د پنجګور د دشت شهباز تحصيل ګورګوري سيمه کې دغیرت په نوم دغه وژنې شوې دي۔ مرستیال کمشنر وویل چې غلام رسول نومې تن خپله خور او  ځوان اوښی یاسین د غیرت په نوم وژلي دي چې ليويزو د دوئ مړي د پنجګور ډي ايچ کيو هسپتال ته یوړل او دپېښې پلټني روانې دي۔  مرستیال کمشنر زیاته کړه چې وژل شوي ځوان ياسين او دهغه ښځه  په تبر او په خنجر  وژل شوى، هغه وایي ليويز ځواک پېښه کې دککړ تن لټون پیل کړی دی اؤ ډير زر به دقانون منګولو ته راوستل شي. په دې وروستیو کې بلوچستان کې د نګ او ناموس په تور وژنې زیاتې شوي اؤ دروانې میاشتې په اوومه نیټه 7 هم دکلات دغوث اباد په سیمه کې یو تن علی ګل خپله ښځه د غیرت په نوم وژلې وه چې دهغې  مړی یې د قامي لوېې لارې د پله لاندي غورځولی ؤ. بلوچستان کې دښځو د حقو له پاره دمبارزه کوونکي غیر دولتي سازمان عورت فاونډیشن د ۲۰۲۱ کال د راپور له مخې په ټول بلوچستان کې هره ورځ یوه ښځه وژل کېږي یا تشدد ورباندې کېږي.  تېر کال بلوچستان ایالت کې په ښځو  د تشدد ۱۲۹ پېښې ثبت شوې وې.  په دغو پېښو کې ۵۷ ښځې او ۲۱ نارینه وژل شوي چې له دې څخه  یې ۲۸ ښځې او ۲۱ نارینه د ناموس په نوم وژل شوي دي. د راپور له مخې دښځو پرضد د تاؤ تریخوالي زیات شمېر پېښې  ۳۳ په کوټه کې او ۳۰  په نصیراباد کې رامنځته شوې وي. دپاکستان د بشری حقونو کمیشن د کال 2020 په رپوړټ کې وایي په یو کال کې 430کسان د عزت او غیرت په نوم وژل شوي چې پکښی 148سړی او 363 ښځې شامل دي. دمدنی ټولنی فعالین بیا وايي چې دا یوازې هغه پېښې دي چې دخبري رسنیو دلارې مخې ته راځي اؤ د دوئ په خبره ددغه ډول پېښو اصل شمېره تر دې ډیره ډیره لوړه ده صوبایي حکومت وايي صوبه کې دغیرت په نامه  دوژنو مخنیوي له پاره قانون شته او  دښځو د وژنو پېښې ثبت کېږي او په عدالت کې قضیې ورباندې چلېږي. 

21.04.2022 ډیوه

بلخ کې د شعیه ګانو په جومات کې چاودنه شوې

د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د افغان اهل تشیع جومات کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

21.04.2022 امریکا غږ

نړیوال بینک وایي د زیاتې ګرانۍ اؤ کم امدن له امله پاکستان کې دخلکو دخریدارۍ توان کم شوی

نړيوال بېنک  خپل يو تازه رپورټ کې ويلي په پاکستان کې د34 فيصدي خلکو روزانه امدن 3.2 ډالر يا نزدې 600 پاکستاني روپۍ دی۔ داقتصادي چارو کار پوهان وايي د زياتې ابادۍ  اؤ کم امدن له امله د ملک د پرمختيا عمل ودريږي اود نورې نړۍ سره تجارتي اړيکي هم په کمېدو شي۔  ورلډ بېنک خپل رپورټ کې زياته کړې د خوراکي توکو او توانایۍ دنرخونو زياتيدو له امله د خلکو د څيزونو د اخستو توان کم شوی  اؤ دې دهغو غريبو خلکو په ژوند اثر پریباسلې چې د خپل امدن ډيره برخه ددغو شیانو په اخستو مصرفوي۔ يو دوکاندار محمد عمران وايي دوئ په شريکه کورنۍ کې اوسيږي، خپله دوکانداري کوي خو نور درې تعليم يافته ورونه يې بې روزګاره دي، او د دوکان د اتو سوو نه تر زرو روپو د ورځې په امدن کې د دولسو تنانو د کورنۍ پالنه کوي. "دوکان کې چې کومې پېسې وګټو په هغې د کور د خوراک خرچ په ګرانه پوره شي، بيا د صحت، تعليم، او د ژوند نورو اسانتياو د پاره پېسې نه لرو" د پاکستان دسرکاري شميرو ترمخه په ملک کې يواځې تېره هفته د يو پنځوس څيزونو په نرخونو کې د اوولسو په بيعه کې  اضافه شوې،د لسو شیانو بيعي  راکمې شوې دي او د څلیريشتو بيعې په خپل ځائ پاتې شوي دي۔  د شمېرو ترمخه د تېر کال په پرتله د ګرانۍ کچه شپاړس فيصده زياته شوې ده، ټماټر پينځه اتيا فيصده ګران شوي، اېل پي جي، يا مائعه ګېس يو کم اتيا فيصده ګران شوی، دغسې اوګه، پياز،غوړي،پيټرول هم څو چنده ګران شوي دي،  د اقتصادي چارو ماهر پروفيسر منظور خان وايي په پاکستان کې د کم امدن لوي علتونه بې روزګاري او د پېدوار د موقعو نشتوالث دی. "په يو کور کې لس تنان وي په هغې کې اکثر له يو تن په روزګار وي نو د يو تن په امدن د ټولو خرچ پوره کول ګران شي" د اقتصادي چارو يو بل ماهر ډاکټر معراج علي ويل چې کله په يو هېواد کې د امدن کچه کمه وي نو د نورو ملکونو سره يي په تجارت هم بد اثرات پريوځي او چي د امدن کچه زيات شي بيا ورسره د ملک دننه هم اقتصاد ښه شي او نور هېوادونه هم ورسره تجارت زيات کړي۔ د ورلډ بېنک په رپورټ کې ويل شوي تير کال د 37 فيصدي خلکو امدن 3.2ډالره ؤ او سږکال دا درې فيصده راکم شوی دی خو اقتصاد پوهان وايي چي دا کمی د نشت برابر دی او د ملک اقتصاد ښه کولو کي کوم لويې رول نه شي لوبولی۔ پاکستان کي په حکومتي کچه  احساس راشن، احساس کفالت پروګرام، وړو روزګاريانو ته په بغېر د سوده دقرضو ورکولو پروګرامونه دوامداره دي اؤ او موجوده وخت کې يوټيليټي سټورونو کې په رعايتي نرخونو دخوراکي توکو خرڅ او د روژو د پاره په  ارزانو نرخونو دشیانو پلورلو بازارونه پرانستل شوي دي۔

21.04.2022 ډیوه

د نجونو پر زده کړه د بنديز دوام؛ توماس ويسټ او کرزي يې پر اندېښنو خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلي طالبانو له لوري د افغان نجونو د زده کړو د بندیز دوام ته اندېښمن دی. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ ویلي د نجونو د زده کړو د مخنیوي دوام د طالبانو د بار بار ژمنو خلاف عمل دی او د ښځو او نجونو د حقونو نقض د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخامخوي. ښاغلي ویسټ تېره شپه پر خپل ټویټر لیکلي دي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې خبرې کړي او د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز پر دوام يې د اندېښنې د څرګندولو تر څنګ په کابل کې د ښوونځي پر زده کوونکو د وروستۍ خونړۍ حملې په اړه خواخوږي ورسره شریکه کړې ده. نوموړي یو وار بیا له طالبانو غوښتي چې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې پرانیزي او په دې برخه کې د دیني عالمانو او افغان مشرانو غوښتنو ته پام وکړي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په کابل کې یو شمېر دیني عالمانو په یوه ناسته کې او د طالبانو مشرتابه ته په یو لیک کې له دوی غوښتي و، چې له زده کړو د نجونو محرومول شرعي او ديني اړخ نه لري او نجونې کولی شي د اسلامي حجاب په مراعتولو سره زدکړې وکړي. په ځینو ولایتونو او پاکستان کې هم یو شمېر مېشتو افغان دیني عالمانو د طالبانو له مشرانو په یو لیک کې دا غوښتنه کړې وه. په همدې حال کې د پاکستان لپاره د پخواني جمهوری نظام ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي پر خپل فیسبوک، د پاکستان یو عالم مولوي تقي عثماني ته منسوب یو لیک خپور کړی چې په کې د طالبانو له مشرتابه د افغان نجونو په وړاندې د ښوونځیو د خلاصېدو غوښتنه شوې ده. په دې لیک چې د روژې په اتلسم د طالبانو مشر هبت الله اخوند زاده ته لیکل شوی راغلي: “ د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو زده کړه ډېره مهمه ده، ځکه د ښځو اړوند مسایلو د حل لپاره اړتیا ده چې د هېواد نجونې تعلیم یافته شي.” تقي عثماني ته منسوب دا لیک په رسمي ډول نه دی تاييد شوي او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تر اوسه په دې اړه زموږ پوښتنه نه ده ځواب کړې. په ورته وخت کې نن په کابل کې د مدني ټولنو سیاسي ګوندوو او قومي شوراګانو یو شمېر استازو په همدې اړه په یوه غونډه کې د طالبانو له حکومت غوښتنه وکړه چې د نجونو ښوونځي پرانیزي. د دې غونډې یوه جوړونکي ابراهیم ایمان ازادي راډيو ته وویل: “موږ او ټول افغان ولس دې ته حیران یو چې طالبانو په کوم بنسټ، د کومې فتوې له مخې د نجونو ښوونځي تړلي دي، د کوم ولس چې ښځې بې سواده وي نارینه يې هیڅکله پرمختګ نه شي کولای، موږ په اسلامي امارت غږ کوو چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.” د طالبانو د پوهنې وزارت تازه په دې اړه څه نه وايي خو له دې وړاندې يې ویلي چې د ښوونځيو د خلاصېدو په برخه کې د خپل مشرتابه د حکم انتظار باسي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو اته میاشتې کېږي او له همغه مودې راهیسې د دوی له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي.

21.04.2022 ازادي راډیو

د پوهنتونونو فارغان: خپل راتلونکي ته اندېښمن یوو

تازه ګڼ افغان محصلان له پوهنتونونو فارغ شول، دا که له یوې خوا دوی ته ښه خبر دی چې د لوړو زده کړو یوه دوره یې پای ته ورسوله خو بل پلو په اوسنیو شرایطو کې د دندې موندل او د کاروبار پیلول هغه څه دي چې دوی یې باید په اړه فکر وکړي. د پوهنتونونو تازه فارغان وايي، خپل راتلونکي ته اندېښمن دي، ځکه په افغانستان کې د خصوصي سکتور په برخه کې کارونه بیخي کم شوي او په دولتي ادارو کې هم د مقررۍ معیار دا دی چې باید د طالبانو په لیکو کې جنګېدلي وي. دا فارغان د طالبانو له حکومته غواړي چې په دولتي ادارو کې د مقرریو معیار باید زده کړې او کاري تجربه وي، نه جنګي شالید. د ځوان فکر په دې خپرونه کې د تازه فارغانو پر اندېښنو، ستونزو او حل لارو د پوهنتون له استاد نجیب الله بهادر، د یوې خصوصي ادارې له مشر اغا ملوک سهار او د پوهنتونونو له څو فارغانو همت زیار، ګل رحمان رحماني، ایمل اوریاخېل، انعام الله شپون او ضیاالحق روان مومند سره غږېدلي یوو. دا خپرونه د لاندې غږیز فایل په کلېک کولو سره اورېدلای شئ.  

21.04.2022 ازادي راډیو

مفتي تقي عثماني طالبانو ته خط: جينکو ته د تعليم مناسب انتظام ضروري دی

په پاکستان کې د دیوبند مکتبه فکر سره تعلق لرونکي ديني عالم مفتي تقي عثماني په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د مشر ملاهبت الله په نوم خط ليکلی او ورته يې ويلي چې، "زمونږ راې دا ده چې په شرعي حدودو کې د جينکو د تعليم مناسب انتظام ډېر ضروري دی". ياد خط چې په ټولنيزو رسنيو خپور شوی، پکې ويل شوي "د ښځو د مسلو لکه علاج، تعليم او خېرښېګړې د کارونو دپاره تعليم يافته/ ليکلې لوستلې ښځې د ملک مهم ضرورت دی، د دې دپاره چې په ټولنه کې د ښځو او سړي د اختلاط دا فتنه ختمه شي، او دوېم د دې تاثر ختمېدو ضرورت دی چې اسلام يا امارت د ښځو خلاف دی، ځکه د دوی د تعليم داسې انتظام ضروري دی چې د هلکانو نه جدا وي". د ياد خط په اړه وي او اې ډيوه د مفتي تقي عثماني د سيکرټري رفعت سعيد سره خبرې کړي او نوموړي ويلي نه د دې خط تصدیق او نه ترديد کولی شي، او نه دا ويلی شي چې د دې تصديق او ترديد به څوک کوي، خو د وفاق المدارس وياند طلحه رحماني دغه خط تاييدوي. ياد ديني عالم مفتي تقي عثماني په پاکستان کې د غټ مذهبي بورډ وفاق المدارس العربيه پاکستان مشر او دارالعلوم کراچۍ مرستيال مشر دی. خو دا خط په داسې حال کې ليکل شوي چې په افغانستان کې د تېر کال اګست په میاشت کې طالبان په واک کې راغلي، سکولونه يې بند کړي او بيا يې د پينځم ټولګي پورې هلکانو او جينکو دپاره سکولونه پرانستي خو د مارچ په میاشت کې يې د شپږم ټولګي نه بره جينکو دپاره سکولونه پرانسته او بيا يې هم په هغه ورځ وتړلې. څيړونکی او د واشنګټن پوسټ خبريال حقنواز خان وایي، د ديوبند مکتبه فکر علما په افغانستان کې د طالبانو سره اړيکې لري او د يو څه حده پورې په دوی اثر هم لري. خو وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، هغه ګڼي چې د ديوبند مکتبه فکر عالمانو د افغانستان او پاکستان په اړه نظرونه بدل دي، لکه د ديوبند مکتبه فکر علما د پولې نه پورې غاړې ته په افغانستان کې د خپل طرز حکومت خبره کوي او په پاکستان کې د بل نظام خبره کوي. نوموړي زیاته کړه د ديوبند مکتبه فکر عالمانو بچي او د افغان طالبانو خپل بچي هم په ښه ځايونو کې تعليمونه ترلاسه کوي، نو پکار ده چې افغانانو جينکو ته د تعليم حق ورکړي، او په دغه لړ کې د علماو کردار مهم دی، او د افغان ټولنې دپاره د جينکو تعليم په خپله اړين دی. طالبانو چې په 23 مارچ د جينکو دپاره تعليمي ادارې پرانستې خو بيا يې تړلې او ويلي يې وو، د جينکو دپاره به تعليمي ادارې تر هغې تړلې وي څو پورې چې د تعليمي ادارو د بيا پرانستو دپاره د اسلامي شرعي قانون لاندې پلان نه وي جوړ شوی. امریکې د طالبانو په دغه پرېکړه په دوحه کې د طالبانو سره ټاکل شوې خبرې ختمې کړې وې. امریکا، برتانیې او يورپي هيوادونو هم د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او په طالبانو یې غږ کړی چې په سمدستي ډول د جينکو دپاره د سکولونو تړلو پرېکړه بیرته واخلي او سکولونه پرانيزي. خبریال او څيړونکی طاهر خان وايي، په پاکستان کې د دیني عالمانو د طالبانو سره اړیکې دي او د دې خلکو نه تمه هم لرلی شي چې په دغه لړ کې خپل کردار ادا کړي، او د مفتي تقي عثماني په شان خلکو په خبره که طالبان عمل نه کوي هم، خو يو څه اثر ضرور لري. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، تقي عثماني کوشش کړی او د هغې په شا نور هم ځينې علتونه کېدی شي، لکه دا خلک په نظر دي يو مکتبه فکر لري، او بيا په پاکستان کې جينکۍ تعليم کوي، ښځې روزګارونه کوي او په افغانستان کې حالات بدل وي، نو د دې خلکو ته تمه هم لرل کيږي او په افغانستان کې بيا په طالبانو په دغه لړ کې نيوې هم کيږي. په افغانستان کې د ښځو د حقونو يوې فعالې چې خپل نوم يې نه څرګندول غوښته، وي او اې ډيوه ته ويلي چې د افغانستان په تعليمي نظام کې غېر شرعي هيڅ نشته. هغې وويل طالبان د جينکو په تعليم بندېز د دې دپاره لګوي چې د دغه لارې په نړۍ فشار واچوي چې حکومت يې په رسميت ومني. د سياسي چارو کار پوهه صديق منصور وايي، په قران او حديث کې دي چې په ښځو او سړو تعليم فرض دی، پکار ده چې جينکۍ تعليم ترلاسه کړي، د ټولنې روزنه ښځې کوي، د ماشومانو تربيت کوي نو پکار ده چې د ټولنې دپاره جينکو ته د تعليم اجازه ورکړی شي. د طالبانو حکومت تراوسه پورې په نړۍ کې يو حکومت هم په رسمیت نه دی منلی. (په دې خبر کې ځينې مالومات د ډيوه خبريال عبدالرزاق شريک کړي دي).

21.04.2022 ډیوه

د مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو استازي: له زده کړو د یو نسل محرومول فاجعه ده

په افغانستان کې د مدني ټولنو، سیاسي ګوندنو او قومي شوراګانو استازو د یوې غونډې په ترڅ کې د طالبانو له حکومت څخه د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو پرانیستلو غوښتنه وکړه.

21.04.2022 امریکا غږ

ارزګان کې سلګونه مېرمنې د ورځې له ‍۱۴ افغانیو په ټيټه بیه کار کوي

ارزګان کې تر ۶۵۰ زیاتې مېرمنې د ورځې په ‍۱۴ افغانۍ او یاهم له دې په ټيټ بیه کار کوي. په دغه ولایت کې سلګونه ښځې د سهار تر ماښام پورې د ۱۴ افغانیو په بدل کې کار کوي؛ کوم چې د فقر او ولږې ښکاره بېلګه ګڼل کېداى شي. نور بي بي او د کلي نورې ښځې په ترینکوټ ښار کې د اغاشېرین دوکان ته راغلي. دوى د اغاشېرین سره د لاسي غاړو د جوړولو په برخه کې کار کوي. یادې ارزګانۍ مېرمنې چې د ورځې په۱۴ افغانۍ او یاهم له دې په ټيټه بیه کار کوي، د خپلو ګټلو پیسو د ترلاسه کولو لپاره راغلي څو د اختر لپاره د کور توکې پرې واخلي خو د دوى په لاس جوړې شوې غاړې لاهم د اغاشېرین په دوکان پرتې دي او نه دي پلورل شوي او یو شمېر بېرته ناهیلي د کور پر لور ځي. ۲۷ کلنه نور بي بي ازادي راډيو ته وویل چې له کلنو راهیسي د لاس غاړو د جوړلو په برخه کې د اغا شېرين سره کار کوي. دا وايي، اغاشېرین ورته ټوکر ورکوي او دا پرې لاسي غاړه د څلور زره او یاهم د درنیم ززه افغانیو په بدل کې جوړوي، چې دا غاړه د یوه کال او یاهم یولسو میاشتو په موده جوړېږي.  دا وايي: "دا لاسي غاړه زه په یوه کال کې جوړم، څلور پنځه ډول کار په کې کوم، وروسته يې ماته په بدل کې اته زره او یاهم ووه زره پاکستانۍ کلدارې راکول کېږي، له کوچنیوالي دا کار کوم او دا کار له مجبورۍ څخه کوم ځکه بل کار نه شته."  نوربي بي وايي، د لاسي غاړو دا کار سخت دي او په ځوانه ځوانۍ ورڅخه د ژوند مزه اخیستې ده.  دا وايي:" د لاسي غاړو دا کار ډېر سخت دي، زه اوسمهال پر پښو سمه نشم تللى ځکه ټول ورځ ورته ناست یم، پښې او ملا مې درد کوي او د سترکو دید مې ضعیف شوى دى او تر څنګ د سر درد لرم څه چې ګټم اوس هغه نمايي بېرته پر درملو پېرولو راڅخه مصرف شي."  خو ارزګانۍ مېرمنې په ورځني ډول دغه ۱۴ افغانۍ هم غنیمت ګڼي ځکه په دغه ولایت زرګونه نور داسې مېرمنې شته چې دغه ۱۴ افغانۍ عاید هم نه لري. ساميه، چې د اغا‌شېرین هټۍ‌ ته راغلې او غواړي دا کار پیل کړي، خو د هغه په وینا چې لومړی یې کار باید د دوکاندار له‌خوا ومنل شي او بیا کولای شي چې دا کار پیل کړي.  هغې وویل: "زموږ د کلي نورو ښځو هم د دغه هټۍ څخه مزدوري اخیستې وه، زه هم راغلمه چې وګورمه، څومره پيسې ما ته پر مزدوري راکوي، هغه مرستې چې دلته د خلکو سره کېږي، موږ ته نه رسېږي. اولادونه مو وږي دي، ځکه موږ اوس دلته په مزدورۍ پسې راغلي يو."  د طالبانو په راتګ سره که هم په ظاهره په افغانستان کې جګړه درېدلې خو د افغانانو کړاونه په تېره بیا د ټولنې د نيمايي برخې چې ښځې دي، د دوى ژوند له کلي او تر بانډو نیولې بیا تر ښارونو اغېزمن شوي دي. د افغانستان په جنوب کې مشهوره لاسي صنایع خامکي غاړې دي چي په نړیواله کچه خورا زیات مينه وال لري.  اغا‌شېرين چې د ترينکوټ ښار په يوه مارکېټ کې په لاس د جوړو شویو غاړو او نورو بېلا‌بېلو توکو کاروبار کوي، وايي چې اوس ورسره په دې کار کې شاوخوا ۶۵۰ مېرمنې پر کار بوختې دي، چې زیات برخه يي کلیوالي مېرمنې دي. دى وايي، هرې مېرمنې ته د غاړې په کتو له څلور زره پاکستانۍ کالداري نیولې بیا تر لس زره پاکستانۍ کالداري ورکوي، هغه غاړې چې یوه مېرمنه يې تر یوه کال کارکولو وروسته جوړوي.  هغه زیاتوي: "دغه کار چې ما پیل کړی، شاخوا ۵ کاله کېږي. تراوسه زما سره دلته په دې کار کې شاوخوا۶۵۰ کونډې او ناچاره مېرمنې پر کار بوختې دي. زه او هغوی له همدې لارې کار کوو او د خپل کورنۍ اړتياوې پوره کوو."  اغا‌شېرين زیاتوي، هره مياشت د خپلې کورنۍ لپاره ۲۵ زره افغانۍ ګټي او دغه مېرمنې هم له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي. اغا شېرین او دغه مېرمنې وايي، دغه لاسي غاړې د افغانستان بهر ښه مينه وال او بازار لري خو وايي، لاره نه لري چې څنګه يې تر نړیوالو ورسوي. دوی د ازادي رادیو سره په خبرو کې له دولته وغوښتل چې لاسي صنایعو ته يي نړیوال بازار پیدا کړي. دغه مېرمنې زیاتوي، چې اقتصادي ستونزو اړې کړي د کمو پیسو په بدل کې هم کار وکړي. دا داسې مهال دی، د «ګالوپ» په نامه یوې امریکايي موسسې څه موده وړاندې ویلي وو، افغانستان کې د فقر زیاتوالي له امله د دغه هېواد ۹۴ سلنه خلک د خپل ژوند وضعیت څخه ځورېږي. دغه بنسټ زیاته کړې وه، د افغانستان ۷۵ سلنه وګړي خپلو کورنیو ته د خوراک د برابرولو توان نه‌لري او د نارینه‌وو په پرتله تر ډېره ښځې له خپل ژوند څخه کړېږي.

21.04.2022 ازادي راډیو

نغمه: طالبان دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانېزي

افغان مشهوره سندغاړې ښاپیرۍ نغمه له طالبانو غواړي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي. له بېلابېلو کورنیو او نړیوالو بنسټوتو او مطرحو شخصیتونو د غوښتنو په دوام، افغان مشهوره سندغاړې ښاپیرۍ نغمه هم له طالبانو غواړي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي.  اغلې نغمه اندېښنه څرګندوي وايي، که چېرې د ښوونځیو دروازې دغه شان د نجونو پر مخ تړلې پاتې شي، د دې په خبره، په ژور خپګان به اخته شي.  هغې وویل: "زه د اسلامي امارت له مشرانو هیله کوم، لکه څنګه یې چې د لومړنیو او عالي زد کړو لپاره د نجونو پر مخ دروازې پرانیستي، دغه شان له اووم نه تر دولسمه پورې هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي، که دا نه وي نو دا واضح خبره ده چې زمونږ نوی نسل، زمونږ نجونې او ښځې به د سخت دېپریشن ښکار شي." نغمې ازادي راډیو ته دا هم وویل، چې په اکثرو اسلامي هېوادونو ګرخېدلې، او په دغه هېوادونو کې نجونو او ښځو ته د زده کړو او تعلیم حق ورکړل شوی دی. افغان مشهوره سندرغاړې ښاپېرۍ نغمه دا خبرې ورسته له هغې کوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو د اته میاشتو په تېرېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي. طالبانو د کب په میاشت کې ژمنه کړې وه، چې د ورې په درېیمه به د نجونو او هلکانو ښوونځي پرانېزي، خو په همدې ورځ ‌یې له شپږم ټولګي پورته نجونې پرې نه‌ښودې چې په ټولګیو کې کتابونو ته کېني. د تېرې دوشنبې په ورځ د  طالبانو پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان ازادي راډیو ته ویلي و، چې د منځنیو ښوونځیو او لیسې دورې د نجونو زده کوونکو د زده کړو د پیلېدو په مساله کې هم پرمختګ راغلی خو جزیات یې شریک نه کړل. مخکې تر دې یو بل افغان پېژندل شوي، سندغاړي فرهاد دریا ازادي راډیو سره په خبرو کې په طالبانو تور پورې کړی و، چې د نجونو له باسواده کېدو وېره لري، چې ګوندې بیا به له کوره بهر او په ټولنیزو چارو ښکېل شي، خو د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د نوموړي دا خبره رد کړې وه.

21.04.2022 ازادي راډیو

ویسټ: طالبان دې د نجونو پر زده کړو بندیز لغو کړي

د افغانستان چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی ټامس ویسټ وايي، طالبان دې  د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو زده کړو باندې بندیز لغو کړي.

21.04.2022 امریکا غږ

فاټا قومي جرګه: د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ مذاکرات کول غواړو

د پخوانۍ  قبايلي سيمې سره تعلق لرونکو مشرانو د پاکستان د حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمينځه د مذاکراتو کولو خبره کړې، او ویلي يې دي، د دواړو خواو نه د 40 ورځو پورې د ډز بندۍ غوښتنه کوي. دغه خبره د فاټا امن جرګې مشرانو په پېښور پرېس کلب کې د "فاټا امن غواړي" د سر خط لاندې راجوړه غونډه کې کړې ده. دغو مشرانو ويلي د افغانستان نه د بهر ملکي ځواکونو وتلو او هلته د يو نوي نظام د راتګ وروسته په قبايلي سيمه کې د امن وضعه نوره خرابه شوې او ډېرې پوښتنې او انديښنې يې را ولاړې کړي دي، بايد چې نور دې جنګ ته د پای ټکی کيښودل شي. د "فاټا امن غواړي" سرخط لاندې راجوړه غونډه کې چې د وزیرستان نه تر باجوړ پورې ګڼ مشران موجود وو، دوی وويل په سیمه کې د پوځي عملیاتواو د خلکو د قربانو باوجود هم امن رانغلو. د فاټا قامي جرګې غړي او امنيتي چارو کار پوهه بريګيډير (ر) سيد نذير مومند وويل وړاندې د مسيدو او وزيرو جرګو د تحريک طالبان پاکستان سره مزاکرات شوي دي چې پکې ډز بندي هم شوې وه خو دغه جرګې د ځينې علتونو له کبله ناکامه شوې. وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، مونږ چې اوس کومې خبرې اترې شورو کول غواړو دا به د ټولې فاټا نمايندګي کوي او غواړو چې دواړه خواوې (حکومت او ټي ټي پي) د جرګې ته د کاميابۍ واک ورکړي.  "پخوانۍ جرګي د يو قوم په کچه وې اوس يې مونږ د ټولې فاټا په سطح کوو، ځکه چې په تحريک طالبان کې موجود کسان د قبايلې سيمې سره تعلق لري او بل دې جنګ کې زيات نقصان هم د قبايلي علاقې شوی دی، د هر قسمه عملياتو په ترڅ کې مونږ اوس وايو په افغانستان کې امن راغلی دی اوس هغه جواز نه دی پاتې چې دا جنګ نور اوږد کړی شي". نوموړي زياته کړه چې دخبرو اترو په دي عمل کې مونږ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت، پاکستاني چارواکو، او پاکستاني طالبانو نه د کومک غوښتنه کوو چې زمونږ سره همکاري وکړي او د دې دپاره به په لومړي پړاو کې فريقېنو ته خطونه استول کيږي چې ټول د 40 ورځو په ډز بندۍ اماده شي چې جرګې ته په تګ راتګ کې اساني وي. دا لومړی ځل نه دی که دغه ډول جرګه پېل شي، له دې وړاندې هم د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي د جرګو خبرې شوي خو ناکامه شوي دي. تېر کال د اکتوبر په لومړي نيټه د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې مخکني وزیراعظم عمران خان د تحریکِ طالبان پاکستان د ځينو ډلو سره د خبرو اعتراف کړی وو. او بيا  د نومبر په نهمه نېټه د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو د یوې میاشتې ډزبندي اعلان کړې وه، خو په نهم دسمبر مطبوعاتو سره په شريک کړي بیان کې ټي ټي پي تور لګولی وو چې حکومت ورسره کړې معاهده نه ده پوره کړې. او د يوې مياشتې ډز بندي يې ختمه کړې وه، او بيا حکومت هم ويلي وو د ټي ټي پي پرضد جګړه روانه ده. د باجوړ څخه راغلي ملک محمدي شاه وويل د قبايلې سيمې حالات يو وارې بيا د خرابېدو په لور روان دي او داسې ښکاري چې بل ناورين ته حالات جوړول کيږې، نو ځکه مونږ نور په افغانستان او پخوانۍ فاټا کې وينې توېدو ته اماده نه يو. وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "پردی اشر او غوبل دي دلته پکې هم پښتون مري او افغانستان کې هم، مونږ تنګ شوي يو نور مړي او جنازي نه شو پورته کولی، اوس مونږ بغېر د چا په وينا يا اشاره پاسيدلي مونږ غواړو چي د دې جرګې د لاري د افغانستان او پاکستان د واک دارو ترڅنګ د طالبانو سره کښېنو او دې مسلې حل را وو باسو". مشرانو وويل د افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګولو، افغانستان سره په پاسپورټ تګ راتګ سره امنيت نشي راتلیؤ  د خېبر ضلعې جمرود تحصيل سره تعلق لرونکی ملک بسم الله جان وايي د پاکستان حکومت ته پکار ده چې د افغانستان سره تاريخي تجارتي او رسمي لارې بيرته پرانزي چې په سيمه کې روزګار روان شي او دا به د امن په لور وړومبی ګام وي. "زمونږ نه روزګار واخستل شو خو په بدل کې راته روزګار رانکړی شو مونږ غواړو چې قبايلو ته په شناختي کارډ افغانستان ته په تګ راتګ اجازه ورکړل شي او په تاريخي لارو دې مونږ تجارت ته پرېږدي". څيړونکی وايي په پاکستان کې د حکومت يا پوځ او طالبانو وخت په وخت مزاکرات او معاهدې هم شوي دي، خو دغه معاهدې بيا ماتې شوي دي. د څيړونکو په نظر تيرو معاهدو ته په کتو اوس هم معاهده کول يوې نوې جګړې يا يو نوي اپرېشن ته زمينه برابرول دي دا ويرې او اندېښنې موجودې دي، ځکه چې تير کومې معاهدې شوي هغه بيا ماتې شوي او د معاهدې ماتېدو وروسته بيا اپرېشن ته اسان دليل راشي امنيتي ادارې وايي چې معاهده ناکامه شوه اپرېشن يا عمليات او د طاقت لاره يې يواځينۍ لاره ده. په پېښور پرېس کلب کې د پخوانۍ فاټا قامي جرګې دغه غونډه په داسې حال کې راجوړه کړې چې په قبايلي ضلعو کې په ځانګړي ډول د بدامنۍ په پېښو کې سېوا والی يو ځل بيا ليدل کيږي.

21.04.2022 ډیوه

طالبانو اوه کسان د شرابو د خرڅولو او څښلو له امله په درو ووهل

د طالبانو سترې محکمې د لومړي ځل لپاره واک ته د یادې ډلې تر رسیدو وروسته اوه کسان د موټرونو د غلا او د شرابو د خرڅولو او څښلو په ګډون د مختلفو جرایمو له امله د درو په وهلو محکوم کړل. د طالبانو د سترې محکمې د بیانیې له مخې، دغو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او له دې مخې هر یو په ۳۵ درو وهل محکوم شوی دی. د طالبانو د سترې محکمې یوه چارواکي عبدالبشیر مشعل ویلي دي چې دا کسان د چهار شنبې په ورځ اپریل ۲۰ (وري ۳۱) کابل ښار کې مجازات شوي دي. یادې محکمې پنځه نور کسان په شپږ میاشتې زندان محکوم کړي دي. د راپورونو له مخې، طالب جنګیالیو له پخوا څخه تر اوسه پورې خلک د محاکمې د حکم پرته محکوم او په درو وهلي‌ دي. په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسیدو سره، دې ډلې تر اوسه د څلورو کسانو جسدونه چې د هغوی په وینا په سړي تښتونو کې لاس درلود د هرات ښار په څلور لارو کې ځوړند کړي‌ دي او حد اقل د غلا په تور یې دوه کسان په کابل ښار کې ګرځولي او په یو بل مورد کې یې د هغوی مخونه تور کړي دي، هغه کار چې طالبانو تیر ځل هم د خپلې واکمنۍ پرمهال کاوه. له دې مخکې د طالبانو د ډلي یوه بنسټ ایښودونکي او د یادې ډلې د پخواني‌ رژیم د عدلیې سرپرست وزیر ملا نورالدین ترابي ویلي وو چې یاده ډله به هغه سخت قوانین بیا عملي کړي چې د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې عملي‌ کیدل. د جلال آباد یوه اوسیدونکي امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو په لومړي رژیم کې د ملا ترابي ساتونکو هغه ځکه په ۲۰ درو وواهه چې خپله ږیره یې یو څه لنډه کړې وه. شپیته کلن ترابي‌چې اوس د طالبانو په دې رژیم کې د زندانونو د ادارې رئیس دی د طالبانو د پخواني‌ رژیم د کارونو څخه په ملاتړ ویلي:"د غلو د لاسونو پرې کول د امنیت لپاره ډیر ضروري دي." د طالبانو اوسني حکومت تر اوسه له شپږم ټولګي پورته افغان نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځیو ته ولاړې شي او له څو وزارتونو پرته، میرمنې له کاره منع دي او ویلي دي چې هغوی له محرم پرته سفر نشي کولی. طالبانو له دې مخکې په علني ډول د مرګ، د لاسونو د پرې کولو او د سنګسار مجازات تطبیق کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان له دویم ځل واکمني وروسته ژمنه کړې وه چې د خپلې لومړۍ دورې واکمنۍ په نسبت به له خلکو سره نرم چلند کوي. خو د راپورونو پر اساس، دې ډلې حتی د دولت مامورینو ته ویلي دي چې د خولیو او د ږیري له پریښودلو پرته دفترونو ته تللی نشي. په ورته وخت کې متحده ایالات او د نړۍ نور هیوادونه د طالبانو پر لفظي ژمنو بې باوره دي او تل یې ټینګار کړی دی چې یاده ډله باید د همه شموله حکومت، د بشري‌ حقونو او د میرمنو د حقونو د درناوي په برخه کې عملي‌ ګامونه پورته کړي. ددې راپور په جوړیدو کې د فرانس پرس او اسوشیټد پرس له راپورونو استفاده شوې ده

21.04.2022 امریکا غږ

پنټاګون: اوکراین ته بشپړې الوتکې نه بلکې پرزه جات ورکړل شوي 

دمتحدو ایالتونو دفاع وزارت پنټاګون د چهار شنبې په ورځ اپریل ۲۰ (وري ۳۱) خپله هغه ادعا بیرته واخیسته چې ګواکې اوکراین ته یې ډیرې الوتکې ورکړي دي. دغه وزارت وویل چې اوکراین ته یوازې پروزه جات ورکړل شوي څو له هغه هیواد سره مرسته وکړي چې له روسیې سره په جګړه کې ډیرې جت الوتکې ولري. د پنټاګون ویاند جان کربي له خپلو هغو څرګندونو څخه چې د سه شنبې په ورځ یې کړي وې بیرته په شاه شو کوم چې ویلي وو اوکراین له یوه متحد هیواد څخه جت الوتکې ترلاسه کړي دي. دفرانسې خبري آژانس لیکلي له دې مخکې داسې اوازې وې چې اوکراین ته د یوه متحد هیواد له خوا روسي میګ ۲۹ اس ډوله جت الوتکې وکرل شوي څو د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین د هوایي پوځ‌ قابلیتونه لوړ کړي. کربي خبریالانو ته وویل چې یوه متحد هیواد د کیف د دفاعي وړتیا د لوړیدو په هدف هغه هیواد سره د نظامي الوتکو وړاندیز کړی وو خو "هغوی د بل هیواد څخه بشپړې الوتکې ترلاسه کړي ندي." د پنټاګون ویاند وویل:" اوکراینیانو د متحدو ایالتونو له خوا همغږي او په کافي‌ اندازه اضافه پروزه جات ترلاسه کړي دي کوم چې هغوی توانیدلي د دوو دریو اوونیو مخکې مودې په پرتله ډیرې جنګي الوتکې په عملیاتو کې داخلې کړي." بلخوا یوه جګپوړي دفاعي امریکایي چارواکي ویلي دي چې د پرژه جاتو مهیا کیدل ددې لامل شوي چې اوکراین وکولای شي ۲۰ له کاره لویدلي جت الوتکې په فعاله توګه په جګړه کې داخلې کړي. د فبروري میاشتې په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه کیف د ډیرو الوتکو غوښتنه کړېده ، په خاص ډول د میګ الوتکو چې پیلوټان یې د پرواز لپاره روزل شوي‌ دي. د ناټو درې غړي هیوادونه پولنډ، بلغاریا او سلواکیا دا ډول جت الوتکې لري. پولنډ څو اوونۍ وړاندې وویل که واشنګټن هغه هیواد ته اف ۱۶ جیت الوتکې ورکړي نو هغوی چمتو دی چې خپلې میګ ۲۹ اس ډوله الوتکې اوکراین ته ورکړي. خو د ناټو متحدین دې مسلې سره په احتیاط چلند کوي او فکر کوي دې کار ته ممکن له مسکو سره په جګړه کې په مستقیم ډول د داخلیدو په سترګه وکتل شي. د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ آسټن د چهار شنبې په ورځ اپریل ۲۰ په پنټاګون کې د پولند له ملي‌ دفاع وزیر ماریوس بلازیک سره د اوکراین په اړه خبري وکړې. خو ددې جزیات ندي ورکړل شوي چې د هغوی په خبرو کې د الوتکو او یا هم د نورو وسلو په تړاو څه بحث شوي دي.

21.04.2022 امریکا غږ

ترکیه: د ناټو یو شمیر غړي د روسیې د کمزوري کولو لپاره د اوکراین د جګړې اوږیدل غواړي

ترکیې د چهار شنبې په ورځ اپریل شلمه (وري ۳۱) د ناټو یو شمیر غړي هیوادونه تورن کړل چې د روسیې د کمزوري کولو په هدف د اوکراین د جګړې د اوږدیدو غوښتونکي دي.    د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو له سي ان ان ترک سره په مرکه کې وویل" په ناټو کې یو شمیر هیوادونه شته چې غواړي جګړه دوام وکړي." په داسې حال کې چې تیره میاشت په استانبول کې د روسیې او اوکراین ترمنځ مخامخ خبرې کومې پایلې ته ونه رسیدې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل یو شمیر هیوادونه غواړي روسیه کمزورې شي. خو نوموړي د هیڅ هیواد نوم وانه خیست. د کرملن ویاند دیمیتري پسکوف د چهار شنبې په ورځ اپریل شلمه وویل اوکراین په هغو مواردو عمل نه کوي چې توافق یې پرې کړی وو. د ناټو غړي هیواد ترکیې له اوکراین سره د ډرون الوتکو مرسته کړې ده خو پر مسکو یې د بندیزونو په لګیدو کې د غربي هیوادونو سره ملتیا نده کړې. د فرانسې خبري اژانس لیکي له دې چې انقره له کیف او مسکو سره ښې اړیکي‌ لري، هڅه کوي د د واړو لورو ترمنځ منځګړیتوب وکړي او د دواړو هیوادونو د مشرانو د غونډې د کوربتوب وړاندېز یې هم کړی دی. ترکیې دوه ځله د مسکو او کیف ترمنځ مستقیمو خبرو کوربه کړی دی، لومړی ځل یې د مارچ په ۱۰ نیټه د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په جنوبي ښار انتالیا کې او دویم ځل یې د مارچ په ۲۹ نیټه په استانبول کې د دواړو لورو د خبرو کوربه توب وکړ. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش هم د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو ولادي میرپوتین او ولادمیر زیلینسکي سره د خبرو او ملاقات غوښتنه وکړه.  د ملګرو ملتونو د سازمان مشر سټیفن دوجاریک نن چهارشنبه اپریل ۲۰ (وري۳۱) وویل چې ښاغلی ګوتېرش به له ښاغلي پوتین سره په مسکو او ښاغلي زیلینسکي سره په کیف کې ګوري. روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه نیټه په اوکراین باندې یرغل پیل کړ چې د زرګونو کسانو د وژل کېدو او ژوبل کېدو تر څنګ څه باندې پنځه میلیون اوکراینیان هم کډوال شوي دي او میلیاردونه ډالر هم زیان اوښتی دی. 

21.04.2022 امریکا غږ

روس په مېرېپول کې نوي بریدونه پیل کړل

واشنګټن - روس د شورو یا چهارشنبې په ورځ د اوکراین په کلابند شوي بندري ښار مېرېپول کې نوي بریدونه پیل کړي که څه هم سیمیزو چارواکو هڅه وکړه د ښځو، ماشومانو او زړو خلکو د وېستلو لپاره بشری دهلیز جوړ کړي. روسي ځواکونو د ازوېسټال په نامه د اوسپنې په کارخانې باندې بمونه غورځولي په کومه کې چې وروستي اوکرایني سرتیري پراته وو او د روسانو لخوا د وسلو د اېښودلو او تسلیمېدو غوښتنه یې رد کړې وه. په دغه ښار کې تر یو لک زیات کسان بند پاتې دي خو د روس د یرغل نه مخکې دغلته نېږدې څلور لکو کسانو ژوند کاوه. بلخوا د اوکراین مرکچي د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو ټویټ کې لیکلي، چې اوکراین تیار دی چې له روس سره په کلابند شوي ښار مېرېپول کې له هر ډول شرط پرته یو ځانګړی دور مذاکرات پیل کړي. خو ولسمشر ویلادیمیر زیلېنسکي‌ ویلي، ده هغه سند نه دی لیدلی او نه یې په اړه اورېدلي چې روس ادعا کوي د خبرو د پلان په توګه یې کیېف ته استولی او اوس یې د ځواب په تمه دي. اوکراین د شورو یا چهارشنبې په ورځ دا هم ویلي، چې له روس سره داسې تړون شوی وه چې د اوکراین د کلابند شوي ښار مېرېپول څخه به د ملکي وکړو وتلو ته اجازه ورکوي خو روسانو یو ځل بیا له اوکرایني سرتېرو څخه د تسلیمېدو غوښتنه کړې. د اوکراین د لومړي وزیر مرستیالې اېرېنا وېرېشچوک وویل، د بشري دهلیز تړون به ښځو، ماشومانو او زړو خلکو ته اجازه ورکړي چې له دغه ښار څخه ووځي. نوموړې په خپلې فېسبوک پاڼه باندې لیکلي، چې په مېرېپول کې بشري ناورین ته په کتلو سره دا هغه برخه ده چې مونږ ټول باید ورته نن پام واړوو. هغې وړاندې وویل، دا دریمه پرلپسې ورځ ده چې په دغه هېواد کې هېڅ ډول بشري‌ دهلیز نه جوړېږي. روس اوکرایني ځواکونو ته د شورو یا چهارشنبې ورځ هم د وروستۍ نېټې په توګه ټاکلې وه چې په مېريپول ښار کې تسلیم شي خو اوکراین دا ډول غوښتنې تل رد کړې دي. اوکراین تر دې مخکې د نهې یا سې شنبې په ورځ د اوکرایني ځواکونو د تسلیمۍ لپاره د نېټ په توګه ورکړې وه خو هېڅ اوکرایني سرتیري ورسره نه ده منلې. ملګري ملتونه وايي، په اوکراین د روس د یرغل راهیسې تر اوسه پورې تر پنځو میلیونو زیات اوکراینیان بهر ته ګډوال شوي او ۷.۱ میلیونه په داخل کې بې ځای شوي. د اوکراین له جګړې سره په نړۍ کې د غنمو د کموالي ستونزه: تمه ده هند به په نړیوال مارکېټ کې د غنمو د کموالي ستونزه چې د اوکراین له جګړې سره رامنځ ته شوې ده په خپلو صادراتو باندې کمه کړي. که څه هم هند له چین وروسته په نړۍ کې د غنمو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد دی خو صادرات یې لږ دي او اکثره په بنګلدیش، سرېلانکا او د منځني ختیځ په ځینو مارکیټونو کې غنم خرڅوي. خو اوس چې د جګړې له امله له روس او اوکراین څخه د غنمو صادرات کم شوي دي نو هند د افریقا او اسیا مارکیټونو ته مخ اړولې دي. د تورې بحیرې سیمه په نړۍ کې د غلو دانو د کرلو لپاره یو له مهمو سیمو څخه ده او روس او اوکراین په ګډه د نړۍ ۳۰ فیصده صادرات کوي.

21.04.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more