ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په هند کې د زده کونکو د حجاب پرسر د سترې محکمې قاضیان سره وېشل شوي دي

واشنګټن – رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی، چې د هندوستان د سترې محکمې یو پېنل د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې دوی په ښونځیو کې د حجاب پر مسلې باندې سره وېشل شوي دي او دغه مسله یې لوی قاضي (چېف جسټېس) ته استولې ده. له دې اعلان سره په ښونځیو کې د جونو د حجاب د مسلې پرضد شوی حکم لا پر ځای پاتې کېږي. د کرناتاکا د پرېکړې پرضد چې د حجاب پر سر د بندیز پرېکړه به فیبرورۍ کې عملي کېږي مسلمانو زده کونکو او د هغوی مورګانو او پلرونو لاریونونه کړي. د دې په غبرګون کې هندي زده کونکو هم لاریون کړی چې ورسره مذهبي ناندرۍ زیاتې شوي او ځینې مسلمانان سرټکوي چې د هندو نشنلېنسټ ګوند د حکومت لاندې چې مشري یې نریندرا مودي کوي یوې غاړې ته شوي. په هند کې د حجاب پر مسلې بحثونه په داسې وخت کې راپارېدلي چې په ایران کې د اسلامي شریعت لاندې د ښځو د سخت حجاب پرضد لاریونه روان دي. خو په هند کې د حجاب د مسلې پرسر لا تر اوسه عدلیه سره وېشل شوې ده. د سوپریم کورټ قاضي هېمنټ ګوپتا چې د پېنل یو له قاضیانو څخه دی ویلي، چې دی د دغه بندیز پرضد اپیل غواړي خو د هغه همکار سدهنشو ډولیا وايي، د حجاب کول د هر چا د انتخاب مسله ده. لوی قاضي یا چېف جسټس به اوس په دغې مسلې باندې د غور کولو لپاره یو لوی بېنچ ګماري. د سپریم کورټ پرېکړې په ټول هېواد کې عملي کېږي. مسلمانان په هندوستان کې تر ټولو لوی اقلیت دی چې د هند د ۱.۴ بیلینه وګړو ۱۳ فیصده جوړوي. په دغه هېواد کې اکثریت د هندو مذهب پلویان دي. په دغه بندیز باندې انتقاد کونکي وايي، چې دا د مسلمانې ټولنې د یوې غاړې ته کولو په برخه کې یوه بله هڅه ده او زیاتوي، چې له دې څخه به د مودي د جناتا بهاراتیا پارټي چې د کرناتاکا واګې لري د راتلونکو ټاکنو څخه دمخه د خپل ځان لپاره ګټه واخلي. په هند کې دولتي ټاکنې د راتلونکې کال په مې میاشت کې ترسره کېږي. خو د بې جې پي ګوند چې اکثره یې د هندوانو لخوا ملاتړ کېږي وايي، دغه بندیز کومه سیاسي موخه نه لري.

13.10.2022 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

13.10.2022 امریکا غږ

م. م : د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د غوښتل شوې ۹۱۶ میلینه ډالره مرستې نه ۹۰ میلینه برابر شوي

واشنګټن - ملګروملتونو د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د غوښتل شویو ۸۱۶ میلیونو ډالرو مرستې څخه یې تر اوسه پورې یواځې ۹۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي. ملګروملتونو په یو بیان کې په دې باندې خپګان ښکاره کړی، چې ددغو مرستو بهیر په تېرو دوو اونیو کې ورو شوی دی. په بیان کې راغلي دي، "مونږ په هغه څه باندې مرسته کوو چې مونږ یې لرو خو دا بسنه نه کوي. مونږ له نړۍ غواړو چې مهرباني دې وکړي او په چټکۍ دې غبرګون وښيي." د ملګروملتونو او پاکستان چارواکي وايي، لویې اندېښنې ناپاکو اوبو پورې تړلې ناروغۍ، د خوړو او څښلو د اوبو او سرپنا کموالی دی. ملګروملتونو خبرداری ورکړی چې په سېلابونو کې د پاکستان په ۳۲ سختو ځپل شویو سیمو کې به د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ پورې د ملاریا ۲.۷ میلیونه پېښې ولیدل شي او ۵.۷۴ میلیونه خلک له قحطۍ څخه یو یا دوه قدمه شاته دي. د پاکستان په سېلابونو کې تر ۱۷۰۰ زیات کسان مړه شوي چې ۶۳۹ یې ماشومان وو. همدارنګه په دغو سېلابونو کې ۸۰۰۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي او تر ۱.۱ میلیون زیات ساروي پکې له منځه تللي. پاکستاني چارواکو اټکل کړی چې په دغو سېلابونو کې تر ۱.۶ میلیونه هکټاره کرنیزه ځمکه په ځانګړې توګه په سېند صوبه کې خرابه شوې ده.

13.10.2022 ډیوه

روس: له ناټو سره د اوکراین یوځای کېدل به دریمه نړیواله جګړه وي

واشنګټن – رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی چې د روس د امنیت شورا یوه چارواکي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي، که اوکراین د امریکا تر مشرۍ لاندې د ناټو پوځي اتحاد کې ورګډ شي نو د اوکراین شخړه به په ضمانت سره په دریمې نړیوالې جګړې واوړي. د روس د ولسمشر ویلادیمیر پوتین لخوا د سیپټمبر په ۳۰ نېټه له خپل هېواد سره د اوکراین له ۱۸ فیصده خاورې له یوځای کولو څخه څو ساعته وروسته ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي په حیرانونکې توګه له ناټو سره په چټکۍ د یوځای کېدو وړاندیز وکړ. له ناټو سره د اوکراین بشپړ غړیتوب لا لېرې خبره ده ځکه د ناټو د اتحاد ټول ۳۰ غړي هېوادونه باید له دې سره هوکړه وکړي. ټاس خبري رسنۍ د روس د امنیت شورا د مرستیال الېکزاندر وینیډېکټوف له خولې ویلي، چې کیېف له دې ښه خبر دی چې داسې ګام به دریمې نړیوالې جګړې خواته ولاړ شي. وېنډېکټوف چې د پوتین یو ځواکمن متحد وايي، دی فکر کوي چې د اوکراین وړاندیز یو پروپاکنډه وه ځکه لویدیځ په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په پایلو باندې پوهېږي. هغه زیاته کړه،‌ د ناټو غړي په خپله هم د دې ګام په ځان وژونکي اړخ باندې پوهېږي. پوتین د سپټمبر په ۲۱ نېټه لویدیځ ته خبرداری ورکړی و چې دی هسې ډارول نه کوي کله چې دی وايي د روس د دفاع لپاره د اټومي‌ وسلو کارولو ته تیار دی خو لویدیځوال یې اټومي بلک مېل بولي. د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل، نړۍ له ۱۹۶۲ کال راهیسې تر ټولو ستر اټومي ګواښ سره مخ ده. په ورته وخت کې ټاکل شوې ده چې ناټو به په راتلونکې اونۍ کې د کلنیو اټومي تیاریو تمرینونه وکړي. روس او امریکا د نړۍ ستر اټومي ځواکونه دي چې د نړۍ د اټومي کوپړیو کابو ۹۰ فیصده لري.            

13.10.2022 ډیوه

امریکا وایي چین یې یوازینی نړیوال سیال دی

د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن اداره وایي پداسې حال کې چې د یوې "خطرناکې" روسیې په مهارولو کار کوي، خو چین یې یوازینی نړیوال سیال دی او پرې د برلاسي کیدل به یې لومړیتوب وي.

13.10.2022 امریکا غږ

په ایران کې راپورته شویو لاریون کونکو ته حکومتونه ګواښونه زیات شوي

واشنګټن - په ايران کې د کردۍ مېرمنې مهسا امينې د مړينې په سر راپورته شوي احتجاجونه د ملک لويو وړو ښارونو ته غځېدلي دي، بلخوا په ايران کې د عدليې او پوليسو مشرانو په ولس غږ کړی چې ځآن د دغو مظاهرو نه لېرې وساتي‌ او که نه نو له سختو سزا ګانو سره به مخ شي. په ايران کې د پوليس په ولقه کې د مړې شوې کردۍ مېرمن مهسا اميني د مړينې په ضد  راپورته شوي احتجاجونه په ټول ملک کې خپاره شوي دي چې پکې تراوسه په ګڼ شمېر مظاهره چيان د پوليسو لخوا په تشدد کې وژل شوي دي. د ايران د عدليې مشر غلام حسېن محسن ايجايي د زيارت یا پنجشنبې په ورځ ججانو ته امر کړی، چې د مظاهرچيانو مشرانو ته دې سختې سزا ګانې ورکړي. د ايران مطبوعات د نوموړي له قوله وايي، چې هغه په ججانو غږ کړی چې د مظاهرچيانو له راپارونکو سره دې هېڅ ډول همدردي‌ نه کوي‌ او سختې سزاګانې دې ورته ورکړي. تېره هفته د ايران د پوليسو او داخله چارو مرستيال ماجد مير احمدي هم مظاهرچيانو ته خبرداری ورکړی وو چې که څوک هم د مظاهرو په وخت ونيول شو هغوي به د سختو سزاګانو نه پرته نه خوشي کېږي. په ايران کې د ستمبر په ۱۶ مه نېټه د مناسب حجاب نه اغوستلو په سر کردۍ مېرمن مهسا اميني د اخلاقياتو پوليسو په ولقه کې مړه شوې وه پوليس ويلي، هغه د زړه په دوره مړه شوې وه خو د هغې کورنۍ وايي‌ هغه د پوليس لخوا په تشدد مړه شوې. د هغې د مرګ په سر په ټول ايران کې مېرمنو د حجاب په ضد مظاهرې پېل کړې چې تراوسه روانې دي خو رپوټونه وايي د ايران د انقلابي دستو ملاتړې ډله باسيج د مظاهرچيانو په ضد بريدونه کوي او مظاهره کونکي د مظاهرو نه منعه کوي. هر څه که په ايران کې د پوليس لخوا د زور زياتي په ضد د تاريخ تر ټولو درنې مظاهرې روانې دي خود ايران حکومت د دغو مظاهرو د علتونو نه سترګې پټوي او تور يې په امريکا او غربي نړۍ ور اچوي. د ايران صدر ابراهيم ريسي په قزاکستان کې د يوې غونډې په وخت په امريکا تور لګولی چې د پوځي لارې د ناکامۍ وروسته اوس ايران د مظاهرو په لار بې ثباته کول غواړي. امريکا او غربي نړۍ دغه تورونه ردوي خو وايي په ايران کې د ولسي پاڅون او بنيادي حقونو ملاتړ کوي.

13.10.2022 ډیوه

د اشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه

د اشنا تلویزیون په خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

13.10.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

13.10.2022 امریکا غږ

د امریکا کانګرس کې پر عربستان د وسلو پلورلو د بندیز غوښتنه شوې

د امریکا د کانګرس دیموکراتو غړو داسې لایحه وړاندې کړې چې پکې پر سعودي عربستان باندې د متحده ایالاتو د وسلو پر پلور د بندیز غوښتنه شوې ده.

13.10.2022 امریکا غږ

جنوبي وزیرستان:د ډیورنډ کرښې ترڅنګ د یو پولیس عسکر په ګډون د دوؤ تنو مړي موندل شوي

دافغانستان دپولې ترڅنګ دخېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې دوه نور مړي موندل شوي چې په ګولیو ویشتل شوي دي. په وژل شوي کسانو کې یو د پولیس عسکر هم شامل دی. په جنوبي وزیرستان کې په تیره یوه اوونۍ کې دا دریمه هدفي پیښه ده چې پکې څلور کسان وژل شوي.  پولیس ددې پیښې پخلی کوي او وايي دا مړي دجنوبي وزیرستان مرکز واڼه په بیرمل تحصیل کې د اعظم ورسک تاڼې په حدودو کې موندل شوي.  د علاقې خلک وایي دوی په موټر سایکل کور ته روان وو چې نامعلومه کسانو پرې ډزې وکړې.  د اعظم ورسک تاڼې چارواکو وویل دوي ته اطلاع تر لاسه شوې چې د تانې نه اته کلومیټره لرې او افغان پولې سره جوخت په باغ ناري سیمه کې د دوو کسانو مړي غورځول شوي دي.  د هغوی په وینا د وژل شوؤ کسانو پیژندګلو د صدام دوتاني چې  پولیس محکمه کې سپاهي هم دې او د بل د بازو په نوم شوې ده.  د ضلعې د پولیسو دمشر عتیق الله ددفتر چارواکو ډیوه ته وویل  ددغو کسانو دوژل کيدو لامل نه دی نامعلوم  شوی او پولیس پلټنې پيل کړې دي. په دې وروستیو کې دخېبرپښتونخوا دنورو سيمو په څیر په قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې هم د ناامنۍ پیښې سیوا شوې دي. دوه ورځې  وړاندې هم د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه بازار کې دیو تجار تر تښتول کیدو وروسته د هغه مړی په داسې حال کې موندل شوی ؤ چې تشدد او ډزې پرې شوې وې. تیره اوونۍ د واڼه پریس کلب مخې ته یو تن نامعلومو  کسانو په ډزو وژلی ؤ، ویل کیږي دا تن د افغانستان دتیر نظام پرمهال ملي اردو کې افسر و.  دنا امنۍ ددې پیښو پرضد پښتون تحفظ موومنټ سبا  واڼه بازار کې احتجاج اعلان کړی. دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین ویلي د امن د غوښتنې دپاره به ولس راټوليږي.

13.10.2022 ډیوه

دسوات په حالاتو دعمران خان غلي پاتې کیدل،څېړونکي وایي طالبانو ته مایل اؤ له هغوي په ویره کې دی

د پاکستان پخواني وزير اعظم اؤ خېبر پښتونخوا کې دواکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په سوات کې يو ځل بيا دمخ په زياتېدونکې ناامنۍ په اړه شوې پوښتنې ته ځواب نه دی ويلی، په پاکستان کې څېړونکي وايي په دغه پوښتنه د عمران خان غلي پاتې کېدل دا څرګندوي چې عمران خان لکه دپخوا په څېر اوس هم د پاکستاني طالبانو لپاره نرمه رويه لري۔ دوی وايي عمران خان او په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف دصوبايي حکومت غړي د سوات په موجوده حالاتو ځکه هم غلي دي ترڅو په راتلونکې کې ورته د وسله والو لخوا ګواښ متوجه نه شي۔ د پاکستان تحريک انصاف ګوند دمشر او د هېواد پخواني وزير اعظم عمران خان لخوا عدالت ته د وړاندې کیدو په مهال په سوات کې د ترهګرۍ بيا پېل کېدو په اړه پوښتنې ته دځواب نه ويلو په هکله د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او  ليکوال ډاکتر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي عمران خان په نظرياتي توګه  طالبانو  ته زیات مایله دی او په ماضي کې هم هغه دطالبان خان په نوم یاد شوی دی خو هغه وایي چې طالبانو ته دمایل کیدو ترڅنګ عمران خان له طالبانو ویریږي هم. نوموړي زياته کړه په دې سيمه کې چې کومې چارې پېل شوي دي او هغوی (طالبان) ځانمرګي بريدونه کولی شي، هغوی هدفي وژنې کولی شي " نو زه دا وېم چې د عمران خان په زړه کې هغه ويره ناسته ده د دې خلکو نه او هغه په جهاديانو، طالبانو او يا په القاعده خبرو کولو ته هم تيار نه وي"    د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان نه تېره ورځ د اسلام اباد يوعدالت ته د وړاندې کیدو په مهال پوښتنه شوې وه چې د سوات په حالاتو به څه پېغام ورکوی، ځکه چې ټول خاموشه دي او په زياته شمېره کې خلک د بدامنۍ خلاف راوتلي او ترهګري يو ځل بيا سېوا کېږي، خو عمران خان دغې پوښتنې ته ځواب هیڅ ځواب نه ؤ ویلی. په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک صوبايي حکومت او په ځانګړي ډول د سوات سره تعلق لرونکي د صوبې په اعلا وزير محمود خان هم نيوکې کېږي چې په سوات کې د وسله والو په يو ځل بيا راپورته کېدو  غلی پاتې دی۔ دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر په 10مه په سوات کې د سکول د ماشومانو په ګاډي ډزې شوې وې، د پولیسو په وېنا په ډزو کې د ګاډي ډريور وژل شوی او يو ماشوم ژوبل شوی دی۔ د سپتمبر په مياشت کې سوات کې په يوه چاودنه کې د امن کمېټۍ مشر ادريس خان سره د اتوؤ کسانو وژل شوی ؤ او په يوه بله پېښه کې د امن کمېټۍ پخوانی غړی وژل شوی و۔ د دواړو پېښو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه۔ په پېښور کې مېشت د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال حق نواز خان وي او ای ډيوه ته وايي د صوبې وزيراعلا او د پي ټي ايي ګوند نور د اسمبلۍ غړي په سوات کې د وسله والو يو ځل بيا راښکاره کېدو باندې ځکه موقف نه ښکاره کوي چې په راتلونکو ټاکنو کې ورته د وسله والو لخوا ګواښ متوجې نه شي۔ نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې وویل " د تحريک انصاف ګوند که مشر دی او که صوبايي حکومت دی ،د طالبانو په مسله باندې دوی هغه شان ردعمل نه ښکاره کوي څنګه چې نور ګوندونه يې کوي او د هغې وجه دا ده چې راتلونکې ټول ټاکنې دي او ډېر خلک په سياسي نظر هم دغې ته ګوري که چرې تحريک انصاف يو سخت موقف واخلي نو بيا په راتلونکو انتخاباتو کې لکه څنګه چې پخوا د عوامي نېشنل ګوند کسان به په 2013 کې په نخښه کېدل نو دغه مشکلات به تحریک انصاف ته هم مخې ته راځي" په تحريک انصاف ګوند او په صوبايي حکومت د روانو نيوکو په اړه مو د ياد ګوند صوبايي وزير شوکت يوسفزي، عاطف خان او د صوبايي حکومت ترجمان برسټر محمد علي سېف سره د خبرو کولو کوشش وکړو خو بريالي نه شو۔  په دې ورستيو کې صوبايي وزير شوکت يوسفزي وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې بدامني ختمه نه ده خو صوبايي حکومت هم پرې خبر دی او پوليس او پوځ لګيا دي د ترهګرۍ په ضد عمليات کوي او امنيت قابو دی۔ دا په داسې حال کې ده چې د خېبر پښتونخوا په باجوړ، خیبر،وزيرستان، سوات،دیر او د صوبې په نورو برخو کې په زرګونو خلک د وسله والو د بيا راپورته کیدو پرضد راپاڅېدلي او د احتجاجي جلسو او پرلتونو د لاري د امن غوښتنه کوي۔

13.10.2022 ډیوه

دجنرال باجوه خلاف په ټویټ کولو پخوانی مرکزي وزیر اعظم سواتی نیول شوی دی

 دپاکستان دپلټنو مرکزي ادارې ایف ایي ای دپاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه پرضد د ټويټ پسر د حکومت مخالف تحريک انصاف ګوند نامتو مشر او پخوانی مرکزي وزير ښاغلی اعظم سواتی نېولی دی او داسلام اباد ځايي عدالت نوموړی په دوه ورځني جسماني رېمانډ پوليسو ته سپارلی دی. د پلټنو مرکزي ادارې ايف ايي ای په درج کړې مقدمه کې ویلي چې اعظم سواتي د پاکستان رياست، رياستي ادارې او د پوځ مشر نېغ په نېغه په نخښه کړي او د ناسمو مالوماتو په خپرولو سره یې د رياستي ادارو خلاف د ولس د پارولو هڅه کړې ده. د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو د اعظم سواتي د نيولو تور د مسلم لیګ نواز ګوند په مشرۍ کې جوړ په اتحادي حکومت لګولې خو حکومت لا هم ددې دعوې پخلې یا رد نه دی کړی. د پاکستان پوځ هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې پوځ په سياست کې د لاسوهنې تورونه رد کړي او وايي باید چې پوځ په سياست کې د ښکېلولو څخه ډډه وکړی شي. د پلټنو مرکزي ادارې ايف اي ای د مخالف تحريک انصاف ګوند د سینیټر او پخواني مرکزي وزير ښاغلي اعظم سواتي خلاف درج کړې مقدمه کې تور لګولی چي هغه د پاکستان د پوځ دمشر جنرال قمر جاوید باجوه او د پاکستان د پوځ پرضد د کرکې خپرولو هڅه کړې او د عدالتي نظام خلاف یې بد اعتمادي پېدا کړې ده. د اعظم سواتي پرضد د الېکټرانيکي جرمونو دمخنيوي کال 2016م د قانون لاندې مقدمه درج کړل شوې ده او هغه تېره شپه ناوخته د خپل کور څخه ګرفتار کړی شوی و. د پلټنو مرکزي ادارې د ساېبر جرمونو څانګې په دې قضيه کې وېلي چي اعظم سواتي په بد نيتۍ اډاڼه او د غلطو مقصدونو ترسره کولو لپاره د سپکاوي ډک ټويټ کړی او دا د پوځ دننه د تقسیم خپرولو ناوړه سازش دی. تېره ورځ د وزير اعظم شهباز شريف او د هغه د زوي حمزه شهباز د مني لانډرنګ په مقدمه کې د عدالت لخوا د بري کېدو په پرېکړه رد عمل کې اعظم سواتي په ټوېټر خپل پېغام کې جنرال باجوه ته ویلي وو، مسټر باجوه تاته او تا سره ځینو خلکو ته دې مبارک وي. هغه ليکلي وو " ستا منصوبه یا دسيسه کاميابېږي او د هېواد په بېعه ټول مجرمان خلاصېږي" نوموړي دپوځي سرلښکر په مخاطب کولو سره لیکلي وؤ‌ "د غلو په ازادولو سره تا بډو رشوتونو ته قانوني بڼه ورکړه" د زيارت په ورځ اسلام اباد کې ضلعي سېشن عدالت ته د وړاندې کېدو پرمهال اعظم سواتي مطبوعاتو سره خبرو کې وېلي د هېڅ يو قانون سرغړونه یې نه ده کړې، يوازې یې د جنرل باجوه نامه اخستې ده او دا سرغړونه ده. اعظم سواتي په ملکي ایجنسيانو  د تشدد تور لګولی او ویلي یې دي چې هغه نېولی خو ايف ایي ای دې ولې تشدد پرې اېجنسيانو کړی. خو هغه پخپلو خبرو کې دکومې ځانګړې ایجنسۍ نامه نه ده څرګنده کړې. ځایي عدالت د نوموړي دوه ورځنی رېماڼډ منظور کړی او پولیسو ته یې حواله کړی دی. د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اسد عمر د اعظم سواتي نيول غندلي او د هغه په سملاسي ډول د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده او د تحريک انصاف ګوند بل مشر او د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چوهدري په اعظم سواتي د تشدد اطلاعات د فکر وړ بللي او په ټوېټر یې ليکلي په پاکستان کې په سياسي قیديانو تشدد کېدل معمول جوړ شوی. د خبريالانو تنظيمونه د اعظم سواتي د پوځ پرضد د يو ټويټ په سر نيول کيدل د اظهار د ازادۍ په دستوري حق د قدغن لګولو هڅه ګرځوي او د پنډې اسلام اباد يونين اف جرنلسټس غړي حنيف الرحمن ډيوه سره خبرو کې ویلي په هېواد کې د پوځ او عدالت پرضد جایز  تنقيد نه زغمل کېږي. وايي هر څوک ازادي لري چې د واک په خاوندانو او اشخاصو جایز او نا جاېز انتقاد وکړي. په اسلام اباد کې د ټولنیزو رسنیو د حقونو فعال هارون بلوچ ډيوه ته وايي د اعظم سواتي خلاف د پاکستان پینل کوډ ترڅنګ د ساېبر کرايمز د لانجمن قانون د 20مې مادې لاندې مقدمه درج کړی شوې ده او د الېکټرونيکي جرمونو دمخنيوي دقانون شلمه ماده د چا بدنامولو سره تعلق لري. هغه وايي د بدنامۍ دا قانون په ځانګړي ډول د خلکو هدف کولو لپاره کارول کېږي او دا لمړی ځل نه دی چې ددې قانون په اساس خلک په هدف کړی شوې وي. له دې مخکې هم په پاکستان کې يو شمېر خبریالان، سياستدانان او د بشري حقونو فعالين ددې ساېبر کرايمز اېکټ 2016 لاندې نيول شوي او د غدارۍ مقدمې پرې درج شوي چې پکې وتلې قانون پوهه ايمان زېنب مزاري هم شامل ده. ايمان مزاري ډيوه سره خبرو کې وايي داسې ښکاري چې رياست د جرنېلانو د تحفظ لپاره جوړ کړې شوی وي. هغه وايي که څوک د جنرل باجوه نوم هم واخلي نو د هغه خلاف مقدمه درج کېږي او دا داندېښنې او تاسف وړ خبره ده. اغلې مزاري وايي رياست طاقت له خلکو اخلي او رياستي قوانین د جرنېلانو د تشخص د حفاظت لپاره نه دی بلکې دا د خلکو د حفاظت لپاره دی.

13.10.2022 ډیوه

بونېر کې دپوځ داستوګنې لپاره دسکول تړلو اعلامیه بېرته اخستل شوې ده

په خیبر پښتونخوا کی مدني ټولنې او حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو دضلعي انتظامې هغه بیان ته سخت غبرګون ښودلی چې پکې بونیر ضلعې ته د پوځ د راتګ دپاره د ځايي تعلیمي ادارې د بندولو اؤ هلته دپوځ دمیشته کولو ویل شوي وؤ. خو ځايې انتطامیه وایي دغه امر بېرته اخستل شوی او بونیر ضلعه کې د پوځ د استوګنې پاره متبادل انتظام شوی دی. قانون پوهان وایي په صوبه کې د امن وامان ذمه واري د صوبایې حکومت ده او باید چی ددې د کنټرول دپاره ځايې پوليس خپل کار وکړي. د بونیر ضلعې منتخب غړي وایې په ملاکنډ ډویژن کې د امن امان صورت حال طالبانو سره د مذاکراتو نه وروسته خراب شوی او په بونیر ضلعه کې چاته هم اجازه نه ورکوي چی امن امان ته نقصان ورسوي. تېره ورځ د بونیر د ډپټي کمشنر په لاسلیک یوه اعلامیه جاري کړل شوې وه چې پکې ویل شوي وؤ سیمې ته نوي پوځيان رسیدلي اؤ دهغوئ داستوګنې لپاره به د ډګر سینټینیل ماډل سکول تر یوې هفتې تړلی وي. په دغه اعلامیه په ټولنیزو رسنیو سختې نیوکې شوې وې. د پي ټي ایم مشر منظور پشتین په سوشل میډیا لیکلی په بونیر ضلعه کې د پوځ د راتلو خبر دی،د طالبانو سره مذاکرات، بیا بدامني او بیا په سوات کی د پلار او زوئ د پوځ له خوا وژنه ، خو انصاف نشته او ریاست دې په پښتنو سیمو کې دا سټریجکي لوبه ختمه کړي. په ټولنیزو رسنیو د ضلعي انتظامیې ددې ګام پرضد له سخت غبرګون ښکاره کیدو وروسته د بونیر ضلعې د انتظامیې ویاند جهانګیر خان وي او اي ډیوه ته ویلي هغه اعلامیه بېرته اخستل شوې ده. جهانګیر وایي د پاکستان پوځ په مکمله توګه له بونیر نه وتلی او وخت په وخت په دې کې بدلون راغلی دی. دهغه په وینا دلته د وړاندې نه د پوځ یو یونټ شته او د کال 2009م نه چې پوځ بونیر ته راغلی و ددوي یونټې بدلیږي رابدلیږي خو بونیر په مکمله توګه د پوځ نه خالي شوی نه دی. "وړاندې نه پوځ و خو اوس نور راغلی او د ضلعي انتظامې په دفتر کی ددوي دپاره انتطام شوی دی" په بونیر ضلعه کې د مدني ټولنې فعال اؤ د قانون ماهر محبوب ایډوکیټ وایي په بونیر کې د امن وامان داسې کوم حالت نشته چې هغې دپاره پوځ راوستل شي. هغه وایي د امن امان دپاره د پولیس محکمه شته او د پوځ راتګ په خلکو کی تشویش خور کړی دی. "دپوځ دلته راتګ په ولس کی تشویش پیدا کړی، د امن و امان برقرار ساتل د ریاست او صوبایي حکومت ذمه واری ده او که پوځ راځي نو باید چی د یو قانون لاندې راشي او هغی دپاره ایینی لار موجود ده " د بونیر نه د صوبایي اسمبلۍ غړی او د اعلا وزیر محمود خان سلاکار ریاض خان وي او ای ډیوه ته وایي (طالبانو سره) د مذاکراتو ورستو په ټوله صوبه کې حالات خراب شوي او د وسله والو د موجودګي نه انکار نشته خو بیا دتعلیمي ادارو د بندولو اجازه نه شي ورکړل کیدای او نه هغه حالات دي چې کوم په 2009م کې وؤ. هغه وایي "صوبایي حکومت چمتو دی چې امن و امان کنټرول وساتي او مونږ به د خپلو خلقو سره ولاړ یو" نوموړی زیاتوي "مونږ ته تحفظات او خدشات وو چی سکول بندولو سره په خلکو کی ویره خوریږي، سکول به نه بندیږي. دلته به زده کړې کیږي او دا د ماشومانو دپاره دی سیاسی نظریات په خپل ځائ خو امن زمونږ شریک دی سوات بونیر او شانګله زمونږ شریک دي قام او حکومت نه دی تیار چې دلته امن ته څوک نقصان ورسوي" په دې وروستو کې د طالبانو او دپاکستان دحکومت تر منځه د مذاکراتو په نتیجه کې اور بند شوی و خو په خیبر پښتونخوا او قبایلی ضلعو کې یو ځل بیا د تشدد په پیښو کې اضافه شوې او په ټوله صوبه په ځانګړي توګه توګه سوات کې د امن دخراب وضعیت په ضد ولسی پاڅون شوی او ریاستي ادارې ددې ذمه وارې ګڼل شوي. خو پوځ بیا په دې وروستیو کې ویلي وؤ چې دوي‌ دخپل ولس دځانونو اؤ مالونو تحفظ ته چمتو دي

13.10.2022 ډیوه

سوات کې دامن ذمه وارۍ مرکز اؤ دصوبې حکومت په یو بل وراچوي، څېړونکي ورته په کوم نظر ګوري؟

څېړونکي وايي په خېبر پخونښوا او په خصوصي توګه په سوات کې د امنيت خرابې وضعې او د وسله ښکاره کيدو سره مرکزي حکومت او صوبایي حکومت په يو بل د امنيت ذمه واري وراچوي اؤ ددې عمل تر ټولو زيات نقصان به خلکو ته رسيږي او د ترهګرۍ د خوريدو سوب به ګرځي۔  د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د زده کړو د څانګې پخواني مشر اعجاز خټګ ډيوه ته وويل دوي ويني چې د صوبایي حکومت چارواکي په صوبه کې د امنيت ذمه واري په وفاقي حکومت وراچوي او وفاقي حکومت ددغه وضعیت ذمه وار صوبایي حکومت ګڼي۔ اعجاز خټک وويل د صوبایي  او وفاقي حکومت ددې رويې له وجې به بدامني خوريږي او زيان به يې عام ولس ته رسيږي۔  "چې حکومتونه د ذمه وارئ نه سترګې پټوي نو ترهګري به زياتيږي، دا به صرف سوات پورې بيا محدوده نه پاتې کيږي دا به لاهور، اسلام اباد او نورو ښارونو ته هم رسيږي" په سوات او د خېبر پښتونخوا نورو برخو کې د تېرو څو مياشتو راهسې وخت په وخت د امن په پلوۍ او د بدامنۍ خلاف مظاهرې کيږي. په سوات کې د نهې په ورځ په زرګونو خلک راټول شوي وو او د امن په حق او بدامنۍ په ضد يې نعرې وهلې وې۔ په سوات کې د وسله والو د موجودګۍ پ اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي "دا خبره کول چې سوات ته بيرته ترهګر راتلل پېل شوي داسې بالکل نه ده دا افواه ده يا افواه جوړول کيږي، امنيتي ادارې خبرتیا لري او چمتو دي" خو  تر دې وړاندې پوځ ویلي وؤ، د سوات او دير په لرې غرونو کې په کمه شمېره کې د وسله والو موجودګي ليدل شوې خو په ظاهره دا هغه خلک دي چې د افغانستان نه بيرته خپلو علاقو ته ابادېدو له راغلي وو، د علاقې هر ډول څارنه کېږي او وسله وال به په هيڅ صورت ونه زغمل شي۔ سینیټر مشتاق يوسفزی وايي د سيمې خلک نور بدامنۍ نه تنګ شوي او د امن په راوستو کې صوبایي او وفاقي حکومت دواړه ناکامه شوي دي۔  د پاکستان پخواني وزير اعظم عمران په ستمبر کې يوې جلسې ته وینا کې ويلي وو وفاقي حکومت دې په خېبر پښتونخوا کې د امن ذمه وارۍ سر ته ورسوي، په دولسم اکتوبر د پاکستان  وزيراعظم شهباز شریف ويلي وؤ مرکزي حکومت به د ترهګرۍ په مخنيوي کې د خېبر پښتونخوا د حکومت سره مرسته کوي. په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو په اړه خپلواکه څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلیکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل روستي  رپورټ کې ويلي چې د تېرې ستمبر په مياشت کې د روان کال د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې رېکارډ شوې وې. څيړنيزې ادارې ويلي د ستمبر په مياشت کې په ټول هېواد کې 42 ترهګریز بريدونه شوي چې د تېر اګست د میاشتې په مقابله کې  پکې 35 فيصده اضافه شوې ده

13.10.2022 ډیوه

د شمالي وزيرستان د کډوالو دپاره فنډ جاري شوی خو کډوال وايي دا مرستې اوس ډېرې کمې دي

د خېبرپښتونخوا د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي ایم اې) د شمالي وزیرستان د 15000 بې کوره رجسټرډ کورنیو لپاره 33 کروړه روپۍ مالي مرستې جاري کړي دي. چې په راتلونکي څو ورځو کې به اغیزمنو کورنیو ته ترلاسه شي.

13.10.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more