امريکايي کمپني وايي د اواز د رفتار نه تېز پرواز کوونکي د مسافرو ارزان بیعه جهازونه به تیاروي
د بوم کمپنۍ جوړ اورچر نومې سپرسانک جهاز به هم د بحراوقيانوس يا اټلانټک سمندر دپاسه سفر د نورو جهازونو په نسبت په نيم وخت کې کوي او د دغې کمپنۍ چارواکي وايي د الوت خرڅ به يې هم کم وي.
پوهان: د مستقل خریدارانو باوجود د چین د وسلې خرڅلاو کم شوی
یو څېړونکی وايي تر ټولو لویه مسله د "مېډ اېن چاینا" لېبل یا عنوان دی چې د چین د وسلې په خرڅلاو کې د کمي یو سبب لیدل کېږي. هغه زیاته وي د "مېډ اېن چاینا" دا "سټېګما" یا بدنامي یوازې د وسلې سره نا بلکې د چین نورو مصنوعاتو سره هم تړلې ده
مريم نواز: د ايي اېس ايي د مشر په امر د نواز شريف خلاف مقدمې جوړې کړی شوي او سزاګانې ورکړی شوي
د پاکستان په سیاسي چارو کې لاس نه وهلو د پوځ په بیان په تولنیز رسنیو ډیر تنقید شوی و اؤ ېو شمیر خلقو ويلي وو چې د پاکستان په شان هېواد کې چېرته چې پوځ څلور ځلا دستور مات کړی او د مارشل لا حکومتونه یې جوړ کړي څنګه دا خبره کېدلی شي چې پوځ په سیاست کې مداخلت نه کوي
پاکستان کې دبجلۍ دیو یونټ بیعه نوره درې روپۍ لوړه کړل شوې ده
د پاکستان حکومت د بجلۍ نرخ د یو یونټ پسر نور درې روپۍ سیوا کړی دی اؤ دا پیسې به د روانې میاشتې نه د صارفینو څخه اخلي.
پاکستاني طالبانو سره مذاکرات،څېړونکي وایي دپښتنو استازي باید باور کې واخستل شي
د پاکستان وزير اعظم عمران خان څو ورځې وړاندې د ترکي ټي آر ټي ټیلي ويژن سره په مرکه کې د لاقانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان ځينو ډلو سره د مذاکراتو او عامې بخښنې په اړه ويلي وو۔
د واشنګټن اؤ اسلام اباد ترینګلې اړېکې،دامریکې مرستیاله خارجه وزیره سبا پاکستان ته رسیږي
د امريکا د بهرنيو چارو مرستیاله وزيره وېنډي شرمېن د افغانستان په معامله د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ اړيکو کې د سېوا کېدونکې واټن د ختمولو لپاره د خبرو په غرص سبا د اکتوبر په اوومه د پاکستان په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسیږي.
افغانستان دپاره برطانوي استازي طالبانو سره د مېرمنو د حقونو په اړه خبرې کړي
د برطانيي د حکومت یوې ترجمانې وویل ګاس د طالب مشرانو سره په دې اړه هم خبرې وکړي چې د ترهګرۍ خلاف جنګ او د بشري ناورین په مخ نیوي کې يې برطانیه څنګه مرسته کولی شي . په دې اړه هم خبرې وشوې چې هغه خلک چې د افغانستان نه وتل غواړي، طالبان دې باید لاره ورکړي
شېخ رشيد: داسې کومه اطلاع نه لرم چې د ټي ټي پي سره خبرې روانې دي
د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد ویلي، "دا وخت زما سره داسې کومه اطلاع نشته چې د ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) سره خبرې روانې دي، که ځینې زمه وار کسان ورسره خبرې کوي خو د وزارت داخله سره داسې هيڅ خبر نشته، خو که څوک تسليم شي زه نه ګڼم چې د هغو سره مذاکرات کول بده خبره ده".
جنرال فیض د ایي ایس ایي دمشرې نه لرې او د پېښور کور کمانډر وګمارل شو
دپاکستان دپوځي استخباراتي شبکې ایي ایس ایي مشر لیفټننټ جنرال فیض حمید دخپل منصب څخه لرې کړل شوی اؤ دپېښور کور کمانډر لګول شوی دی.
شمالي وزیرستان:چاودنه کې دپوځ یو سرتیری وژل شوی،بل ژوبل
د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعه شمالي وزيرستان کې په يوه چاودنه کې د پاکستان دپوځ یو سرتيری وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
عمران خان بل ګېټس ته خواست کړی چې د افغان ولس بشري مرستې وکړي
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د بل او ملېنډا ګېټس فاونډېشن شريک مشر بل ګېټس ته خواست کړی چې د افغان ولس بشري مرستې وکړي.
اېمنسټي انټرنېشنل: طالب وسله والو 13 هزاره په غیرقانوني ډول وژلي دي
اېمېنسټي انټرنېشنل د خپلې وېب پاڼې په لومړي مخ په افغانستان کې د وژنو په اړه وویل چې دا د اګست د میاشت په 30 نېټه د خېدر ولسوالۍ په کهور کلي کې شوي او په وژل شویو کسانو کې 17 کلنه جینۍ هم شامله ده
ساحل: پاکستان کې هره ورځ د 10 ماشومانو سره جنسي تيری کيږي زياتې پېښې په پنجاب کې وي
په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم ساحل په خپل نوي رپورټ کې ويلي چې د سږني کال په لومړو شپږ مياشتو کې د ماشومانو پرضد د جنسي تيريو 1896 پېښې رپورټ شوي دي.
پاکستان: مخالفه ګوندونو د پېنډورا پېپرز د پلټنو دپاره اعلان شوی حکومتي کمېشن رد کړی
د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو د پېنډورا ليکس (پېنډورا پېپرز) د پلټنو دپاره جوړ کمېشن رد کړی دی او ويلي يې دي وزيراعظم دا اختيار نه لري چې د پلټنو دپاره د کمېشن مشري وکړي.
په جنوبي وزيرستان کې د 21 ورځو راهسې انټرنېټ بند دی
د قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان اوسېدونکي وايي په سيمه کې د تيرو 21 ورځو راهسې انټرنېټ بند کړی شوی دی، په علاقه کې انټرنېټ له هغې وروسته بند کړی شوی چې په 15 ستمبر د جنوبي وزيرستان په لدها تحصيل کې په يو برید کې اووه پاکستاني پوځي سرتيري وژل شوي وو.