سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د حایل اونیزه خپرونه
په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.
د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه
د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.
د پاکستان پوځ په مشر د تنقید وروسته د پي ټي ايي سېڼېټر د بغاوت په الزام نیول شوی دی
د اېف ايي ای د اعظم سواتي د ټویټ په اړه وویل د خلکو نومونه اخیستل او د الزام پې لګول د "وران کار" دی، د مسلح ځواکونو د افسران ترمنځ اختلاف راپارول او د پاکستان ریاست ته د نقصان رسوولو کوښښ دی
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
طالبانو د غلط راپور ورکولو په تور پر بهرنیو خبریالانو بندیز لګولی
پر افغان خبریالانو باندې د یو لړ محدودیتونو له لګولو وروسته، چې په کې د تلویزیون د ښځینه ویاندویانو لپاره د مخ ماسک اغوستل هم شامل دي، اوس داسې ښکاري چې طالبان هغه بهرني خبریالان په نښه کوي چې د دوی په اند پر حکومتولۍ یې نیوکې کوي.
ژوند په امریکا کې
"ژوند په امریکا کې" خپرونه کې تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کیږی. دغه خپرونه د جمعې په ورځو د ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې خپریږي.
دسوات دامن په هکله دعمران خان څرګندونو ته سخت غبرګون ښودل شوی
څېړونکی اؤ سیاستمدار ښاغلی خادم حسین بیا دعمران خان منطق حیرانونکی بولي اؤ وایي په سیند صوبه کې که یو کار دعمران خان دخوښې خلاف وي نو هغه یې ذمه واري دسیند په صوبایي حکومت ور اړوي خو په پښتونخوا کې چې یې خپل حکومت دی نو دبدو کارونو پړه بیا دمرکز غاړې ته اچوي
د غربي ملکونو د انديښنو تر څنګ روسي او ترکي مشرانو بيا ملاقات کړی
بلخوا د برتانيا د دفاع وزارت ويلي يو اجرتي ډله د روس د پاره په اوکرين کې جنګېږي او ياد وزارت په خپله ټوېټر پاڼه د استخباراتي معلوماتو په بنياد په اوکرين د روسي يرغل په اړه ليکلي روسي ځواکونو په تېرو دريو ورځو کې د ډونېټسک په بخموت سيمه کې مهم پرمختګ کړی
بېلابېلو برخو کې پر ښځو له محدوديت وروسته؛ افغان مېرمنې د څه په لټه کې دي؟
له هغې وروسته چې د افغان مېرمنو پر فعالیتونو محدویتونه وضع شوي او له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو منع شوې اوس یو شمېر مېرمنې او نجونې هڅه کوي د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره یوه لار ولټوي. یو شمېر افغان مېرمنې او نجونې چې دطالبانو د واکمنېدو راهیسې له خپلو فعالیتونو او زدهکړو لرې پاتې دي، راټولیږي او د خپلې خوښې کتابونه لولي. د ښځې کتابتون د یو شمېر هغه مېرمنو او نجونو لپاره چې د طالبانو له واکمنېدو راهيسې له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو محروم شوي د راټولیدنې په یو ځای بدل شوی. مریم چې هر ورځ دغه کتابتون ته ځي د شپږم ټولکي زده کونکې ده. نوموړې ددې کال تر پایه ښوونځي ته تلای شي خو د راتلونکي کال برخلیک یې د طالبانو په هغې پرېکړې پورې اړه لري چې د نجونو د ښوونځیو په اړه به یې کوي. نوموړې وايي: "نه پرېږدي چې یوه مېرمن درس ووايي، که یوه مېرمن ډاکټر نه یي او یوه ښځه په اولاد مریضه شي هغه چېرته لاړه شي؟ څه وکړي؟ نارینه ورته ولادت ورکړي؟ دوی (طالبان ) باید مېرمنو ته د درس ویلواجازه ورکړي." رابعه چې هم د ښوونځي زدهکونکې ده وايي، اوس چې نجونې ښوونځي ته نهشي تلی کله کله دغه کتابتون ته د مطالعې لپاره ورځي. اغلې رابعه وايي: "نجونو او مېرمنې ګورو چې راځي دلته کتاب اخلي، هغه څوک چې کتاب ته اړتیا ولري کولای شي له دې ځایه یې واخلي، د ښوونځي زده کونکي هم له دې ځایه کتابونه اخلي او دغه زده کونکي ددې لپاره دلته راځي چې ټول ښوونځي او کتابتونونه یې پر مخ تړل شوي دي." د ښځې په نوم دغه کتابتون د روان لمریز کال د سنبلې په دویمه پرانيستل شوی و. دغه کتابتون په داسې حال کې جوړ شوی چې طالبانو له یو کال زیات د نجونو پرمخ له شپږم ټولکي پورته د ښوونځیو دروازې تړلي دي. طالبان وايي، د نجونو په وړاندې د ښوونځیو د بیا پرانیستې لپاره د خپل مشر فرمان ته په تمه دي هغه فرمان چې په تېر یو کال کې نهدی صادر شوی. د ښځې کتابتون بنسټ ایښودنکې ژولیا پاریسي وايي، د افغانستان ښځې له سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو نه د حذف کېدو په حال کې دي او نړېواله ټولنه باید دې ته پام وکړي. نوموړې وايي: "زموږ پیغام نړېوالو په ځانګړي ډول ملګري ملتونه، د بشر حقونو سازمان او داسې نور ته دا دی چې د افغانستان مېرمنې د حذف کېدو په حال کې دي، ۸۰ سلنه حذف شوي او ډېرې کمې پاتې چې هغوي هم خپله مبارزې کوي، مه پرېږدئ چې افغان مېرمنې څنډې ته شي، مه پرېږدئ چې د افغان مېرمنو تېرې شل کلنې لاسته راوړنې له منځه ولاړې شي." سره له دې چې طالبانو ویلي د افغان مېرمنو ټولو حقونو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ژمن دي خو له هغې ورځې چې طالبان واکمن شوي تېر مخلوغ نظام ډېری ښځینه کارکونکې په کور کېنول شوي، پر دوی حجاب اجباري شوی، له محرم پرته د سفر اجازه نهلري او په اقتصادي او ټولنیز فعالیتونه کې یې هم د پام وړ کمښت راغلی.
جنوبي وزیرستان سیمه په دوؤ ضلعو ویشل شوې ده
په جنوبي وزیرستان کې لومړی د وسله والو بنیاد په کال 2004م کې دکمانډر نیک محمد په مشرۍ د واڼه په شکۍ سیمه کې ایښودی شوی و چې بیا وروسته د پاکستان پوځ په لومړي ځل د واڼه په کلوشه سیمه کې په عملیاتو لاس پورې کړو
زابل کې د 'توري' په نوم د بند د رغېدو چارې پيل شوې
په زابل مرکز قلات کې د «توري» په نوم د لوی بند د رغېدو چاري پيل شوې. د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، ددغه بند پر رغېدو ۹۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې ۶۰۰ سوه هکټاره ځمکه به خړوبه کړي او هر کال به د شپږو میاشتو لپاره د سل مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت هم ولري. نور تفصیل د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
په کوټه کې د هزاره ټولنې غړو د کابل په تعلیمي مرکز د ځانمرګي حملې په ضد احتجاج کړی
د احتجاج مشرانو د متحده ملتونو او د بشري حقونو له ټولو نړیوالو سازمانونو وغوښتل، چې پر افغان طالبانو فشار واچوی چې د هغو ترهګرو پر وړاندې جدي اقدام وکړي، چې په دې غیر انساني کړنو کې لاس لري
بیرسټر سیف:طالبان سوات ته جګړې لپاره نه وؤ راغلي،کمانډر یې دخپلې خور پوښتنې له راغلی ؤ
بیرسټر سیف سوات ته دطالبانو دکمانډر یوازې دخپلې خور پوښتنې له د راتګ دا دعوه په داسې حال کې کړې ده چې تېره میاشت په ټولنیزو رسنیو داسې ویډيوګانې مخې ته راغلې وې چې پکې لیدل کیدل سوات کې طالبانو دپوځ اؤ پولیسو ځینې افسران تښتولي وؤ
وایټ هاوس: سعودي عرب نور ملکونه مجبور کړي چې د تېلو پېداوار کم کړي
روېټرز وايي د 13 ملکونو تنظیم اوپېک د روس په حمایت تېره هفته وویل د نومبر د میاشت نه به د ورځ په حساب د ددو مېلین بېرلو تېلو پېداوار کم کړي.د کمولو فېصله کړې