شاته

دپښتونخوا بلدیاتي ټاکنو کې دمذهبي ګوند بریالیتوب ته څېړونکي په څه نظر ګوري؟

خیبر پښتونخوا کې شوؤ بلدیاتي ټاکنو کې دطالب پلوه سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام کامیابۍ ته سیمه کې دمذهبي رجحان دسیوا کیدو په نظر ګوري .

دڅېړونکو وینا ده چې افغانستان کې دطالبانو واک ته له رسیدو وروسته د سیمې سیوا شوی مذهبي رجحان دخیبر پښتونخوا شوؤ بلدیاتي ټاکنو کې دجمعیت علماء اسلام لخوا د زیاتو څوکیو دګټلو په شکل کې مخې ته راغلی دی.

دپاکستان د ټاکنو د کمېشن په ویب پاڼه خیبر پښتونخوا کې دشوؤ بلدیاتي ټاکنو خپرو شوؤ نتيجو کې ویل شوي، چې جمعيت علما اسلام (ف)ګوند دتحصیل ناظمانو 15 چوګۍ ګټلي دي.

د 43 تحصيلونو په نتيجو کې په دوېم نمبر پاکستان تحریک انصاف ګوند راغلی چې په مرکز اؤ خیبر پښتونخوا صوبه کې واکمني هم لري، ددې ګوند 11 کاندیدانو دتحصیل دناظمانو یا مئیرانو څوکۍ ګټلې دي.

په يادو نتيجو کې په شپږو تحصیلونو دعوامي نيشنل ګوند تحصیل ناظمان بریالي شوي دي اؤ پينځه ازاد کانديدان هم کامیاب شوي دي.

پاکستان مسلم ليګ(ن) تراوسه دتحصيل ناظمانو څلور، جماعت اسلامي یو اؤ تحریک اصلاحات هم یو سیټ ګټلی دی.

په پېښورکې خبرياله او څيړونکې فرزانه علي وایي د مذهبي ګوند زياتې چوګۍ ګټل ښايې چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته له رسیدو وروسته دې سیمه کې مذهبي رجهان زيات شوی دی او هغه د جمعت علما اسلام په شکل کې مخې ته راغلی۔

يو بل څيړونکي او خبريال حق نواز ډيوه ته وويل دوئ وړاندي په کال۲۰۰۲م کې هم کتلي وؤ چې صوبه کې دمذهبي ګوندونو واکمنۍ ته رسیدو سره سخت دريځي سېوا شوې وه۔

نوموړي وویل داسې ګوندونه او وسله وال په ملک کې د اسلامي نظام خبره کوي۔

د جميعت علماء اسلام د خپل ګوند مشر مولانا فضل الرحمان خبريالانو ته ويلي "زمونږ جامه دعلماؤ ده، ددين او امت مسلمه خبره کوؤ او پاکستان کې د ایين د روح مطابق د قران و سنت د نظام خبره کوؤ"

خو زیاتره څېړونکي بیا دپاکستان په مذهبي ګوندونو نیوکي کوي چې دوئ خپل هیواد کې خو اسلامي نظام دایین اؤ قانون په اساس غواړي خو افغانستان کې بیا دټوپک دلارې داسلامي نظام دنفاذ پلوي دي اؤ دافغان طالبانو سره کلکه راشه، درشه پالي.

دوه ورځې وړاندې داسلامي هیوادونو دتنظیم او ایي سي دخارجه وزیرانو غونډه کې ګډون دپاره اسلام اباد ته راغلی دطالبانو دحکومت خارجه وزیر امیر خان متقي دمولانا فضل الرحمان لیدنې له دهغه کور ته ورغلی ؤ اؤ په مهمو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې کړې وې.

په خېبرپښتونخوا کې د ترسره شوؤ بلدياتي انتخاباتو د نتيجو په ځنډ سياسي ګوندونو نيوکې کړي چې دغه نتيجې دې په وخت مخې ته راوړی شي.

د صوبې د ټاکنو کمېشن وي او اې ډيوه ته ویلي په صوبه کې په 66 تحصيل څوکيو انتخابات ټاکل شوي وؤ چې پکې په 64 انتخابات ترسره شوي او په بنو او ډېره اسماعیل خان کې په دوؤ تحصيلونو انتخابات ځنډول شوي دي