دپښتونخوا بلدیاتي ټاکنو کې دمذهبي ګوند بریالیتوب ته څېړونکي په څه نظر ګوري؟
خیبر پښتونخوا کې شوؤ بلدیاتي ټاکنو کې دطالب پلوه سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام کامیابۍ ته سیمه کې دمذهبي رجحان دسیوا کیدو په نظر ګوري .
کرونا،داومیکرون په ضد پاکستان کې د دریم خوراک ویکسین لګولو اجازه
پاکستان کې دکرونا ناروغۍ د څار وفاقي ادارې نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سنټر يا اين سي او سي د کرونا وايرس نوي ډول اوميکرون دمخنيوي لپاره د 30 کالو نه د زیات عمر لرونکو تنانو ته د کرونا وايرس پرضد د ويکسين بوسټر ډوز يا درېم خوراک لګولو اجازه ورکړې ده۔
شمالي وزيرستان: د ځمکې د شخړې په سر د دوه قبيلو ترمنځ وسله واله نښته پېل شوې
د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د ځمکې په سر شخړه د دوه ځايي قبیلو ترمنځ نښته پیل شوې چې پکې دواړو خواته ته درنه او سپکه وسله کارول کیږي.
پاکستان کې تجارتي خساره په ريکارډ کچه سېوا شوې، سټېټ بېنک وايي
د پاکستان مرکزي بېنک (سټېټ بېنک) وايي، د روان مالي کال په لومړو پينځه میاشتو کې تجارتي خساره اووه اربه ډالرو ته رسېدلې ده، او علت يې درامدات یا ملک ته د راتلونکو څيزونو زياتوالی ښودل شوی دی.
عمران خان وايي د پښتونخوا د بلدياتي ټاکنو په انتخاب کې يې غلطيانې کړي خو وزیران يې بل څه وايي
د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي، په خېبرپښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو په لومړۍ پړاو کې تحریک انصاف ګوند د غلطيانو له امله د بېلات سره مخ شوی، خو په صوبه کې د تحریک انصاف ګوند حکومتي وزيران وايي، د بايلات علت يې په ملک کې جوړه ګراني ده.
خېبرپښتونخوا: د بلدياتي انتخاباتو په 64 څوکيو کې د 43 نتيجې مخې ته راغلي
په خېبرپښتونخوا کې په 19 دسمبر په 17 ضلعو کې ترسره شوو بلدياتي انتخاباتو کې د تحصيل ناظم په 64 څوکيو کې د 43 نتيجې مخې ته راغلي چې پکې تر ټولو زياتې څوکۍ جمعيت علما اسلام ف ګوند ګټلي دي.
افغان طالبان د خپل حکومت د پیاوړي کولو دپاره پاکستان نه کسان راغواړي – واشنګټن پوسټ
یو پاکستاني طالب جنګیالي ویلي د دوی کسانو ته دا وړاندیز هم شوی چې که افغانستان ته کډه کول غواړي، هلته به دوی ته د افغانستان دایمي اقامت ورکړل شي.
عمران خان دې د افغانستان او پښتون کلتور په اړه د بيانونو څخه ډډه وکړي، فعال او څيړونکي وايي
په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو لپاره کار کوونکي وايي په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د جينکو د تعليم په اړه د هېواد په کلتور کې هيڅ توپير شتون نه لري.
پېښور: پوليسو دعوه کړې، د ستنام سينګ او پوليس سرتيرو په وژنه کې ککړ د داعش درې ترهګر يې وژلي
د خېبرپښتونخوا د پېښور پوليسو دعوه کړې چې د ستنام سينګ او پوليس سرتيرو په وژنه کې ککړ د داعش درې ترهګر په عملياتو کې وژل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا په بلدياتي ټاکنو کې زیاتې څوکۍ مخالفه ګوندونو ګټلي، غېرسرکاري غېرختمي نتيجې
د غېر سرکاري او غېر ختمي نتيجو ترمخه د خېبرپښتونخوا په 17 ضلعو کې ترسره شوو بلدياتي انتخاباتو کې د تحصيل ناظم زياتې څوکۍ جمعيت علما اسلام ف ګوند ګټلي دي.
امریکې د افغانستان په اړه د او ایي سي د رول هرکلی کړی
امریکې ویلي، د افغانستان دپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظيم (او ايي سي) غونډه ګټوره وه، او په دې کې مهمه دا وه چې د بشري مرستو د فنډ دپاره پکې د او ايي سي ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.
په هند کې هم د افغانستان په اړه غونډه کې د اسلامي هېوادونو استازو ګډون کړی
د افغانستان په اړه که يو لور ته په پاکستان کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظیم (او ايي سي) غونډه شوې نو بل لور ته په هند کې هم دغه رنګ يوه غونډه شوې او د پینځه اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پکې ګډون کړی دی.
اسلامي ملکونه د افغانستان دپاره د مرستې فنډ جوړولو باندې سلا شول
د افغانستان د مرستې دپاره دا فنډ چې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي لخوا اعلان شو، د اسلامي ترقیاتي بنک تر څارنې لاندې جوړیږي. خو دا ښکاره نده چې دې فنډ کې به څومره پیسې راجمع کیږي.
د افغان ثقافت په اړه د عمران خان څرګندونې – کرزی وایي دا د افغانانو توهین و
عمران خان ویلي چې نړېوال دې د ښځو د حقونو او تعلیم په برخه کې د افغانستان ثقافت ته هم پام وکړي او بل دا چې ګني په کلیوالو پښتنو سیمو کې څوک حاضر ندي چې خپلې جینکۍ سکولونو ته ولېږي، او د هغه په باور، دا یو ثقافتي مسئله ده.
پښتونخوا:بلدیاتي ټاکنو کې بمي چاودنې،ډزو اؤ بریدونو کې پینځه کسان وژل شوي،ګڼ ژوبل
دخیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه باجوړ کې دبلدیاتي ټاکنو په مهال دعوامي نیشنل ګوند دپلویانو په یو ګاډي بمي چاودنه کې دوه کسان وژل شوي اؤ شپږ نور ټپیان شوي دي.