ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ایا بریتانیا به هند د روسیې په خلاف اقدام کولو ته قانع کړي؟

د بریتانیې صدراعظم بوریس جانسنس نن پنجشنبه اپریل ۲۱ (غوايي۱) هند ته په رسمي سفر رسیدلی.

21.04.2022 امریکا غږ

په مزارشریف کې چاودنه؛ د مړو شمیر مخ په ډیریدو دی

په بلخ ولایت کې د طالبانو د استخباراتو مشر وايي، په مزارشریف ښار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د چاودنې له امله ۲۵ تنه وژل شوي دي. تر دې مخکې په مزارشریف کې د ابو علي سینا روغتون یوه چارواکي ازادي راډیو ته وویل چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي. داعش ډلې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د چاودنې مسوولیت منلی دی

21.04.2022 ازادي راډیو

د اوکراین چارواکي: د کیف شاوخوا کې له زرو ډیر عام خلک وژل شوي

د اوکراین د حکومت یوې جګپوړې چارواکې وایي د پایتخت کیف د شاوخوا سیمو څخه د روسیې د سرتیرو تر وتلو وروسته د ۱۰۰۰ څخه د ډیرو عامو خلکو مړي پیدا شوي او په سړو خونو کې ساتل کیږي.

21.04.2022 امریکا غږ

د امریکې د کانګرس غړې سره د عمران خان په ملاقات پوښتنې راپورته شوي دي

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان د پاکستان په سفر د امریکې د کانګرس مسلمانې غړي الهان عمر سره لیدلي دي خو په سوشل میډیا، د حکومت ځینو غړو او څېړونکو الهان عمر سره د عمران خان په ملاقات پوښتنې راپورته کړي دي. تېره هفته د پاکستان د نوي حکومت جوړیدو نه پس پاکستان ته د یوې امریکايي قانون سازې دا لومړی سفر دی. الهان عمر د وزیراعظم شهبازشریف، صدر عارف علوي، د بهرنیو چارو نایب وزیرې حنا ربانې کهر او د قامې اسمبلې د سپیکر راجه پرویز اشرف په ګډون د ګڼو پاکستانې مشرانو سره لیدلي، خو د عمران خان سره د هغې لیدنه په داسې حال کې د ټولو خلکو پام ځانته راړولی دی چې عمران خان د خپل حکومت د نسکورېدو الزام په امریکې پورې کړی او ویلي وو چې د هغه خلاف د عدم اعتماد تحریک د امریکې د سازش نتیجه وه. د ډان ورځپاڼې ترمخه، د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د عمران خان بیانیې ته په اشاره د تحرک انصاف د مشر څخه پوښتلې چې ایا الهان عمر سره د هغه لیدنه سازش و او که لاس وهنه؟   د ورځپاڼې د رپورټ ترمخه د کورنیو چارو وزیر وویل چې د عمران خان د حکومت په مهال به امریکايي مامورینو سره د حزب اختلاف غړوملاقاتونه سازش بلل کېدل.   د رپورټ ترمخه، رانا نثاالله وویل که چېرې عمران خان د الهان عمر سره د ملاقات تفصیلات پخپله شریک نکړل نو په دې اړه په تحقیقات وکړی شي ځکه چې داسې نه وي چې عمران خان د معمول سره سم وروسته بل خط مخې ته راوړاندې نکړي. خبریالا محمل سرفراز الهان عمر سره د عمران خان لیدل د هغه دوه مخیزه تګ لاره بولي او وايي د تحریک انصاف تاریخ شاې کوم څه چې هغه خپله وکړې هغه صحیح وي او که مخالفین یې وکړې نو غلط وي دا هرڅه باید ختم کړی شي د نورو هیوادونو سره اړیکو د پاره مشرانو ته د دوې د چاراکو سره لیدل وې- پر لیدونو نه عمران خان او نه یو بل چا نه غدار ویل کیدې شې او تحریک انصاف ته هم پکارې دې دغه بیانیې څخه لاس واخلې-   د تحریک انصاف مشرې شیرین مزارې که څه هم یو ټویټ کې لیکلې چې په لیدنه کې د اسلاموفوبیا او تړونو چارو په اړه خبرې شوې او الهان د اسلاموفوبیا په ضد د عمران خان کار ستایلې- البته په ټولنیزه رسنیو او د حکومتي مشرانو لخوا پر دغه لیدلې خورا پوښتنې رابرسیره کیږي.  جرنالسټ اوېس توحید وي او ای ډیوه سره خبرو کې وايي د عمران خان په ضد د بې باورې ائینې تحرک سازش ګرځول یوازې یوه بیانیه وه.  اوېس توحید وايي الهان عمر سره د عمران خان به ملاقات  نه یوازې نیوکې کیږې بلکې د امریکا د سازش د عمران خاه بیانیې ته زیان هم رسولی شي-   اوېس توحید زیاتوي د عمران خان پلویان که څه هم د حکومت پر نیوکو غوږ نه نیسې خو د بده مرغه د یو بل غدار ګرځولو دغه بیانېو د پاکستان په تولنه کې یو تفریق او د اضطراف حالت رامنځته کړې- عمران خان دریځ لرې چې په ضد یې د بې باورۍ تحریک د یو سازش د لارې کامیاب شوې چې د هغه په قول ترشاې د امریکا او په هیواد کې د دوی مخالف سیاسي ګوندونه وو.  امریکا دغه تورونه رد کړې او ویلی یې دې پاکستان کې د اييني اصولو تر مخه د یوه جمهورې حکومت هیله مندې او د یوې سیاسې ډلې هم ملاتړ نه کوي-  د عمران خان مخالفین د هغه څخه د ثبوتونو غوښتنې کوي. په عین حال کې د خپروشو سرکارې بیانونو تر مخه د امریکا د کانګرس غړې د صدر عارف علوې، د وزیراعظم شهباز شریف او د بهرنیو چارو وزیرې حنا ربانې کهر سره لیدونوکې دوه اړخیزه اړیکو په مضبوطولو، دواړو هیوادونو تر منځ اربطو ساتلو او اسلاموفوبیا په ضد پورته کړی شوو ګامونو خبرې شوې-  

21.04.2022 ډیوه

شمالي وزیرستان ته دشهباز شریف سفر،سیمې لپاره یې څلور پروژې اعلان کړي خو دامنیت په غوښتنه غلی پاتې شوی

دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف دشمالي وزیرستان لپاره دڅلورو سترو پروژو منظوري ورکړې ده خو سیمه کې دامنیت دټینګ په غوښتنه غلی پاتې شوی اؤ وایي چې په دې اړوند به د وزیرستان مشرانو سره اسلام اباد کې غونډه کوي. وزیراعظم شمالي وزیرستان کې دیو پوهنتون،یو طبي کالج ،دانش اسکولونو اؤ عصري ګرځنده روغتون جوړولو منظوري ورکړې ده. دسیمې مشران وایي دوئ سره تیر حکومت هم دپوهنتون،کالج اؤ نورو پروژو ژمنې کړې وې خو تر اوسه عملي شوې نه دي. روانه میاشت داقتدار سمبالولو نه وروسته په وړومبي ځل نن دپنجشنبې په ورځ وزیراعظم شهباز شریف دخپلې کابینې دځېنو مهمو وزیرانو په ملتیا دشمالي وزیرستان سفر کړی اؤ دغلته یې دقامي جرګې سره لیدلي دي اؤ هغې ته یې وینا کړې ده. دسیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دشمالي وزیرستان قامي مشرانو د وزیراعظم نه په دغه مهال دافغانستان خوست ولایت کې د شمالي وزیرستان دمداخیل قبیلې په وګړو دشوې بمبارۍ دسمدستي پلټنو غوښتنه کړې ده. خو سرچینې وایي وزیراعظم جرګې ته ویلي چې په دې هرڅه خبر دی اؤ ډیر زر به په دې اړوند شمالي وزیرستان دمشرانو سره اسلام اباد کې غونډه وکړي. سرچینې وایي ځایي مشرانو د وزیراعظم شهباز شریف نه دې سفر کې سیمه کې دامنیت دټینګښت دغوښتنې ترڅنګ سیمه کې دکاروبار دپراختیا لپاره په غلام خان بارډر دکسټم دنظام ختمولو غوښتنه هم کړې ده. ځایي مشرانو دشهباز شریف نه غوښتنه کړې ده چې دتجارت د ودې لپاره دې دغلام خان پولې نه دکسټم نظام ختم اؤ بیرته بنو ته یوړل شي. وزیراعظم نه په سیمه کې دموبایل انټرنیټ د تهري جي اؤ فور جي دفعالولو غوښتنه هم شوې ده خو سرچینې وایي شهباز شریف دسیمې مشرانو ته باور ورکړی چې ددوئ په ستونزو خبر دی اؤ په دې دنزدې نه خبرو کولو لپاره به دوئ ډير زر اسلام اباد ته راوبلي اؤ ټولو ستونزو دهواري حل به په شریکه ولټوي. په دغه مهال وزیراعظم شهباز شریف اعلان کړی چې دسیمې پیغلو اؤ ځوانانو دتعلیم په ګاڼه سینګارولو لپاره به شمالي وزیرستان کې یو پوهنتون جوړولی شي اؤ ددې ترڅنګ به دلته یو دطب پوهنځی یا کالج هم جوړولی شي. هغه وویل حکومت به یې سیمه کې دانش اسکولونه پرانزي اؤ هم به خلکو ته د روغتیا دغوره اسانیو ورکولو په موخه دلته یو عصري ګرځنده روغتون فعالولی شي. دشهباز شریف سره په دې سفر کې دکورنیو چارو وزیر راناء ثناء الله، د وزیراعظم سلاکار امیر مقام،مرکزي وزیر خواجه اصف،د مذهبي چارو وزیر مفتي عبدالشکور اؤ شمالي وزیرستان نه دقامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ هم ملګري وؤ. تر دې وړاندې پخواني وزیراعظم عمران خان هم شمالي وزیرستان کې دپوهنتون جوړولو اؤ دغلته دانټرنیټ دتهري جي اؤ فورجي فعالولو ژمنې کړې وې، خو دسیمې مشران وایي چې دغه ژمنې نه دي پوره شوي. دشمالي وزیرستان نه داتمانزئ قامي جرګې غړي ملک نصرالله وزیر وي او ای ډیوه سره خبرو کې د وزیراعظم په اعلاناتو تسله ښودلې ده اؤ ویلي یې دي تر دې وړاندې چې هم کله هغه دپنجاب صوبې وزیراعلا ؤ اؤ د وزیرستان خلک بې کوره شوي وؤ نو شهباز شریف دکډوالو دبکاخیل کیمپ ته ورغلی ؤ اؤ دغلته یې د وزیرستان دماشومانو لپاره ددانش اسکولو جوړولو ترڅنګ دګڼ شمیر نورو پرمختیایي پروژو ژمنه کړې وه. هغه وایي کله چې دشهباز شریف ورور نوازشریف وزیراعظم ؤ اؤ د شمالي وزیرستان په سفر راغلی ؤ نو هغه دلته دپوهنتون،کالج اؤ ګڼو نورو پرمختیایي پروژو ترڅنګ کډوالو لپاره دکورونو جوړولو ژمنه هم کړې وه. هغه وویل پخواني وزیراعظم عمران خان چې دخپلې واکمنۍ په موده کې دشمالي وزیرستان دسفرونو په مهال دپوهنتون،کالج اؤ نورو څومره پروژو پیل کولو ژمنې کړې وې تر اوسه یې په دغو اعلاناتو هیڅ عمل نه دی شوی. هغه وایي دشمالي وزیرستان خلکو سره یو ځل بیا ژمنې شوي دي خو اوس به کتل دا وي چې دا اعلانات عملي کیږي اؤ که نه؟ دنوموړي په وینا که چرې دشهباز شریف لخوا شوي اعلانات عملي شي نو دا به دسیمې لپاره یو ستر پیکیج اؤ دخوشحالۍ زیری وي. دملک نصرالله په وینا دسیمې تر ټولو ستره ستونزه دامنیت ده ځکه چې دلته دهدفي وژنو لړۍ دوامداره ده، حکومت ته به دا لړۍ ودرول اؤ د کدوالو بیرته خپلو سیمو ته راستنول اؤ هغوئ ته پخپلو سیمو کې د ژوند اسانۍ برابرول وي. نوموړی وایي ده پخپله نن د وزیراعظم مخې ته خوست کې دشمالي وزیرستان په کډوالو دشوې بمبارۍ خبره د وزیراعظم مخې ته راپورته کړه خو وایي په دغه خبره نه وزیراعظم ښه وویل اؤ نه یې بد وویل بلکې غلی پاتې شو. دشمالي وزیرستان دکډوالو دکمیټۍ مشر نثار علي داوړ وي او ای ډیوه ته وویل شمالي وزیرستان کې دا مهال ناامني تر ټولو ستره ستونزه ده ځکه چې دسیمې خلک هره ورځ په مرموزو هدفي بریدونو کې وژل کیږي اؤ حتی په امنیتي سرتیرو هم بریدونه کیږي. هغه وایي له دغو بریدونو وروسته بیا په سیمه کې دعامو خلکو پرضد عملیات ترسره کیږي اؤ عام خلک ځورول کیږي چې ددې مخنیوی ډیر ضروري دی. نوموړی وایي په کال ۲۰۱۴م کې سیمه کې په ترسره شوؤ ضرب عضب پوځي عملیاتو کې دخلکو کورونه تباه ،کاروبارونه اؤ مارکیټونه تباه شوي خو هغوئ ته تراوسه معاوضه نه ده ورکړل شوې اؤ دخپل حق لپاره در په در لوغړیږي. هغه وایي نن هم دشمالي وزیرستان خلکو وزیراعظم سره سیمه کې دامنیت ستونزه راپورته کړې ده خو وزیراعظم ورته ویلي چې دا ستونزه به په ګډه حل کوؤ. ښاغلی داوړ وایي امنیت ټینګول د ریاست اؤ حکومت کار دی اؤ باید چې نور د وزیرستان خلکو ته دامن په نوم زحمت ورنه کړل شي. هغه وایي پکار ده چې نن وزیراعظم اعلان کړی وای چې دضرب عضب عملیاتو اته کاله پوره شول، اوس د دوئ سیمې صفا دي اؤ کډوال خپلو سیمو ته تللی شي خو دنثار علي په وینا وزیراعظم داسې هیڅ اعلان ونه کړو.

21.04.2022 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

21.04.2022 امریکا غږ

يو شمېر کابل ښاريان: طالبان دې پر خپلو کسانو هم شريعت پلی کړی

که څه هم یو شمېر کابل ښاریان په دې باور دې چې، مجرمینو ته سزا ورکول به جرمونه راکم کړي، خو وايي، طالبان هغه څه چې د شریعت طبیق او خپل قانون ګڼي باید په خپلو کسانو هم، چې په بېلا بېلو جرمونو، مجرم پېژندل شوي هم پلي کړي.  یو تن له دوی، چې د امنیتي ستونزو له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل:  “مونږ له قانون او شریعت ملاتړ کوو، خو چې پلي کېدل یې په ټولو یو شان وي، که دوی رېښتیا غواړي عدالت ټینګ ګړي باید په هغه چارواکو چې په فساد تورن دي هم حکم جاري کړي، لکه د پاسپورت رییس ورور چې تر اوسه یې په اړه خلکو ته څه ونه ویل شول او قضیه یې پټه وساتل شوه.” د کابل ښار بل اوسېدونکی هم ورته نظر لري:  “د شریعت او قانون له پلي کېدو چې د طالبانوسترې محکمې پیل کړی ملاتړ کوو خو، چې د دوی په خپلو کسانو هم چې مجرم پېژندل شوي پلی شي.”  دا غوښتنې ورسته له هغې مطرح کېږي، چې د طالبانو سترې محکمې، تازه پنځه تنه د شراب خوړنې او پلورنې په جرم په ۳۵ درو او دوه تنه نور د ۳۵ درو تر څنګ په شپږ میاشتې حبس هم محکوم کړي دي.   د طالبانو د سترې محکمې ویاند عبدالرشید مشعل په دې اړه وايي:  “اسلامي امارت په شریعي ابتدايي محکمه کې اووه کسانو ته د سترې محکمې د پلاوي، دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او عام خلکو مخکې د اسلامي شریعت له مخې تعزیري سزا ورکړه، یو تن د شرابو د پلور او څښلو په جرم ۳۵ درې ووهل شو، دوه تنه د موټرو د غضب په جرم هم ۳۵ درې ووهل شول او شپږ میاشتې حبس ورکړل شو، درې تنه نور هم د شراب څښلو په جرم ۳۵ درې او یو تن یې د پلور په جرم ۳۵ درې ووهل شول.”  په ورته وخت کې د بشر حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسوله هیدربار وايي یو څه چې د اګسټ له پنځلسمې وروسته يې افغانان اندېښمن کړي دي د قانون د حاکمیت نه موجودیت دی.  اغلې هیدربار ازادي راډيو ته وویل د پولیسو، محکمې، څارنوالۍ په ګډون د مدافع وکیلانو نه موجودیت هغه څه دي چې خلک د عدالت د تامین په برخه کې پرې تکیه نه شي کولای.  خو دا وايي ځینو عدلي او قضايي ارګانونو په برخه کې طالبانو خلک په کار ګمارلي چې مسلکي نه دي.  " ځینې خلک چې له طالبانو ویره لري چې ښايي دوی يې ونیسي، طالبانو ته مراجعه نه کوي، نو که طالبان غواړي چې باور يې زیات شي نو باید په عاجل ډول سم او معتبر عدلي او قضايي سیستم رامنځته کړي چې ټول ترې په مناسب ډول ګټه واخلي."  طالبانو تازه په دې اړه څه ونه ویل خو تر دې وړاندې يې ویلي چې په عدلي او قضايي بنسټونو کې يې مسلکي کسان ګمارلي دي.  د طالبانو د سترې محکمې ویاند دغه شان د کابل ښاریانو د دې غوښتنو په ځواب کې چې طالبان دې خپل کسان هم چې مجرم ګڼل شوي مجازات کړي ازادي راډیو ته لیکلي پیغام ویلي، د دوی د حکومت اړوند کسان پوځي مجازات کېږي او د پاسپورت ریاست د رییس د ورور په ګډون د یو شمېر دوی دوسیې تر څېړنې لاندې دي.  څه موده مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د پاسپورت د پخواني رییس عالم ګل حقاني د ورور د غیر اخلاقي کړنو یوه ویدیو خپره شوه، چې ورسته داسې عکسونه هم خپاره شول، چې په کې لیدل کېدل د طالب پوځیانو له خوا نیول شوی دی. 

21.04.2022 ازادي راډیو

دپاکستان لویدلی اقتصاد،دخزانې وزیر ایي ایم ایف نه پیسو ترلاسه کولو لپاره واشنګټن ته روان شوی

د پاکستان د خزانې نوې وزیر مفتاح اسماعیل د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره د ودریدلي پور د پروګرام د بيا بحالولو پسر د خبرو لپاره واشنګټن ته روان شوی دی. د نړیوالې مالياتي ادارې ایي ایم ایف سره د 6 اربو ډالرو د پور پروګرام  روانه میاشت کې د پخواني وزیر اعظم عمران خان دحکومت له وخته مخکې د ختمېدو له کبله ودرېدلی ؤ. د خزانې وزیر واشنگٹن ته د روانېدو نه مخکې په يو ټويټ لیکلي چې د هغه د تګ مقصد د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ابف سره د قرض پروګرام بحالول دي کوم چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت د پاټلۍ نه کوز کړی ؤ چې له امله یې د هېواد اقتصاد د خطر سره مخامخ شوی. څېړونکي وايي د پاکستان اقتصادي وضعه دا وخت دومره خرابه شوې چې ايي ایم ایف ته له تګ پرته بله کومه لار نه لري. مطبوعات وايي چې مفتاح اسماعیل د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف د چارواکو سره د نېغ په نېغه ملاقات خواست کړی چې داسې د تېر حکومت د کړو لوظونو سربېره د ایي ایم ایف څخه زيات ممکنه مراعات ترلاسه کړي. د پاکستان تحریک انصاف ګوند تېر حکومت کال 2019م کې د نړيوالې مالياتي ادارې سره د 6 اربو ډالرو د قرض پروګرام لاسلیک کړی ؤ چې وروسته  له دغه ادارې لخوا په اېښودل شوؤ شرطونو د عمل نه کيدو له امله ودرېدو. مفتاح اسماعیل پرون د شورو په ورځ اسلام اباد کې خبري غونډې ته ویلي چي ايي ایم ایف پاکستان ته د قرض پروګرام د بيا بحالۍ لپاره پينځه شرطونه ايښي دي. هغه وايي په دغو شرطونو کې د بجلۍ او تېلو په نرخونو د تېر حکومت لخوا ورکړې شوي رعایتونه ختمول، ددې په نرخونو کې اضافه کول، صنعتونو ته ورکړې شوې د ماليې د استثنا اېمنسټي سکيم ختمول او ددې ترڅنګ نوي ټیکسونه لګول او د بچت اقدامات شامل دي. څېړونکي وايي ددې مقصد د 1.3 ټرېليېنه روپو  متوقع بجټ خساره کې 25 بيېلنه روپۍ کمی راوستل دي. اقتصاد پوهه او د خزانې پخوانی وزیر حفیظ پاشا وايي د پاکستان مالي ستونزې تر دې حده رسېدلي چې حکومت له به زر تر زره او ارو مرو د ايي ایم ایف پروګرام بحالول او د هغې په رڼا کې د کال2022-2023 بجټ په مئ مياشت کې وړاندې کول وي. ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل حکومت چې په راتلونکې بجټ کې کوم تېکس لګوي یا نور اصلاحات کوي او ېا په دې کې خلکو ته کومې اسانۍ ورکول غواړي نو باید چې له هغې څخه له مخکي نړیواله مالياتي اداره خبر کړي. حفيظ پاشا بيا وايي د پاکستان د زر مبادلې شتمنۍ د 11 اربه ډالره څخه لاندې پرېوتې دي او پاکستان ته به اوس په کليز بنيادونو د تجارتي خسارې د فنانسنګ او بهرنیو قرضو بېرته ستنولو لپاره د 30 نه تر 32 اربه ډالرم پورې رقم پکار وي. دی وايي اوسني حکومت لکه د تېر حکومت په څېر اولس ته ځینې مراعات ورکړي او دا وخت يوازې خلکو ته په اسانتياؤ  ورکولو ګذاره نه شي کېدای نو که چېرې د ايي ایم ایف سره د قرض پروګرام د بحالۍ خبرې ناکامه شي نو د سري لنکا په څېر به دلته هم د څيزونو نرخونه اسمان ته لاړ شي. هغه وايي دا مهال پاکستان لپاره په سوچ سره ګامونه پورته کول اړین شوي دي. د اقتصادي چارو يو بل شنونکی ډاکټر سلمان شاه ډيوه ته وايي پاکستان له دې مخکې هم دوه ویشت وارې اي ایم ایف ته تللی دی او دا به درویشتم ځل شي. نوموړي وي او ای ډیوه ته ویلي د پاکستان رېکارډ پاتې شوی چې د اقتصاد د ښه کولو لپاره یې د ایي ایم ایف شرطونه نه دي پوره کړي او که چېرې حکومت د ایي ایم ایف په نسخه عمل کوي نو ددې به سياسي قيمت هم ورکوي. نوموړي وویل امریکا په ایي ایم ایف کې تر ټولو لويه شراکت دار ده او کتل به دا وي چې هغه په دې  اړه د پاکستان سره څه ملاتړ کولی شي. وايي که پاکستان ته په نرمو شرطونو زياته قرضه ورکړي نو بیا کېدای شي چې موجوده حکومت ته د اقتصاد په څانګه کې د ساه اخستو فرصت ترلاسه شي. دنوموړي په وینا دا وخت چې په پاکستان کې د بجلۍ کومه ستونزه ده او بلخوا چې په نړيوال مارکیټ کې د تېلو نرخونه زياتېږي نو ښکاري چې حکومت له به د ايي ایم ایف په شرطونو عمل کول مشکل وي. دی وايي دا وخت لويه ستونزه د بجټ خساره ده، ددې د کمولو لپاره به حکومت ته ګران درامدات کمول او ورسره به په کليز بجټ کې د پرمختيايي بوديجې څخه پیسې کمول وي. هغه زیاتوي ایي ایم ایف به په خبرو کې د پاکستان څخه د بجټ د بنيادي خسارې د کمولو او ددې په بنيادي سرپلس یا اضافه کې د بدلولو غوښتنې کوي. مفتاح اسماعیل هم وايي چې حکومت په ترقياتي بجټ کې تر 600 اربو روپو پورې کمى کولو ته هم تېار دی او صنعتونو ته د ورکړی شوي اېمنسټي سکيم ختمول هم کومه ستونزه نه ده خو وايي پاکستان به په تنخا داره طبقه د نوؤ  ټېکسونو لګولو د ايي ایم ایف شرط ونه مني. نوموړي ویلي د پاکستان لپاره به د زرمبادلې شتمنۍ پاېداره جوړول او د راتلونکي بجټ د خسارې د کمولو لپاره د نورو 4 اربو ډالرو بندوبست کول سملاسي چېلنج وي. هغه وايي چې حکومت د چين څخه د مالي امداد او د قطر نه په موخره اداېګيانو د ماېع ګېس یا ایل این جي ترلاسه کولو منصوبه هم لري.

21.04.2022 ډیوه

کابل او يو شمېر ولايتونو کې چاودنې؛ اتلس تنه وژل شوي او شپېته ژوبل دي

د پلازمېنې کابل ترڅنګ په مزارشریف، کندز او ننګرهار کې د چاودونو راپورونه ورکول شوي دي، خو د مزار شریف چاودنه يې تر ټولو خونړۍ بلل شوې. دغه چاودنه چې د مزار شریف ښار د دوهمې ناحیې اړوند د سې دوکان سیمه کې د شیعه ګانو په مشهور جومات کې دننه شوې ده، د تلفاتو په اړه يې بېلا بېل نظرونه ورکول کیږي. په بلخ کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري وايي پېښه په جومات کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو له امله رامنځته شوې چې ۱۰ تنه لمونځ کوونکي يې وژلي او ۱۵ نور ټپیان دي. نوموړی وايي: “نن د افغانستان دښمنانو یوه لویه فاجعه ترسره کړه، د سې دوکان په سیمه کې يې چاودنه وکړه، دا چاودنه د چاودېدونکو موادو له امله رامنځته شوې ده، چې په ترڅ کې يې زموږ ۲۵ هيوادوال شهیدان او ټپيان شوي دي.” خو د دې ولایت د عامې روغتیا رییس نجیب الله توانا وايي چې په د دغه چاودنې له امه ۱۲ تنه وژل شوي او دېرش نور ټپيان شوي دي. ښاغلي تونا دا هم ویلي دي چې په ټپیانو کې د ۶ تنو روغتیايي وضعیت نازک دی. اسوشیتیت پریس خبري اژانس بیا د بلخ د بو علي سینا روغتون د سرطبیب ډاکتر غوڅ الدین انوري له قوله د لس تنو د وژل کېدو او څلویښتو د ټپي کېدو راپور ورکړی دی. د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې په مزاشریف ښار کې د ننۍ چاودنې مسوولیت منلی دی.  رویټرز اژانس څرګندوي چې دې ډلې د ټیلګرام له لارې په یوه خپاره کړي پیغام کې دا خبره کړې ده.  بل لور ته د دې برید په تړاو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي خبریال ریچرد بینناټ پر ټویټر لیکلي دي چې نن بیا افغانستان نورو چاودنو ولړزاوه، په مزارشریف ښار کې یې جومات هدف وګرځاوه او قربانیان یې یو ځل بیا هزاره دي.  ریچرډ بینناټ زیاتوي چې په منظم ډول پر هغو ځایونو بریدونه چې ګڼ خلک پکې ژوند کوي، لکه ښوونځي او جوماتونه له بشري حقونو سرغړونه ده چې باید سملاسي د دې تحقیقات وشي او له عاملانو سره یې حساب وشي.  دغه راز کندز د سر دوره ښارګوټي په سیمه کې د قول اردو د مستریانو د عملې په کاسټر موټر چاودنه شوې چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او نولس نور ټپيان دي. د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند حافظ عبیدالله عابدې ازادي راډيو ته وویل: “د قول اردو د مستریانو د عملې په موټر چاودنه شوې ده، نولس کسان چې درې په کې د ښوونځي زده کوونکي دي ټپیان شوي دي او دغه شان څلور تنه شهیدان لرو.” په پلازمینه کابل کې بیا چاودنې دوه ماشومان ټپیان کړي دي. د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدارڼ ازادي راډيو ته وویل چې نن سهارد کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند سیمه چهاراهي قمبر سره په یو ګلدان کې ایښودل شوي ماین چاودنه کړې چې له امله يې دوه ماشومان برسیرن ټپیان شوي دي. اخوا له ختیځ ننګرهاره راپورونه وايي چې د دې ولایت د خوګیاڼیو د خوارانو په سیمه کې د طالبانو په یو رینجر موټر چاودنه شوې چې د یو شمېر سرچینو له قوله له امله يې څلور طالبان وژل شوي او یو ټپي شوی دی. خو د تلفاتو دا شمېر په رسمي ډول نه دی تاييد شوي. د دې ټولو چاودونو مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی خو له دې نږدې پنځه میاشتې وړاندې په کندز او کندهار کې د شیعه ګانو په جوماتونو د چاودونو مسولیت داعش خراسان څانګې وسله والو منلی وو. په همدې حال کې یو شمېر افغانان روان وضعیت اندېښمن کړي دي. دوی وايي فکر يې کاوه د طالبانو په راتګ به سوله راشي او د نا امنۍ ټغر به ټول شي خو د دوی په وینا اوس سخت ویریدلي دي. د کابل او ننګرهار اوسېدونکي محمد رسول او خان محمد: “د طالبانو په راتګ زموږ تمه دا وه چې په هيواد کې به نسبي امنیت راشي خو هغه څه چې زموږ تمه وه برعکس پایلو سره مخ شو، دکابل په ګډون په بیلابیلو ولایتونو کې چاودنې او د ګاونډیو هيوادونو له لوري زموږ په خاوره تېری دا هغه څه دي چې زموږ خوشبیني په بد بینۍ بدلوي.” “دغه حالاتو دومره ویرولي یو چې ان جومات د لمانځه لپاره په ویره ځو، او فکر کو چې ښايي پېښه وشي، د همدې له امله د جومات په یو کونج کې ودریږو او فکر کوو چې که پېښه کیږي ښايي دا ځای زموږ لپاره په امن کې وي.” دوی وايي د طالبانو حکومت د افغانستان لومړیتوبونه هېر کړي او په ډېر غیر ضروري مسایلو يې ځانونه مصروف کړي دي. دا په داسې حال ده چې د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ د کابل دشت برچي سیمې په عبدالرحیم شهید لېسه کې د دوو چاودنو له امله د دې ښوونځي ۹ تنه وژل شوي او له لسو ډېر ټپيان شوي وو.

21.04.2022 ازادي راډیو

په مزار شریف کې چاودنې لږ تر لږه 10 کسان وژلي 

د افغانستان د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د شیعه ټولنې په یو جومات کې چاودنې لږ تر لږه 10 کسان وژلي او 40 نور کسان یې زخمیان کړي دي. د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه چاودنه د مزارشریف ښار په سه دوکان جومات کې په داسې مهال وشوه چې خلکو لمونځ کولو. د مزار شریف د مرکزي هسپتال ډاکټر غوث الدین انوري وویل په چاودنه کې زخمیان او وژل شوي کسان خلکو په شخصي موټرو اېمبولانسونو کې هسپتال ته راوړل. هم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په کابل کې هم د سړک په غاړه بم چاودنه کې دوه ماشومان زخمیان شول. رپورټ وايي چاودنې د افغانستان اقلیتي شیعه ټولنه په هدف کړې ده. ای پي وايي هېڅ یوې ډلې نه د مزارشریف او نه هم د کابل د چاودنې مسولیت منلی دی خو په چاودنو کې د داعش خراسان ډلې د ککړتیا نخښې نخښانې لیدل کېږي. داعش خراسان د دې نه مخکې هم په افغانستان کې د یو شمېر داسې حملو ذمه واري منلې ده چې پکې شیعه مسلمانان په هدف شوي دي. د کابل د پویس ترجمان خالد ځدران په ټویټر خپل پېغام کې وویل د کابل چاودنه د ښار په مغربي برخه کې شوې چې اکثریت ابادي یې د شیعه مسلمانانو ده. د کابل په  دغه سیمه دوه ورځې وړاندې چاودنو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او 17 کسان زخمیان شوي دي. ای پي وايي داعش خراسان ډلې په کابل کې او په خاصه توګه په دشت برچي سیمه کې وړاندې هم په شیعه ټولنې حملې منلي دي. تېر کال د می په میاشت کې په کابل د طالبانو د واکمنېدو نه وړاندې په دشت برچي کې دوو بم چاودنو د 60 نه زیات ماشومان ووژل.  

21.04.2022 ډیوه

د بشري حقونو د څار ډله: طالبان دې د هرات ښځينه زندان مديره عاليه عزيزي خوشې کړي

د بشري حقونو د څار ډلې پر طالبانو غږ کړی چې د هرات د ښځو د زندان مدیره عالیه عزیزي له زندان څخه خوشې کړي. د هرات د ښځو د زندان د رييسې عاليې عزيزي له ورکېدو څه باندې اووه مياشتې تېرېږي او د مېرمن عزيزي د کورنۍ غړي د هغې له ژوند او مرګ بې خبره، له ژور خفګان سره مخ دي. د عالیې عزیزي ورور نذیر عارفي ادعا کوي چې طالبان له دوی سره همکارۍ ته زړه نه ښه کوي. نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چې ځواب ویونکې اوسي او ژر تر ژره دې د خپلې خور له حاله دی خبر کړي. ښاغلی عزيزي وايي: "له هغې ورځې راهیسې چې عالیه اوه میاشتې مخکې ورکه شوه، زموږ له ټولو هڅو سره سره، هغه که په هرات، کابل، ټولنیزو شبکو او یا هم د نړیوالو سازمانونو لکه د بخښنې نړیوال سازمان او د بشرې حقونو د څار نړیوال سازمان له لارې تر سره کړې، هیڅ کومه پایله یې نه ده ورکړې، طالبانو له یو ځلې پرته نور موږ ته هیڅ ځواب نه دی ویلی، دوی د همکارۍ لپاره نه حاضرېږي، موږ د عالیې له برخلیک څخه هیڅ خبر نه یو." ښاغلی عارفي ادعا کوي چې خور یې د هرات د ښځو په زندان کې د دندې پر مهال له یوې ټیلیفوني اړیکې وروسته لادرکه شوه. ښاغلی عارفي وايي، چې عالیه عزیزي د هرات له سقوط وروسته څو ورځې په کور کې ناسته چې طالبانو ترې وغوښتل څو خپلې دندې ته حاضره شي. د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو ویلي، طالبانو د عالیې عزیزي د ورکېدو په اړه کره څېړنه نه ده کړې. دې سازمان په خپل راپور کې لیکلي، طالب چارواکي باید د مېرمن عزیزي د ورکېدو په اړه ژر تر ژره څېړنه وکړي او له زندانه دې خوشې کړي او یا دې د هغې د ساتلو ځای اعلان کړي. د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، د مېرمن عزیزي قضیه د بشري حقونو د سرغړونو د جدي تورونو په څېړلو کې د طالب چارواکو پاتې راتلل څرګندوي. خو د طالبانو ویاندویان د عالیې عزیزي د ورکیدو په اړه له ازادي راډیو سره د مرکې کولو لپاره حاضر نه شول. د مېرمن عزیزي د ورکیدو په لومړیو ورځو کې د هرات لپاره د طالبانو د والي پخواني مرستیال مولوي شیراحمد عمار ازادي راډیو ته ویلې وه چې په دې اړه څېړنې روانې دي. د طالبانو بیا ځلې واک ته رسېدو سره، د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا د بخښنې له حکم سره سره، د پخوانیو دولتي سرتېرو او ملکي کارکوونکو د نیولو، ورکېدو او حتی د وژلو ډېر راپورونه ورکړل شوي دي. خو طالبانو په وار وار په دې پېښو کې لاس لرل رد کړي دي. خو د بشري حقونو د څار ډلې پر طالبانو غږ کړی چې د خپلو ځواکونو د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي او د تورونو په اړه بې پرې څېړنې وکړي.

21.04.2022 ازادي راډیو

بلوچستان:ښځه اؤ خاوند دغیرت په نوم وژل شوي دي

ځایي چارواکي وایي دغه پېښه د ایران  سرحدي پولې سره نزدې په پنجګور کې  رامنځ ته شوې ده. وژل شوي کسان دبلوچستان دډيره مراد جمالي د سيمې اوسيدونکي دي او ویل کیږي دوئ پخپله خوښه واده کړی ؤ اؤ تر هغې وروسته یې په پنجګور سیمه د کر کروندې دلارې خپل ژوند کولو. دسیمې مرستیال کمشنر عبدالرزاق ساسولي وي او ای ډيوه ته  وویل چې د پنجګور د دشت شهباز تحصيل ګورګوري سيمه کې دغیرت په نوم دغه وژنې شوې دي۔ مرستیال کمشنر وویل چې غلام رسول نومې تن خپله خور او  ځوان اوښی یاسین د غیرت په نوم وژلي دي چې ليويزو د دوئ مړي د پنجګور ډي ايچ کيو هسپتال ته یوړل او دپېښې پلټني روانې دي۔  مرستیال کمشنر زیاته کړه چې وژل شوي ځوان ياسين او دهغه ښځه  په تبر او په خنجر  وژل شوى، هغه وایي ليويز ځواک پېښه کې دککړ تن لټون پیل کړی دی اؤ ډير زر به دقانون منګولو ته راوستل شي. په دې وروستیو کې بلوچستان کې د نګ او ناموس په تور وژنې زیاتې شوي اؤ دروانې میاشتې په اوومه نیټه 7 هم دکلات دغوث اباد په سیمه کې یو تن علی ګل خپله ښځه د غیرت په نوم وژلې وه چې دهغې  مړی یې د قامي لوېې لارې د پله لاندي غورځولی ؤ. بلوچستان کې دښځو د حقو له پاره دمبارزه کوونکي غیر دولتي سازمان عورت فاونډیشن د ۲۰۲۱ کال د راپور له مخې په ټول بلوچستان کې هره ورځ یوه ښځه وژل کېږي یا تشدد ورباندې کېږي.  تېر کال بلوچستان ایالت کې په ښځو  د تشدد ۱۲۹ پېښې ثبت شوې وې.  په دغو پېښو کې ۵۷ ښځې او ۲۱ نارینه وژل شوي چې له دې څخه  یې ۲۸ ښځې او ۲۱ نارینه د ناموس په نوم وژل شوي دي. د راپور له مخې دښځو پرضد د تاؤ تریخوالي زیات شمېر پېښې  ۳۳ په کوټه کې او ۳۰  په نصیراباد کې رامنځته شوې وي. دپاکستان د بشری حقونو کمیشن د کال 2020 په رپوړټ کې وایي په یو کال کې 430کسان د عزت او غیرت په نوم وژل شوي چې پکښی 148سړی او 363 ښځې شامل دي. دمدنی ټولنی فعالین بیا وايي چې دا یوازې هغه پېښې دي چې دخبري رسنیو دلارې مخې ته راځي اؤ د دوئ په خبره ددغه ډول پېښو اصل شمېره تر دې ډیره ډیره لوړه ده صوبایي حکومت وايي صوبه کې دغیرت په نامه  دوژنو مخنیوي له پاره قانون شته او  دښځو د وژنو پېښې ثبت کېږي او په عدالت کې قضیې ورباندې چلېږي. 

21.04.2022 ډیوه

بلخ کې د شعیه ګانو په جومات کې چاودنه شوې

د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د افغان اهل تشیع جومات کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

21.04.2022 امریکا غږ

نړیوال بینک وایي د زیاتې ګرانۍ اؤ کم امدن له امله پاکستان کې دخلکو دخریدارۍ توان کم شوی

نړيوال بېنک  خپل يو تازه رپورټ کې ويلي په پاکستان کې د34 فيصدي خلکو روزانه امدن 3.2 ډالر يا نزدې 600 پاکستاني روپۍ دی۔ داقتصادي چارو کار پوهان وايي د زياتې ابادۍ  اؤ کم امدن له امله د ملک د پرمختيا عمل ودريږي اود نورې نړۍ سره تجارتي اړيکي هم په کمېدو شي۔  ورلډ بېنک خپل رپورټ کې زياته کړې د خوراکي توکو او توانایۍ دنرخونو زياتيدو له امله د خلکو د څيزونو د اخستو توان کم شوی  اؤ دې دهغو غريبو خلکو په ژوند اثر پریباسلې چې د خپل امدن ډيره برخه ددغو شیانو په اخستو مصرفوي۔ يو دوکاندار محمد عمران وايي دوئ په شريکه کورنۍ کې اوسيږي، خپله دوکانداري کوي خو نور درې تعليم يافته ورونه يې بې روزګاره دي، او د دوکان د اتو سوو نه تر زرو روپو د ورځې په امدن کې د دولسو تنانو د کورنۍ پالنه کوي. "دوکان کې چې کومې پېسې وګټو په هغې د کور د خوراک خرچ په ګرانه پوره شي، بيا د صحت، تعليم، او د ژوند نورو اسانتياو د پاره پېسې نه لرو" د پاکستان دسرکاري شميرو ترمخه په ملک کې يواځې تېره هفته د يو پنځوس څيزونو په نرخونو کې د اوولسو په بيعه کې  اضافه شوې،د لسو شیانو بيعي  راکمې شوې دي او د څلیريشتو بيعې په خپل ځائ پاتې شوي دي۔  د شمېرو ترمخه د تېر کال په پرتله د ګرانۍ کچه شپاړس فيصده زياته شوې ده، ټماټر پينځه اتيا فيصده ګران شوي، اېل پي جي، يا مائعه ګېس يو کم اتيا فيصده ګران شوی، دغسې اوګه، پياز،غوړي،پيټرول هم څو چنده ګران شوي دي،  د اقتصادي چارو ماهر پروفيسر منظور خان وايي په پاکستان کې د کم امدن لوي علتونه بې روزګاري او د پېدوار د موقعو نشتوالث دی. "په يو کور کې لس تنان وي په هغې کې اکثر له يو تن په روزګار وي نو د يو تن په امدن د ټولو خرچ پوره کول ګران شي" د اقتصادي چارو يو بل ماهر ډاکټر معراج علي ويل چې کله په يو هېواد کې د امدن کچه کمه وي نو د نورو ملکونو سره يي په تجارت هم بد اثرات پريوځي او چي د امدن کچه زيات شي بيا ورسره د ملک دننه هم اقتصاد ښه شي او نور هېوادونه هم ورسره تجارت زيات کړي۔ د ورلډ بېنک په رپورټ کې ويل شوي تير کال د 37 فيصدي خلکو امدن 3.2ډالره ؤ او سږکال دا درې فيصده راکم شوی دی خو اقتصاد پوهان وايي چي دا کمی د نشت برابر دی او د ملک اقتصاد ښه کولو کي کوم لويې رول نه شي لوبولی۔ پاکستان کي په حکومتي کچه  احساس راشن، احساس کفالت پروګرام، وړو روزګاريانو ته په بغېر د سوده دقرضو ورکولو پروګرامونه دوامداره دي اؤ او موجوده وخت کې يوټيليټي سټورونو کې په رعايتي نرخونو دخوراکي توکو خرڅ او د روژو د پاره په  ارزانو نرخونو دشیانو پلورلو بازارونه پرانستل شوي دي۔

21.04.2022 ډیوه

د نجونو پر زده کړه د بنديز دوام؛ توماس ويسټ او کرزي يې پر اندېښنو خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلي طالبانو له لوري د افغان نجونو د زده کړو د بندیز دوام ته اندېښمن دی. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ ویلي د نجونو د زده کړو د مخنیوي دوام د طالبانو د بار بار ژمنو خلاف عمل دی او د ښځو او نجونو د حقونو نقض د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخامخوي. ښاغلي ویسټ تېره شپه پر خپل ټویټر لیکلي دي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې خبرې کړي او د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز پر دوام يې د اندېښنې د څرګندولو تر څنګ په کابل کې د ښوونځي پر زده کوونکو د وروستۍ خونړۍ حملې په اړه خواخوږي ورسره شریکه کړې ده. نوموړي یو وار بیا له طالبانو غوښتي چې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې پرانیزي او په دې برخه کې د دیني عالمانو او افغان مشرانو غوښتنو ته پام وکړي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په کابل کې یو شمېر دیني عالمانو په یوه ناسته کې او د طالبانو مشرتابه ته په یو لیک کې له دوی غوښتي و، چې له زده کړو د نجونو محرومول شرعي او ديني اړخ نه لري او نجونې کولی شي د اسلامي حجاب په مراعتولو سره زدکړې وکړي. په ځینو ولایتونو او پاکستان کې هم یو شمېر مېشتو افغان دیني عالمانو د طالبانو له مشرانو په یو لیک کې دا غوښتنه کړې وه. په همدې حال کې د پاکستان لپاره د پخواني جمهوری نظام ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي پر خپل فیسبوک، د پاکستان یو عالم مولوي تقي عثماني ته منسوب یو لیک خپور کړی چې په کې د طالبانو له مشرتابه د افغان نجونو په وړاندې د ښوونځیو د خلاصېدو غوښتنه شوې ده. په دې لیک چې د روژې په اتلسم د طالبانو مشر هبت الله اخوند زاده ته لیکل شوی راغلي: “ د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو زده کړه ډېره مهمه ده، ځکه د ښځو اړوند مسایلو د حل لپاره اړتیا ده چې د هېواد نجونې تعلیم یافته شي.” تقي عثماني ته منسوب دا لیک په رسمي ډول نه دی تاييد شوي او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تر اوسه په دې اړه زموږ پوښتنه نه ده ځواب کړې. په ورته وخت کې نن په کابل کې د مدني ټولنو سیاسي ګوندوو او قومي شوراګانو یو شمېر استازو په همدې اړه په یوه غونډه کې د طالبانو له حکومت غوښتنه وکړه چې د نجونو ښوونځي پرانیزي. د دې غونډې یوه جوړونکي ابراهیم ایمان ازادي راډيو ته وویل: “موږ او ټول افغان ولس دې ته حیران یو چې طالبانو په کوم بنسټ، د کومې فتوې له مخې د نجونو ښوونځي تړلي دي، د کوم ولس چې ښځې بې سواده وي نارینه يې هیڅکله پرمختګ نه شي کولای، موږ په اسلامي امارت غږ کوو چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.” د طالبانو د پوهنې وزارت تازه په دې اړه څه نه وايي خو له دې وړاندې يې ویلي چې د ښوونځيو د خلاصېدو په برخه کې د خپل مشرتابه د حکم انتظار باسي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو اته میاشتې کېږي او له همغه مودې راهیسې د دوی له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي.

21.04.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more