روسیه کې د جنګي الوتکې د لویدو په پیښې کې ۴ تنه وژل شوي
د روسیې یوه جنګي الوتکه دوشنبه اکټوبر ۱۷ (تلې۲۵) د ییسک په بندري ښار کې چې اوکراین سره نږدې پروت دی، د خلکو د اوسیدو په سیمې لویدلې او لږ تر لږه ۴تنه پکې وژل شویدي.
قرغزستان له تاجیکستان سره د شخړې حل کې له پوتین څخه مرسته وغوښته
د قزاقستان ولسمشر سدیر جباروف تاجیکستان سره له شخړې یوه میاشت وروسته د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین څخه غوښتي چې د شخړې په حل کې یې له هېواد سره مرسته وکړي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
روېټرز: د افغانانو د ورتګ دپاره جرمني نوی پروګرام شروع کړی
د پروګرام دلاندې به جرمني هره میاشت ۱۰۰۰ افغانانو او د دوی کورنیو ته د ورتګ اجازت ورکوي چې پکې به زیاتره هغه کسان شامل وي چې د ښځو او انساني حقونو، د عدليي، سیاست، مطبوعاتو، تعلیم، ثقافت، لوبو او د ساینس په برخه کې کارکوي
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
اروپايي ټولنې په ایران نور بندیزونه ولګول
اروپايي ټولنې نن دوشنبه د اکتوبر ۱۷مه (تلې ۲۵) پر ایران د بشري حقونو د سرغړونو له امله نوي بندیزونه ولګول.
په کانګرس برید؛ د ټرمپ پخواني همکار ته د شپږو میاشتو بند غوښتنه وشوه
د امریکا د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت له یو قاضي څخه غوښتي دي چې د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ همکار سټیف بینن ته د شپږو میاشتو بند سزا ورکړي.
د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
اوکراین: روسانو په کییف باندې د ایراني ډرونونو حمله کړې نو باید په ایران نوې پابندۍ ولګول شي
واشنګټن - د اوکراین خارجه وزیر وایي چې روسان په اوکراین کې د ایران نه اخېستل شوي ډرون استعمالوي او په کار ده چې مغربي ملکونه دې په ایران باندې پابندۍ اضافه کړي. د ګل/دوشنبې ورځې په سهار چې کله د اوکراین د پایتخت کییف خلک خپلو کارونو ته روان و، نو په ښار کې د ډرون څو څو چاودنې وشوې او هغه سکون یې ګډوډ کړ کوم چې په نسبي توګه په وروستیو ورځو کې پیدا شوی و. اوکرایني چارواکو ویلي چې په دې حملو کې روسانو د ایران نه اخېستل شوي د "شاهد" په نوم ډرونونه په داسې طریقه استعمال کړي چې په هدف لګېدو سره ډرونونه پخپله هم تباه شوي، لکه خودکش حملې. اوکرایني ځواکونو دعوه کړې ده چې د اتوار/یکشنبې شپې راهیسي یې د روس ۳۷ ډرونونه تباه کړي دي. د روس دفاع وزارت ویلي چې په پرمختللو وسلو سره یې د اوکراین په پوځي مرکزونو او د انرجۍ په اډانو حملې کړي دي. د اوکراین خارجه وزیر دمیترو کوبېلا ویلي، هغه د یورپي اتحاد د خارجه چارو کونسل نه د لا زیاتو وسلو د مرستې غوښتنه کړې او د یورپي اتحاد نه یې دا هم مطالبه کړې چې په ایران دې نور بندیزونه ولګوي، ځکه "روس ته یې ډرونونه ورکړي دي." په کييف کې د امریکا سفارت په عوامو باندې د روسانو د نن ورځې دا حملې، "د بيتابۍ (نښه) او قابل مذمت" ګڼلي دي. د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي ویلي چې "دښمن زمونږ په ښارونو باندې حملې کولی شي، مګر مونږ به مات نشي کړی." اوکرایني چارواکو ویلي چې یوه رهایشي ودانۍ کې خلک د خاورو او دېوالونو لاندې شوي خو د نجات عملې اتلس کسان ژغورلي دي. بل اړخ ته د ايسوشیټد پرس خبري ادارې ترمخه، یورپي اتحاد د ګل/دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۱۷مه) د یوې منصوبې منظوري ورکړه چې ترمخه به یې د اوکراین زرګونه عسکرو ته په یورپ کې پوځي مشقونه ورکړی شي. یورپي اتحاد دا فیصله هم وکړه چې اوکراین ته د وسلو او ګوله بارودو د اخېستلو په مد کې، پنځه سوه میلینه یورو مرسته وکړي.
په قطر کې د فټ بال ورلډ کپ کتلو دپاره یو اشاریه پېنځه مېلن کسانو خواستونه کړي دي
د رېډیو پاکستان ترمخه، د پاکستان د پوځ یوه دسته تېره هفته د ورلډ کپ په مهال امنيت په ځای د ساتلو دپاره قطر ته تللې ده. د روېټرز خبري ادارې ترمخه ترکي تېره میاشت وویل چې د فټ بال ورلډ کپ په مهال به ۳۰۰۰ ترک پولیس د امنیت ذمه وارۍ ترسره کوي
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
افغانستان کې په ژمي کې د برېښنا د کمیدو په اړه اندېښنې
د طالبانو د حکومت د بریښنا شرکت وايي، افغانستان څلورو ګاونډیو هیوادونو ورسره په ژمي کې بریښنا د لیږد د اوسنۍ کچې نه کمیدو موافقه کړې.
د ایران په زندان کې د اور لګېدو په پېښه کې د مړو کسانو شمېر اتوو ته رسېدلی
د امریکې صدر جوباېډن د خالي په ورځ وویل چې د ایران حکومت په احتجاج کونکو جبر کوي. امريکايي صدر زیاته کړه چې د ایران د احتجاج کونکو دپاره ډېر احترام لري
کیف باندې د روسیې ډرون بریدونه؛ د اوکراین په سلګونو ښارګوټو برېښنا قطع شوې
د اوکراین په مهمو زیربناوو باندې د روسیې د بریدونو او په کیف باندې د ایراني وژونکو کامیکاز ډرون الوتکو د بریدونو له امله د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) ددې هیواد په سلګونو ښارګوټو باندې د بریښنا جریان پرې شوې دی.