ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پوتین: داعش او نورې ترهګرې ډلې پلان لري مرکزي آسیا ته ولاړې شي

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین وایي د اسلامي دولت یا داعش ډلې افراطیان او نور ترهګریز سازمانانونه هڅه کوي چې د ګډو ګټو هیوادونو ته ولاړ شي.

27.10.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

27.10.2022 امریکا غږ

ماهرین: د بجټ خساره کمولو دپاره پاکستان غیرملکي قرضونو ته ضرورت لري

دا مياشت د خزانی وزیر اسحق ډار وویل پاکستان کوښښ کوي چې د مختلفو هیوادونو له خوا ورکړی شوی د  27 اربه ډالرو قرض  د واپسۍ نېټه وغځوي. هغه وویل پاکستان به یو ارب ډالر واپسی کوي څیړنی وایې دا وخت په پاکستان د غیر پیرس کلب هېوادونو 30 اربه ډالره پور دی چی پکی د چین 23 اربه ډالره هم شامل دي.

27.10.2022 ډیوه

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

27.10.2022 امریکا غږ

لویدیځ ته د روس خبرداری: مونږ کولای شو ستاسو تجارتي سټلایټونه په نخښه کړو

واشنګټن – د روس د حکومت یو لوړ پوړي چارواکي ویلي، ماسکو کولای شي د لویدیځ هغه تجارتي سټلایټونه وولي کوم چې د اوکراین په جګړه کې کارول کېږي. که چېرې دا کار وشي نو له دې سره به په اوکراین کې روانه اته میاشتنۍ جګړه نور هم زور واخلي او د روس او د لویدیځ ترمنځ به ورسره د مستقیم مخالفت خطر زیات شي. تر اوسه پورې د روس ددې ګواښ په اړه د امریکا او یا هم د تجارتي سټلایتونو د چلونکو لخوا کوم غبرګون نه دی ښودل شوی. د روس د بهرنیو چارو د وزارت یو لوړ پوړي چارواکي کنسټنټن وېرونتسوف وویل، د لویدیځ له سټلایټونو څخه د اوکراین د جګړې په هڅو کې کار اخېستل "یو زښت زیات خطرناک کار دی." نوموړي د ملګروملتونو لومړنۍ کمېټې ته وویل، د لویدیځ لخوا د اوکراین د ملاتړ لپاره د داسې سټلایټونو کارول یو پارونکی عمل دی. هغه د سټلایټ د کومې ځانګړې کمپنۍ نوم یاد نه کړ خو ایلان مسک تر دې مخکې په دې میاشت کې ویلي وو چې د هغه سپېس اېکس کمپنۍ به په اوکراین کې د سټارلېنک په نامه د انټرنېټ کمپنۍ مالي ملاتړ ته دوام ورکړي او ویلي وو چې دا ګام د ښه نیت لپاره اخلي. روس په فضا کې د پام وړ یرغلیزه وړتیا لري او امریکا او چین هم په ورته توګه. په ۲۰۲۱ کال کې روس د سټلایټ ضد یو توغندی د دې لپاره توغولی و چې خپل یو سټلایټ پرې له منځه یوسي. د هند د بهرنیو چارو وزیر د نومبر په اتمه روس ته ځي: په هند کې د روس سفارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سوبراه منیام جېشنکر به د نومبر په اتمه نېټه له روس څخه لیدنه وکړي. د روس د سفارت لخوا په ټویټر باندې په یوې خپره شوې اعلامیې کې راغلي، "د نومبر په اتمه نېټه به په ماسکو کې د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړي. د روس د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخوروام ویلي، "دواړه وزیران به په دوه اړخیزو موجوده حالاتو او نړیوالې اجندا باندې خبرې وکړي."

27.10.2022 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

27.10.2022 امریکا غږ

څېړونکي د پوځ او د ای اېس ای خبري غونډه غیر معمولي پرمختګ بلي

طلعت مسعود وايي د هېواد د سياسي قېادت هم يو کردار جوړېږي چې په پوځ نور په سياست کې ښکېل نه کړي. " زما په فکر پاکستان کې چې کوم حالات پېدا شوي هغې هم د پوځ په سوچ کې ستر بدلون راوستی دی."

27.10.2022 ډیوه

 دپاکستان پوځ وايي په هېواد کې د حکومتي بدلون په اړه پخوانی وزیر اعظم د دروغو بیانیه وړاندې کوي 

د استخباراتې ادارې مشر ویلې چې نوټرل، میر جعفر او میر صادق ورته ویل کیږې ولې چې د غیر قانونې کار کول یې رد کړې وو- که چرې سرلشکر غدار دې نو په پټه ولې ورسره وینې- داسې نشې کیداېې چې په ښپه کې خبرې ورسره کوې او په ورځ کې غدار ورته ویل کیږي

27.10.2022 ډیوه

لویدیځ ته د روسیې خبرداری: سټلایټونه مو په نښه کولی شو

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړي چارواکي پنجشنبه اکټوبر ۲۷ (لړم ۵) متحده ایالاتو او متحدینو ته یې خبرداری ورکړی که د اوکراین په جګړې کې ښکېل شي، سوداګریز سټلایټونه به یې ښایي د روسیې لپاره د برید کولو په خاطر مشروع اهداف شي.

27.10.2022 امریکا غږ

فرید ملک سره مرکه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی فرید ملک هیله لري چې افغانستان به په نړیوال جام کې ښې لوبې کوي او د وړاندې تګ چانس یې هم شته. فرید ملک سره دغه مرکه د نیوزیلنډ پر وړاندې د افغانستان د لوبې څخه مخکې ثبت شوې ده چې د باران له امله لغوه شوه

27.10.2022 امریکا غږ

ټي ټي پي په بلوچستان کې د پولیو ټیم په حفاظت مامور د لیویز عسکر د وژلو ذمه واري منلې

په بلوچستان صوبه کې په تيرو دﺭیو وﺭځو کي د پولیو ټیم په حفاظت مامور امنیتي عسکرو دغه دویم بريد دی چې ﺯمه واﺭي يې تحريک طالبان پاکستان منلي

27.10.2022 ډیوه

هرات کې د طالبانو د قول اردو پر موټر چاودنې کې ۵تنه وژل شوي

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وايي، چې نن سهار د هرات په ولایت کې د " ۲۰۷ الفاروق قول اردو " د روغتیايي کارکوونکو پر موتر د ناپیژاندو وسله والو په برید کې پنځه تنه وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

27.10.2022 امریکا غږ

د پوځ وياند: د صحافي ارشد شريف د وژنې وروسته په ټولنيزو رسنيو په پوځ بې ځايه نيوکې شوي دي

د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل بابر افتخار او د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي مشر] لفټننټ جنرل نديم انجم په شريکه خبري غونډې ته په وېنا کې د صحافي اشرف د وژنې د پېښې په اړه تفصیلي خبري غونډه وکړه او د پوځ وياند وويل، د ارشد شريف د وژنې د پېښې وروسته په ټولنيزو رسنيو په پوځ بې ځايه نيوکې شوي دي.

27.10.2022 ډیوه

د روس صدر د ملک د اېټمي ځواکونو مشقونه وکتل

ایران روس ته د ډرون ورکولو خبره ردوي او روس هم د ایراني ډرون د استعمالولو خبره ردوي. اوکراین د متحده قومونو نه غوښتلي چې د ډرون ملبې د معاینې دپاره دې ماهرین ورولېږي. امریکې، برطانيي، فرانس او جرمني هم اقوام متحده ته خطونه لېږلي او د تحقیقاتو ملاتړ يې کړی دی

27.10.2022 ډیوه

ريچارد بېنيټ: د افغان مېرمنو او نجونو شاتګ د افغانستان په تاريخ کې بې‌ساری دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنيټ وايي، د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو اوسنی شاتګ ښايي د دې هېواد په تاریخ کې بې‌سارې وي. نوموړي د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه له راپور ورکولو وروسته یو خبري کنفرانس ته وویل، افغانان په ځانګړي ډول مېرمنې او نجونې احساس کوي چې له نړۍ هېر شوي دي. ښاغلي بېنيټ وویل چې په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې د شاه تګ له خطر سره مخ شوې دي. نوموړي وويل: "لومړی خو دا چې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې ډېر شاتګ شوی، ممکن دا شاتګ په تاریخ کې بې‌ساری وي. په بله معنا چې دا شاتګ له ۱۹۹۶ کلونو هم لوی شاته تګ دی، ځکه کومې لاسته راوړنی چې په ۲۰۰۱ کال کې د جمهوریت د رامنځته کېدو وروسته په تېرو شلو کلونو کې ترلاسه شوې وې له شاتګ سره مخ شوي دي، او دا یو ستر شاه تګ دی." دا په داسې حال کې ده چې په پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له تېرې څه د پاسه یو کلنې واکمنۍ راهیسې، له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې تړلي، مېرمنې کار او له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر ته نه پرېښودل کېږي، دغه شان حجاب هم پرې اجباري شوی دي. دغه شان په رسنیز ډګر کې هم په ښځنیه خبریالانو سخت محدودیتونه لګېدلي، چې له امله يې زیات شمېر ښځینه خبریالانو خپلې دندې پرېښې دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ريچارډ بېنيټ په دغه خبرې کنفرانس کې وویل، چې په افغانستان د بشري حقونو د نقض په اړه ژورې اندېښنې شته او لږکي او رسني په پراخه توګه تر فشار لاندې دي. ښاغلي بېنيټ وویل، دا خبره سمه ده چې د نورې نړۍ په ځانګړي ډول د اوکراین خبرونو پر افغانستان سیوري غوړولی خو نړۍ مسؤلیت لري، چې افغانستان هېر نه‌کړي ځکه د ده په خبره افغانان یو وار بیا د طالبانو تر واک لاندې ژوند کوي. ښاغلي بېنيټ وويل: "رسنۍ په پراخه کچه ځپل شوي دي، هلته بشري بحران او له مجازاتو معافیت دی، حساب او کتاب نه‌شته دا باید هېر نه‌کړو دا هېواد څلور لسیزې جګړه شاته پرېښې ده کله چې زه له افغانانو سره خبرې کوم دوی فکر کوي چې د نړۍ پام بل ځای په ځانکړي ډول اوکراین ته اوښتی دی او دوی یوازې پرېښودل شوي او هېر شوي دي." که څه هم طالبانو حکومت ویاندویانو تازه په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې خو چهارشنبه د دوی د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې يې ویلي وو، چې نړیوال د طالبانو له مثبتې روحیې ناوړه ګټه اخلي. په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د یو شمېر څېړونکو بنسټونو په تګلارو نیوکه شوې وه. په اعلامیه کې راغلي، چې دوی د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د بشري حقونو او بشري وضعیت د څار لپاره ګمارل شویو ادارو او اشخاصو ته يې د بې پرې موندنو شرایط برابر کړي خو د همکارۍ له دغې روحیې سره سره بیا هم ځینې اشخاص د واقعیت موندنې د علمي تګلارو خلاف د اوازو او مجازي سرچینو په استناد راپورونه جوړوي او د حاکم نظام پر ضد یې کاروي. خو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو او په ډېری ډولتي ادارو کې ښځې له کار راګرځول د ښځو د حقونو ښکاره نقض دی چې په دغه هېواد کې دننه او بهر یې په اړه پراخ غبرګونونو موجود دي.

27.10.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more