ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


لویدیځ ته د روسیې خبرداری: سټلایټونه مو په نښه کولی شو

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړي چارواکي پنجشنبه اکټوبر ۲۷ (لړم ۵) متحده ایالاتو او متحدینو ته یې خبرداری ورکړی که د اوکراین په جګړې کې ښکېل شي، سوداګریز سټلایټونه به یې ښایي د روسیې لپاره د برید کولو په خاطر مشروع اهداف شي.

27.10.2022 امریکا غږ

فرید ملک سره مرکه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی فرید ملک هیله لري چې افغانستان به په نړیوال جام کې ښې لوبې کوي او د وړاندې تګ چانس یې هم شته. فرید ملک سره دغه مرکه د نیوزیلنډ پر وړاندې د افغانستان د لوبې څخه مخکې ثبت شوې ده چې د باران له امله لغوه شوه

27.10.2022 امریکا غږ

ټي ټي پي په بلوچستان کې د پولیو ټیم په حفاظت مامور د لیویز عسکر د وژلو ذمه واري منلې

په بلوچستان صوبه کې په تيرو دﺭیو وﺭځو کي د پولیو ټیم په حفاظت مامور امنیتي عسکرو دغه دویم بريد دی چې ﺯمه واﺭي يې تحريک طالبان پاکستان منلي

27.10.2022 ډیوه

هرات کې د طالبانو د قول اردو پر موټر چاودنې کې ۵تنه وژل شوي

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وايي، چې نن سهار د هرات په ولایت کې د " ۲۰۷ الفاروق قول اردو " د روغتیايي کارکوونکو پر موتر د ناپیژاندو وسله والو په برید کې پنځه تنه وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

27.10.2022 امریکا غږ

د پوځ وياند: د صحافي ارشد شريف د وژنې وروسته په ټولنيزو رسنيو په پوځ بې ځايه نيوکې شوي دي

د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل بابر افتخار او د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي مشر] لفټننټ جنرل نديم انجم په شريکه خبري غونډې ته په وېنا کې د صحافي اشرف د وژنې د پېښې په اړه تفصیلي خبري غونډه وکړه او د پوځ وياند وويل، د ارشد شريف د وژنې د پېښې وروسته په ټولنيزو رسنيو په پوځ بې ځايه نيوکې شوي دي.

27.10.2022 ډیوه

د روس صدر د ملک د اېټمي ځواکونو مشقونه وکتل

ایران روس ته د ډرون ورکولو خبره ردوي او روس هم د ایراني ډرون د استعمالولو خبره ردوي. اوکراین د متحده قومونو نه غوښتلي چې د ډرون ملبې د معاینې دپاره دې ماهرین ورولېږي. امریکې، برطانيي، فرانس او جرمني هم اقوام متحده ته خطونه لېږلي او د تحقیقاتو ملاتړ يې کړی دی

27.10.2022 ډیوه

ريچارد بېنيټ: د افغان مېرمنو او نجونو شاتګ د افغانستان په تاريخ کې بې‌ساری دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنيټ وايي، د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو اوسنی شاتګ ښايي د دې هېواد په تاریخ کې بې‌سارې وي. نوموړي د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه له راپور ورکولو وروسته یو خبري کنفرانس ته وویل، افغانان په ځانګړي ډول مېرمنې او نجونې احساس کوي چې له نړۍ هېر شوي دي. ښاغلي بېنيټ وویل چې په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې د شاه تګ له خطر سره مخ شوې دي. نوموړي وويل: "لومړی خو دا چې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې ډېر شاتګ شوی، ممکن دا شاتګ په تاریخ کې بې‌ساری وي. په بله معنا چې دا شاتګ له ۱۹۹۶ کلونو هم لوی شاته تګ دی، ځکه کومې لاسته راوړنی چې په ۲۰۰۱ کال کې د جمهوریت د رامنځته کېدو وروسته په تېرو شلو کلونو کې ترلاسه شوې وې له شاتګ سره مخ شوي دي، او دا یو ستر شاه تګ دی." دا په داسې حال کې ده چې په پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له تېرې څه د پاسه یو کلنې واکمنۍ راهیسې، له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې تړلي، مېرمنې کار او له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر ته نه پرېښودل کېږي، دغه شان حجاب هم پرې اجباري شوی دي. دغه شان په رسنیز ډګر کې هم په ښځنیه خبریالانو سخت محدودیتونه لګېدلي، چې له امله يې زیات شمېر ښځینه خبریالانو خپلې دندې پرېښې دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ريچارډ بېنيټ په دغه خبرې کنفرانس کې وویل، چې په افغانستان د بشري حقونو د نقض په اړه ژورې اندېښنې شته او لږکي او رسني په پراخه توګه تر فشار لاندې دي. ښاغلي بېنيټ وویل، دا خبره سمه ده چې د نورې نړۍ په ځانګړي ډول د اوکراین خبرونو پر افغانستان سیوري غوړولی خو نړۍ مسؤلیت لري، چې افغانستان هېر نه‌کړي ځکه د ده په خبره افغانان یو وار بیا د طالبانو تر واک لاندې ژوند کوي. ښاغلي بېنيټ وويل: "رسنۍ په پراخه کچه ځپل شوي دي، هلته بشري بحران او له مجازاتو معافیت دی، حساب او کتاب نه‌شته دا باید هېر نه‌کړو دا هېواد څلور لسیزې جګړه شاته پرېښې ده کله چې زه له افغانانو سره خبرې کوم دوی فکر کوي چې د نړۍ پام بل ځای په ځانکړي ډول اوکراین ته اوښتی دی او دوی یوازې پرېښودل شوي او هېر شوي دي." که څه هم طالبانو حکومت ویاندویانو تازه په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې خو چهارشنبه د دوی د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې يې ویلي وو، چې نړیوال د طالبانو له مثبتې روحیې ناوړه ګټه اخلي. په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د یو شمېر څېړونکو بنسټونو په تګلارو نیوکه شوې وه. په اعلامیه کې راغلي، چې دوی د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د بشري حقونو او بشري وضعیت د څار لپاره ګمارل شویو ادارو او اشخاصو ته يې د بې پرې موندنو شرایط برابر کړي خو د همکارۍ له دغې روحیې سره سره بیا هم ځینې اشخاص د واقعیت موندنې د علمي تګلارو خلاف د اوازو او مجازي سرچینو په استناد راپورونه جوړوي او د حاکم نظام پر ضد یې کاروي. خو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو او په ډېری ډولتي ادارو کې ښځې له کار راګرځول د ښځو د حقونو ښکاره نقض دی چې په دغه هېواد کې دننه او بهر یې په اړه پراخ غبرګونونو موجود دي.

27.10.2022 ازادي راډیو

کاناډا نږدې ۶۷۰ نور افغان کډوال له پاکستان او تاجیکستان څخه انتقال کړل

د کاناډا د مهاجرت، پناه ورکونکې او تابعیت ادارې (IRCC) دغه هیواد ته له ګواښ سره مخ افغانانو د لیږد د بهیر په دوام ویلي، چې پرون یې ۶۶۸ نور افغان کډوال د پاکستان او تاجیکستان څخه کاناډا ته انتقال کړي دي.

27.10.2022 امریکا غږ

په جګړو کې ښکېل هېوادونه د پخوانيو افغان کمانډوزو ګومارلو هڅې کوي، رپورټ

د امريکې فارن پاليسۍ مجلې او د افغانستان د تېر حکومت د ملي پوځ د ځانګړو عملياتو د کمانډوزو مشر ويلي، په جګړو کې ښکېل هېوادونه هڅې کوي چې د افغانستان د تېر حکومت کمانډوز د جګړو دپاره وګوماري.

27.10.2022 ډیوه

امریکا د سپاه پاسداران د قومندانانو په ګډون، پر ۱۴ ایراني چارواکو بندیزونه ولګول 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ددغه هیواد له خزانې وزارت سره یې په یو مشترک اقدام کې د چهار شنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم څلورمه) پر ۱۴ ایراني چارواکو او دریو بنسټونو بندیزونه ولګول.

27.10.2022 امریکا غږ

ايران: په زیارت د وسله وال بريد زمه واري داعش منلې ده

په ايران کې د شيعه مسلمانانو په يو زيارت کې د شورو/ چهارشنبې په ماښام يو زيارت کې وسله وال بريد شوی چې پکې لږ تر لږه 15 کسان وژل شوي او د 40 نه زیات نور ژوبل شوي دي. داعش د دغه بريد زمه واري منلې ده.

27.10.2022 ډیوه

شهباز شریف: محمد بن سلمان د مسجد نبوي په پېښه کې ککړو بندي شپږو پاکستانيانو خوشي کولو امر کړی

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان ته يې خواست کړی چې د مسجد نبوي په پېښه کې ککړ  پاکستانيان خوشي کړي او هغه يې د خوشي کولو امر کړی دی.

27.10.2022 ډیوه

رئیس احمدزی: له ایرلنډ سره لوبه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی رئیس احمدزی وایي چې له ایرلنډ سره د افغانستان راتلونکې لوبه ډېره مهمه ده او ګټل یې افغانستان ته زیات ارزښت لري.

27.10.2022 امریکا غږ

بنیټ:د افغان میرمنو او نجونو حقونو تاریخي شاتګ کړی

د افغانستان د بشري وضعیت په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیټ وایي چې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو اوسنی شاتګ، د هغه هیواد په تاریخ کې ساری نلري.

27.10.2022 امریکا غږ

د ارشد شريف پېښې ته قتل، او لانګ مارچ ته د خوني ويلو وروسته واوډا معطل کړی شوی

پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپل يو مشر فېصل واوډا رکنيت وروسته له هغې معطل کړی او په دوه ورځو کې يې ترې ځواب غوښتی چې هغه د ارشد شریف د وژنې د پېښې او د تحریک انصاف ګوند د لانګ مارچ په اړه خبري غونډه کړې ده.

27.10.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more