ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان: په لاک ډاؤن کې نرمي به ګټه که تاوان وکړي؟

د اقتصادي چارو کار پوهان وايي چې د پاکستان حکومت په لاک ډاون کې د نرمۍ کولو پريکړه په دې نه ده کړې چې د کرونا وایرس وبا يې قابو کړې بلکې د اقتصادي بحران او د بې روزګارۍ سېوا کېدو د ويرې يي دا ګام پورته کړی دی او طبې پوهان اندېښنه څرګندوي هسې نه چې د حکومت دا فېصله د کرونا وبا نورې خورېدو سبب وګرځي.

15.04.2020 ډیوه

په خېبر پښتونخوا کې د سرو زرو بیې زیاتې شوي خو کاروبار کم شوی، زرګران وايي

په پېښور کې د سرو زرو کاروبار کونکي زرګرانو دوکانونه دا مهال د کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې د لاک ډاون په ترڅ کې بند دي. د پېښور ښار د سرو زرو کاروباري مرکز اندرشهر د زرګرانو د تنظيم مشر شېر فرزند وايي چې د ده په ياد کې د سرو زرو نرخ کله هم دومره نه وو وچت شوي

15.04.2020 ډیوه

د داعش څلور مشکوک وسله وال په جرمني کې په امریکايي اډو د حملو په سازش کې نیول شوي

ای پي په خپل رپورټ کې وايي په دې ټول وخت کې دغه کسان په افغانستان او شام کې د داعش مشرانو سره په رابطه کې وو. د حکومتي وکیلانو ترمخه دغه ډلې د حملو دپاره وسله اخېستي وه او راوسان د بم جوړولو مواد راغوښتلي وو

15.04.2020 ډیوه

مرادعلي شاه: په سند کې د کرونا وايرس د مخنیوي دپاره د دوه اوونیو نور سخت لاک ډاؤن کوو

د پاکستان د سند صوبې وزیراعلی مراد علي شاه وايي په صوبه کې د کرونا وايرس د مخنیوي دپاره د نورو دوه اوونیو پورې سخت لاک ډاؤن يا ټول بنديز کوي.

15.04.2020 ډیوه

افغانستان: وزيرستاني کډوال وايي د کرونا وايرس وبا د خوراک د کمي سره مخ کړي

د شمالي وزيرستان نه د ضرب عضب عملیاتو څخه افغانستان ته تللي کډوال وايي، د وړاندې نه د ستونزو سره مخ ؤ خو اوس د کرونا وايرس وبا يې ژوند نور مشکل کړی او د خوراکي توکيو د کمي او نشتوالي سره مخ دي.

15.04.2020 ډیوه

صدر ټرمپ د صحت نړيوالې ادارې ته د فنډ ودرولو اعلان کړی

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي، چې د صحت نړيوالې ادارې ته د فنډ ودرولو اراده لري. ټرمپ ویلي ادارې د کرونا وايرس د وبا په مهال بد انتظامي کړې په خپلو زمه وارو کې پاتې راغلې حساب کتاب ورسره کېدل پکار دي.

15.04.2020 ډیوه

کرونا وايرس بهر ملکونو ته مزدورو له تللي پښتانه هم سخت اغېزمن کړي

د کرونا وايرس وبا نه يواځې په پاکستان کې، بلکې په بهر هېوادونو کې هم روزګارونه اغېزمن کړي دي چې پکې د اماراتو مېشت پښتانه هم شامل دي.

15.04.2020 ډیوه

کرونا وايرس: پاکستان کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۱۰۷ ته ورسېده

د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې په تېر ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وايرس نه نور ۱۱ تنه مړه شوي او د مړو شمېره ۱۰۷ ته رسېدلې ده.

15.04.2020 ډیوه

د پاکستان د پوځ له مشر سره د خلیلزاد او امریکایي جنرال مېلر لیدنه

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکایي قواوو لوی قوماندان جنرال سکاټ‌ مېلر د شورو یا چهارشبنې په ورځ‌ په سرښار اسلام آباد کې د پاکستان د پوځ‌ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره وکتل. په اسلام آباد کې د امریکا سفارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې شوي او د پاکستان د پوځ‌ مشرتابه یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې په لاره کې د امریکا د هڅو ملاتړ کوي.‌ د دې لیدنې په اړه تر دې دمه نور جزییات ندي وړاندې شوي او نه هم د پاکستان د ریاست یا پوځ کوم بیان مخې ته راغلی دی. تر دې مخکې،‌ د افغانستان د سولې د هڅو په لړ کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره هم خبرې وکړې. د رپوټونو له مخې، په قطر کې د طالب مشرانو، زلمي خلیلزاد، او د امریکايي قواوو د قوماندان جنرال سکاټ مېلر په لیدنې کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې لوظنامې د عملي کېدو په وړاندې پراته خنډونو باندې خبرې وشوې. دغه لوظنامه سږکال د فرورۍ په ۲۹مه د خلیلزاد او ملا برادر ترمنځ په دوحه کې لاسلیک شوه او ټاکل شوې وه چې له هغه نه پس په څو ورځو یا هفتو کې بین الافغاني خبرې پیل شي، خو تر دې دمه د بین الافغاني خبرو څرک نه لیدل کیږي. داسې معلومیږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې مسئله لا ختمه شوې نده، خو افغان حکومت تر اوسه ۳۶۱ طالبان له بنده خوشې کړي او طالبانو هم په دې تېره هفته کې شل تنه بندیان خوشې کړل. که څه هم وویل شول چې دغه شل تنه، طالبانو سره اسیر شوي حکومتي عسکر و، خو وروسته د کندهار د پولیسو مشر وویل چې د طالبانو لخوا خوشې شوي شل تنه، ټول غیرپوځي کسان و. په همدې حال کې افغان حکومت او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن په تېره هفته کې فکرمندي وښوده چې ګني په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا حملې زیاتي شوي او پس له هغه چې طالبانو له امریکاییانو سره لوظنامه لاسلیک کړه، تر اوسه یې ۸۳ غیرپوځي افغانان وژلي او ۳۵ نور یې یرغمل کړي دي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیشن ویلي چې په دې موده کې طالبانو او داعش ډلې قریب برابر کسان وژلي دي. طالبان وایي دوی له امریکاییانو سره ډزبندي کړې، مګر له افغان حکومت سره چې دوی ورته د کابل اداره وایي، تر اوسه یې د ډزبندۍ کوم تړون ندی کړی نو له دې امله خپلې حملې یې ندي بندې کړې.

14.04.2020 ډیوه

په پاکستان کې د پولیو اووه نوي کېسونه رپورټ شوي

ماشومان د پولیو محفوظ ساتلو دپاره ورته د دې ناروغۍ ضد وېکسین ورکول کیږي خو ماهرین وايي په پاکستان او په خصوصي توګه د پښتنو په سیمو کې د پولیو وېکسین په اړه د منفي ګنګوسو له امله اوس هم ګڼ خلک خپلو ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکي نه ورکوي

14.04.2020 ډیوه

کرونا ځپلی ۲۰۲۰ به په اقتصادي توګه بدترین کال وي، ايي اېم اېف وايي

د اېسوسي اېټیډ پرېس خبري ادارې ترمخه، په دنیا کرونا وایرس د خپرېدو او په نتیجه کې یې په اقتصاد د منفي اثر نه وړاندې ايي اېم اېف د اټکل کړی و چې نړیوال اقتصاد به سږ کال د درې اشاره درې فیصد په شرخ پرمختګ کوي

14.04.2020 ډیوه

په خېبرپښتونخوا کې کرونا وایرس د مريضانو دپاره د ساه مشینان ډیر کم دي، ډاکټران وايي

د مردان مېډیکل کامپلېکس ډاکټر متین الحق وايي داسې نه ښکاري چې صوبايي حکومت د وېنټیلېټرز کمی په سملاسي ډول پوره کولی او یا د دغه مشینانو د استعمال دپاره اړونده عمله تربیه کولی شي.

14.04.2020 ډیوه

۲۱ پېړۍ ده او قبایلي ضلعې انټرنېټ نه لري، د اسلام اباد هايي کورټ د مشر جج حیرانتیه

د وکیل عبدالرحیم وزیر په خبره جج وویل  ۲۱ صدي ده او په قبایلي ضلعو کې انټرنېټ نشته دا خو د تعجب خبره ده. عبدالرحیم وزیر زیاته کړه چې د جج د تعجب په ځواب کې هغه وویل "موژ خو (یې) ساتلي داسې یوو، په تیاره کې."

14.04.2020 ډیوه

په هندوستان او نورو کې لاک ډاون نور هم وغځول شو

واشنګټن ډي سي: هندوستان د جمعې په ورځ په ټول هېواد کې د لاک ډاون وخت د مې میاشتې تر دریمې نېټې پورې غځولی دی. لومړي‌ وزیر نریندرا مودي په داسې حال کې چې د ۱.۳ بیلینه وګړو په دغه هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر له لسو زرو او ۳۰۰ څخه اوختی دی د زیاتو اقتصادي قربانیو خبرداری هم ورکړی.‌ د کرونا د وبا له خپرېدو وروسته د هند په اقتصادي وده کې د پام وړ کموالي له اټکلونو سره سره لومړي وزیر نریندرا مودي د هندوستان له خلکو وغوښتل چې لکه د تېرو دریو اونیو په څېر دې نظم او ډیسپلین وښيي. مودي ملت ته په یوې تلویزیوني وینا کې وویل، چې دا په دې معنی چې د مې تر دریمې نېټې پورې به زمونږ هر کس په لاک ډاون کې پاتې کیږي. هغه زیاته کړه د راتلونکو پنځو ورځو پورې به لاک ډاون په لا ډېر کلکه وساتل شي او تر هغې وروسته به حکومت په ځینو برخو کې چې د کرونا مرکز نه بلل کېږي ځینې نرمۍ راولي. هندوستان په داسې حال کې د لاک ډاون وخت نور هم اوږد کړی چې په نړۍ کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۱۹ لکه او ۳۳۰۰۰ څخه زیات شوی او پرې د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۲۰۰۰۰ څخه اوختی دی. له هندوستان سره ورته فرانسې، نایجریا او یو شمېر نورو هېوادونو هم د لاک ډاون وخت اوږد کړی دی. د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د ګل یا دوشنبې ناوخته په تلویزیوني وینا کې وویل، چې د لاک ډاون وخت د مې تر یولسمې پورې وغځول شو. هغه وویل، سیستم تر اوسه هم د فشار لاندې دی او د کرونا وبا لا تر اوسه هم کابو شوې نه ده نو ځکه باید مونږ خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو.‌ مکرون زیاته کړه څومره چې د لاک ډاون درناوی وشي هغومره کسان به وژغورل شي.‌ په نایجریا کې هم د لاک ډاون وخت دوه اونۍ نور هم اوږد شوی دی او د ترکیې ولسمشر ویلي، د اونۍ د پای ورځو ۴۸ ساعته لاک ډون په روانه اونۍ کې بیا هم پرځای وي. په نړۍ کې د کرونا تر ټولو زیاتې پېښې په امریکا کې دي چې شمېر یې نږدې شپږو لکو ته رسېږي او پرې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۳۶۴۴ ته رسېدلی. په امریکا کې تر ټولو سخت ځپل شوی ایالت یې نیویارک دی چې د کرونا د پېښو شمېر پکې شاخوا دوه لکو ته رسېږي چې دا شمېر له ایټالیا او هسپانیې څخه هم زیاته ده خو د نیویارک والي د ګل په ورځ اعلان وکړ چې تر ټولو بد حالت پای ته رسېدلی. د نهې یا سې شنبې په ورځ په ایټالیا کې د ځینو دوکانونو پرانیستلو ته اجازه ورکړل شوې وه. په دغه هېواد کې هم چې یو وخت د کرونا مرکز بلل کېده د کرونا د سختو ناروغانو په شمېر کې په دوامداره توګه ښه والی راغلی. د کرونا د وفا له امله د نړۍ اقتصاد ځپل شوی چې له امله یې حکومتونو د ژغورنې ستر پروګرامونه پیل کړي دي. د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریش غریبو هېوادونو ته چې محدود روغتیايي وسایل لري پر مرستو ټینګار کوي.‌ د پیسو نړیوالې ادارې یا آی ام ف د ګل یا دوشنبې په ورځ د ۵۰۰ میلیونو ډالرو منظوري ورکړه تر څو پرې له ۲۵ هېوادونو سره مرسته وکړي. په دغو هېوادونو کې افغانستان، کانګو، هیتی، مالي، سیرالیون او یمن هم شامل دي.‌ په امریکا کې د اقتصادي مرستو په لړۍ کې د حکومت له پلانونو څخه یو دا هم دی چې هرې کورنۍ ته د مرستو چیکونه ولیګي تر څو پرې په دې سختو حالاتو کې خپل بېلونه ورکړي. د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچن ویلي، چې تمه ده ۸۰ میلیونه امریکایان به د شورو یا چهارشنبې په ورځ د خپلو بانکي‌ اکاونټونو له لیارې دغه پيسې ترلاسه کړي.

14.04.2020 ډیوه

پاکستان د کرونا وايرس د وبا په لړ کې تګلاره د قامي رابطه کمېټۍ په غونډه کې وړاندې کوي

پاکستان د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې n تګلارې په اړه پرېکړه د قامي رابطه کمېټۍ په غونډه کې کيږي، خو پاکستانۍ ميډيا د سرچينو له قوله وايي د کرونا وايرس د وبا په مهال اعلان شوی لاک ډاؤن يا ټول بنديز د ۳۰م اپرېل پورې غځول کيږي.

14.04.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more