خیبر پښتونخوا کې په کرونا وایرس ۱۴نور کسان مړه،صوبه کې د مړینو شمیره ۳۰۵ ته ورسېده
په پاکستان کې د روغتیا محکمې چارواکي اؤ په کرونا وایرس څار لرونکی مرکز وایي چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې په تیر یو شواروز کې د کرونا وایرس دنوؤ پېښو ثبت کیدو سره صوبه کې په کرونا د اخته ناروغانو شمیره ۵۸۴۷ ته رسېدلې ده.
پاکستاني پولیس وایي پنجاب کې یې د داعش څلور ترهګر وژلي
په پنجاب کې دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو (سي ټي ډي) دعوه کړې ده چې دترهګرې ډلې داعش وسله والو سره یې مقابله کې څلور ترهګر وژلي اؤ درې ترې ژوندي تښتیدلي دي.
دخېبر پښتونخوا حکومت سر دسبا نه صوبه کې دسورلیو ګاډي خلاصوي
خېبر پښتونخوا د وزيراعلی د اطلاعاتو مشير اجمل وزير ویلي حکومت د ګل يادوشنبې د ورځې نه صوبه کې دسورلیو ګاډو ته بیرته دچلند اجازه ورکوي.
پېښور: د لېډي ريډنګ هسپتال د ګائني يونټ د طبي عملې 77 غړي په کرونا وایرس اخته شوي
خېبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو د صوبائي اتحاديې د شمېرو ترمخه د پېښور لېډي ريډنګ هسپتال په ګائني يونټ (د ښځینه امراضو څانګه) کې د کرونا وايرس نه 77 د طبي عملې غړي او ډاکټران ناروغه شوې دي. د اتحاديي مشر وايي د دغه هسپتال د انتظاميه د ډاکټرانو سره دغیر سنجيده رويه او د وايرس نه د ځانونو خوندي ساتلو د سامان نه ورکولو له امله يوې زنانه ډاکټرې استعفا هم ورکړېده. پېښور کې مېشت د ډاکټرانو د صوبايي اتحاديې چېرمين ډاکټر زبیر محسود وي او ای ډيوه ته وويل د ايل ار ايچ هسپتال د ای سي يو (د انتهایي پاملرنې څانګه ) اسټنټ پروفېسر ډاکټر عائشه مفتي د هسپتال انتظاميي د غېر سنجيده رويې له کبله استغفا ورکول د تشويش وړ خبره ده. ډاکټر زبیر محسود وایي: " دا په صوبه کې يواځينۍ انټنسېلسټ وه، چا چې باقاعده تربيه اخېستې وه د ای سي يو د چلولو. هغې په خپله استعفا کې دا ليکلي چې موږ ته يي اول کوم ای سي يو راکړو نو په هغې کې د کرونا د ټولو ناروغانو د پاره یوازې يو مشين راکو. هغې لیکلي چې موږ ورته وويل دا يوه لويا وبا ده او په دې يو مشين کار نه کېږي، نو مونږ ته وويل چې تاسو نيغ په نيغه د زوړ ايي سي يو نه مريضان وباسې او نور مريضان ورته را ولئ. بيا دا ليکي چې مونږ به ورته د کوم ټېسټونه ويل نوهغه به يي راته په وخت نه کول، کوم داروګان چې به موږ پکار وو هغه به يي نه را کول". په هسپتالونو کې د کرونا وايرس نه ځانونه د خوندي ساتلو له پاره اخيستې شوې الاتو په اړه ډاکټر زبېر محسود وايي چې طبي عملې ته دغه سامان د نه ترلاسه کیدو د لاسه د صوبې په هسپتالونو کې د دوه سوه نه زيات ډاکټران د کرونا وايرس نه ناروغه شوې دي۔ ډاکټر زبیر محسود وایي: " د پرسنل پروټېکشن الاتو په اړه به زه دا ووايم چې موږ ته وېلې شوي چې دغه سامان ورکړې شوې دی. خو زه به دا ووايم چې هغه سامان د لاندې کچې طبي عملې ته نه دې ورکړل شوې، نو د هغې د وجې دا شې روان دې چې خلق ورځ تر بلې زيات متاثره کېږي او ډاکټران ورځ تر ورځه خرابېږي. چې څنګه به ما ويل چې دې ناروغانو د پاره ځانګړې مرکزونه پکار دي خو حکومت اوسه پورې غوږ نه دې ګرولې" . د پېښور ايل ار ايچ هسپتال وياند محمد عاصم د ګائني وارډ د عملې متاثره کېدو پخلې کړې او وايي ډاکټر عائشه مفتي چې کوم تورونه د هسپتال په انتظاميه لګولي دي هغه بې بنياده دي. نوموړي زياته کړه د وايرس نه د ځان د خوندي ساتلو د الاتو د پاره د هسپتال انتظاميي صوبايي حکومت ته خط لېکلې دې او ډېر زربه دغه سامان هسپتال کې نور هم موجود وي. د ايل ار ايچ هسپتال وياند محمد عاصم وایي: " د هغې ( ډاکټر عايشه مفتي) د استعفا ورکولو وجوهات دا وو چې د کار دباؤ وو پرې، نور ډاکټران د ای سې یو دي چې هغو د ډېر وخت د پاره د کرونا د ناروغانو علاج کولو دا دباؤ نشي برداشت کولې نو دغه يوه وجه ده۔ موږ ته معلومه ده چې ډاکټران د ذهني دباؤ نه تيریږي". د خېبر پښتونخوا د عامې روغتيا د څانګې مشر ډاکټر اکرام الله خان وايي چې ټولو هسپتالونو ته وخت په وخت د هغو د ضرورت مطابق دغه حفاظتي سامان ورکړې کېږي. د طبي عملې د بېله بېلو اتحاديو نه ترلاسه شوي شمېرو تر مخه د صوبې په هسپتالونو کې 165 ډاکټران، د 70 سوا نرسنګ او د 100 نه زيات پېرامېډيکل سټاف غړي متاثره شوې دي، دې دوران يو ډاکټر او درې پېرامېډيکس د کرونا نارغې له امله ژوند دلاسه ورکړېدې.
افغانستان: تاوتریخوالی د تیرې اونۍ په پرتله 300 فیصده زیات شوی
د تیرې سې شنبې- نهې په ورځ په کابل کې په روغتون شوي بريد او ننګرهار کې په يوه جنازه شوي ځانمرګي بريد کې 56 تنه ملکي وګړي ووژل شول او شاوخوا ۹۰ تنه ژوبل شول.
د عارف وزیر وژنه د هغه افغانستان ته تګ او خبرو ته غبرګون کېدی شي: د پښتونخوا د پولیسو د مشر اټکل. اي جي سیاسي قتل له عذر ګوري: محسن داوړ
د پښتونخوا د پولیسو د مشر رانا ثناالله د عارف وزیر د قتل په حقله اټکل ته د پښتون ژغورنې مشرانو په ځواب کې ويلي دي چې اي جي ېو سیاسي قتل له عذر ګوري.
پاکستان د سورلو په ګاډو د لګول شوي بندېز لرې کولو اعلان وکړو
د پاکستان حکومت وايي د عوام ضرورت او اسانتياؤ ته په کتو يې د عامو خلکو دپاره د سورلو د ګاډو چلولو پرېکړه وکړه.
ګورنر کومو: د نيويارک خلک دې تر ۱۳م جون په کورونو کې پاتې شي
د نيويارک ګورنر اندريو کومو ويلي د کرونا وايرس له امله دې خلک تر ۱۳م جون په کورونو کې پاتې شي، له دې وړاندې په کورونو کې د پاتې کېدو دپاره د مۍ ۱۵م نېټه ورکړل شوې وه
خليلزاد: د افغان سولې عمل په وړاندې خنډان دي خو دا د امن يواځينۍ لار ده
د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، چې که څه هم د افغان سولې عمل د خنډانو سره مخ دی خو د ترهګرۍ د قابو کولو دپاره يواځينۍ لاره سوله ده.
پاکستان کې نور ۱۵۸۱ کسان په کرونا وايرس اخته شوي
په پاکستان کې په تېر شوا روز کې نور ۱۵۸۱ کسان په کرونا وايرس اخته شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس وهلو شمېره ۳۸زره ۷۹۹ ته رسېدلې ده.
د اردن شاه عبدالله اسرایل ته د لوی شخړې خبرداری وکړی
یورپين یونین د ۱۹۶۷ د عرب اسرایل جنګ نه د وړاندې کرښو په بنیاد د ددو ریاستونو د قیام ملاتړ کوي چې اسرایل او فلسطنیان به د ضرورت په بنیاد یو سره د پولې راښکلو په غرض د علاقو تبادله هم کوي
رپورټ: هندوستان په کشمیر کې په تیز رفتاره انټرنېټ پابندي لګولي ده
په کشمیر کې مېشته خبریال بلال حسین وی او ای ته وویل په تېز انټرنیټ د پابندۍ له امله ډاکټران او خبریالان د خپل ضرورت معلوماتو ته رسايي نشي لرلی. د تیز انټرنېټ د نیشتوالي په سبب بلال حسین د دوو منټو وډیو وي او ای ته په شپږو ګنټو کې ولیږله
پاکستان وايي په راتلونکو څو هفتو کې به د کرونا وایرس دوا جوړول او صادرول شروع کړي
ډاکټر ظفر مرزا وویل دوا به انجېکشن یا ستن په زریعه مريض ته ورکولی شي او د شپږو نه تر اتوو هفتو دننه به یې جوړول شروع شي او نه یوازې به په پاکستان کې ترلاسه کېدلی شي بلکې ۱۲۷ ملکونو ته به هم لیږلی شي
د امریکې د کانګرس غړي وايي امریکا په افغانستان کې باید پوځي او استخباراتي موجودګي وساتي
په عین حال کې طالبانو ویلي په افغانستان کې بې درکه شوی امریکايي شهري مارک فرېریکس دوی سره نه دی. ای پي وايي په قطر کې مېشته د طالبانو ترجمان سهیل شاهین د اتوار، یکشنبې، په ورځ خبري ادارې ته وویل دوی د بې درکه شوي امریکايي په اړه هیڅ معلومات نلري
پاکستان ۱۶م مئ نه دهیواد دننه د جهازونو دالوت پیل کولو اعلان وکړو
په پاکستان کې د هوا بازۍ ادارې سول ایوي ایشن ډویژن ۱۶م مئ نه د هیواد دننه د الوتکو د الوت پیل کولو اعلان کړی دی اؤ ویلي یې دي پېښور هوایي ډګر نه به اوونۍ کې څلور اؤ کوټې هوایي ډګر نه به اته الوتنې کیږي.