ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


چمن:دافغانستان اؤ پاکستان دسرحدي ځواکونو ترمنځ نښته کې دمرګ ژوبلې دعوې شوي دي،پوله وتړل شوه

داتوار په ورځ په چمن کې دافغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله "باب دوستي" دپاکستاني  اؤ افغاني سرحد ساتونکو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده چې پکې دمرګ ژوبلې اطلاعات هم مخې ته راغلي دي. دسیمې نه دپاکستاني ملیشې یا ایف سي‌ ځواکونو یو افسر دنوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډیوه ته ددې نښتې پخلی کړی اؤ وایي نښته کې دپاکستان دوه عسکر ژوبل شوي ا‌ؤ یو وژل شوی اؤ دطالبانو ځواکونو ته هم زیان اوښتی دی، خو طالبانو لا په دې هکله څه نه دي ویلي. دپاکستان یا افغانستان دحکومتونو له لوري په رسمي توګه ددې نښتې په اړه هیڅ نه دي ویل شوي. سرچینو ډیوه ته ویلي د دواړو هیوادونو دسرحد ساتونکو ځواکونو ترمنځ له دې نښتې وروسته دباب دوستي دروازه تړل شوې ده اؤ په پوله دعسکري چارواکو ترمنځ دلانجې هوارولو لپاره خبرې پیل شوي دي. په سیمه کې دپاکستان دایف سي ځواکونو یو ټيټ‌ رتبه افسر وي او ای ډيوه ته ویلي نښته داتوار په ورځ  وروسته له هغې پیل شوه چې دافغانستان نه وسله په لاس یو تن دپاکستان خاورې ته راننوتلو اؤ په پاکستاني عسکرو یې ناتاره ډزې وکړې. هغه دعوه کړې ده چې په دې ډزو کې دپاکستان درې عسکر لګیدلي چې دوه پکې ژوبل دي اؤ یو وژل شوی دی. ددې پاکستاني افسر د وینا له مخې دافغان سرحدي ځواکونو له لوري د ډزو ځواب کې پاکستاني عسکرو هم ډزې کړي چې له امله یې طالبان په ګولیو لګیدلي دي خو طالبانو له نه ده روښانه کړې چې د دوي څومره عسکر وژل شوي‌ یا ژوبل شوي دي. په سپین بولدک کې دهسپتال سرچینو هم ډیوه ته پخلی کړی دی چې دسیمې نه اووه ژوبل کسان دعلاج لپاره هسپتال ته راوړل شوي دي. سرچینې وایي تر دې نښتې وروسته دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دچمن سرحدي پوله دهر رقم تګ راتګ لپاره تړل شوې ده اؤ د دواړو هیوادونو عسکري مشرانو دلانجې هواري لپاره فلیګ میټینګ پیل کړی دی. دباز محمد په نوم یو سیمه ییز عیني شاهد وي او ای ډيوه ته ویلي کله چې هغه په پوله پاکستان ته را اوړیدو نو یو ناساپه ډزې پیل شوې اؤ له دې امله په پوله موجودو خلکو الغاؤ تلغاؤ جوړ کړو. هغه وایي "ډزې سختې زیاتې وې اؤ دښځو اؤ ماشومانو د ژړا اؤ چغو اوازونه هر لوري ته اوریدل کیدل" په باب دوستي پوله تر دې وړاندې هم په نزدې وختونو کې څو ځله دطالبانو دسرحدي ځواکونو اؤ پاکستاني عسکرو ترمنځ تاؤ تریخوالی پیدا شوی چې له امله یې دغه پوله ترڅو ورځو دهر رقم تګ راتګ لپاره تړل شوې وه خو بیا د دواړو خواؤ ترمنځ دمذاکراتو نه وروسته خلاصه کړې شوې وه.

13.11.2022 ډیوه

ټي20نړیوال کپ:دفاینل سیالۍ کې پاکستان انګلینډ ته د138منډو اسان هدف ورکړی دی

دټي توینټي کرکټ نړیوال کپ په فاینل سیالۍ کې دپاکستان لوبډلې انګلینډ ته د 138منډو اسان هدف ورکړی دی. داتوار په ورځ دمیبلرن په کرکټ لوبغالي کې روانې دې سیالۍ کې پاکستاني توپ وهونکو دانګلینډ دباولرانو په وړاندې غوره لوبه ونه کړی شوه اؤ په ټاکلو 20 اوورونو کې یې اته لوبغاړي په 137منډو جوړولو وسوځیدل. دلوبې پچه دانګلینډ کپتان وګټله اؤ پاکستان ته یې لمړی دبیټنګ کولو دعوت ورکړو. په پیل کې چې کله دپاکستان تکړه اوپنران کپتان بابر اعظم اؤ محمد رضوان توپ وهنې ته راووتل نو غوره لوبه یې پیل کړه خو ډير زر محمد رضوان دسیم کرن په بال وسوځیدو. هغه په 14بالونو 15منډې جوړې کړې. دمحمد رضوان نه وروسته محمد حارث توپ وهنې ته راووتلو اؤ نو بابر اعظم اؤ محمد حارث دپاکستان منډې 45 ته ورسولې . محمد حارث په اتوؤ منډو اؤ بابر اعظم په 32 منډو جوړولو د عادل رشید په بال وسوزیدو. افتخار احمد پرته له کومې منډې جوړولو داسټوکس په بال سوځیدلی خو شان مسعود بیا یو څه ښه توپ وهنه وکړه اؤ د 38 منډو جوړولو نه وروسته د سیم کرن په بال وسوځیدو. دپاکستان محمد نواز پینځه اؤ شاداب دې لوبه کې 20 منډې جوړې کړي دی. دپاکستان اؤ انګلینډ دواړو لوبډلو کپتانانو په فاینل کې دخپلو لوبډلو دبریالیتوب هېلې ښودلي خو په عامه توګه دکرکټ مئینان فاینل کې دانګلینډ لوبډلې تله درنه ګڼي اؤ وایي پاکستان ته به دانګلینډ لوبډله کې دلوبېدونکو ټکړه توپ وهونکو یا بیټسمینانو دمقابلې لپاره سخت محنت کول وي. دفاینل نه وړاندې دپاکستاني لوبډلې کپتان بابراعظم مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي دي چې دپاکستاني لوبډلې کومې ولولې په سیمي فاینل کې جوړې راپاریدلي دي هم دهغو ولولو په اساس به فاینل هم لوبوي. هغه ویلي پاکستاني لوبډلې دانګلینډ دتکړه بیټسمینانو جوز بټلر اؤ ایلکس هیلز په وړاندې دتوپ اچونې یا بال کولو یوه موثره تګلاره جوړه کړې ده اؤ پاور پلی به توپ وهنه اؤ توپ اچونه دواړو کې په ښه توګه پکار راوستلی شي. همدا شان دانګلینډ کپتان جوز بټلر پریس کانفرنس ته ویلي دي دهغوئ دلوبډلې لپاره فاینل کې لوبیدل یو ویاړ دی اؤ دپاکستان‌ په څېر دیو سخت حریف پرضد به یو نوی اغاز یا پیل کوي. پېښور کې دسپورټي چارو لپاره دیو سیمه ییز ټي وي خبریال حضرت یوسف وایي په دې کې شک نه شته چې دپاکستان په لوبډله کې غوره باولران شته خو دانګلینډ په مقابله کې یې دبیټنګ لاین کمزوری دی . وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي دانګلینډ دوه اوپنران ایلکس هیلز اؤ جوزبټلر چې په سیمې فاینل کې دانډیا پرضد کومه غوره لوبه کړې ده،دهغې یو نفسیاتي فشار به هم په فاینل کې په پاکستاني باولرانو وي اؤ پاکستان ته به لوبې ګټلو لپاره دمعمول نه زیات فیلډنګ اؤ باولنګ ته توجو کول کول وي. دنوموړي په وینا دمیلبرن په لوبغالي کې که هره ډله د170منډو جوړولو هدف ورکړي دهغوئ دګټې چانس به جوړیږي خو وایي دپاکستاني بیټسمینانو په لیکه کې هم د بابراعظم ،حارث خان اؤ محمد رضوان په څېر تکړه لوبغاړي شته نو ځکه دپاکستان نه هیله کیدای شي چې د150پورې منډې جوړې کړي یا یې تر دې هم ور واړوي اؤ داسې به مقابله یو سخت شکل اختیاروي. دحضرت یوسف په وینا دپاکستان له لوري به زیات انحصار دشاهین اپریدي اؤ شاداب خان په باولنګ وي اؤ که چرې هغوئ دانګلینډ د اوپنرانو مخې نیولو کې بریالي شول نو لوبډله به یې له فشار پرته لوبه وکړل شي.

13.11.2022 ډیوه

لاهور هایکورټ دمذهب په سپکاوي دتورن ذهني ناروغه تن پرضد مقدمه خارج کړې ده

لاهور هایکورټ د خالي په ورځ د يو تن خلاف درج کړی شوې د مذهب د سپکاوى مقدمه خارج کړې ده او فېصله ورکونکي جج ویلي زیاتره ليدل شوي چې د مذهب د سپکاوى په تور دتورنو کسانو ذهني وضعیت ناسم وي. د لاهور هایکورټ جج وېلي عدالت نه شي کولی چې يو تن ته د خوب په ليدو او يوازې د هغه د وینا په بنياد سزا ورکړي. د مطبوعاتي رپورټونه ترمخه کال 2021 کې په ميانوالي کې په ذهني توګه ناروغه تن نصرالله باندې د مذهب د سپکاوى مقدمه درج کړې شوې وه. قانون پوهان وايي د قانون ترمخه په يو تن باندې د مقدمې د درج کيدو نه مخکې باید چې پولیس د ملزم بدني او نفسياتي معاېنه وکړي. د عدالت د فېصلې ترمخه د مذهب د سپکاوى په مقدمو کې وړومبی تفتيشي افسر له د تورن تن د ذهني او نفسیاتي وضعیت د روغوالي ټاکنه پکار ده او بيا دې له هغې وروسته کاروايي پېل کړی شي. دلاهور هاىکورټ په پرېکړه کې دا هم ویل شوي چې داسې ذهني معذره انسان چې خپله دفاع په خپله نه شي کولی د هغه خلاف مقدمه نه شي چلول کېدای. دا فېصله د لاهور هایکورټ جج جسٹس طارق سليم په ميانوالي کې د مذهب د سپکاوى په يوه مقدمه کې د ايف ايي ار د خارج کولو په مهال ورکړې ده. د انګرېزۍ ژبې د ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون د خبر ترمخه کال 2021م د ستمبر په مياشت کې په نصرالله نومې تن باندې د مذهب د سپکاوي دا مقدمه هغه وخت درج کړې شوې وه کله چې هغه د سيمې د ځینو خلکو په وړاندې خوب کې د الوتو او دخدایې د ليدو ادعا کړې وه. ورځپاڼه لیکي د نصرالله ددې بيان وروسته په هغه باندې د ميانوالي په صدر تاڼه کې د مذهب د سپکاوي شکاېت وشو چې بيا د یادې تاڼې اېس اېچ او یې پرضد د 295- ای لاندې د مذهب د سپکاوى مقدمه درج کړه. د ملزم وکېل عدالت ته ویلي چي د هغه د موکل پرضد درج کړی شوی ايف اي ار په بدنیتۍ اډاڼه دی . څېړونکي وایي په پاکستان کې زياتره خلک د خپلو شخصي ګټو لپاره د مذهب د سپکاوي قانون ناسم کاروي او يو ځل چې په چا د مذهب د سپکاوى تور پورې شي نو عدالت ته د رسېدو نه مخکې د پاريدلو قهرجنو خلکو لخوا ووژل شي. پاکستان کې د مذهب سپکاوی يوه حساسه معامله ګڼل کېږي او په چا چې دا تور ثابت شي نو د قانون لاندې هغه ته د ټول عمري قید او د تېزندۍ سزا اورول کېږي خو تراوسه پورې په پاکستان کې په دې سزا عمل نه دی شوی. وتلی قانون پوهه قاضي انور اېډوکېټ ډيوه ته وايي د شريعت او قانون ترمخه په ذهني توګه ناروغه تن د يو جرم دکولو مقدمه نه شي درج کېدای. ښاغلی قاضى انور وايي د ذهني توګه ناروغه تن مثال د ماشوم وي او څنګه چې په اسلامي شريعت کې ماشوم د عبادت او جرم څخه مبرا وي نو داسې په ذهني توګه ناروغه تن هم وي. هغه وايي د قانون ترمخه پولیسو له لمړی د جرم کوونکي تن د ډاکتر نه معاوېنه پکار چې وګوري ایا تورن تن خو په بدني او ذهني توګه ناروغه نه دی او چې ثابته شي چې جرم کوونکی تن په نفسیاتي او ذهني توګه ناروغه دی نو هغه د ذهني ناروغانو هسپتال کې د نورو خلکو لېرې ساتل کېږي. د لاهور هایکورټ جج هم په خپله فېصله کې وېلي چي د پاکستان قانون په ذهني ناروغۍ اخته کسانو ته تحفظ ورکوي. د فېصلې ترمخه دفوجدارۍ د ضابطې  464 مه دفعه وايي چې هر هغه ذهني ناروغه تن چې په خپله مقدمه کې بېان نه شي ورکولی د هغه پرضد مقدمه هم نه شي چلول کېدای. په پاکستان کې د بشري حقونو د څار غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پى ترمخه د مذهب د سپکاوي د قوانینو څخه زياتره مسلمانان اغېزمن کېږي او ورپسې په اغېزمنو کې احمدي ټولنه راځي. څېړونکي وايي چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مقدمو د وکالت څخه وکيلان او د ملزم په حق کې دفېصلې ورکولو څخه په عمومي توګه ججان څنډه کوي

13.11.2022 ډیوه

د پاکستاني نژاده امریکایۍ وجهیه سواتۍ د وژنې په جرم د هغې مخکیني خاوند ته د تېزندۍ سزا اورول شوې

د پنجاب د پینډۍ سیمې ځایي محکمې پاکستان کې د وژل شوې پاکستاني نژاده امریکایي میرمنې وجیهه سواتۍ پخواني میړه ته دهغې د وژلو په جرم کې دتیزندۍ سزا اورولې ده. محکمې د وژل شوې میرمنې خسر اؤ ملازم ته هم دجسد دسپکاوي کولو په جرم کې د اووه،اووه کاله بند اؤ یو لک روپو دجرمانې سزا اورولې ده اؤ دوه نور ملازمان یې دجرم نه ثابتیدو له امله بري کړي دي. دغه پرېکړه دضلعي محکمې مرستیال جج محمد افضل تیره ورځ په داسې حال کې اورولې ده چې په عدالت کې دامریکایي سفارتخانې څلور لوړ رتبه مامورین اؤ دامریکایي پلټنیزې ادارې ایف بي ایي ډله هم موجود وه. وجیهه سواتۍ تیر کال د اکتوبر په مياشت کې د برتانيې نه پاکستان ته راغلې وه او دپینډۍ له مورګاه سيمې نه لادرکه شوې وه چې وروسته پوليسو د هغې د تښتونې مقدمه درج کړه او لټون یې کولو. وروسته بیا د دسمبر په وروستیو کې د وجيهه سواتۍ مړی د پښتونخوا د لکي مروت د پیزو سیمې نه د يو کور دننه موندل شوی ؤ اؤ پولیسو د وجهیه سواتۍ د وژنې په تور دهغې مخکینی خاوند رضوان حبيب ،دهغه پلار اؤ دکور نور ملازمان نیولي وؤ. دپولیسو له مخې وجيهه سواتۍ دخیبر پښتونخوا دایبټ اباد سیمې سره تړاؤ لرلو خو په امریکا کې میشت وه. پولیس وایي هغه تیرکال په شپاړسم اکتوبر پاکستان ته راغلې وه او خپل مخکیني خاوند د اسلام اباد هوایي ډګر نه په ډي ایچ اې کې خپل کور ته بېولې وه او په همدې کور د دوی تر منځ شخړه وه چې د حل لپاره یې هغه پاکستان ته ورغلې وه. د وجيهه سواتي وړومبی خاوند ډاکټر علي مهدي چې يو امريکایي وګړی و،په کال 2014م کې د پنجاب له ربوه ښارګوټي سره نزدې وژل شوی و. د ډاکټر علي مهدي تر وژنې وروسته وجيهه سواتۍ د جايدادونو د لېن دېن کاروبار کوونکي کس رضوان حبيب سره واده کړې وو او درې کاله مخکې د دوی تر منځ هم طلاق شوی و. رضوان حبیب دپلټنو په مهال پولیسو ته منلې وه چې وجیهه سواتۍ هغه وژلې ده اؤ د وژنې علت یې دجاییداد لین دین ښودلی ؤ. د وجهیه سواتۍ وکیلې شبنم نواز اعوان ایډوکیټ وي او ای ته ویلي دعدالت لخوا پېښه کې ککړو مجرمانو ته له سزاګانو اورولو سره د وجیهه سواتۍ معصومو اولادونو ته انصاف په لاس ورغلی دی. هغې ویلي ددې پرېکړې وروسته د وجهیه سواتۍ د اولادونو زخمونه هم یو وارې بیا راټوکیدلي دي اؤ احساس ورته شوی دی چې مور یې په بې دردۍ سره وژل شوې ده

13.11.2022 ډیوه

د سعودي ولیعهد شهزاده محمدبن سلمان پاکستان ته خپل سفر ځنډولی دی

دسعودي عرب  وزیراعظم اؤ وليعهد شهزاده محمد بن سلمان پاکستان ته خپل هغه سفر ځنډولی چې پاکستاني چارواکو ورپسې دکومک ګڼ شمیر هېلې تړلې وې. ګڼ شمیر پاکستاني څېړونکو،خبریالانو اؤ دټولنیزو رسنیو فعالینو دشهزاده محمد بن سلمان پاکستان ته دسفر ځنډیدو علت په دغه هیواد کې په دې وروستیو کې رامنځته شوی ترینګلی سیاسي وضعیت ګرځولی دی. خو دسعودي اؤ پاکستان اړیکو کې مهم رول لرونکی دپاکستان علماء کونسل مشر حافط طاهر محمود اشرفي وایي ددې سفر ځنډیدل دپاکستان کورنیو معاملو سره تړاؤ نه لري. مولانا طاهر اشرف پخپل یو ویډیو بیان کې ویلي چې شهزاده محمد بن سلمان غوښتل دسیمې دڅو نورو هیوادونو سفر هم وکړي خو وایي دغه ټول سفرونه یې ځنډولي دي. دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ دسعودي شهزاده محمد بن سلمان اسلام اباد ته دټاکل شوي سفر دځنډیدو پخلی کړی دی اؤ ویلي یې دي چې ددې سفر نوې نیټې به زر اعلان کړل شي. پاکستاني رسنیو دخالي په ورځ ویلي ایشیایي هیوادونو ته له خپل سفر ځنډولو وروسته به اوس دسعودي شهزاده نیغ دانډونیزیا بالي ښار ته ځي اؤ دغلته به دجي 20 په غونډه کې ګډون کوي. پاکستان ته دسعودي وليعهد سفر دنومبر په دریمه اوونۍ کې ټاکل شوی ؤ چې ددې پخلی پاکستان کې دسعودي سفارتخانې هم کړی ؤ . پاکستاني چارواکو دسعودي شهزاده په دې سفر پسې د یو شمیر کومکونو هیلې تړلې وې اؤ دسفارتي سرچینو له خولې هم داخبره مخې ته راغلې وه چې احتمال شته پاکستان ته دشهزاده محمد بن سلمان دسفر په مهال سعودي پاکستان ته د4.2 اربو ډالرو اضافي کومکونه ورکړي. دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف په 28اکتوبر اسلام اباد کې دپولیسو ملي اکیډمۍ کې یوې دستورې ته خپله وینا کې پاکستان ته دسعودي شهزاده دسفر پخلی کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې محمدبن سلمان پاکستان کې دتیلو صفا کولو دیوې کمپنۍ جوړولو لپاره د لسو بیلینو ډالرو سرمایه ګزارۍ ته چمتووالی ښودلی دی. پاکستاني رسنیو دسرچینو له خولې ویلي چې دسعودي شهزاده په دې سفر کې امکان ؤ چې سعودي به  ګوادر کې دتیلو پاکولو د یوې عصري پروژې په تړون لاسلیک وکړي چې له مخې به یې دبلوجستان دغه سیمه کې د 10 اربو ډالرو په لګښت دتیلو صفا کولو پروژه سرته رسولی شي اؤ سعودي به پکې دچین سره په ګډه دپاکستان مرسته کوي. ددې ترڅنګ د دواړو هیوادونو ترمنځ بیلابیلو مدونو کې د درنې پانګونې دمعاهدو امکان هم ښودل شوی ؤ. پاکستاني خبریالې غریده فاروقي پخپل یو ټویټ کې پاکستان ته دسعودي د وزیراعظم دسفر ځنډیدو علت دپاکستان کړکیچن سیاسي وضعیت بللی دی اؤ وایي د روان سیاسي کړکیچ دا مهمه دوره ځنډیدلې ده. همداشان یو بل پاکستاني نطاق مبشر لقمان اسلام اباد ته دسعودي شهزاده دسفر ځنډیدو ذمه وار پخوانی وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان بللی دی اؤ پخپل یو پروګرام کې یې عمران خان ته مبارکي ورکړې ده چې ګنې هغه غوښتل دسعودي شهزاده پاکستان ته دسفر مخه ونیسي اؤ وایي هغه(عمران خان) پخپل مقصد کې بریالی شو. حکومت پلوه ګڼ شمیر دټولنیزو رسنیو فعالانو هم پخپلو بیلابیلو پوسټونو کې دسعودي شهزاده پاکستان ته دسفر ځنډیدو پړه په عمران خان اؤ دهغه په ګوند ور اړولې ده خو تحریک انصاف ګوند دغو تورونو ته په سمي توګه څه ځواب نه دی ویلی. دا په داسې حال کې ده چې حکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف د28م اکتوبر نه دلاهور څخه دپاکستان پلازمینې اسلام اباد ته احتجاجي لاریون یا لانګ مارچ پیل کړی اؤ تیره اوونۍ دپنجاب په وزیراباد سیمه کې ددې لانګ مارچ په مهال په پخواني وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دګوند په نورو مشرانو ډزې هم شوې وې چې پکې پخپله عمران خان اؤ12 نور کسان ژوبل شوي اؤ دګوند یو فعال وژل شوی ؤ. عمران خان ددې برید پړه په وزیراعظم شهباز شریف،دکورنیو چارو په وزیر رانا ثناء الله اؤ دپوځ په یو لوړپوړي مشر میجر جنرال فیصل ور اړوي خو حکومت اؤ دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار د عمران خان دا تورونه په سختۍ سره رد کړي‌ دي

13.11.2022 ډیوه

د ټي ټوینټي کرکټ نړیوال اتل به پاکستان وي که انګلېنډ؟ فیصله یې نن کیږي

دټي ټوینټي نړیوال کپ په کرکټ سیالیو کې نن داسټریلیا په میلبرن کرکټ لوبغالي کې دپاکستان اؤ انګلینډ ترمنځ پائ لوبه یا فاینل سیالي کیږي خو په میلبرن کې پرون دپنجشنې د ورځې نه دبارانونو لړۍ راښکې شوې ده چې له دې امله یې نن داتوار په ورځ ددې تاریخي سیالۍ دنه کېدو اندېښنې هم ښودل شوي دي. دپاکستان اؤ انګلینډ دواړو لوبډلو کپتانانو په فاینل کې دخپلو لوبډلو دبریالیتوب هېلې ښودلي خو په عامه توګه دکرکټ مئینان فاینل کې دانګلینډ لوبډلې تله درنه ګڼي اؤ وایي پاکستان ته به دانګلینډ لوبډله کې دلوبېدونکو ټکړه توپ وهونکو یا بیټسمینانو دمقابلې لپاره سخت محنت کول وي.  ټاکل شوې ده که چرې باران نه ؤ نو دا لوبه به دپاکستان په وخت یوه بجه پیل کیږي اؤ که چرې دباران له امله نن پائ لوبه ونه شي نو بیا به سبا(دوشنبه) په درې بجې کیږي. دفاینل نه وړاندې دپاکستاني لوبډلې کپتان بابراعظم مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي دي چې دپاکستاني لوبډلې کومې ولولې په سیمي فاینل کې جوړې راپاریدلي دي هم دهغو ولولو په اساس به فاینل هم لوبوي. هغه ویلي پاکستاني لوبډلې دانګلینډ دتکړه بیټسمینانو جوز بټلر اؤ ایلکس هیلز په وړاندې دتوپ اچونې یا بال کولو یوه موثره تګلاره جوړه کړې ده اؤ پاور پلی به توپ وهنه اؤ توپ اچونه دواړو کې په ښه توګه پکار راوستلی شي. همدا شان دانګلینډ کپتان جوز بټلر پریس کانفرنس ته ویلي دي دهغوئ دلوبډلې لپاره فاینل کې لوبیدل یو ویاړ دی اؤ دپاکستان‌ په څېر دیو سخت حریف پرضد به یو نوی اغاز یا پیل کوي. پېښور کې دسپورټي چارو لپاره دیو سیمه ییز ټي وي خبریال حضرت یوسف وایي په دې کې شک نه شته چې دپاکستان په لوبډله کې غوره باولران شته خو دانګلینډ په مقابله کې یې دبیټنګ لاین کمزوری دی . وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي دانګلینډ دوه اوپنران ایلکس هیلز اؤ جوزبټلر چې په سیمې فاینل کې دانډیا پرضد کومه غوره لوبه کړې ده،دهغې یو نفسیاتي فشار به هم په فاینل کې په پاکستاني باولرانو وي اؤ پاکستان ته به لوبې ګټلو لپاره دمعمول نه زیات فیلډنګ اؤ باولنګ ته توجو کول کول وي. دنوموړي په وینا دمیلبرن په لوبغالي کې که هره ډله د170منډو جوړولو هدف ورکړي دهغوئ دګټې چانس به جوړیږي خو وایي دپاکستاني بیټسمینانو په لیکه کې هم د بابراعظم ،حارث خان اؤ محمد رضوان په څېر تکړه لوبغاړي شته نو ځکه دپاکستان نه هیله کیدای شي چې د150پورې منډې جوړې کړي یا یې تر دې هم ور واړوي اؤ داسې به مقابله یو سخت شکل اختیاروي. دحضرت یوسف په وینا دپاکستان له لوري به زیات انحصار دشاهین اپریدي اؤ شاداب خان په باولنګ وي اؤ که چرې هغوئ دانګلینډ د اوپنرانو مخې نیولو کې بریالي شول نو لوبډله به یې له فشار پرته لوبه وکړل شي. حضرت یوسف زیاتوي دانګلینډ لوبډله نه یوازې تکړه توپ وهونکي لري بلکې د پیسر سیم کرن اؤ مارک ووډ په څېر غوره باولران هم ورسره شته چې پاکستان لپاره یوه ستره خطره ثابتیدای شي. دنړیوال کپ په دې سیالیو کې د پاکستان کرکټ لوبډله هم لکه د پخوا په څېر په پواینټس ټېبل د لاندې نه راپورته شوې او د سویلي افریقې په بایلات او د بنګله دېش خلاف په ګټه يې فاینل ته ځان رسولی دی. د انګلینډ لوبډلې د روان کال په ستمبر میاشت کې پاکستان ته په سفر کې د 20 اورونو د اوو سیالیو ټورنامنټ د دریوؤ په مقابله کې په څلورو باندې ګټلی و او دغسې په کال 2021 کې هم انګلینډ ته په سفر کې پاکستان ماتې خوړلې وه. د 20 اوورونو په روان نړیوال کپ کې د اسټرېلیا په میدانونو ډېرو تکړه ډلو د 150 نه کم هدف تر لاسه کولو کې د ناکامۍ سره مخ شوي او په ځينو نورو سیالیو کې د 170 پورته هدف دفاع کول هم ډېرو لوبډلو ته ګران پرېوتی. همدغه علت دی که یو ډلې ته غوره شوروعات د سر لوبغاړي ورکړي نو ورته د لوبې په اخیر کې د غټو شاټونو وهونکي هم پکار وي چې لوی هدف خپلې سیالې لوبډلې ته کښېږدي. د پاکستان کرکټ لوبډله د دریوؤ سپین بالرانو ترڅنګ دا وخت څلور د 140 کیلومیټره د ساعت په سر تېز باولران لري کوم چې لوبول مقابل لوبډلې ته ګران تمامېدلی شي او اکثره هم ددغې په برکت پاکستان ټورټامنټ کې بریالی شوی. د پاکستان لوبډلې په خپلو وروستیو پینځوؤ سیالیو کې څلور او انګلینډ په پینځوؤ کې درې ګټلي دي او دواړه لوبډلو د 20 اوورونو نړیوال کپ یو یو وار ګټلی دی.

13.11.2022 ډیوه

د شميرنې دولتي اداره وايي تېره اوونۍ پاکستان کې ګراني راکمه شوې ده

د پاکستان د شماریاتو اداره وایي تیره اوونۍ د خوراکي توکو بیعې 0.74فيصدي کمې شوي او اوونیزه ګراني تیرې اوونۍ 30.6 فيصدي نه 29.24 فيصدي ته راکوزه شوې خو په مارکیټ کې کاروباریان وایي خوراکي شیان نیم په نیمه ګران شوي دي. د اقتصادي چارو د ماهرینو وینا ده چې په نړیواله کچه د ګرانۍ اثر په پاکستان کې د خوراکي توکو په بیعو کیږي ځکه چې پاکستان زیاتره خوراکي شیان د بهرنيو هیوادونو نه راغواړي. د قتصاد پوهانو وينا ده چې په ملکي کچه دتوانايۍ د زیاتو بیعو او مالیې له وجې هم خوراکي توکي ګران دي.  د شماریاتو اداره وایي تیره اوونۍ په مجموعي توګه 51 خوراکي شیانو کې د 22 خوراکي شیانو بیعې زیاتې شوي، د14 خوراکي توکو بیعې کمې شوي او د 15 خوراکي شیانو په بیعو کې بدلون نه دی راغلی. اداره وایي تیره اوونۍ ګراني 0.74 فيصدي کمه شوې خو په مردان ښار کې د خوراکي شیانو کاروباري عابد حسین وي او اى ډیوه ته وایي د اوړو او غوړو بیعې لږې کمې شوي خو نور د خوراکي شیانو بیعې نیم په نیمه سيوا شوې دي. "د پیو یو کاټن په 1100 روپۍ و اوس 1500 روپو ته زیات شوی،وريژې یو کلو د 190 روپو نه تر 300 روپو کلو ته رسیدلي او دغه ډول دالونه هم نیم په نیمه ګران شوي او دال ماش یو کلو 400 روپو ته رسیدلي" په پاکستان کې د وروستيو سیلابونو له امله زراعتو ته په غټه کچه زیان رسیدلی او پاکستان زیاتره ورمني خوراني توکي د افغانستان او ایران څخه درامد کوي. دپاکستان مرکزی حکومت په دې وروستيو کې په درامدي خوراکي شیانو کسټم ډیوټي او ودهولډنګ ټيکسونه هم ختم کړي دي. له سیلابونو وروسته نړیوالې مالیاتي ادارې ايي ايم ايف په پاکستان کې روان کال ګراني 20 فيصدي اټکل کړې خو تيره میاشت د شماریاتو ادارې ګراني 26.6 فيصدي ریکارډ کړې وه .  اقتصاد پوهه طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي په بهرنيو هیوادونو کې د ګرانۍ اغیزې په پاکستان هم کیږي. "پاکستان یو درامدي هیواد دی او چې کوم شیان د بهر نه راځي نو د هغې بیعې زیاتیږي،د روپۍ د بیعې د کمي او د حکومت له خوا دلګول شوو ټيکسونو له امله هم قیمتونه زیات دي" د شماریاتو اداره وایي تیره اوونۍ پیاز 27%،الوګان 5% چایې 4.6%او چیني 3% ګران شوي او هم دغه ډول د ادارې په وینا ټماټر 6%، د چڼو دال 2%او خوراکي تيل 0.89% ارزان شوي. دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت مرکزي بینک د سود شرحه 15 فيصدي برقراره ساتلې وه.

12.11.2022 ډیوه

د پاکستان مرکزي بینک وایي هیواد ته بهر نه د لیږدول کیدونکو پیسو کچه غورځېدلې ده

د نړیوالې کساد بازارۍ بدې اغېزې په بهرنیو هېوادونو کې د پاکستاني کار کوونکو لخوا هیواد ته په رالیږونکو پیسو یا ترسيلات زر هم شوي دي او د پاکستان مرکزي بنک ویلي چي د روان مالي کال د اکتوبر په میاشت کې 2 اربه، 20 کروړه ډالره ترسيلات زر هېواد ته استول شوي دي چې د تېر ستمبر د مياشتې په مقابله کې 9 فيصدي کم دي. اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان تور یا غېر قانوني مارکیټ کې دا وخت د يو امريکايي ډالر بېعه 235 او 240 روپۍ ده چې د کمرشل بېنکونو لخوا د ورکړل شوي نرخ څخه 14 او 18 روپۍ زيات دی. د بېنکونو دننه دامهال د يو ډالر نرخ د 221 او 222 روپۍ دی. د پاکستان د مرکزي بنک لخوا جارى کړې شوې شمېرې ښايي چې د روان مالي کال د اکتوبر په میاشت کې د بهرنیو هېوادونو څخه کار کوونکو پاکستاني وګړو 9.1 فيصدى کم ترسيلات زر استولي دي چې ټول حجم یې 2.22 ارب ډالره دی. له دې وړاندې د ستمبر په مياشت کې پاکستاني کار کوونکو 2.44 ارب ډالره ترسيلات زر هېواد ته لېږلې وو. د اقتصادي چارو کارپوهه مهتاب حيدر ډيوه سره خبرو کې ددې کمښت پرشا بېلا بېل وجوهات ښودلي دي. هغه وايي په پرمخ تللو هېوادونو کې هم د ګرانۍ کچه لوړه شوې ده او هلته ميشت پاکستاني کار کوونکي نه شي کولی چې زياتې ډالرې هېواد ته واستوي او بله دا چې اوس زياتره وګړي د غوره نرخ په لټه کې د غېر مجاز پېسو بدلوونکې کمپنيو د لارې فندونه لېږي. مرکزي بانک وايي چې د روان مالي کال د اکتوبر دمياشتې ترسيلات زر د تېر مالي کال د اکتوبر د مياشتې په پرتله 15.7 فيصدي کم دي، تېر مالي کال کې هم دې مياشت کې پاکستاني کار کوونکو هېواد ته 2.63 اربه ډالره ترسيلات زر استولي وو. د مرکزى بنک ترمخه په مجموعي توګه د روان مالي کال په لومړیو څلورو مياشتو جولايي نه تر اکتوبر پورې په ترسيلات زر کې 8.6 فيصدى کمی راغلی دی او دا 9.90 ارب ډالره جوړېږي. تېر کال هم دې موده کې دا کچه 10.83 ارب ډالره پاتې شوې وه. اقتصاد پوهان دا کمی د هېواد د پرځېدلي اقتصاد لپاره د اندېښنو وړ ګرځوي او وايي په داسې وخت کې چې پاکستان ته د ډالرو سخت ضرورت دی نو دا کمی به اقتصادي حالت نور خراب کړي. په ترسيلات زر کې دا کمښت په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د پاکستان د مرکزي بنک سره د غېر ملکي زر مبادلې ذخایرې هم 7.8 اربو ډالرو ته غورځېدلي دي. د مرکزى بنک د شمېرو له مخې د امریکا نه علاوه د نړۍ د نورو هېوادونو څخه پاکستان ته په راليږل شوي ترسيلات زر کې د روان مالي کال د جولایي نه تر اکتوبر په میاشت کې کمی رېکارډ کړی شوی دی. بنک وايي د امريکا څخه د پاکستاني کار کوونکو لخوا لېږل شوو ترسيلاتو کې 6 فيصدي اضافه شوې ده او تېرو څلورو مياشتو کې نزدې 1.07 اربه ډالره ترسيلات زر استول شوي دي. هم دا ډول د بنک ترمخه د برطانيې څخه هم په ترسيلاتو کې 8.3 فيصدى کمی راغلی دی او د سږني مالي کال په لومړیو څلورو مياشتو کې 1.37 اربه ډالره ترسيلات زر وصول شوي دي. د سعودي عرب څخه په ترسيلاتو کې هم 11.7 فيصدى کمی راغلی او د هلته نه پاکستاني کار کوونکو په ياده موده کې 2.46 ارب ډالره ترسيلات لېږلي دي. دا شان د متحده عرب اماراتو څخه 1.88 اربه ډالره ترسيلات راغلي چې په کې 9.2 کمی ښودل کیږي. پاکستان د تېرو څو میاشتو راهیسې د ترسيلات زر په راتګ کې پرله پسې کمي سره مخامخ دی. تر دې وړاندې  پاکستان ته په وصول کېدونکي ترسيلات زر کې اضافه ليدل کيده خو اقتصاد پوهانو به ددې علت د کرونا د نړیوالې وبا په ترڅ کې پرځاې کړل شوي بندیزونه ښودل. اقتصاد پوهان وايي پاکستان ته په روان کال کې 40 ارب ډالره پکار دي خو ورستیو سېلابونو اقتصاد لا پسې ځپلی دی او د ډالرو د کمي له کبله د امریکایي ډالر په مقابله کې د روپۍ ارزښت کمېږي چې ورسره ګراني هم زیاته شوې ده. د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر حفيظ پاشا ډيوه ته وايي د پاکستان اقتصاد دا مهال د بحران سره مخامخ دی. ښاغلی پاشا وايي په تېرو څلورو میاشتو کې د ګرانۍ کچه 25 فيصدي ختلې ده او د لويو صنعتونو پېداوار هم منفي ته داخل شوی دی. نوموړي وويل روان کال د اکتوبر په میاشت کې په ترسيلات زر کې 12 فيصدي او په تېرو څلورو میاشتو کې پکې 6 فيصدي کمی راغلی دی. اخوا د خزانې لپاره د پاکستان دمملکت وزیرې عاېشه غوث پاشا د هېواد بېنکونو ته خبرداری ورکړی چې کوم بېنکونه د ډالر زيات نرخ لګوي د هغوى په ضد به اقدام کېږي او تر ټولو زیاتې جرمانې به پرې لګول کېږي. دا خبرداری دمرکزي بنک له هغو پلټنو وروسته جارى کړل شوی چې د ډالر په مقابله کې پاکستاني روپۍ د غورځېدونکي ارزښت په ترڅ کې د کمرشل بېنکونو او د پېسو بدلوونکې کمپنيو پرضد پېل کړې وې. د پاکستان د مرکزي بنک ګورنر وېلي د پلټنو دا عمل به په دې روانه مياشت کې سر ته رسوي.

12.11.2022 ډیوه

لاهور هایکورټ یوه میاشت کې دادریس خټک په اپیل دفیصلې کولو امر کړی

لاهور هايي کورټ د پوځي عدالت له خوا سزا شوي د بشري حقونو دمبارز ادريس خټک  په خواست د نومبر په دوېمه نېټه کورټ اف اپيل ته په يوه مياشت کې د فېصلې کولو تحريري هدايات جاري کړي دي۔  ادريس خټک ته پوځي عدالت د ملکي سلامتۍ پرضد دحساسو مالوماتو د برطانيي استخباراتي ادارې يو تن ته د ورکولو په تور تېر کال د دسمبر په مياشت کې د 14 کالو د بند سزا اورولې وه۔ د نوموړي وکيل وايي چې د ادريس خټک پرضد په پوځي عدالت کې قضيه ترسره کېدل غېر قانوني عمل دی ځکه چې د قانون ترمخه پوځ سره دا اختيار نشته چې عام وګړی ګرفتار کړي او په هغه پوځي محکمه کې مقدمه وچلوي۔ په لاهور هايي کورټ کې د ادريس خټک وکيل انعام الرحيم اېډوکېټ وي او ای ډيوه سره دخبرو پر مهال وویل عدالت د ادريس خټک د خواست اورېدنې وروسته اپېلېټ کورټ يعنې پوځي عدالت ته تحريري هدايات جاري کړي چې په يوه مياشت کې دې فېصله واوروي۔ هغه دا هم وويل چې د ادريس خټک پرضد مقدمه د پوځي قانون او د سپريم کورټ د فېصلو ترمخه سمه نه ده ځکه چې پوځ سره د عام وګړي د ګرفتارۍ او په هغه د مقدمې چلولواختيار نشته. "دوی ته چې څه سزا اورول شوې د هغې خلاف په 40 ورځو کې اپيل کول وو هغه اپيل هم دوی جمع کړی، هايي کورټ ته مونږ هغه وخت راتللی شو چې پوځي عدالت په هغې خواست څه فېصله وکړي، نو اوسه پورې يو کال تېر شو او هغه خواست ونه ټاکل شو نو دې لپاره مونږ هايي کورټ ته رجوع وکړه چې تاسو کم از کم اپېلېټ کورټ ته هدايات جار کړئ چې د دې کېس فېصله وکړي۔ نو په هغې د هايي کورټ جج صېب ارډر جاري کړو چې يوه مياشت کې د کېس اورېدو وروسته دې فېصله جاري کړي" نوموړي زياته کړه که چرې پوځي عدالت د دوی د خواست پرضد فېصله وکړه نو هغه به په هايي کورټ کې چېلنج کوي۔  د ادريس خټک لخوا دجمع کړل شوي خواست په اړه د اېډوکېټ انعام الرحيم وینا وه " په اپيل کې دا وو چې تاسو هغه په غېر قانوني توګه ګرفتار کړی او داسې ټرېبيونل ته پېش کړل شوی د کوم ماتحت چې هغه يعنې ادريس خټک نه راتلو ځکه چې فيلډ جنرل کورټ مارشل خو د پوځ لپاره دی، د عامو خلکو لپاره خو نه دی"  د خیبر پښتونخوا د نوښار ضلعې سره تړاؤ لرونکی د بشري حقونو فعال ادریس خټک د کال 2019 د نومبر په 13مه اسلام اباد نه د راتګ په وخت د صوابۍ انټرچینج سره نزدې نامعلومه تنانو تښتولی و۔ د پېښې وروسته په پېښور هايي کورټ کې د مقدمې چلېدو او په نړیواله کچه د هغه د خوشې کولو دغوښتنو له کبله د دفاع وزارت عدالت ته وويل چې ادریس خټک د پوځ په ولکه  کې دی۔ پېښور هايي کورټ کې د ادريس خټک په مقدمه کې پيشي کوونکی وکيل طارق افغان اېډوکېټ وي او ای ډيوه ته وايي چې ادريس خټګ ته د قانون خلاف سزا اورلې شوې ده۔ نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل " په ده چې کوم تورونه لګېدلي وو په هغې کې درې کاله سزا ده خو د بدقسمتۍ نه يو غېر قانوني او غېر ايیني سزا ملټري کورټ ده ته اورولې ده او ده ( ادريس خټک) ته چې یې کله سزا واوروله نو د هغې سزا مصدقه نقل يې هم نه ورکوو چې هغه د اپيل کولو لپاره لازمي وي او دده قانوني حق دی"   د ادريس خټک وکيلان وايي چې د هغه په ضد د پوځي قانون او حکومتي رازونو د مالوماتو د قانون 1923 لاندې مقدمه جوړه کړی شوې ده۔  په یاده مقدمه کې تور لګول شوی چې ادريس خټک د برتانيي د استخباراتي ادارې يو تن مايکل سېمپل ته د پاکستان د سلامتۍ خلاف حساس مالومات ورکړي دي۔  تېر کال د دسمبر په مياشت کې پوځي عدالت نوموړي ته په دغه قضيه کې د 14 کالو د قيد سزا اورولې وه۔

12.11.2022 ډیوه

عمران خان نه له سختو پوښتنو وروسته دجرمن ټي وي نطاقه وایي د جنسي تېري اؤ وژنې ګواښونه ورته شوي

دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نه په یوه مرکه کې له سختو پوښتنو کولو وروسته دجرمني دټي وي نطاقه میلیسا چان وایي هغې ته په سوشل میډیا د جنسي تیري اؤ وژنې ګڼ شمیر ګواښونه شوي دي. په ټویټر خپل یو بیان کې دغه نطاقي ویلي هغې ته دجنسي تیري اؤ وژنې له ګواښونو کیدو وروسته هغې په ټویټر کې خپله دکمنټونو یا تبصرو خانه تړلې ده. نوموړې نطاقې نه ده روښانه کړې چې دجنسي تیري یا وژنې ګواښونه ورته دچا لخوا شوي خو تر دې وړاندې ګڼ شمیر پاکستاني خبریالانو هم نیوکه کړې چې کله هغوئ دعمران خان دخوښې برعکس څه څرګندونې کړي دي نو په غبرګون کې یې دتحریک انصاف ګوند دپلویانو لخوا په ټولنیزو رسنیو دهغوئ پرضد کمپین چلول شوی اؤ کنځاوې ورته شوي دي. پاکستانۍ خبریاله اؤ نطاقه غریده فاروقي هم یوه له هغې خبریالانو له جملې څخه ده چې وایي دپي ټي ایي فعالینو یې نه یوازې تل په سوشل میډيا دهغې سپکاوی کړی بلکې پخپلو جلسو اؤ لاریونونو کې یې دهغې دسپکاوي پلی کارډونه پورته کړي اؤ هغې ته یې ګواښونه کړي دي. په ۲۸م اکتوبر خبریالې غریده فاروقي دعمران خان دګوند په یو لاریون کې ددغه ګوند دیو فعال لخوا دغریده فاروقي په اړه دلیکل شوي یو اعتراضیه چارټ عکس په ټویټر شریک کړی اؤ ورته یې لیکلي دا دپي ټي ایي دځوانانو تربیت دی. هغې لیکلي یو وارې بیا لانګ مارچ کې فحش بینرونه راغوښتل شوي ،هغې دعمران خان نه پخپل دغه ټویټ کې پوښتنه کړې چې ایا دښځو عزت داسې کیږي ؟ خو دکاشف حیات په نوم دپي ټي ایي یو فعال بیا دغریده فاروقي دغه ټویټ ته جواب کې لیکلي وؤ "چې تا سره هم داسې پکار دي ځکه چې ته دصحافت په ترڅ کې په مستقل ډول دیو سیاسي ګوند ایجنډه پرمخ وړې اؤ چې دخپلې پیشې سره بد دیانتي کوې نو دکنځلو مستحقه به جوړیږې" دجرمني نطاقې میلیسا چان اوړمه ورځ پخپله یوه مرکه کې دعمران خان نه پوښتنه کړې وه چې ته دبې باورۍ دتحریک دلارې د واکمنۍ نه لرې کړل شوې وې اؤ اوس اقتدار ته دبیا رسیدو لپاره خپل شهرت د وسلې په توګه کاروې اؤ اسلام اباد ته لانګ مارچ کوې ،ایا ته دامریکې دپخواني دپخوانيصدر ډانلډ ټرمپ،دبرازیل د بلسونیرو اؤ دفلپاین د روډیګز ډوییر په فهرست کې ځان احساسوې؟ ددې پوښتنې ځواب کې عمران خان ویلي وؤ دهغه حکومت د الیکشن نه بلکې د اکشن(نیلامۍ) دلارې ختم کړل شوی دی. په پاکستان کې زیاتره خبریالان په عمران خان نیوکې کوي چې هغه دخلکو دسپکاوي لپاره دځوانانو اخلاق خراب کړي دي اؤ دغه ځوانان اوس نه یوازې دعمران خان دسیاسي مخالفینو سپکاوی په ټولنیزو رسنیو کوي بلکې پخپلو کورونو کې دعمران خان په مخالفت کولو خپلو مشرانو ته هم رابرندیږي. خو عمران خان زیاتره وخت دې تورونو ته په ځواب کې وایي چې اوس ځوانان اؤ پیغلې دپاکستاني سیاستدانانو په غلاؤ پوهه شوي اؤ دهغوئ په وړاندې چې کوم غبرګون ښایي دا ددغو سیاستدانانو دغلاؤ نتیجه ده

12.11.2022 ډیوه

په جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ پرضد کاربنديز او احتجاج اعلان شوی

په جنوبي وزيرستان کې سياسي ګوندونو، سوداګرو، پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي خلکو په ګډه سبا د اتوار/ يکشنبې په ورځ [13 نومبر] د ناامنۍ پرضد شټر ډاون يا کاربنديز او احتجاج اعلان کړی دی.

12.11.2022 ډیوه

دقبایلي ضلعو دفنډونو پسر وفاق اؤ صوبه په یو بل ولې بې باوره دي؟

د قبايلي ضلعو د صوبایي اسمبلۍ غړي او څيړونکي وايي د خېبر پښتونخوا حکومت د قبايلي ضلعو په فنډونو سياست کوي خو صوبایي حکومت وايي وفاق ته يې صوبه کې د نوو ورګډو کړل شوو ضلعو پېسې پاتې دي. د مرکزي حکومت استازي وايي دوي غواړي چې د قبايلي ضلعو فنډونه هم په دغه سيمو کې مصرفول باوري کړل شي۔  د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جهګړه ويلي دي، وفاقي حکومت د قبايلي ضلعو څه کم ديرش اربه روپۍ صوبې ته نه دي ورکړي  چې په دې کې شل اربه د مالي کال ۲۰۲۱ او ۲۲ د اخري دریوؤ مياشتو د شلو اربو روپو فنډ هم شامل دی۔  نوموړي پخپل یو بیان کې ويلي وفاقي حکومت  روان مصرف يا کرنټ بجټ کې هم کمی راوستی دی. دهغه په وینا دوي مرکز نه د پينځه اتيا اربو روپو خواست کړی و خو منظوري د شپيتوؤ اربو روپو ورکړل شوې ده چې دا پیسې د تنخاګانو ورکولو د پاره هم نه دي پوره۔ نوموړي ويلي د بې کوره شوؤ خلکو د پاره ورکړل کيدونکې پېسې هم وفاقي حکومت بندې کړې دي۔  د مومند قبایلي ضلعې نه د صوبایي اسمبلۍ غړې نثار مومند ډيوه ته وويل دوي د وفاقي حکومت له لوري د قبايلي ضلعو د فنډ کمولو او يا نه ورکولو غندنه کوي، خو موجوده صوبایي حکومت په مرکز کې د خپل ګوند د حکومت په مهال هم نه د قبایلي ضلعو پوره  فنډونه راوړي وو او نه يې این ايف سي ايوارډ کې درې فيصده برخه راوړې وه۔ دهغه په وینا "صوبایي حکومت په دې فنډونو د وفاق سره سياست کوي، د قبايلي ضلعو فنډونه دوي په خپل حکومت کې هم د وفاق نه پوره نه دي راوړي او چې کوم راغلي وو هغه يې هم پوره نه دي مصرف کړي " څيړونکی او خبريال لحاظ علي وايي صوبایي حکومت به په راتلونکي کې د قبايلي ضلعو د فنډونو په مد کې د مشکلاتو سره مخ کيږي اؤ ورسره به نزدې پينځويشت بيلینه روپۍ کموت راځي۔  وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل وفاق نه په پېسو راوړلو کې ځکه صوبایي حکومت دمشکلاتو سره مخ دی چې دوي خپل ټول وسایل د وفاقي حکومت خلاف استعمالوي. په وفاقي حکومت کې وزير او د کرمې نه د قامي اسمبلۍ غړي ساجد طوري ډيوه ته وويل په صوبایي حکومت د قبايلي ضلعو پېسې په هغه علاقو کې د نه مصرف کولو تورونه دي. هغه وایي په موجوده حکومت کې د قبايلي ضلعو نماینده ګانو غوښتنه کړې چې تر هغې دې صوبې ته د قبايلي ضلعو فنډونه ورکول ودرول شي تر څو چې دا نه وي يقيني کړی شوي چې دغه پېسې هم په قبايلي ضلعو کې د پرمختيا په کارونو مصرف کيږي۔  "مونږ يو داسې طريقه کار جوړوؤ چې د قبایلي ضلعو پېسې هم دغه علاقو کې مصرف شي او د صوبې نورو برخو کې خرچ نه کړی شي" د قبايلي ضلعو د صوبایي اسمبلۍ د مخالفه سياسي ګوندونو غړې او څيړونکې وايي ددې سيمو د پاره د کال د سل بيلينه روپو د ترقياتي بجټ ورکولو وعده شوې وه، خو په صوبه کې د ضم کيدو روسته يو کال هم نه پوره پېسې ورکړل شوې او چې کوم فنډونه جاري شوې هغه ټولې پېسې خرچ کړی شوي هم نه دي۔

12.11.2022 ډیوه

وکیل: د نقیب مسيد قضيه وروستي پړاو ته داخله شوې ده

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي په کراچۍ کې په پوليس مقابله کې وژل شوي نقيب الله مسيد وکیل وايي، قضيه په وروستي پړاو کې داخل شوې او په وژنو تورن د کراچۍ پوليسو پخواني افسر راو انوار د عدالت په وړاندې خپل بيان ريکارډ کړی دی.

12.11.2022 ډیوه

رپورټ: د ارشد شريف د وژنې پېښه کې کینيا پوليسو يو ژوبل افسر د پاکستان د پلټنو ټيم ته نه دی مخامخ کړی

د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف ايي اې] ويلي، د کينيا پوليسو په هغو څلورو ډزو کوونکو افسرانو کې يو د پاکستان پلټنيزې ډلې په وړاندې نه دی مخامخ کړی شوی.

12.11.2022 ډیوه

د امریکا سفیره کېرن ډېکر: افغان مېرمنې بیرته خپل هيواد ته ستنېدل غواړي خو وېرېږي

د افغانستان دپاره د امریکا شارژدافیرې مېرمن کېرن ډېکر ویلي، پاکستان کې يې د افغان مېرمنو سره ليدلي دي او دوی غواړي چې بيرته خپل هېواد ته ستنې شي خو ويږيږي.

12.11.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more