ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ازادي راډيويي مجله؛ د نوبل ادبي جايزه سږ کال يوې فرانسوۍ ليکوالې ته ورکړل شوه

د نوبل د ادبي جايزې ګټونکې فرانسوۍ ليکوالې په اړه د استاد نجيب منلې مرکه، د افغان ادبي بهير د يوې غونډې حال، د چاپيريال په اړه د يو کتاب چاپ، انګليسي ته د افغان مېرمنو د داستانونو له ژباړونکې سره خبرې، تاريخي ځايونو ته د زده‌کوونکو د تګ په اړه مالومات او د نورستان نکلونه. نننۍ خپرونه کې مو يو شمېر نورو ادبي مطالبو ته هم ځای ورکړی دی. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

14.10.2022 ازادي راډیو

د ترکیې نوی قانون د 'جعلي خبرونو خپرول' جرم ګڼي

د ترکیې پارلمان د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تله۲۱) نوی قانون تصویب کړ چې په اساس به یې هغه رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي درې کاله زنداني کېدای شي چې «جعلي خبرونه» خپروي.

14.10.2022 امریکا غږ

خېبرپښتونخوا کې نن بيا د امن دپاره احتجاجي مظاهرې اعلان شوي

د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزيرستان، سوات، چارباغ، شانګله الپورۍ او بونير کې نن د جمعې په ورځ [14 اکتوبر] د امن دپاره او ترهګرۍ په ضد د احتجاجي مظاهرو اعلان شوی دی. ويل شوي په کراچۍ کې به هم نن دغه ډول احتجاجي مظاهره کيږي.

14.10.2022 ډیوه

د بلوچستان په پښتنو سيمو کې پوليسو د تحريک طالبان پاکستان د ترهګريزو پېښو د "ګواښ خبر" ورکړی

د بلوچستان پوليسو د ګواښ په خبر/يا تهرېټ الرټ اعلاميه کې لیکلي د شمالي بلوچستان په ژوب، قلعه سيف الله، لورالايي او زيارت سيمو کې د ناامنۍ  د پېښو کېدو ويره ده.

14.10.2022 ډیوه

ټرمپ احضار شوی چې د کانګرس په ودانۍ د برید په اړه کواهي ورکړي

د امریکا د متحدو ایالتونو د ګانګرس کمېټې، چې د کانګرس په ودانۍ باندې د یرغل په اړه تحقیقات کوي، د رایو په اکثریت سره د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د احضار کولو پرېکړه وکړه.

14.10.2022 امریکا غږ

د امریکا په شمالي کارولینا کې په ډزو کې پنځه کسان وژل شوي

د امریکا د متحدو ایالتونو په شمالي کارولینا کې چارواکي وايي چې په یو وسله وال برید کې پنځه تنه وژل شوي دي. په وژل شویو کې یو پولیس افسر دی چې د وژل کېدو به وخت کې په دنده کې نه و. پېښه د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تله۲۱) دغه ایالت د «رالیف» په ښار کې شوې ده. د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس د ښار ښارولې ماري-ان بالډوین خبریالانو ته وویل: «دا د رالیف ټول ښار لپاره یوه تراژیدي ورځ ده. د دغه ښار د پولیسو څانګې هم د پنځو کسان وژل کېدل تائید کړي دي. برید ګر نیول شوی دی خو د پېښې دقیق علت معلوم نه دی پولیسو د نیول شوي کس هویت لا نه دی څرګند کړی دی. د وسله وال خشونت د ارشیف د معلوماتو په اساس د ۲۰۲۲کال له پیل راهېسې تر دې دمه د وسلو سره د تړلو پېښو له کبله څه باندې ۳۴زره کسان وژل شوي او ۳۱ نور ژوبل دي.

14.10.2022 امریکا غږ

امریکا: امکان نلري د ایران سره اتومي تړون ژر پلی شي

سپینه ماڼۍ وایي د ایران سره په ۲۰۱۵ کال کې د لاسلیک شوې اتومي موافقې د سره تطبیق کیدل غواړي خو هغه احتمال یې رد کړ چې په نږدې راتلونکې کې به ایران بیرته ددې تړون سره یو ځای شي.

14.10.2022 امریکا غږ

افغان کرکټ لوبډلې مالي ملاتړ پیدا کړ؛ د نړیوال کپ سیالۍ یکشنبه پیلېږي

د افغانستان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تله ۲۱) اعلان وکړ چې د غیر الکولي مشروباتو له یو شرکت سره یې قرار داد لاسلیک کړ چې د کرکټ د ۲۰۲۲ په ۲۰اوریز نړیوال کپ کې د افغان لوبډلې مالي ملاتړ وکړي. کرکټ بورډ په خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي دي چې د «سوپر کولا» له شرکت سره یې دا تړون لاسلیک کړی دی. د بورډ په اعلامیې کې راغلي دي: «سوپر کولا (څښاک توليدونکي شرکت) د نړيوال جام لپاره د کرکټ ملي لوبډلې د مالي ملاتړ کوونکي حقوق ترلاسه کړل.» د دغه شرکت محصولات په افغانستان کې هم پلورل کېږي. د قرارداد د څرنګوالي او څومره والي په اړه څه ویل شوي نه دي، خو د بورډ یو چارواکي امریکا غږ ته وویل چې هیله لري دا قرارداد د نړیوال کپ تر سیالیو وروسته هم وغځول شي. د قرارداد په اساس به د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو په لباسونو کې د دغه شرکت نښه او لوګو ونښلول شي‌ او له دې لارې به یې محصولاتو ته بازار موندنه کېږي او تشهېر کیږي. د نړۍ د نورو هېوادونو لوبډلې هم دا ډول مالي ملاتړي لري. د نړیوال کپ ګډونوال او د افغانستان سیالۍ د کرکټ د ۲۰ اورونو نړیوالې سیالۍ د را روانې یکشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۶) په استرالیا کې پیلېږي چې ۱۶ لوبډلې په کې دي. لومړۍ لوبه به یې د سري لانکا او نمیبیا ترمنځ وي. دا سیالۍ دوې مرحلې لري چې په لومړۍ مرحلې کې سري لانکا، ویسټ انډیز، زمبابوې، ایرلنډ، سکاتلنډ، هالنډ،‌ نمیبیا او متحده عرب امارات له یو بل سره په کې مخامخ دي. افغانستان، استرالیا، انګلنډ، بنګله دېش، جنوبي افریقا، پاکستان، نیوزلنډ او هند د تېر کال په ۲۰اوریز کپ کې د لوبو د ګټلو په حساب، د سږنيو سیالیو اتو غوره لوبډلو ته لاره کړې ده. د لومړۍ مرحلې څخه به څلور غوره لوبډلې د دغو اتو لوبډلو سره یو ځای کېږي او بیا به ټولې ۱۲ لوبډلې د نړیوال کپ په دویمې مرحلې کې له یو بل سره سیالۍ کوي. افغانستان په الف ګروپ کې دی چې له استرالیا، انګلنډ او نیوزلنډ سره یې لوبې مشخصې شوې او دوې نورې لوبې به یې د دویمې مرحلې له دوو غوره لوبډلو سره وي. د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۲ نېټه د استرالیا د پرت په ښار کې له انګلنډ سره ده. افغانستان تر دغو رسمي سیالیو مخکې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې له بنګله دېش او پاکستان سره تمریني لوبې لري. افغان لوبغاړي له شاوخوا دوو اونیو راهېسې په استرالیا کې په تمرینونو بوخت دي.

14.10.2022 امریکا غږ

د عراق پارلمان نوی ولسمشر وټاکه، امریکا یې هرکلی کړی

د عراق پارلمان عبدالطیف رشید د دغه هېواد ولسمشر وټاکه

14.10.2022 امریکا غږ

د هند د سترې محکمې قاضیان ښوونځیو کې د حجاب په بندولو د نظر اختلاف لري

وروسته تر هغه چې د هند په جنوب لویدیځ کې د کرناټکا په ایالت کې عالي محکمې په درسي ټولګیو کې د نجونو د حجاب د منع کولو پریکړه صادره کړه، پدې هیواد کې د مسلمانانو څو ډلو د هند سترې محکمې ته د دې پریکړې په خلاف عریضه وکړله.

13.10.2022 امریکا غږ

روس په روانو هوايي حملو کې په ډرونز د اوکرين د سرښار سيمې په نخښه کړي

واشنګټن- د اوکرين چارواکو د زيارت/پانچ شنبې په ورځ ويلي روسي ځواکوانو د ايران په جوړ شوو ډرونز د سرښار (کيف) ځينې برخې ويشتلي او د هېواد پوځي چارواکو دا هم ويلي روس په بيلا بيلو سيمو کې نور څلوېښت ځايونه په نخښه کړي. د اوکرين د ولسمشر د دفتر معاون چارواکي کيريلو تيموشينکو ويلي ډرونز په کيف کې د ورځني ژوند مهم ځايونه په نخښه کړي او چارواکي دا هم وايي بريدونه داسې ډرونز کړي چې په کاميکيز ايرکرافټ نوم ياد شوي او د چاودېدونکي موادو سره پخپله هم په هدف ويشتلو ختميږي. داسې ځان تباه کونکي ډرونز لا پروازونه په دويم نړيوال جنګ کې د جاپان لخوا ازمول شوي وو ځکه يې دغه نوم موندلی دی. د مايکولايو ښاروال اولېکسانډر سېنکوېچ دا هم رپورټ کړي چې د تېرې شپې شېلېنګ چې د اوکرين په سويلي برخو کې شوی چې يو پينځه پوړه ودانی يې هم د مزکې سره مزکه کړی. دا هوايي بريودنه په داسې وخت کې شوي چې د اوکرين پلويان ياد هېواد ته د نورو مرستو نيت لري چې د دفاع د پاره يې اړين وي. د اوکرين ولسمشر ولاډيمير زېلنسکي تېره ورځ ويلي وو چې “د روس د ظالمانه او ترهګرو حملو مخ نور هم نړۍ ته ښکاره شوی او بيا داسې څوک (غرب) د اوکرين هوايي تحريم په داسې وخت کې ساتي چې زمونږ په عمر کې يې مونږ ته د مهمو مرستو حاجت دی”. برتانيه په برسلز کې د اتحاد د دفاع د وزيرانو په غونډه کې ويلي چې اوکرين ته به هغه راکټونه وليږي چې کولی شي کروز ميزايل راورغوځوي. د امريکا د دفاع وزير لوېډ اسټېن ويلي د روس ولسمشر ولاډيمير پوټين هڅه کوي ناتربيه شوي او بې عقله روسي 300,000 ولسي خلک د اضافي ځواک په نوم څنګرونو ته ولېږي خو اوکرين نړۍ ته وښودله چې د ولس پوځي قوت خپل ساری نه لري ځکه چې د خپلواکۍ او جمهور د پاره جنګيږي.                    

13.10.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

13.10.2022 امریکا غږ

پوتین: افغانستان باید د جګړې تاوان تر لاسه کړي

د روسیي ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي د تیرو څو کلونو په جګړو کې افغانستان ته د اوښتو زیانونو له امله باید دغه هېواد ته تاوان ورکړل شي.

13.10.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

13.10.2022 امریکا غږ

په هند کې د زده کونکو د حجاب پرسر د سترې محکمې قاضیان سره وېشل شوي دي

واشنګټن – رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی، چې د هندوستان د سترې محکمې یو پېنل د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې دوی په ښونځیو کې د حجاب پر مسلې باندې سره وېشل شوي دي او دغه مسله یې لوی قاضي (چېف جسټېس) ته استولې ده. له دې اعلان سره په ښونځیو کې د جونو د حجاب د مسلې پرضد شوی حکم لا پر ځای پاتې کېږي. د کرناتاکا د پرېکړې پرضد چې د حجاب پر سر د بندیز پرېکړه به فیبرورۍ کې عملي کېږي مسلمانو زده کونکو او د هغوی مورګانو او پلرونو لاریونونه کړي. د دې په غبرګون کې هندي زده کونکو هم لاریون کړی چې ورسره مذهبي ناندرۍ زیاتې شوي او ځینې مسلمانان سرټکوي چې د هندو نشنلېنسټ ګوند د حکومت لاندې چې مشري یې نریندرا مودي کوي یوې غاړې ته شوي. په هند کې د حجاب پر مسلې بحثونه په داسې وخت کې راپارېدلي چې په ایران کې د اسلامي شریعت لاندې د ښځو د سخت حجاب پرضد لاریونه روان دي. خو په هند کې د حجاب د مسلې پرسر لا تر اوسه عدلیه سره وېشل شوې ده. د سوپریم کورټ قاضي هېمنټ ګوپتا چې د پېنل یو له قاضیانو څخه دی ویلي، چې دی د دغه بندیز پرضد اپیل غواړي خو د هغه همکار سدهنشو ډولیا وايي، د حجاب کول د هر چا د انتخاب مسله ده. لوی قاضي یا چېف جسټس به اوس په دغې مسلې باندې د غور کولو لپاره یو لوی بېنچ ګماري. د سپریم کورټ پرېکړې په ټول هېواد کې عملي کېږي. مسلمانان په هندوستان کې تر ټولو لوی اقلیت دی چې د هند د ۱.۴ بیلینه وګړو ۱۳ فیصده جوړوي. په دغه هېواد کې اکثریت د هندو مذهب پلویان دي. په دغه بندیز باندې انتقاد کونکي وايي، چې دا د مسلمانې ټولنې د یوې غاړې ته کولو په برخه کې یوه بله هڅه ده او زیاتوي، چې له دې څخه به د مودي د جناتا بهاراتیا پارټي چې د کرناتاکا واګې لري د راتلونکو ټاکنو څخه دمخه د خپل ځان لپاره ګټه واخلي. په هند کې دولتي ټاکنې د راتلونکې کال په مې میاشت کې ترسره کېږي. خو د بې جې پي ګوند چې اکثره یې د هندوانو لخوا ملاتړ کېږي وايي، دغه بندیز کومه سیاسي موخه نه لري.

13.10.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more