ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پاکستان حکومتي او پوځي مشرتابه د افغانستان په اړه تفصيلي بحث کړی

د پاکستان وزيراعظم د پوځ مشر او نورو لوړ پوړو حکومتي او پوځي چارواکو ته د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) مشر د ملي امنيت او سيمې ترڅنګ د افغانستان په روانو حالاتو تفصيلي احوال تير کړی دی.

25.09.2021 ډیوه

پوځ: بلوچستان کې د دوه کمانډرانو په ګډون شپږ ترهګر وژل شوي

د پاکستان پوځ دعوه کړې په بلوچستان صوبه کې د استخباراتي مالوماتو په اساس عمليات ترسره کړی شوي او د دوه کمانډرانو په ګډون پکې شپږ ترهګر وژل شوي دی.

25.09.2021 ډیوه

افغان فعالانو له ملګروملتونو وغوښتل چې په طالبانو فشار راوړي چې جونې ښونځي ته پرېږدي

واشنګټن – افغان ښځینه فعالانو د جمعې په ورځ له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په طالبانو فشار راوړي چې جونې ښونځیو ته پرېږدي او طالبان باید پرې نږدي چې د ښځو په وړاندې توپیري چلند وکړي. د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېشن مشرې شهرزاد اکبر د ملګروملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې په خپلو انلاین خبرو کې وویل، "پرې نږدئ چې د طالبانو توپیري چلند نورمال شي." "تاسو دا مه ګڼئ چې دا د افغان کلتور، اسلام او مذهب کومه برخه ده چې ښځې وځپل شي او له خپلو بنیادي بشري حقونو څخه محرومې کړای شي." د افغانستان د پارلمان لومړنۍ ښځینه مرستیالې فوزیه کوفي دغه خبره ورغبرګه کړه. "د ښځو او جونو ازادي، په هېواد کې د زده کړو په ګډون د هغه افغانستان نخښه ده چې له خپلو خلکو او نړۍ سره په سوله او دوستۍ کې ژوند کولای شي." مېرمن چې له قطر څخه یې خبرې کولې چېرې چې هغه د اګسټ په وروستیو کې له خپلو ماشومانو سره تللې وویل، "تاسو د هغه افغانستان په اړه فکر مه کوئ چې ستاسو باوري شریک به وي چېرې خپل خلک ځپي او د ټولنې ۵۵ فیصده خلک پکې چې ښځې دي هېڅ ځای نه لري." طالبان د اګسټ په ۱۵ نېټه کله چې د ولسمشر اشرف غني حکومت وپرځول شو په زور سره کابل ته ننوتل. ورپسې اونیو کې هغوی خپله لنډمهاله اداره جوړه کړه په کومه کې چې هېڅ ښځینه غړې نه وه. وسلوالو طالبانو هم ویلي، چې په یو مناسب وخت کې به جونې ښونځیو ته ولاړې شي خو تر اوسه یې یواځې د لومړنیو ښونځیو جونو ته اجازه ورکړې چې بېرته ښونځیو ته ولاړې شي. د جونو منځني ښونځي او لیسې لا هم څنډې ته شوي دي. کوفي وویل، دا هغه څه دي چې د طالبانو د لومړنۍ دورې (۱۹۹۶) پر مهال وو کله چې لنډ مهالي دا ډول کارونه تل پاتې شول. افغان ښځینه فعالانو په دې ټینګار کاوه چې د جونو او ښځو تعلیم په اسلام او افغاني کلتور دواړو کې د هغوی حق دی. ملګري ملتونه وايي، ۴.۲ میلیونه افغان ماشومان په ښونځیو کې نه دي داخل شوي، چې اکثرو پړه یې په کورونا اچول کېدای شي. له دغې ډلې څخه شاخوا ۶۰ فیصده یې جوني دي. د کوچنیانو لپاره د ملګروملتونو د ادارې یو یونېسېف مشره هنریټا فور وویل، "مونږ باید دوی بېرته ښونځیو کې داخل کړو. مونږ باید دا باوري کړو چې دوی بېرته شاملېږي." هغې وویل، "مونږ د لېرې واټن زده کړو یا ډیسټنس لرنېنګ څخه کار اخېستلای شو." "مونږ اړتیا لرو چې ښځینه ښونکې بېرته ښونځیو ته ولاړې شي او مونږ زیاتو ښځینه ښونکو ته اړتیا لرو." خو مېرمن کوفي وايي، ډیسټنس لرنېنګ په ټولګیو کې د زده کړو ځای نشي نیولای. اکبر وویل، "زه اندېښنه لرم چې طالبان به په درسي کېرېکولم کې څه ډول بدلون راولي په ځانګړي ډول د جونو د زده کړو په برخه کې. افغان روباټ جوړونکو د ښځینه ټیم ځوانې مشرې له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې افغان جونو ته دې په بهرنیو پوهنتونونو کې د زده کړې سکالرشېپونه ورکړل شي او په افغاني پوهنتونونو کې دې جونو او ښځو ته فرصتونه زیات کړای شي. یو څه چې ښکاره دي هغه دا چې طالبان په واک کې د ښځو له راتلو سره مخالفت څرګندوي.

25.09.2021 ډیوه

سپینه ماڼۍ: د کورونا دریم ډوز واکسین اخېستلو ته تیار دی

واشنګټن – په سپینه ماڼۍ کې د کورونا د غبرګون ډلې د جمعې په ورځ وویل، د کورونا دریم ډوز واکسین ورکولو ته تیار دی. تر دې مخکې، د امریکا ولسمشر جو بایډن د ورځې په سر کې ټول هغه کسان هڅولي وو چې د واکسین د دریم ډوز اخیستلو ته برابر وي. په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (سي ډي سي) اعلان وکړ چې هغه کسان کولای شي د فایزر دریم ډوز واکسین واخلي چې لږ تر لږه شپږ میاشتې مخکې یې دغه واکسین اخیستی وي. سي ډي سي ویلي، په دې پړاو کې هغه کسان دریم ډوز اخیستلی شي چې عمرونه یې ۶۵ کاله او یا تر هغې لوړ وي او همدارنګه د لومړۍ کرښې کارکونکي چې په هغو کې ښونکي، روغتیايي کارکونکي او نور داسې کسان شامل دي چې د کورونا د اخیستلو له ګواښ سره مخ دي. دوی دا هم ویلي، که یو څوک نازک روغتیايی حالت او یا نورې روغتیايي مسلې ولري نو د ۵۰ کلنۍ څخه تر ۶۴ کلنو پورې کسان هم دریم ډوز واکسین اخېستلی شي. د سپینې ماڼۍ د کورونا د غبرګون ناظم جېف زېنټس ویلي، د سي ډي سي د دې سپارښتنو له امله اوس ۶۰ میلیونه کسان د تېرو واکسیونونو د اخېستلو څخه وروسته د شپږو میاشتو په پوره کېدو سره د دریم ډوز اخېستلو ته برابرېږي. هغه دا هم وویل، چې ۲۰ میلیونه کسان همدا اوس په شراطو برابر دي او کولای شي یو له هغو ۴۰۰۰۰ فارمسیانو څخه یوې ته د واکسین اخېستلو لپاره د همدې جمعې په ورځ ورشي.

24.09.2021 ډیوه

د امریکې د پوځ غېر سیاسي چارواکی د سياسي شخړې سره مخامخ دی

د جنرل مېلي کوښښ و چې خپل منصب د سیاست نه پاک وساتي خو د هغه ناقدین وايي په دې کوښښونو کې بعضې وخت د هغه عهده د سیاست ښکار شوي ده او هغه تن چې ځان یې د سیاست نه لرې ساتل غوښتل ځان یې د سیاسي بحث او لانجې بحث موندلی دی

24.09.2021 ډیوه

دامریکې اؤ پاکستان دخارجه وزیرانو لیدنه،څېړونکي یې څومره مهمه بولي؟

څيړونکي د امريکا نيويارک ښار کې د پاکستان او دامريکا د خارجه وزيرانو ملاقات ډير مهم بولي او وايي که دواړه هيوادونه وغواړي نو  افغانستان کې دامن شريک مقصد ترلاسه کولو لپاره د يو بل سره مرستې کولى شي.

24.09.2021 ډیوه

پاکستان کې دسرو زرو بیعه نوره هم لوړه شوې ده

پوهان وایي چې د روپۍ ارزښت کې د کمي په وجه او د زیاتو ټیکسونو له امله زیات خلک په سرو زرو کې پانګونې کوي خو سوداګر وایي د زیاتو بیعو له امله خلک سره زر نه اخلي اؤ او کاروبار یې تاوانونو سره مخ دی.

24.09.2021 ډیوه

پاکستان کې زیاتره خبریالان له خپلو دندو زړه توري دي،علتونه یې څه دي؟

په پاکستان کې دصحافيانو دکار دتوان زياتولو لپاره کار کوونکې غېر دولتي ادارې سېنټر فار اېکسيلينس ان جرملزم لخوا جارى شوي يو رپورټ کې ویل شوي چې په کراچۍ ښار کې دهر دریم صحافي دخپل کار نه زړه تور شوی او دخپل کار له کبله د غصې او جذباتي فشار ښکار دی.

24.09.2021 ډیوه

صدر بایډن به د "کواډ" ملکونو د سر مشرانو غوڼدې کوربتوب کوي

صدر بایډن به په وایټ هاوس کې د هندوستان، اسټرېلیا او جاپان د مشرانو سره د کرونا وېکسین، سیمه ييزې بنیادي اسانتیاو، موسمي بدلون، امنیت او د کمپیوټر ټېکنالوجۍ په اړه خبرې کوي

24.09.2021 ډیوه

پېښور هایکورټ یوه اوونۍ کې دننه قبایلي سیمو کې دماین پاکۍ په اړه ځواب غوښتی

دپېښور هايي کورټ دوه کسيزه بېنچ په خېبر پښتونخوا کې ورګډو شوؤ قبايلي سيمو او په خاصه توګه جنوبي وزيرستان کې په زمکه کې د ښخو شويو ماينونو د قضیې اورېدنې په مهال مرکزي او د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت ته په يوه اوونۍ کې عدالت ته دخپل ځواب جمع کولو امر کړی دی.

24.09.2021 ډیوه

طالبان او ايغور يو بل ته په کوم نظر ګوري، راپور

په نېدرلېنډ کې د ايغور مسلمانانو د حقونو دپاره کارکوونکی عبدالغني سابت چې د چين په سنکيانګ سيمه کې د مسلمانانو د ايغور لږکيو غړی دی وي او اې ته ويلي د طالبانو د هغو مسلمانانو په اړه بيانونه څاري څوک چې د هغه په وېنا په ګرده نړۍ کې ځورول کيږي.

24.09.2021 ډیوه

د جنوبي وزیرستان اوسيدونکي وايي، عمران خان دې د ضلعو جوړولو په ځايي د امن خبره وکړي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د پنجشنبې/زیارت (23ستمبر) په ورځ په ډېره اسماعیل خان کې یوې غونډې ته په وېنا کې په قبايلي ضلع جنوبي  وزیرستان کې د دوه ولسواليو د جوړولو پلان اعلان کړی خو د سيمې خلک امنیت غواړي او دغه اعلان ته د سازش په نظر ګوري.

24.09.2021 ډیوه

طالبان وايي، د تيزندۍ او لاسونو پرېکولو سزاګانې به عملي کوي

د طالبانو د زندانونو د ادارې سرپرست ملا نور الدين ترابي ویلي، د اسلام قوانين به په ځای کوي او د تيزندۍ او د لاسونو پرېکولو سزاګانې به ورکولی شي.

24.09.2021 ډیوه

قريشي او بلينکن د افغانستان د راتلونکې په اړه بحث کړی

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د امريکې د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن سره په دوه اړخيزه اړیکو او د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

24.09.2021 ډیوه

صدر اردوان: د طالبانو رویه او حکومت، ټولشموله ندي

اردوان د زیارت/پنجشنبې په ورځ ویلي چې که طالبان داسې یو حکومت جوړ کړي چې هغه کې نور خلک هم شامل وي، نو ترکي بیا مایله ده چې له هغو سره کار وکړي.

23.09.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more