ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


له افغانستان سره پر بشري مرستو د ملګرو ملتونو ټينګار

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي ډاکتر رامز الاکبروف له افغانستان څخه د خپل لیدنې راپور کې له دغه هیواد سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

18.03.2022 امریکا غږ

پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې په ریکارډ کچه راغورځېدلې ده

د پاکستان مرکزي بېنک (سټېټ بېنک اف پاکستان) وايي، نن د جمعې په ورځ (18 مارچ) پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې د 180 روپو نه سېوا شوې ده. په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو اتحاديه وايي، په پرانستي مارکيټ کې د يو ډالر بيعه د 181 روپو نه سېوا شوې ده. د اتحاديې مشر ملک بوستان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، په نړیواله کچه د روس او اوکراين د جګړې له امله د توانایۍ او خوراکي توکيو بيعې لوړې شوي چې له امله یې د پاکستان درامدي بل هم سېوا شوی دی او د هغې له کبله پاکستانۍ روپۍ د فشار سره مخ ده. اقتصاد پوهه جرنلسټ وکیل الرحمان وايي، په پاکستان کې د ډالرو کمی دی او ملکي تجارتي خساره هم ورځ تر بلې سېوا کيږي. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د زر مبادله ذخیره په تېزۍ سره کميږي او په تېره يوه مياشت کې په دې کې يو ارب ډالر کمی راغلی دی او د دې له امله د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ د فشار سره مخ ده. هغه زياته کړه د ډالر د ګرانېدو سره به نور ګراني جوړيږي ځکه چې پاکستان زياتره څيزونه د بهر هېوادونو څخه راغواړي او د دغو څيزونو سودا په ډالر کې کيږي ځکه نور دلته به يې اثر د ګرانۍ په شکل کې مخې ته راځي. نوموړي دا هم وويل چې دا وخت په ملک کې کوم سياسي اړی ګړی روان دی، د 27 فرورۍ نه پيپلز پارټۍ د حکومت پرضد کوم لاريون پېل کړی د هغې ورځې وروسته د ونډو هم راغورځېدلی دی او دا وخت حالات داسې دي چې پانګه وال پانګونو ته ډېر زړه نه ښه کوي او د دې په تمه دي چې حالات يو لور شي، نو اوس د ونډو په بازار کې هر څه په ټپه نه دي ولاړ خو د منفي اغېزو سره مخ دی. پاکستاني مطبوعات وايي په تېرو لسو مياشتو کې پاکستانۍ روپۍ 18 فيصده يا 27 روپۍ راکمه شوې ده. له دې وړاندې د کال 2021 د مې په مياشت کې د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ 152 په ريکارډ کچه ختلې وه. مرکزي بېنک وايي، د روان مالي کال په نهه میاشتو کې پاکستانۍ روپۍ 14اعشاريه درې فيصده راکمه شوې ده. بل اقتصاد پوهه سجاد احمد وايي، په وروستيو کې چې د پاکستان حکومت کوم اېمنسټي يا د بخښنې سکيم اعلان کړی دی، تېل او د بجلۍ بيعې يې ارزانې کړې وې، او مالياتي نړيوالې ادارې بيا په دغې تحفظات څرګند کړي وو، د هغې له امله د ايي اېم اېف پروګرام د متاثر کېدو امکان دی. هغه وايي د ډالر د قدر سېوا کېدو يو دغه علت دی ځکه چې پاکستان ته د ډالرو ضرورت دی. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، د پاکستان مالياتي خساره د کمېدو نوم نه اخلي مخ په بره روانه ده، او امکان لري چې د روان مالي کال د اخرې پورې د ډالر بيعه د 200 روپو پورې ورسي او دې سره به پاکستان ته د پېسو په واپسۍ کې هم مشکلات وي. د اقتصاد پوهانو په خبره داسې اشارې دي چې په راتلونکي وخت کې به پاکستان ته د نورو ډالرو ضرورت وي او د اغېزې به هم مخې ته راځي. د پاکستان مرکزي بېنک سټېټ بېنک روانه میاشت ويلي، دا وخت په ملکي کچه د غېر ملکي زر مبادله ذخيره 22اعشاريه 28 اربه ډالرو ته راټيټه شوې ده. د بېنک ترمخه د سټېټ بېنک خپله مجموعي د غېر ملکي زر مبادله ذخیره 15اعشاريه 83 اربه ډالره او د کاروباري بېنکونو سره شپږ اعشاريه 45 اربه ډالره ده. د مرکزي بېنک د شمېرو ترمخه د فرورۍ په مياشت کې د ملک ټوله بهرنۍ د زر مبادله ذخيره 23اعشاريه 70 اربه ډالره وه.

18.03.2022 ډیوه

افغانستان کې د طالبانو لخوا د خبریالانو نیولو ته غبرګونونه

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت شاژدافیر او په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (يوناما) د طالبانو لخوا د افغان خبریالانو د نیولو د راپورونو په اړه یو ځل بیا اندېښنه ښودل ده.

18.03.2022 امریکا غږ

مردان کې يو نرښځی په ډزو وژل شوی بل ژوبل

د خېبرپښتونخوا په مردان ښار کې يو نرښځی په ډزو وژل شوی او بل ژوبل کړی شوی دی، پوليس وايي ډزې د نرښځيانو په دېره کې شوي دي. د مردان ښار د پوليس مشر (ډي اېس پي) عدنان اعظم وي او اې ډيوه ته ويلي، پرون د زيارت په ماښام د نرښځيانو دېرې ته څو کسان راغلي چې ترمنځ يې جګړه جوړه شوې او بيا يې ډزې کړي دي. هغه وویل، د ډزو په نتيجه کې يو نرښځی (چاند) وژل شوی او (زمرد) سخت ژوبل شوی دی. د پوليس افسر په خبره د پېښې مقدمه د دوه کسانو پرضد درج شوې، او پلټنې پېل کړی شوي دي. د ژغورنې ادارې (رېسکيو1122) ويلي دوی د مردان مېډېکل کمپليکس روغتون ته دوه ژوبل نرښځيان منتقل کړي، او بيا ډاکټرانو ویلي په ژوبلو کې يو ژوند د لاسه ورکړی او د بل درملنه روانه ده. روانه اوونۍ په خېبرپښتونخوا کې دا دوېمه پېښه ده چې په نرښځيانو پکې تشدد کيږي. څو ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا په مانسهره ضلع کې څلور نرښځيان په ډزو ژوبل کړی شوي وو. د ډاکټرانو په وېنا په ژوبل شوو نرښځيانو کې د يو د ملا تیر(سپېنل کاډ) خراب شوی او هغه معذوره شوی دی. تېره اوونۍ هم په مردان ښار کې د موسيقۍپه يو پروګرام کې په يو نرښځي ډزې شوې وې او د هغې وروسته بيا په ښار دننه نرښځيانو احتجاج کړی او د حکومت نه یې د تحفظ غوښتنه کړې وه. د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي، تراوسه پورې چې څومره نرښځيان وژل شوي يا ژوبل کړی شوي دي، پوليسو پکې ککړ کسان نيولي دي خو هغوی ته سزاګانې نه دي ورکړی شوي. د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکی قمرنسيم وايي، په خېبرپښتونخوا صوبه کې د نرښځیانو پرضد د تشدد پېښې زياتې شوي دي. وي او اې ډيوه سره په خبرو  کې هغه ویلي، دوی ګڼي چې د نرښځيانو په قضيو کې ډېره پاملرنه نه کيږي ځکه زياتره ککړ کسان د عدالتونو نه خوشي شي او د سزاګانو نه بچ شي. قمر نسيم زياته کړه درې کاله وړاندې نرښځيانو ته د تحفظ ورکولو او په هغوی د تشدد د مخنيوي دپاره د خېبرپښتونخوا پوليس لخوا يوه ځانګړې کميټي جوړه کړی شوې وه خو د هغې څه مثبته نتيجې مخې ته نه دي راغلي. خو د يادې کمېټۍ يو غړي چې نوم يې نه څرګندول غوښته ويلي دي، دوی د نرښځيانو پرضد د تشدد د پېښو پلټنې کوي او هڅه يې ده چې د نرښځيانو پرضد د تشدد د پېښو مخنيوي وکړي. د نرښځيانود اتحاديې (ټرانسجنډر الاينس پاکستان) ترمخه په خېبرپښتونخوا کې د کال 2015م راهسې تراوسه پورې په صوبه کې د 90 نه زيات نرښځيان وژل شوي او په 150 باندې مختلف ډول تشدد شوی دی.

18.03.2022 ډیوه

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر د یوناما ماموریت د تمدید هر کلی وکړ

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت شارژدافیر په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا (یوناما) د ماموریت د تمديدو هر کلی کړی دی.

18.03.2022 امریکا غږ

طالبان راتلونکې اوونۍ 'نجونو' ته هم له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه ورکوي

د طالبانو حکومت به راتلونکې اوونۍ چې د سړو سیمو تعلیمي کال پیلېږي، نجونو ته هم اجازه ورکړي چې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته دوام ورکړي.  د نجونو د زده‌کړو په اړه له څو میاشتې نامعلوم حالت او شکونو وروسته د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت یوه چارواکي پرون (پنجشنبه) روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې ښوونځي به د ټولو نجونو پر مخ هم پرانیستل شي.  د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان ویلي چې نجونې به له هلکانو په جلا ښوونځیو کې درس وايي او ښځینه ښوونکې به درس ورکوي. ده په عین حال کې وویل چې په ځینو کلیوالي سیمو کې چې د ښځینه ښوونکو شمېر کم دی، هلته به زړو نارینه ښوونکو ته اجازه وي چې نجونو ته زده‌کړه ورکړي. ریان تأکید کاوه چې سږ کال به هېڅ ښوونځی بند پاتې نه‌شي او که کوم ښوونځی بند و، د پرانیستلو مسؤلیت به‌یې د پوهنې د وزارت په غاړه وي.  له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې په غوښتنو کې یوه دا وه چې نجونې پرېږدي چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده‌کړې وکړي.  طالبانو د تېر میلادي کال د اګسټ په ۱۵مه د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته له څو ولایتونو پرته په نور افغانستان کې نجونې یوازې تر شپږم ټولګي پورې زده‌کړو ته پرېښودې.  دوی د خپل واک په تېره دوره کې یعني له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ م کال پورې نجونې پرې نښودې چې ښوونځیو ته لاړې شي.

18.03.2022 ازادي راډیو

روسیې سره د چین د مرستو په اړه اندېښنه؛ بایډن له شي سره غږېږي

چین ورځ تر بلې له نړیوالو فشارونو سره مخامخېږي چې ولې په اوکراین باندې د روسیې یرغل نه غندي او له همدې کبله د امریکا د متحدو ایالتونو پام ډېر چین ته اوښتی دی.

18.03.2022 امریکا غږ

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د يوناما موده د يو بل کال پورې غځولې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خصوصي مشن يا ادارې يوناما موده د يو کال لپاره غځول شوې ده او په دې اړه يو قرارداد د ملګرو ملتونو امنيتي شورا منظور کړی دی. بل اړخ ته د کډوالو د ادارې يو اېن اېچ سي ار مشر ويلي بايد نړيواله ټولنه د افغانانو مرستې لا زياتې کړي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلې ادارې يوناما موده په داسې حال کې  د يو بل کال دپاره غځولې چې په دغه هيواد کې د طالبانو د واکمنۍ شپږ مياشتې پوره شوي خو د طالبانو حکومت تراوسه پورې يو هيواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی. د ملګرو ملتونو امنيتي شورا د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د خصوصي ادارې يوناما موده د يو کال لپاره غځولې ده، د امنيتي شورا په 15 غړو کې 14 غړو د دې قرارداد په حق کې رای ورکړې او د روس استازي د رای ورکولو نه ډډه کړې ده. دا قرارداد د ناروی استازي موناجول وړاندې کړی وو، نوموړي وويل دا يو ښکاره پېغام دی چې امنيتي شورا د افغانستان د خلکو سره ولاړه ده او بايد ټول افغانان په دې عمل کې ياد وساتل شي. دا قرارداد به د يوناما د مشن په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو تحفظ او د دوي په ژوند کې برخه خوندي کوي. د برطانيې استازې ډېم باربارا ووډورډ د موجوده طالب چارواکو له خوا د پخواني حکومت د کارمندانو، ټولنيز فعالانو او د لږکيو په ضد ګامونو د تشويش څرګندونه وکړه. هغې وويل بايد طالبان دا ثابته کړي چې په هيواد کې تندروه ډلې اوس شتون نه لري، نوموړې د يو غړي هېواد له خوا د راې نه ډډه کول د افسوس وړ وګرځول او وې ويل يو هېواد په داسې حال کې د رای ورکولو نه ډډه وکړه چې د افغانستان خلک مرستو ته لويه اړتيا لري. د روس استازي واسلې نېبنزيا وويل دوي ځکه د راې ورکولو نه ډډه وکړه چې د ملګرو ملتونو د شتون لپاره د کوربه هېواد رضامندي ترلاسه کول له پامه غورځول شوي دي. د چين استازي ژانګ جون وويل د تېر کال د اګست وروستو افغانستان د پرامنه بيا ودانۍ په لور د يوې نوې مرحلې سره مخ دی او بايد معاشي ستونزې حل کول بايد لومړيتوب وګرځول شي. نوموړي زياته کړه چې بايد نړيواله ټولنه د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو د خپلواکۍ اصول خپل کړي چې داسې ترهه ګري ختمه کړی شي او معاشي پرمختيا بيا روانه کړی شي. بل اړخ ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې يو اېن اېچ سي ار مشر فيليفو ګرېنډي ويلي نړۍ بايد افغانانو سره مرستې وکړي ځکه چې په دغه هېواد کې انساني بحران لا په زياتېدو دی. د کابل د څلور ورځنۍ دورې وروستو ښاغلي ګرېنډي ويلي هغه د يو شمېر کورنيو سره ليده کاته وکړه چا ته چې دا نه وه معلومه چې دوي به د بل وخت څه خوري. نوموړي ويره څرګنده کړې چې دا بحران به لا زياتېږي، نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې دننه او بهر افغانانو سره مرستې لا زياتې کړي. د يو اېن اېچ سي ار مشر ويلي دوي د زنانوو سره خبرې وکړې څوک چې د خپل صحت او ماشومانو په اړه فکرمندې وې، مياندې او پلاران د خپلو کورنيو لپاره فکرمند دي او ضرورتونه ډېر زيات دي. د ملګرو ملتونو د وروستيو راپورونو ترمخه 95فيصده افغانانو ته د هغوي د ضرورت مطابق خوراک نه ترلاسه کېږي او دا شمېره په ځينو ځايونو کې 100 فيصده ته هم رسېدلې ده. د يو اېن اېچ سي ار مشر ګرېنډي د ګل په ورځ افغانستان ته رسېدلی وو او هلته يې د افغانستان د اوسمهاله چارواکو سره هم ليده کاته کړي وو. د دوي ترمخه د روان کال د پېل سره ملګرو ملتونو شاوخوا پينځه لکه افغانانو ته مرستې ورکړې دي او ښاغلي ګرېنډي په قندهار کې د صحت مرکز سره سره په جلال اباد کې د جينکو د ښوونځي دوره هم کړې وه کوم چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له خوا جوړ کړی شوي دي. د نوموړي په وينا په افغانستان کې د روانې جګړې له امله د هيواد دننه شاوخوا درې نيم مليونه خلک بې کوره شوي دي، د صحت نظام د يو شمېر چېلنجونو سره مخ دی، په ښوونځيو او روغتونونو کې کارمندان بې له پېسو کار کوي او دا وخت په افغانستان کې 24مليونه خلک انساني مرستو ته اړتيا لري. ښاغلي ګرېنډي زياته کړه چې په افغانستان کې کارکوونکو ادارو ته په سمدستي توګه نزدې څلور نيم اربه ډالر پکار دي چې داسې د 22 مليونه افغانانو د خوراک، ودانيو او نور ضرورتونه پوره شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ترمخه د بې کوره خلکو د ودانۍ لپاره دوي 240 مليونه ډالرو ته اړتيا لري او تر دې دمه دوي ته يواځې 97 مليونه ډالره ترلاسه شوي دي. هغه په نړيواله ټولنه هم زور ورکړو چې بايد دوي د افغانانو مرستې وکړي چې داسې په دغه هېواد کې ستونزې هوارې شي. د مارچ په 31مه به ملګري ملتونه، برطانيه، جرمي او قطر د بشري ضرورتونو پوره کولو لپاره يوه غونډه هم کوي.

18.03.2022 ډیوه

کاناډا وايي اوکراینیانو ته درې کلنه اقامه ورکوي

د کاناډا حکومت اعلان کړی دی چې د مهاجرت یو نوی پروګرام پیلوي چې په اساس به یې هغوو اوکراینیانو ته، چې د روسیې له یرغل څخه تښتي، تر دریو کلونو پورې د کاناډا موقته اقامه ورکوي

18.03.2022 امریکا غږ

نجفي زاده: طالبانو د طلوع د خبرونو مسئول او حقوقي مشاور خوشي کړي

په افغانستان کې د طلوع نیوز د خصوصي تلویزون مخکنی مشر [ډاریکټر] لطف الله نجفي زاده وايي چې طالبانو د دغې شبکې د خبرونو مسئول او حقوقي مشاور پرېښي خو نطاق یې لا هم د هغوی په بند کې دی. د طلوع تلویزون یوې سرچېنې امریکا غږ ته ویلي چې د طالبانو استخبارتي کسان د پنچشنبې په ورځ مارچ ۱۷ (کب۲۶) د طلوع تلویزون ودانۍ ته ننوتل او بیا یې د خبرونو مسئول خپلواک ساپی، د خبرونو وړاندې کوونکی بهرام امان او د دغې شبکې حقوقي مشاور یې ونیول له ځان سره یې بوتلل. د طلوع شبکې مخکني مسئول لطف الله نجفي زاده، چې اوس هم د دغې شبکې له مشرانو او کارکوونکو سره نژدې روابط لري، په خپل ټویټر کې د طالبانو دا اقدام غندلی او هغه یې یو «ناوړه عملی» بللی. ښاغلی نجفي زاده تېره ورځ د «ون یانګ ورلډ One Young World» ادارې له لورې د کال غوره خبریال اعلان شو.  تر دې دمه په خپله د طلوع شبکې او د طالبانو حکومت د دغو کسانو د نیولو او پرېښودو په اړه څه نه دي‌ ویلي او نه یې هم د نیول کېدو علت ښکاره شوی دی. د طلوع نیوز ځینو نورو خبریالانو هم په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي دي چې تر دې مخکې هم طالبانو د دغې شبکې ځینې کارکوونکي بیولي او پوښتنې ګروېږنې ورڅخه کړې وې. د طلوع نیوز د دغو دریو کارکوونکو د نیولو اصلي‌ علت لا معلوم نه دی او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي دي. د دغو کسانو تر نیول کېدو څو شېبې مخکې طلوع نیوز په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ چې د طالبانو د حکومت د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت» د حکم په اساس سر «له نن شپې [پنجشنې ماښام) په موقت ډول د سریالونو خپرول بندوي». په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما د طلوع نیوز د دغو کارکوونکو د نیولو په اړه «ژوره اندیښنه» ښودلې او د هغوی د پرېښودو غوښتنه یې کړې ده. یوناما په ټویټر کې لیکلي: «ملګري ملتونه د هغو کسانو د خلاصیدو غوښتنه کوي چې وسله والو کسانو نیولي او همدارنګه د خبریالانو او آزادو مطبوعاتو د کار کوونکو نیولو، ګواښلو او ډارولو بندیدل غواړي.» موبي ګروپ، چې طلوع، طلوع نیوز او لمر تلویزیوني شبکو تر څنګ راډیویي خپرونې هم لري، وايي چې د طالبانو د استخباراتو ادارې ترې د بهرنیو سریالانو نه خپرولو په اړه لیکلی ضمانت غوښتی. تېره ورځ د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو انجمن او د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو ګډ راپور کې وویل چې په افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره زیات شوی دی. طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ کابل ته داخل شول او بیا واک ته ورسېدل. د خبریالانو د ملاتړ دغه دوو بنسټونو ویلي چې د طالبانو د حاکمیت په دوره کې د خبریالانو او رسنیو د کار ساحه محدوده شوې ده او په دغه موده کې «وېره او سانسور» په بېساري ډول زیات شوي دي.

18.03.2022 امریکا غږ

طالبانو د طلوع نیوز د خبرونو د څانګې مسؤل او ویونکی نیولي

په طلوع نیوز کې یوه سرچینه وایي د طالبانو د استخباراتو غړیو د دې مطبوعاتي ادارې یو خبر ویونکی، د خبرونو د څانګې مسؤل او یو بل کار کوونکی نیولي دي.

17.03.2022 امریکا غږ

طالبان: د هلکانو او نجونو ټول ښوونځي پرانیستل کیږي

طالب چارواکي وایي سږکال به په ټول افغانستان کې نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته ولاړې شې.

17.03.2022 امریکا غږ

په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره تمدیدشو

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې خپل حضور او د افغانستان سره رسمي اړیکې تصویب کړې.

17.03.2022 امریکا غږ

دبشري حقونو نړیوالې ادارې پاکستان کې په رامنځته شوي سیاسي وضعیت اندېښنې ښودلي

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې هیومن رائټس واچ د وزیراعظم عمران خان په ضد دمخالفو سیاسي ګوندونو لخوا دبې باورۍ دتحریک جمع کولو وروسته  پاکستان کې په رامنځته شوؤ  سیاسې حالاتو  اندښنې ښودلي دي. دبشري حقونو دغه سازمان وایي د پاکستان دحکومت ذمه واري ده چې د ایین تر مخه د بې باورۍ په تحریک  له ګواښونو او تاوتریخوالي پرته دپارلیمان غړو ته د رايې ورکولو اجازه ورکړي او مخالفو ګوندونه او د حکومت پلویانو ته پیغام ورکړي چې جمهوري بهیر باید ګډوډ نه کړي- دا په  داسې حال کې ده چې دپاکستان د وزیراعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ د تحریک قامي اسمبلۍ  کې له جمع کیدو  وروسته حکومت او مخالفو ګوندونو دواړو پایه تخت  اسلام اباد کې دسترو ولسي جلسو راجوړولو اعلان کړی دی، په عین حال کې سپریم کورټ بار ایسوسیشن دبې باورۍ په تحریک د رایې  اچونې په ورځ د تصادم د مخنیوې د پاره  سپریم کورټ ته خواست یا عریضه کړې ده چې سپریم کورټ دې ټولو ریاستې ادارو اؤ دقامي اسمبلۍ اسپیکر  ته ایینې چوکاټ کې د پاتې کیدو امر وکړي. دپاکستان وتلی خبریال اویس توحید وايي کومه پرېکړه چې په پارلیمان کې پکار ده د ائین او قانون تر مخه وشي، پر هغې حکومت او مخالف ګوندونه خپل طاقت ښکاره کول غواړي.   "زه فکر کوم چې د بې باورې د تحریک څخه وړاندې به ګډوډي وي او د مخالفو ګوندونو او حکومت تر منځ تاوترخوالی ښکاري، ددې ذمه واري پر حکومت او مخالفو ګوندونو دواړو باندې راځي چې د یو بل په ضد یې د سختو بیانونو او تورونو لړۍ شورو کړې ده"  تر دې وړاندې د وفاقې وزیر فواد چوهدرې له اړخه یو بیان کې ویل شوي وؤ چې د بې باورۍ تحریک کې د عمران خان په ضد ووټ کارونکو ته به د ۱۰ لکو خلکو د جلسې څخه تیریدل وي- بل پلو ته دمخالفو ګوندونو ایتلاف هم د روانې میاشتې په ۲۵مه  اسلام اباد  ته دستر لاریون کولو اعلان کړی دی. د مخالفو ګوندونو د ایتلاف له اړخه د بې باورۍ دغه تحریک حکومت د سختو بحراني حالاتو سره مخ کړی دی- وزیراعظم عمران خان د مسلم لیګ نواز ګوند په مشر شهباز شریف او دپیپلز ګوند په مشر اصف علي زرداري تورونه لګولي چې دبې باورۍ دتحریک کامیابولو دپاره دپارلیمان غړو ته دبډو رشوتونو ورکولو وړاندیزونه کوي. په عین حال کې دحکومتي وزیرانو له اړخه په پیپلز ګوند  د قامي اسمبلۍ د حکومتي غړي په اسلام اباد  سیند هاوس کې دبندې ساتلو تور هم لګول شوی خو د پیپلز ګوند مشر یوسف رضا ګیلانې ویلي خپلو څو غړو یې د تحفظ د پاره خواست کړی ؤ چې هغوئ په سیند هاوس کې ساتل شوي دي- د پیپلز ګوند مشران دا اندېښنه هم ښایي چې حکومت پر سیند هاوس برید کولی شي- ددې څخه وړاندې د مارچ په لسمه نیټه د اسلام اباد پولیسو د پارلمان لاجز څخه د جمعیت اسلام دوه غړي او یو شمیر نور فعالین نیولي وؤ- حکومت تور لګوي چې په پایه تحت کې د جګړې د پاره مخالفو ګوندونو خپل رضاکاران اسلام اباد ته راغوښتي دي-  د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په اسلام اباد کې د مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي پکار ده چې  حالات دجګړې لوري ته لاړ نه شي اؤ  که چرې داسې وشي نو حالات خرابیدای شي- مخالفو ګوندونو د مارچ په اتمه پارلېمان کې د عدم اعتماد تحریک وړاندې کړی چې پکې د وزیراعظم عمران خان د لرې کولو غوښتنه شوې ده. تمه ده چې په قامې اسمبلۍ کې د بې باوري په تحریک  د رایو ورکولو عمل د مارچ په ۲۸مه نیته ترسره شي.

17.03.2022 ډیوه

په اول ځل د هندوستان تجارتي سامان د پاکستان او افغانستان د لارې ازبکستان ته ولېږل شو

د طالبانو د صنعوتونو او تجارت د وزارت د ویاند ترمخه 140   ټنه کارګو نه ډک ټرکونه د شورو یا چهارشنبی په ورځ د کابل نه تاشکند ته روان شوو. په دغو ټرکونو کې زیاتره د هندوستان چیني یا بوره وه. د طالبانو د صنعتونو او تجارت د وزارت ویاند مولانا ظهیر وي او ای ته وویل دغه سامان یو ورځ وړاندې د پاکستان نه د تورخم دلارې کابل ته رسېدلې و.  کابل نه تاشکند ته د هندي سامان د روانېدو په موقع د طالبانو صنعتونو او تجارت وزارت یوه دستوره هم جوړه کړې وه  چې پکې  د افغانستان دپاره د مرکزي او جنوبی اېشیا ترمنځ د مهمه تجارتي لارې په توګه د پېژندلو په لړ خوشالی ونمانځي. د پاکستان یو چارواکې وي او ای ته ویلي دغه تجارتی سامانونه د دی میاشت په سر کې د هندوستان د ممبۍ ښار نه روان کړې شوي وو او د کراچۍ سمندري بندر ته رسېدو نه پس ازبکستان ته د لېږلو دپاره په ټرکونو کې بار کړی شول. د چارواکي ترمخه دا هر څه د پاکستان او ازبکستان ترمنځ په  نېزدي ورځو کې د دوه اړه خیزه تجارتي لوظنامې دلاندي شوي. د مارچ په وړمبیو ورځو کې د ازبکستان صدر  شوکت میرضیایف د پاکستان د دوه ورځني سفر په موقع په اسلام اباد کې د نورو یوشمېر معاهدو سره تجارتي معاهده هم لاسلیک کړي وه.  د پاکستان چارواکي وايي دغه تجارتي قافله چې ازبکستان ته لاړله، د دی انتظام د معاهدې دلاندې په شخصي توګه شوی و او د پاکستان، افغانستان، ازبکستان یا د هندوستان حکومتونو پکې هېڅ مداخلت نه وو کړی.  د نوم نه ښودلو په شرط دغه چارواکي وویل دا به اوس یو باقاعده عمل وي او ازبکستان به د پاکستان د سمندري بندر دلارې د نړۍ د هر یو ځاي نه سامانونه راغوښتلی شي. هغه زیاته کړه طالبان به په دغه تجارتي لړ کې مرستې کوي ځکه چې د ازبکستان په شان افغانستان هم د پاکستان د سمندري بندر دلارې عالمي تجارت ته رسايي لري. یاده دي وي د پاک افغان ټرانزټ ټرېډ د معاهدی دلاندې اسلام اباد کابل ته د نورو ملکونو سره د تجارت دپاره خپله ځمکنۍ او سمندري لاره د استعمالولو اجازت ورکوي او هم د دغه معاهدې دلاندې افغان تاجران خپل سامانونه د پاکستان د ځمکنۍ، هوايي او سمندري لارو هندوستان ته هم لېږلې شي. خو د هندوستان او پاکستان د کړکېچنوتعلقاتو په سبب د هندوستان سامانونه یوازې د سمندر د لارې افغانستان ته تلې شي.  خو په نزدی کې پاکستان هندوستان ته اجازت ورکړې چې په افغانستان کې د بشري امداد په لړ کې  50,000  ټنه غنم د پاکستان د ځمکنۍ لارې لېزلې شي.  

17.03.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more