ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


څېړونکي: د ايي اېم اېف شرطونه پوره کولو په نتیجه کې به په پاکستان کې ګراني نوره زیاته شي

شوکت ترین وويل چى دبجلۍ د يو يونټ بېعه حکومت د وړاندې نه يو روپې او يو کم څلويښت پيسې زياته کړې ده او دې کې نور زياتوالې به راتلونکى کال مارچ کې کولی شي او د ټيکس استثنا او سټيټ بينک اف پاکستان د خپلواکۍ د پاره قانوني مسوده تياره کړې شوې ده

17.11.2021 ډیوه

قرېشي: د افغانستان د ګاونډیانو په اینده غونډه کې به طالبان رابلل کېږي

شاه محمود قریشې د سینټ د بهرنیو چارو د کمیټۍ غونډې ته ویلي د افغانستان د ګاونډیانو راتلونکې غونډې ته به د افغانستان مواقتې حکومت هم رابلل کیږي

17.11.2021 ډیوه

کابل: د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر د امریکا نه د تړل شوو پېسو خوشي کولو غوښتنه کړې

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي امریکا ته يو پرانستی خلط ليکلی، د امریکا د کانګرس نه يې غوښتي د افغانستان تړلې پېسې دې خوشي کړي.

17.11.2021 ډیوه

سي پي جی د محمد زاده اګره د وژنې د پېښې د بې طرفه پلټنو او تورنو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې

د جرنلسټانو د حقونو دپاره جوړې نړيوالې کمېټۍ (سي پي جي) د خېبرپښتونخوا په ملاکنډ ضلع کې د نشه یي توکیو پرضد مبارزه کوونکي جرنلسټ او فعال محمد زاده اګره د وژنې د بې طرفه پلټنو غوښتنه کړې، چې په دې وژنه کې ککړ کسان دې ونيول شي او سزا دې ورته ورکړی شي.

17.11.2021 ډیوه

د پاکستان پارلیمان کې په کورنيو مسلو د خبرو اجازه نه وي، په افغانستان بحثونه کيږي، د پارلیمان غړي وايي

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د پارلیمان غړو ويلي، په پارلیمان کې د افغانستان د مسلې په حل کولو خبرې کيږي خو په ملک کې دننه په مسلو د خبرې دپاره چاته اجازه نه ورکول کيږي.

17.11.2021 ډیوه

پاکستان منلې چې افغانستان ته د هند مرستندويه 50زره ټنو غنمو لېږلو ته په واهګه پوله لار ورکړي، رپورټ

د هند حکومت افغانستان ته د واهګه پولې د لارې د 50زره ټنه غنمو لېږلو خواست کړی خو د اووه اوونیو تيرېدو باوجود ورته پاکستان ځواب نه دی کړی، خو بيا افغان چارواکو ويلي پاکستان رضا شوی چې غنمو لېږلو ته لار ورکړي.

17.11.2021 ډیوه

د افغان حکومت د ړنګېدو په مهال هېکرانو د پاکستان نه افغانستان کې خلک په نښه کول - فېسبوک

فېسبوک (مېتا) کمپنۍ وایي، د پاکستان نه د هېکرانو دا حملې داسې ښکارېدې چې "د ښه پرېمانه وسایلو سره او مسلسلې" وې. په هغو کسانو کې چې په دې طریقې سره په نښه کېدل، په کابل کې د حکومت، پوځ، او د قانون د تنفیذ ځواکونو سره تعلق ساتونکي کسان شامل و.

16.11.2021 ډیوه

رپورټ: د پاکستان غېرملکې قرضې 125 ارب ډالرو ته زیاتې شوي

د بزنس ریکارډر ورځپاڼې ترمخه د پاکستان مرکزي بینک وايي روان جون د 30 نیټی پورې د پاکستان مجموعي قرضه او واجبات 40 کهربه روپۍ ته رسیدلي او د اقتصاد پوهان وایې پاکستان د اخراجاتو او د امدن تر منځه د زیات فرق له وجی په پاکستان قرضې سیوا کیږي او دا هم نه ښودلی کیږی چې دغه قرضې په کومو شرطونو حکومت اخلي

16.11.2021 ډیوه

د نوازشریف د ضمانت د مبینه مخالفت په بیان اسلام اباد هايي کورټ د توهین عدالت مقدمه شروع کړې

بلخوا مسلم لیګ (ن) غوښتنه کړې چې د ثاقب نثار څخه دې هم په دې اړه د وضاحت وغوښتل شي. پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) یو مرکزي مشر شاهد خاقان عباسې ویلې که چېرې چیف ثاقب نثار په هغه لګیدلی تور سفا نه کړی شو نو بیا به څوک په عدالتونو باور کوي

16.11.2021 ډیوه

د نرښځيانو مالومولو دپاره د سېنېټر مشتاق قانوني مسوده د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکو رد کړې  

په پاکستان کې د بشري او نرښځيانو د حقونو فعالانو د جماعت اسلامي لخوا سېنټ ته وړاندې کړې شوې هغه قانوني مسوده رد کړې شوې ده چې پکې د نرښځیانو د حقونو د کال 2015  په قانون کې د بدلون راوستو سپارښتنه شوې ده.

16.11.2021 ډیوه

پاکستان کې د داعش بريدونه د دې ډلې د شتون څرګندونه کوي، څيړونکي وايي

په پاکستان کې چې په وروستيو کې داعش ډلې د بريدونو زمه وارۍ منل سېوا کړي، دا ښايي چې دا ډله په پاکستان کې پوره شتون او فعاليتونه لري.

16.11.2021 ډیوه

واڼه: په ځايي مشرانو او ديني عالمانو د لاسي بم بريد کې اووه کسان ټپيان شوي

د جنوبي وزيرستان مرکز واڼه کې د قبايلي مشرانو او دیني عالمانو د ناستې په ځای يا دفتر د لاسي بم بريد کې اووه کسان ژوبل شوي چې پکې د درېو حالت اندېښمن ښودل شوی دی.

16.11.2021 ډیوه

بايډن او شي تاريخي ورچوول ليدنه کړې

د امریکې صدر جوبايډن د چين د صدر شي ژين پينګ سره په ويډيوي لنک ليدلي او خبرې اترې يې کړي دي. دا د جوبايډن د صدر جوړېدو وروسته د چين د صدر سره لومړۍ مخامخ خبرې شوي دي.

16.11.2021 ډیوه

امريکايي جرنلسټ د برما د بند څخه خوشی شوی

امریکايي جرنلسټ ډېني فېنسټر چې په ميانمار کې بندي وو خوشی شوی او هغه ميانمار پرېښودی دی، هغه ته د جمعې په ورځ 12 نومبر د 11 کالو د بند سزا اورول شوې وه.

16.11.2021 ډیوه

د سپریم کورټ په پخواني مشر الزام پورې شوی چې نوازشریف ته یې د انتخاباتو نه مخکې د ضمانت مخالفت کړی و

د اردو څانګې د رپورټ ترمخه رانا شمیم ویلي د ثاقب نثار په اړه د هغه بیان په سر ورته د اسلام اباد هايي کورټ د نهې، سه شنبې، په ورځ د پېښ کېدو امر کړی دی. اسلام اباد هايي کورټ صحافي انصار عباسي، عامر غوري او د جنګ، دي نیوز او جیو ټي وي مالک مېرشکیل الرحمان هم طلب کړی دی

15.11.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more