ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

16.10.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

16.10.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

16.10.2022 امریکا غږ

د ایران په جېل کې اورلګېدنې څلور تنه مړه کړي او 61 نور یې ژوبل کړي دي

واشنګټن  - د ایران حکومت وایي چې د سرښار تهران په اوین جېل کې د اورلګېدنې له امله څلور قیدیان مړه شوي او یو شپېته (۶۱) نور زخمیان شوي دي. چارواکو د دې پېښې ذمه واري په قیدیانو اچولې ده. اوین د ایران یو لوی جېل دی چې سیاسي قیدیان او د حکومت ضد فعالان هلته په بند کې ساتل کیږي. د ایران سرکاري ټلوېژن د اتوار/یکشنبې په ورځ یوه وېډیو خپره کړله چې په کې په مبینه توګه په اوین زندان کې د سکون بیا برقراري ښکاري. عدلي چارواکو ویلي چې څلور تنه قیدیان د لوګي د تنفس کولو له امله مړه شوي، او په ژوبلو کسانو کې هم د څلورو تنو صحت د فکرمندۍ وړ ګڼل شوی دی. چارواکو دا هم ویلي هغه څلور کسان چې په دې پېښه کې مړه شوي دي، هغه کسان و چې د غلا په کېسونو کې بندیوان شوي و. د ایران حکومتي رسنیو ویلي چې د څو ګنټو اورلګېدنې پس، اور خاموشه کړی شو او هېڅ کوم قیدي د جېل نه ندی تښتېدلی. په سرکاري ټلوېژن باندې یوې خپرې شوې ويډیو کې ليدلی کیږي چې د یوې کېمرې دېوالونه او چت سوځېدلی دی او ویلی کیږي چې د جېلخانې د درزي ګرۍ ورکشاپ دویم پوړ/منزل و. د تهران ګورنر محسن منصوري ویلي چې، "دا اورلګېدنه د ځینو قیدیانو ترمنځ (د درزي ګرۍ په ورکشاپ کې) د شخړې له امله پېښه شوه. دا ورکشاپ د قیدیانو دپاره د روزګار موندلو په مقصد جوړ شوی و." د ایران سرکاري خبري ادارې (اېرنا) د یو جګپوړي امنیتي چارواکي له قوله د شنبې/خالي په ورځ رپوت ورکړی و چې د جېل په یوه برخه کې قیدیانو د جېل د کارکنانو سره شخړه کړې ده. همدغه چارواکي دا هم ویلي و چې قیدیانو یو ګودام ته چې د قیدیانو د یونیفورمونو ډک و، اور واچاوه. د اوین په جېل کې د خالي/شنبې په ورځ په داسې وخت کې اور ولګېد چې په ایران کې د حکومت ضد مظاهرې پنځمې هفتې ته غځېدلي دي. د دې مظاهرو پیل، د مذهبي پولیسو په قید کې د یوې ۲۲ کلنې کردۍ نجلۍ، مهسا امیني د مرګ راهیسي و. مذهبي پولیسو هغه په دې خاطر ګرفتاره کړې وه چې ګني سم حجاب یې نه و اغوستی. مګر د تهران سرکاري وکیل علي صالحي وویل چې د اوین جېل پېښه، د مهسا امیني د مرګ په ضد مظاهرو سره هېڅ کوم تعلق نه درلود.

16.10.2022 ډیوه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په کلنۍ غونډه کې به د افغان ښځو د حقونو په مسله غور وشي - هیدر بار

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا روانه اوونۍ د «ښځې، سوله او امنیت» تر سرلیک لاندې خپله کلنۍ غونډه کوي، خو دا ځل به د افغان ښځو حقونه د دې غونډې د اجندا عمده موضوع وي.

16.10.2022 امریکا غږ

د کرکټ د نړیوال جام پیل؛ افغان ټیم وايي سیالیو ته چمتو دی

ددې جام د لومړي پړاو په دوو سیالیو کې نن نامیبیا سریلانکا ته او هالنډ متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه. 

16.10.2022 امریکا غږ

د اشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه

د اشنا تلویزیون په خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

16.10.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

16.10.2022 امریکا غږ

عراق د مالیې له ادارې څخه د ۲.۵ میلیارد ډالرو 'غلا' پلټنه کوي  

عراقي چارواکو د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۱۶ (تلې ۲۴) وویل چې ددې هیواد مقامات د مالیې له ادارې څخه د ۲.۵ میلیارد ډالرو "غلا" په اړه پلټنې کوي. 

16.10.2022 امریکا غږ

د مکسیکو په یو کلوپ کې په ډزو کې ۱۲ تنه وژل شوي  

د مرکزي مکسیکو محلي مقامات وایي تیره شپه په یو کلوپ کې د دوو جنایي سیالو ډلو د غړو ترمنځ په وسله واله نښته کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.

16.10.2022 امریکا غږ

پاکستان کې ضمني ټاکنې سرته رسیدلي،خېبر پښتونخوا کې په کم شمېر ښځو خپلې رایې اچولې دي

داتوار په ورځ په خیبر پښتونخوا کې د قامي اسمبلۍ په دریوؤ څوکیو ضمني ټاکنې سرته رسیدلي اؤ اوس د رایو شمیرنه روانه ده. دخیبر پختونخوا حکومت ددې ټاکنو دپاره سخت امنیتي ګامونه پورته کړي وؤ خو په ترسره شوؤ ټاکنو کې نه یوازې په مجموعي توګه د ووټونو اچولو شرحه کمه ښودل شوې ده بلکې ښځې هم په کم تعداد کې د ووټ اچولو دپاره له کورونو وتلي دي. په مجموعي  توګه ټول هیواد کې د قامي اسمبلۍ په اتوؤ او دپنجاب اسمبلۍ په دریوؤ خالي شوؤ څوکیو دا انتخابات سرته رسیدلي چې دقامي اسمبلۍ په اوو څوکیو پکې دتحریک انصاف مشر اؤ پخوانی وزیراعظم عمران خان کاندید ؤ. د قامي اسمبلی یوه څوکۍ NA 45  کرم باندې د امن و امان دخراب وضیعت له وجې ټول ټاکنې ځنډول شوې دي دخیبر پښتونخوا صوبې سره تړاؤ لرونکي ځايې څیړونکی، قانون پوهان او سیاسي کارکونکي وایي د ښځو ابادي د سړو نه زیاته ده او دا دپښتنې ټولنې بدقسمتي ده چې په کم تعداد کې ښځې په ټاکنو کې خپلې رایې کاروي. قانون پوهان وایې ووټ اچول د ښځو ایینی او قانونی حق دی او باید چې ښځې دغه بنیادي حق استعمال کړي .  په مردان ښار کی مشر خبریال مسرت خان عاصي چه ددغو ټول ټاکنو څارنه کوي، ډیوه ته وایي د ښځو او سړو تعداد کم دی اؤ په ضمني ټاکنو کی اکثره خلک دلچسپی په اخلی. هغه وایي د نیمې ورځې پورې په سلو کې لس ووټونه هم نه دي اچول شوي خو هیله یې ښکاره کړه چې د رایو اچولو کچه به  30 فیصدو ته رسیدلې وي. دپېښور داین ای 31 داعجاز اباد په یو پولنګ سټیشن کې پریزایډنګ افسر وي او ای ډیوه ته ویلي دوي تمامه ورځ هسې ناست وؤ اؤ ډير کم ووټران د ووټ اچولو لپاره له کورونو وتلي دي. هغه وویل په دغه پولنګ سټیشن د اچول شوؤ رایو کچه 23 فیصدي پاتې شوې ده اؤ په دې کې هم دښځو شمیره ډیره زیاته کمه وه. دا ټول ټاکنې په مردان این ای 22 ، چارسده  این ای 24 او پیښور  این ای 31 د قامی اسمبلی په دریوؤ څوکیو شوي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند دقامي اسمبلۍ دغړو په استعفاګانو ورکولو تشې شوې وې. په پولنګ مرکزونو کی د سړو او ښځو کم تعداد لیدل شوی خو بیا هم په مردان ښار کې  څه ښځې راوتلې وې چی خپل د خوښې اميدوار کامیاب کړي. قانون پوهه او د پاکستان تحریک انصاف کارکوونکی مشال یوسفزی وایي  د پاکستان ایین او قانون ښځو او سړو ته  یو برابر حق ورکوی  او باید  ښځې  دغه خپل جمهوری حق وکاروي. سیاسی کارکوونکي وایې په  دې ضمني ټول ټاکنو کی د ښځو او سړو کم تعداد برخه اخستې او وایي د ښځو آبادي د سړو نه زیاته ده او د ووټ استعمال د سړو په څېر د ښځو هم بنیادي حق دی. عایشه بي بي د عوامی نیشنل ګوند کارکونکې ده هغه وي او ای ډیوه ته وایي د ښځو ابادي  د سړو نه زیاته ده او د ښځو ووټونو ته نه راوتل زمونږ بد قسمتی ده . عایشه بي بي وایې د ښځو ووټ اچول ډیر ضروري دي چې خپله رایې وکاروي او بله دا چې صوبایي حکومت سرکاری وسایل هم کاروي چې ګټه ترلاسه کړي خو واکمن ګوند داسې قسمه تورونه رد کړي دي. د خیبر پښتونخوا پولیس وایي د صوبی په مردان چارسده او پیښور کی د پر امنه  ټول ټاکنو دپاره یې13000 پولیس عسکر ګمارلي وؤ چې پکی 6000 په مرکزي ښار پیښور او 4،4 زره په مردان او چارسده کې خپل فرایض سر ته رسولي. خیبر پښتونخوا کې د قامي اسمبلۍ په دریوؤ څوکیو د پي ډي ایم د کاندیدانو دای این پي د غلام احمد بلور او ایمل ولی خان  او د جمعيت علماء اسلام مولانا محمد قاسم  او دتحریک انصاف دمشر عمران خان تر منځه مقابله شوې ده. په مجموعي  توګه ټول هیواد کې د قامي اسمبلۍ په اتوؤ او دپنجاب اسمبلۍ په دریوؤ خالي شوؤ څوکیو دا انتخابات سرته رسیلدي چې دقامي اسمبلۍ په اوو څوکیو پکې دتحریک انصاف مشر اؤ پخوانی وزیراعظم عمران خان کاندید ؤ. د قامي اسمبلی یوه څوکۍ NA 45  کرم باندې د امن و امان دخراب وضیعت له وجې ټول ټاکنې ځنډول شوې دي

16.10.2022 ډیوه

طالبانو د پنجشېر زندانیانو د دوسیو څېړلو لپاره کمېسیون ټاکلی

د طالبانو حکومت د پنجشېر ولایت د زندانیانو د دوسیو څېړلو لپاره یو شپږ کسیزه کمېسیون ټاکلی دی. یو کس چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي، ازادي راډيو ته وویل، ورور یې طالبانو یوه میاشت مخکې د جرم له کولو پرته زنداني کړی دی. هغه وویل: "ورور مې د څرخي پله په زندان کې دی، بې له کومې ګناه یې نیولی دی. یوه میاشت کېږي چې همدې د امارت کسانو ونیوه. زما ورور بزګر و او بل هېڅ کار یې نه کاوه. اوس یې هېڅ احوال نه لرو چې چېرته دی او وهي یې که نه؟ له دې ځای څخه یې چې بیولو، زما مخ ته یې وواهه. موږ غواړو چې هغه ازاد شي. یو د تره زوی او خپل مې هم زندان کې دي." تازه د کابل لپاره د طالبانو د والي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د رییس الوزرا ملامحمد حسن اخند په امر یو ۶ کسیزه کمېسیون ټاکل شوی دی چې د پنجشېر ولایت د اړوندو ټولو زندانیانو دوسیې وڅېړي. د اعلامیې پر بنسټ دا کمېسیون په کابل کې د پنجشېر ولایت د مېشتو عالمانو او مشرانو په غوښتنه رامنځته شوی دي. د کابل لپاره د طالبانو د والي ویاند ضیاالله هاشمي ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا په امر او د کابل ولایت د مقام په رهبري د ۶ ارګانونو یو کمېسیون جوړ شوی چې دا کمېسیون به د کابل ټول زندانونه ګوري او د پنجشېر ولایت د اوسېدونکو هغه دوسيې چې واړه جرمونه او حقوقي ستونزې لري، په اړه یې څېړنې کوي چې وروسته به یې معلومات د کابل ولایت له مقام سره شریک شي، بیا به یې راپور رییس الوزا ته ورکول کېږي." هاشمي وايي، د بې ګناهۍ له ثابتېدو وروسته به د پنجشېر ولایت اړوند زندانیان ژر تر ژره ازاد شي. د طالبانو حکومت داسې مهال د پنجشېر ولایت د زندانیانو د دوسیو د څېړلو لپاره کمېسیون جوړوي چې تر دې مخکې طالبان په پنجشېر کې د اسیرانو په وژنې او د مقاومت له جبهې سره د تړاو په تور د خلکو د نیولو امله د بشري حقونو په نقض تورن شوي دي. د طالبانو حکومت بیا دا ډول ادعاوې رد کړي او په ځینو مواردو کې یې ویلي چې په اړه یې څېړنې کوي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما هم د تلې میاشتې په ۱۳مه نېټه اعلان کړی و چې په پنجشېر کې د بشري حقونو سرغړونې څېړي. خو یوناما تر اوسه د دې څېړنو پایلې نه دي شریکې شوي.

16.10.2022 ازادي راډیو

د ایران د اوین زندان په نښته او اورلګېدنه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ایران چارواکي وايي، ددغه هېواد د پلازمینې تهران په اوین زندان کې د اور لګېدنې له امله څلور بندیان مړه شوي او ۶۱ نور ټپیان دي. 

16.10.2022 امریکا غږ

په کابل کې د یوې ښوونکې ادعا: طالبانو د ښوونځي د بندولو ترڅنګ وګواښلم

په کابل کې د یو کورني ښوونځي ښوونکې وايي، طالبانو یې ښوونځی تړلی او ورته ویلي يې دي چې نور دې تدریس نه کوي. دا ښوونکې وايي، چې په کورني ښوونځي کې یې ۵۰ مېرمنو او نجونو ته تدریس کاوه. دا چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ادعا کوي چې د شنبې په ورځ یې طالبانو تدریسي ځای څېړلی او ګواښلې یې ده چې نور به درس نه ورکوې. د دغې ښوونکې په خبره، د طالبانو امنیتي حوزې یې زده کونکو او په خپله دې ته سپکاوی کړی او ټول تحصیلي اسناد یې ورته ضبط کړي. هغه زیاتوي: "زما تذکره، هغه ځای کې چې زېږېدلې یم، ټول تحصیلي اسناد مې چې هر چېرته مې درس ویلی و هغه ټول یې رانه وغوښتل چې کله مې ورته وروړل را څخه قید یې کړل. زه یې حوزې ته بوتلم ۵-۶ زده کونکي هم راسره وو، زه یوازې نه وم چې کله هلته لاړو، زه په ډېر بخښنې سره چې دا خبره کوم ماته یې وویل تاسو ډېر بد اخلاقه نجونې یاستئ او ټولنه مو خرابه کړې ده." دغه ښوونکې وايي، دا یې څوم ځل دی چې د طالبانو د ګواښونو له امله د خپل کورني ښوونځي ځای بدلوي. خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بیا ازادي راډيو ته لیکي چې دا ادعا حقیقت نه لري. په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم ازادي راډیو ته په یو پيغام کې لیکلي چې په کابل کې دوى تر اوسه دا ډول راپور نه دی ترلاسه کړی. دا به داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ په ترکیه کې د عالمانو یو نړیوالې غونډې ته د خپلې وینا پر مهال یو ځل بیا ټینګار کړی چې د دوى حکومت په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بیا پرانیستې ته ژمن دی. مجاهد داسې مهال دا خبره کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ په یو شمېر طالب مشرانو له دې امله د ویزو او سفر بندیزونه ولګول چې د دوي په وینا طالبانو د افغان مېرمنو او نجونو بشري حقونه نقض کړي دي. طالبانو پر افغانستان تر بيا ځلي واکمنېدو ورسته، چې له کال زياته موده پرې اوړي، له شپږم ټولکي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې تړلي او په کور دننه او بهر د غبرګونونو سره سره دوى په دې برخه کې تر اوسه کوم اقدام نه دى کړى.

16.10.2022 ازادي راډیو

دلکي مروت خلکو دترهګرۍ پرضد اؤ دامن په پلوۍ لاریون کړی

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه لکي مروت کې نن د یکشنبې په ورځ د امن دپاره او د ترهګرۍ په ضد د احتجاجي مظاهره شوې اؤ مظاهره چیانو ویلي چې دوی خپله خاوره ناامنۍ ته نه پریږدي او د امن غوښتنه یې کوله.  په لکي مروت کې دا احتجاجي لاریون په داسې حال کې شوی چې په دې وروستیو کې په دغه سیمه کې ګڼ شمیر دناامنۍ پېښې رامنځته شوې دي. په لکي مروت ښار کې راجوړه شوې دغه احتجاجي مظاهره کې  دبیلابیلو سیاسي ګوندونو،ولسي تحریکونو،مدني ټولنې اؤ ځایي مشرانو سره عام خلک راټول شوي وؤ او غوښتنه يې کوله چې دپښتنو په خاوره دې امن ټینګ کړل شي. مظاهرې ته خپله وینا کې ګډون والو پوښتنه راولاړه کړې ده چې ولې پنجاب کې ترهګري نه شته او پښتانه خپلو سیمو کې د ناامنۍ د لاسه ځپل کیږي . احتجاجي کوونکي د ښار بیلا بیلو لارو تیریدو پرمهال د ترهګرۍ ضد نعرې وهلې او د امن شعارونه یې پورته کول. احتحاج کونکو وویل دا پرامنه احتجاج یې ځکه کړی چې په سيمه کې يو ځل بيا بدامنۍ سر راپورته کړی او په خلکو کې يې ويره ترهه خوره کړې ده. د احتجاج یو ګډونوال او د لکي بار یو وکیل سردار عارف  وي او ای ډيوه ته وویل، دغه امن لاريون او غونډه په ضلعه کې د امن دپاره او بدامنۍ پرضد شوی دی.  هغه ويل د ټولو سياسي ګوندونو او د ټولنې ټولو طبقو په دغه لاريون کې ګډون کړی ځکه چې دا ولسي پاڅون دی د يو ګوند نه دی. هغه زیاته کړه  په ضلعه کې ناامني سیوا شوې او د علاقې په کاروبار یې بدې اغیزې کړي او خلک یې د ویرې سره مخ کړي دي. د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې د اګست د مياشتې راهسې د بدامنۍ ضد او امن دپاره احتجاجي مظاهرې پېل شوي دي. دا وروسته له هغې چې له وزیرستان نه تر سوات بیا د وسله والو فعالیتونه زیات شوي او په امنیتي ځواکونو د بریدونو تر ځنګ د عامو خلکو هدفي وژنې کیږي اؤ له خلکو  قلنګونه غوښتل کیږي .  په 11م اکتوبر د سوات مينګورې په نشاط چوک کې يوه غټه احتجاجي مظاهره شوې وه. او بیا له هغې دوه ورځې وروسته د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزيرستان، سوات، چارباغ، شانګله الپورۍ او بونير کې د امن دپاره او ترهګرۍ په ضد  احتجاجي مظاهرې  شوې وې. احتجاج کوونکو په لکي مروت او د صوبې نورو سیمو کې په نزدې ورځو کې رامنځته شوؤ دترهګرۍ دپېښو په سختو ټکو کې غندنه وکړه اؤ وئ ویل تر دې وروسته چرته هم چې دپښتنو په خاوره کې دترهګرۍ پېښه رامنځته کیږي هلته به دترهګرۍ پرضد پرلت پیلولی شي.  دې احتجاجي غونډې ته د وینا پرمهال ټولنیز فعال محسن خان مروت وویل دوئ د چا خلاف نه دي خو پوښتنه کوي پنجاب صوبه کې ولې قراره قراري ده او او د دوی خاوره ولې د ناامنۍ سره مخ ده چې تر اوسه یې مخه نه نیول کیږي  احتجاجي مظاهرې ته د عوامي نیشنل ګوند ځایي مشر همایون بیګو خېل وویل  دې ننۍ مظاهرې وښودله چې خلک نور پخپله خاوره ترهګرۍ منلو ته تیار نه دي. هغه وویل کوم "قوتونه یا خلک چې په لکي مروت او د صوبې په نورو سیمو کې امنیت ګډوډل غواړي هغوئ باید خبر وي چې نور مونږ غلي نه پاتې کیږو او څوک رانه نور په خاوره دترهګرۍ کاروبار نه شي کولی" دا په داسې حال کې ده چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف په صوبايي حکومت نيوکې کيږي چې په صوبه کې او په ځانګړي ډول د وزيراعلا محمود خان په پلارنۍ علاقه سوات کې د وسله والو په راښکاره کېدو او بدامنۍ غلي پاتې دي. دوه ورځې وړاندې د پاکستان د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ غونډه کې پرېکړه شوې، چې په مرکزي او صوبايي کچه به د ترهګرۍ د مخنيوي نظام بیرته فعالولی شي، او د اېپکس کمېټۍ جوړولو ويل شوي دي. د سرکاري ميډيا ترمخه د دغاع مرکزي وزیر خواجه اصف ويلي، په خېبرپښتونخوا کې حالات په قابو کې دي، او حکومت هڅه کوي چې ستونزه هواره کړي خو که ضرورت پېښږي د ترهګرۍ د خاتمې دپاره قوت کارول کيږي. په اتم اکتوبر د پاکستان دپوځ سر لښکر کاکول پوځي اکیډمې کې د وینا په مهال ویلي وؤ د تر هکري پرضد د پاکستان پوځ چې کوم بریاليتوبونه ترلاسه کړې د دې سیالي د نړې د نورو ملکونو پوځونه نه شي کولی

16.10.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more