شاته

افغانستان کې په ژمي کې د برېښنا د کمیدو په اړه اندېښنې 

د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت وايي، افغانستان څلورو ګاونډیو هیوادونو ورسره په ژمي کې بریښنا د لیږد د اوسنۍ کچې نه کمیدو موافقه کړې.

ددې شرکت چارواکي وايي، چې د افغانستان د څلورو ګاونډیو هیوادونو سره چې دغه هیواد ته برېښنا صادروي خبرې کړي او دغو هیوادونو ژمنه کړې چې د ژمي په راروان موسم کې به د برېښنا د لیږد په کچه کې کموالی نه راولي.

ددغه شرکت ویاند حکمت الله میوندي د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دغه شرکت په راروان ژمي کې کابل ښاریانو ته د برېښنا د برابرولو لپاره یو لړ اقدامات کړي دي، د یوې خوا یې د وارداتي برېښنا د مزو ساتنې او مراقبت ته پاملرنه زیاته کړې او د بلې خوا یې د ګاونډیو هیوادونو سره چې برېښنا صادروي خبرې کړي او هغوی ژمنه کړي چې افغانستان ته به د شوي قرارداد پر اساس برېښنا برابره کړي.

ښاغلي میوندي وویل: "مونږ چې داخلي تولیدات لرو که ماهیپر دی که نغلو دی که سروبي دی یو څه اوبه مونږ درولي د ژمي لپاره ترڅو مونږ وکولی شو په ژمي کې مطمینه او ډاډمنه برېښنا ورسوو اوس مهال تاسو ته ویلی شم چې مونږ اویا سلنه د کابل د بریښنا ضروریات رفع کولی شو."

اوس مهال افغانستان ۱۶۰۰ میګاواټه بریښنا ته اړتیا لري، چې ۲۲ فیصده یې د داخلي منابعو څخه برابریږي.

افغانستان د څو تیرو کلنو راهیسې د اوزبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران سره د جلا جلا تړونونو له لارې ددغو هیوادونو څخه د خپل مصرف وړ برېښنا واردوي.

په تیرو کلنو کې د منځنۍ اسیا یو شمیر هیوادونو په ژمي کې د اوبو د کچې د کمیدو له امله افغانستان ته د برېښنا د صادرولو کچه کموله چې له امله به یې د کابل په ګډون په ډیرو ښارونو کې خلک د اوږدو ساعتونو لپاره د بریښنا د نشتون سره مخ وو. تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د میاشتې په ۱۵ مه واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د افغانستان برېښنا شرکت باندې د تیر رژیم پر مهال د مصرف شوې وارداتي برېښنا یوه اندازه د مصرف پیسې هم پاتې وې.

تراوسه د ګاونډیو هیوادونو له خوا افغانستان ته د صادرې شوې برېښنا د مصرف د پیسو دقیقه اندازه څرګنده نه ده. څو میاشتې وړاندې ځینو رسنیو د اوزبکستاني چارواکو له قوله ویلي و چې افغانستان یې د برېښنا له درکه ۱۱۰ میلیون ډالره پوروړی دی. خو د برېښنا شرکت او د اوزبیکستان حکومت په رسمي ډول دا راپور نه دی تائید کړی.

د برېښنا شرکت ویاند وايي، چې ددغو هیوادونو د پور اندازه دومره نه ده چې دا شرکت یې په اړه اندیښنه وکړي: "مونږ د څلورو ګاونډیو هیوادونو چې برېښنا واردو د هغوی سره ددې ترڅنګ چې د برېښنا د واردولو په برخه کې تړون لرو ډیره ښه همکاري هم لرو تاسو په جریان کې یاست چې په تیر یو کال کې مونږ د بانکي ستونزو سره مخ و خو بیا هم زمونږ ګاونډیو هیوادونو چې مونږ ته برېښنا راکوي زمونږ سره یې ډیره همکاري وکړه او مونږ یې د همکارۍ منندوی یو ان شاء الله ستونزې ډیرې نه دي یا قرضدارۍ دومره نه دي چې مونږ ورته تشویش وکړو".

د بلې خوا د برېښنا شرکت وايي، چې د یوې طرحې له مخې یې د دغه شرکت د پخوانیو پوروړو څخه د برېښنا د مصرف د ترلاسه کولو لپاره یو کمیسیون جوړ کړی چې د دغه کمیسیون د هڅو په پایله کې په تیرو دوو اونیو کې د بریښنا د ۳۹ لویو پوروړو څخه شپږ سوو میلیونو څخه زیاتې افغانۍ بیرته ترلاسه کړي دي.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي، چې اکثرو پوروړو ته یې پیغامونه استولي او ورڅخه یې غوښتي چې خپل پورونه ادا کړي. دې وايي که پوروړي حاضر نشي نو د هغوی جایداد به د پور د ترلاسه کولو لپاره وپلوري.