ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


دطالبانو حکومت وایي دچمن پولې دپېښې څېړلو اؤ عاملینو پیدا کولو لپاره یې لوړ پوړی هییت ګمارلی دی

دپاکستاني چارواکو له لوري په چمن سرحدي دیو پاکستاني عسکر وژنه کې دککړ افغان تن پاکستان ته دسپارلو له غوښتنې وروسته دطالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي د افغانستان اسلامي امارت ددې پیښې د څیړلو او عاملینو د پیدا کولو لپاره یو لوړ پوړی هییت ګمارل دی او پلټني یې پیل کړې دي. دطالبانو ویاند د سه شنبې په ورځ دټویټر له لارې منلې چې په 13م نومبر د کندهار ولایت له سپین بولدک څخه چمن ته په ورتلونکي لاره د نامعلوم کس له لوري په پاکستاني امنیتي کسانو ډزي شوې اؤ په دې ډژو  یوتن پاکستانی عسکر وژل شوی. ذبیح الله مجاهد ویلي د اسلامي امارت امنیتي ارګانونه کوښښ کوي چې د بیا لپاره د دا‌ډول پیښو مخنيوي ته جدي پاملرنه وکړي. دوه ورځې وړاندې په چمن پوله د رامنځته شوې دې پېښې نه وروسته دپاکستان اؤ افغانستان ګډه پوله تړل شوې ده اؤ دچمن ډپټي کمشنر عبدالحميد زهري وي او ای ډيوه ته ویلي پوله به هغې وخته تړل شوې وي ترڅو چې د پاکستاني عسکر په وژنه تورن تن پاکستان ته نه وي سپارل شوی. تر دې پېښې وروسته دسیمې نه د دواړو هیوادونو دسرحدي ځواکونو ترمنځ دنښتو رپورټونه هم مخې ته راغلي خو دې نښتو کې دمرګ ژوبله په اړه پاکستاني اؤ افغاني چارواکو په رسمي توګه څه نه دي ویلي. دچمن ډپټي کمشنر ښاغلي زهري ویلي د ګل په ورځ د طالبانو سره د پولې په مسله خبرې شوي خو نه دي کاميابې شوي او د ګل په ورځ کومه نښته هم نه ده شوې. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارت او تګ راتګ دپاره د خېبرپښتونخوا د تورخم سره د بلوچستان صوبې د چمن سپين بولدک پوله غټه لاره ده. د راپورونو ترمخه د چمن په پوله د ورځې په سره د 15 نه 20زره پورې کسان اوړي راوړي او د پاکستان او افغانستان ټرانزټ ټرېډ لاندې په سوونو سوداګريز ګاډي پرې هم تګ راتګ کوي. سوداګرو په سمدستي ډول د پولې پرانستو غوښتنه کړې او ویلي يې دي د پولې تړل کېدو له امله د افغانستان نه د وچو مېوو او انارو راتلونکي ډک ټرکونه او د پاکستان نه د خوراکي توکيو افغانستان ته تلونکي په سوونو ګاډي ايسار شوي دي او که پوله نوره تړلې پاتې کيږي سامانونه خرابېدی شي د کوم نه چې سوداګرو ته د کروړونو روپو تاوان اوښتو خطره ده. د چمن په باب دوستي پوله تر دې وړاندې هم په نزدې وختونو کې څو ځله د طالبانو دسرحدي ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ تاو تریخوالی جوړ شوی چې له امله یې دغه پوله ترڅو ورځو د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې وه خو بیا د دواړو خواو ترمنځ د مذاکراتو نه وروسته پوله خلاصه کړې شوې وه. د اکتوبر په مياشت کې د کندهارد سپين بولدګ او چمن ترمنځ په پوله پرتوکلي شېخ لعل محمد او نوي کلي د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ډزو تبادله شوې او يوه ښځه پکې ژوبل شوي او د دغه پېښې سره بيا د څو ساعتونو دپاره د چمن پوله تړل شوې وه. تير کال طالبانو د چمن او سپين بولدک پوله د يوې مياشتې دپاره تړلې وه طالبانو ويلي وو په دروازه د افغانانو سره د پاکستاني ځواکونو سلوک مناسب نه دی. بيا د روان کال جولايۍ په مياشت د پاکستاني سوداګرو يو پلاوی کابل ته تللی د سوداګرو او طالب چارواکو سره د سوداګرۍ په پراختیا، ټرانزټ، په پوله د موجودو ستونزو په حل، ويزو په اسانتيا او پوله د تګ راتګ په مهال د افغان مسافرو د ستونزو ترڅنګ په نورو اړوند موضوعاتو خبرې کړې وې. هغه وخت د پاکستان او افغانستان د سوداګرو د ګډ چېمبر مشر خان جان الکوزي وي او اې ډیوه ته ويلي وو، په تيرو 20 کلونو کې د افغانستان او پاکستان تجارت او ټرانزټ د سياست ښکار پاتې شوی او اغېزمن شوی، هر وخت صادراتو ته دروازې بندېدې. هغه ويلي وو، " مونږ د پاکستان سره د درې اربه ډالرو تجارت لرلو هغه اوس 800 ملینه ډالرو ته راټيټ شو، په کراچۍ به زمونږ د زرونو په شمېره کې کنټېنرې راتلې اوس هغه سوونو ته راکمې شوې، نو د پاکستان سره د افغانستان تجارت کم شوی دی او پاکستان هم په دې پوهيږي چې که سهولتونه را نه ولي، تجارت يې نه ښه کيږي". د افغانستان او پاکستان سوداګرو وخت په وخت ويلي، په پوله د شخړو او دواړو هېوادونو د سياست له امله تل تجارتي هلې ځلې اغېزمنې شوي او تاوان يې د سوداګرو سره د دواړو هېوادونو اقتصاد ته اوښتی دی او عام خلک ترې هم اغېزمن شوي دي.

15.11.2022 ډیوه

دسیند حکومت په بله مقدمه کې دعلي وزیر دنیولو امر وکړو

تېره ورځ په پینځمه اؤ وروستۍ معلومه مقدمه کې دعلي وزیر دضمانت کیدو نه وروسته دسیند صوبې حکومت دجیل یا زندان انتظامیې ته امر کړی چې علي وزیر اوس د ډي ایي خان په یوه بله مقدمه کې ونیسي. دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي دوئ ته معلومه ده چې دا ظالمانه حربې پوځ پوځ اؤ استخباراتي شبکې استعمالوي خو وایي دجمهوریت دعویدار سیاسي ګوندونه چې په کوم انداز دهغوئ(پوځ اؤ ادارو) مرسته کوي دا دمایوسۍ وړ خبره ده. منظور پښتین دسیند صوبې دجیل خانه جاتو د مشر یا ایي جي ددفتر له لوري دکراچۍ زندان ته دلیږل شوي هغه امر عکس هم پخپله ټویټر خپور کړی چې پکې دسیند دکورنیو چارو د وزارت له لوري د ډيره اسماعیل خان په یوه مقدمه کې دعلي وزیر دنیولو امرشوی دی. دسیند صوبې حکومت لا په سمدستي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي خو په دې وروستیو کې سیند صوبه کې د واکمن پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري دیو سیمینار په مهال دعلي وزیر د خوشې کولو په غوښتنه خپل غبرګون کې ویلي وؤ "لاړ شئ دهغه چا نه دعلي وزیر د خوشې کولو غوښتنه وکړئ چې چا نیولی دی" دبلاول بوټو په دې غبرګون په ټولنیزو رسنیو دسختو نیوکو مخې ته له راتلو وروسته بلاول بوټو خپلې خبرې بیرته اخستې وې اؤ ویلي یې وؤ دهیواد د خارجه وزیر په توګه هغه ته داخبره کول نه وه پکار. د ګل یا دوشنبې په ورځ د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ دغړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] د مخکښ علي وزير وکيلانو ویلي وؤ چې، د علي وزیر په پينځمه او معلومه وروستۍ مقدمه کې هم ضمانت منظور شوی او اوس د پاتې قانوني کارروايۍ پوره کېدو وروسته به هغه خوشی شي. دعلي وزیر وکیل شعېب سدوزئ وي او اې ډيوه ته پرون ویلي وؤ دپېښ،ر هايکورټ بنو ځانګې د 10 لکو روپو په مچلکو دعلي وزیر ضمانت منظور کړو، اوس به يې د خوشي کولو پاتې قانوني کارروايي کولی شي. پرون چې د علي وزير په کومه مقدمه کې ضمانت منظور شوی، دا مقدمه د هغه پرضد د کال 2020 د نومبر په 15 نېټه د شمالي وزيرستان د میرانشا په تاڼه کې درج شوې چې پکې 121، 123، 124 A، 504، 505،506 او لوډ سپيکر اېکټ مادې لګول شوي دي. د وکيلانو په وېنا دا مادې د بغاوت، رياست او رياستي ادارو د سپکاوي او په ضد يې د خلکو راپارولو په تور کې لګول کيږي. دعوامي نیشنل ګوند مرکزي عمومي سکتر میا افتخار حسین وایي دعلي وزیر په ضمانت پسې بل ضمانت کیږي اؤ هر ځل دا ویل کیږي  چې دا وروستي کیس کې ضمانت ؤ خو راخلاص یو ځل هم نه شو. هغه په ټویټر لیکلي دریغه چې دعدالت دعلي وزیر دخوشې کولو پرېکړه صادره کړي ځکه چې ضمانتونه یې ډیر وشول علي وزير چې د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی، په 25 اکتوبر عدالت په هغه مقدمه کې بري کړی په کومه کې چې هغه نيول شوی وو. دا وخت په کراچۍ کې د علي وزير پرضد درې نورې مقدمې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالتونو کې روانې دي، په کوم کې چې د نوموړي ضمانتونه منظور شوي دي. علي وزیر په کال 2020 کې په پېښور کې پوليسو نيولی او کراچۍ ته يې بوتللی وو، وروسته په کراچۍ کې په هغه پسې درې نورې مقدمې راویستل شوې او د څلورمې مقدمې اورېدنې په مهال پسې د ميرانشاه مقدمه راويستل شوې او ګرفتاري پکې ښکاره کړی شوې وه.

15.11.2022 ډیوه

دخطرناکو هیوادونو برتانوي فهرست څخه وتل پاکستان ته څه ګټې رسولی شي؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي چي برتانيې پاکستان په رسمي ډول د هغو هېوادونو د فهرست څخه ويستلی چې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد په اړه د دبې کچه خطرو وړ ګڼل کیږي. د اقتصادي چارو کارپوهان دا يو غوره پرمختګ ګڼي او وايي دې سره به اوس نړیوال سرمایه کاران په ډاډه زړه پاکستان کې پانګونې وکړی شي.  په ټوېټر خپل بیان کې دخارجه چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ددې فېصلې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا يو ښه خبر دی چې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد د څار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف په کاريز پلان زر  دبشپړ عمل له امله برتانيې پاکستان د بې کچه خطرناکو هېوادونو د نوملړ څخه ويستلی دی. برتانيې د کال 2021 م په اپریل میاشت کې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد په حوالې سره پاکستان د هغو 21 هېوادونو په خپل فهرست کې اچولی و چې تر ټولو زیات خطرناک ګڼل کېږي. د اقتصادي او مالي چارو څېړنکارانو هم دا يو غوره پرمختګ بللی او وايي دا ښايي چې په پاکستان کې ترهګري ختمه شوې ده او اوس به نړیوال پانګه اچونکي په ډاډه زړه دلته سرمایه ګذاري وکړی شي. د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر حفيظ پاشا ډيوه ته وايي د ترهګرۍ له کبله په ټوله نړۍ کې د پاکستان تشخص خراب شوی او اوس د برتانيې د خطرناکو هېوادونو د فهرست څخه په وتلو به پاکستان ته د سرمایه کارۍ په برخه کې يو څه ګټه ورسيږي. ښاغلی پاشا وايي ددې ګټه به دا وي که اوس چېرې بهرني سرمایه کار په پاکستان پانګونه کول غواړي نو هغه ته به څه لږ ډېر احساس وي چې دا هېواد خوندي دی او د ترهګرۍ خطره نشته. تر دې وړاندې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد د څار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف هم پاکستان سږکال داکتوبر میاشت کې د سختې څارنې د خپل خړ فهرست څخه ويستلی ؤ. فنانشنل اېکشن ټاسک فورس د ترهګرۍ د مالي سرچينو وچولو او د پېسو دغېرقانوني لېږد په مخینوي کې د پاتې راتلو پسر پاکستان کال 2018م کې په خپل خړ فهرست کې شامل کړی ؤ خو سږکال ددې هېواد د خړ فهرست څخه د ويستل کېدو په مهال د ایف ای ټي ایف صدر ویلي چي پاکستان په دې اړه موثره ګامونه پورته کړي او دوه برغ کاريز پلانونه یې عملي کړي وو. د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې يو بل پخوانی وزیر ډاکټر سلمان شاه وايي د برتانيې ددغه فهرست نه د پاکستان خارج کيدل ښایي چې اوس په دې هېواد کې ترهګري ختمه شوې ده او نړيوال سرمایه کاران کولی شې چې دلته په ډاډه زړه پانګونې وکړي. ښاغلي سلمان شاه ډيوه سره خبرو کې وويل خو د نړیوالو پانګه والو  راغب کولو لپاره به پاکستان ته خپلې اقتصادي تګلارې اسانول وي او د بهرنیو پانګونو په لاره کې پراته خنډان اخوا کول وي. ښاغلی سلمان شاه مخکې وايي پاکستان له به وړومبی خپل اقتصاد ازادول یا ډي ريګولېټ کول پکار وي ځكه چې دلته بهرنې سرمایه کاران د بلها ستونزو سره مخامخ کېږي. د هېواد نظام ډېر ستونزمن دی او کله چې بهرني پانګوال راشي نو د يوې او بلې محکمې منډې وهي. اخوا د اقتصاد پوهانو بله ډله نه ګني چې د برتانيې د انتهايي خطرو وړ هېوادونو د فهرست څخه په وتلو به پاکستان ته نيغ په نيغه بهرنۍ پانګونې راشي. داقتصاد پوهانو په وینا دې لپاره به پاکستان ته په خپل اقتصاد کې پراخه اصلاحات راوستل وي خو زياتوي برطانيه چونکې لويې اقتصادي هېواد او د مالياتي چارو غټ مرکز دېینو له دې وروسته به پاکستان ته ددغه هېواد څخه قرض اخستل اسان وي.

15.11.2022 ډیوه

ډیره اسماعیل خان کې دڅلورو ترهګرو د وژلو دعوه شوې،دیر کې وسله والو دلیویز ځواک حوالدار وژلی

امنیتي چارواکي وایي دخیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې دپوځ اؤ پولیسو په ګډو عملیاتو کې څلور ترهګر وژل شوي اؤ دهغوئ یو شمیر ځالې له مینځه وړل شوې دي. په عین حال کې دکوز دیر په اسبڼ سیمه کې دنامعلومو وسله والو په ډزو د دیر لیوي ځواک یو حوالدار وژل شوی دی اؤ برید کوونکي دپېښې له ځایې څخه تښتېدلي دي. دا پېښې په داسې حال کې رامخې ته شوي چې په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې دطالبانو دبیا راپورته کیدو پرضد اؤ دامن دغوښتنې په پلوۍ د احتجاجونو لړۍ پیل شوې ده اؤ په ریاست تورونه لګول کیږي چې دکله نه یې طالبانو سره مذاکرات پیل کړي نو ترهګر بیا په سیمه کې یوځل بیا فعال شوي دي.  د عوامي نيشنل ګوند صوبايي صدر ايمل ولي خان وايي په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ په زياتېدونکو پيښو د صوبایي حکومت خاموشي د جنايت ډک عمل دی. د نهې یا سه شنبې په ورځ دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو پخپل یو بیان کې ویلي د ډیره اسماعیل خان په مډي سیمه سیمه کې پولیسو داستخباراتي ادارو اؤ سیکورټي فورسز سره په ګډه دترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې څلور ترهګر وژل شوي دي. پولیسو پخپل بیان کې دترهګرو پېژندګلو نه ده واضحه کړې اؤ دا یې هم نه دي ویلي چې تعلق یې دکومې ترهګرې ډلې سره ؤ خو وایي وژل شوي ترهګر په پوځ اؤ پولیسو بریدونو اؤ دترهګرۍ نورو پېښو کې ککړ وؤ. دپولیسو په ببان کې ویل شوي په دې عملیاتو کې دترهګرو نه لاسي بمونه، وسله اؤ چاودیدونکي مواد ترلاسه شوي دي اؤ دهغوئ یو شمیر ځالې هم له مینځه وړل شوي دي. دپاکستان بیلابیلو سیمو کې دترهګرۍ ضد محکمې پولیس وخت په وخت عملیاتو کې دترهګرو د وژلو دعوې کوي خو زیاتره وخت بیا څېړونکي په دغو دعوؤ شکونه هم کوي اؤ دعوې کوي چې پولیس اکثره نیول شوي کسان دعدالت پشي شا ووژني اؤ هغې ته بیا دپولیس مقابلې نوم ورکړي. په عین حال کې د نهې په ورځ امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې دکوز دیر په اسبڼ کالا ډیرۍ سیمه کې نامعلومو وسله والو د دیر لیویز یو حوالدار وژلی دی. دغه سرچینو د وژل شوي حوالدار پیژندګلو دشیرزلم په نوم کړې ده اؤ وایي په موټر سایکل سورو وسله والو په شیرزلم ناتاره ډزې کړي چې پکې هغه په ټکي مړ شوی اؤ وسله وال دسیمې څخه تښتېدلي دي. په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ چټک شوې چې پکې یو شمیر امنتي سرتیري وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي. تیره میاشت په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو په اړه خپلواکه څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل يو رپورټ کې ویلي وؤ په قبایلي ضلعو او خېبر پښتونخوا کې د تشدد په کچه کې 106 فيصدي اضافه شوې او د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ په 42 حملو کې د 24 امنیتي اهلکارو په ګډون 40 کسان وژل شوي او ټول 77 کسان پکې ټپيان شوي چې پکې 19 امنیتي اهلکار هم شامل وو. د رپورټ ترمخه په رېکارډ کړل شوو بريدونو کې د امنیتي ځواکونو د مرګونو کچه 60 فيصدي ته پورته شوې چې ښايې امنیتي ځواکونه د ترهګرو بنيادي هدف وو. دا په داسې حال کې ده چې دصوبې په بیلا بیلو سیمو کې دطالبانو دبیا راپورته کیدو پرضد داحتجاجونو لړۍ هم روانه ده اؤ په دې احتجاجونو کې سیاسي مشران اؤ ټولنیز فعالان په ریاست نیوکي کوي چې دپردې ترشا دترهګرو سرپرستي کوي اؤ طالبان یې یو ځل بیا دمذاکراتو په نتیجه کې پښتونخوا کې فعال کړي دي. د عوامي نيشنل ګوند پخپل یو وروستي بیان کې ويلي دي چې په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ په زياتېدونکو پيښو د صوبایي حکومت خاموشي د جنايت ډک عمل دی. هغه ویلي دا د اندېښنې وړ خبره ده چې ترهګر له وزيرستان نه باجوړ، سوات او چترال ته راغونډ شوي دي خو حكومت يې په ضد ګام پورته كولو نه ډډه كوي. خو بل لوري ته دخیبر پښتونخوا حکومت دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ دصوبایي حکومت ویاند بیرسټر محمد علي سیف تېره اوونۍ ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ چې حکومت دامن دټینګښت نه غافله نه دی اؤ په سوات کې کوم حالات رامنځته شوي وؤ دهغې مخه نیول شوې ده اؤ طالبان اوس هلته فعالیت نه لري.

15.11.2022 ډیوه

محسن داوړ: پاکستان کې د مجبوره افغانانو مهاجرينو سره د افسوس وړ سلوک کيږي

پاکستان کې د افغانانو سره کېدونکي سلوک او نيولو په اړوند د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ په قومي اسمبلۍ کې ويلي، "افغانان چې په خپل ملک کې د طالبانو لخوا د کومو مشکلاتو نه تيريږي دغه حالات دې په چا نه راځي او بيا چې د مجبورۍ نه پاکستان ته راشي او دلته ورسره کوم سلوک کيږي هغه د افسوس وړ دی".

15.11.2022 ډیوه

د چين د اندېښنې وروسته، داسو کې په چينايي اينجینيرانو بريد کې ککړو دوه ملزمانو ته د مرګ سزا اورول شوې

د پاکستان د ترهګرۍ ضد مقدمو اورېدونکي عدالت وروسته له هغې د داسو ډېم په چينايي اينجينيرانو د بريد په پېښه کې ککړو تورنو ته د مرګ سزا اورولې چې روانه مياشت چين په پاکستان کې د چینايي وګړو په امنيت ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.

15.11.2022 ډیوه

د افغانستان سره د چمن د تجارت لاره تړلې پرته ده

پاکستاني چارواکي وايي څو پورې چې د طالبانو حکومت هغه مشکوک ډزې کوونکی پاکستان ته حواله کړی نه وي پوله به تړلې پرته وي. د اتوار/ يکشنبې په ورځ [13 نومبر] د چمن په دروازه د ډزو پېښه شوې او د مشکوک طالب په ډزو کې د پاکستاني ځواک يو عسکر وژل شوی او دوه ژوبل شوي وو.

15.11.2022 ډیوه

عمران خان په امریکا د هغه د حکومت د نسکورولو له تهمته په شا شو 

 د پاکستان مشهور سیاستدان او پخوانی وزیراعظم عمران خان له دې تهمته په شا شوی چې ګني د هغه د حکومت په ختمولو کې د امرېکې لاس ؤ.  کله چې فنانشل ټابمز د عمران خان نه دهغه د حکومت په ختمولو کې د امرېکې د رول په هکله تپوس وکړو نو ښاغلي خان خپل تهمت تکرار نکړو.   د برتانیې معتبرې ورځپاڼې فنانشل ټایمز د عمران قول نقل کړی چې وايي: “دغه خبره ختمه ده، وس شاته پاتې ده”  د ښاغلي خان په هکله مشهوره ده چې هغه د خپلې خبرې نه په یوټرن اخستلو (منکریدلو) کې ثاني نلري، خو په امریکې د لګولي “ستر سازشي تهمت” نه په شا کیدل د هغه مخالفین او څیړونکي هم حېرانه کړي دي.  د پاکستان د اطلاعاتو وسنۍ وزیرې مریم اورنګزیب په خپل چټک بیان کې په عمران خان د هیواد مفاداتو ته د ژور زیان رسولو تر څنګ دا هم تنقید کړی دی چې دی وس د خپل دغه سازشي تهمت نه په شا شو، خو قامي مفاداتو ته یې ستر زیان ورسولو.    د واشنګټن په څېړنیزې ادارې ویلسن سنټر کې د جنوبي ایشیا د څانکې مشر مایکل کوګلمېن په خپل یو تويټ کې ګمان کړی دی چې د عمران خان بیان بدلول ظاهروي د هغه اقتدار ته د بیا رسیدلو امکانات دي: “ د عمران خان د خپل حکومت په ختمولو کې د امرېکې د سازش د بیان نه په شا کیدل ښايي چې هغه اقتدار ته د خپل ممکنه راتګ نه وړاندې د امرېکې سره کړکېچ راکم کړي. څو ورځې وړاندې تحریک انصاف ګوند په امرېکې د پیسو په بدل کې  تعلقاتو د جوړولو یوه اداره هم په کار لګیا کړیده” په پښتونخوا کې د تحریک انصاف د حکومت مخالفه قامپرست عوامي نیشنل ګوند د صوبې صدر ایمل ولي خان  د عمران خان د خپل بیان نه په شا کیدلو ورستو د ښاغلي خان نه پوښتلي:  “ښه نو وس دا ووایه چې ستا حکومت چا ړنګ کړو”؟  ایمل خان پخپل ټویټ کې په عمران خان د هغه د روس د سفر او  په هیواد کې د دروغو په زریعه د انتشار د خورولو په هکله هم تنقید کړی دی.  پاکستاني خبریال اسد علي طور په خپل طنزیه ټویټ کې لیکلي دي:   “بیانیه سرته ورسیده او د خاورو لاندې شوه، د تحریک انصاف د پلویانو مهرباني چې خپل مشر د زومبیانو په شان مني”  یو بل پاکستان خبریال او کالم نویس فهد حسین لیکي:  کله هم څه سازش نه ؤ شوی، دغه خبره د قامي سلامتیا کمیټۍ هم کوله، پي ډي ایم هم کوله، پوځ هم کوله او خپله د عمران خان ملګرو په شخصي محفلونو کې هم کوله. دغه یو ستر دروغ وو. وس پخپله دروغ ویونکي قبول کړه تر ډیر تاوان رسولو پس”  لومړی ځل ندی چې عمران خان د خپلو خبرو پشا شوی وي، وړاندې هم ښاغلی خان د خپلو خبرو خبرو څو ځله په شا شوی دی.  د عمران خان ځیني پخواني بیانونه بدلول  په کال 2019 کې زاړه پالي هندي وزیراعظم نرېندرا مودي عمران خان ته پیغور وکړوچې که پټهان (پښتون) یې نو په خپله خبره ټینگ پاتې شه.  هندي وزیراعظم په راجهستان کې ېوې اولسي غونډې ته وویل عمران خان ته یې په انتخاباتو کې د گټې ورستو په ټلیفون امبارکي ورکړې وه او ورته یې خواست کړې وو چې د جگړو څه نه جوړیږي، راځه چې په شریکه د بېوزلۍ او بېسوادۍ په ضد جنگ وکړو.    مودي, عمران خان ته  خپل لوظ هم وریاد کړلو چې که ته د یو پټهان (پښتون) زوی یې، او تل رښتیا وایي نو وس خپل قول پالې که نه؟   په کال 2018 دسمبر میاشت کې د انگریزۍ ژبې یو پاکستاني اخبار پاکستان ټوډې ليکلي وو عمران خان د خپلو زیاترو لوظونو او اعلانونه نه په شا کیږي ځکه ورته د هغه سیاسي مخالفین یوټرن خان وايي.   دغه نیوکو ته په ځواب کې وزیراعظم عمران خان خپل دریځ داسې ویلی وو چې هغه رهبر یا مشر په اصل کې هډو رهبر یا مشر نه وي، چې د حالاتو له غوښتنې سره سم له خپلې کړې خبرې په شا نه شي یا د خپل کړي لوظ نه بې لوظه نه شي.    د پاکستان د وزیراعظم عمران خان پخوانۍ برتانوۍ ښځې جمایما ګولډ سمیت هم د هغه په هغه وینا نیوکه کړې وه چې په پاکستان کې یې په ښځو د جنسي تېري سبب د "فحاشۍ" زیاتېدل بللي.   جمایما خان په خپل ټویټر لیکلي وو:   "زه هیله منده یم چې د عمران خان خبره غلطه را نقل شوې یا یې غلطه ترجمه شوې ده. کوم عمران خان چې ما پېژانده هغه به ویل چې د ښځې نه بلکې د نارینه پر سترګو باندې پرده واچول شي".   عمران خان چې واک ته نه ؤ رسدلی نو دعوا به یې کوله  چې که حکومت یې راغلو نو ځوانانو ته به یو کروړ نوکرۍ اؤ پنځوس لکه کورونه جوړوي خو د روان کال په مارچ میاشت کې په اسلام اباد کې چې کله زلمیو د هغه نه د نوکریو غوښتنه وکړه نو عمران خان په جواب کې  وویل چې په ایي ټي اؤ نورو څانګو کې هنرونه ایزده کړي اؤ له دغې لارې ځانونه پخپلو پښو ودروي.   هغه وویل چې حکومت سره دومره پیسې نشته چې هرچاته سرکاري نوکري ورکړي . 

14.11.2022 ډیوه

د اوکراین صدر زیلینسکي په خرسون کې خپلو ځواکونو ته وینا وکړه

د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي د ګل -دوشنبې په ورځ د اوکرایین په نوي آزاد شوي ښار خرسون کې خپلو ځواکونو ته په وینا کې وویل چې: "د سولې لپاره تیار یوو، او سوله د ټول وطن لپاره" په خرسون کې صدر په داسې وخت کې وینا وکړه چې څو ورځې وړاندې روسي ځواکونه له سویل ختیځ ښار څخه ووتل. د برتانیه د دفاع وزارت د ګل - دوشنبې په ورځ په ټویټر د استخباراتو په هکله معلومات تازه کړي او وايی : "ژمی به د روسي او اوکرایني ځواکونو لپاره د جګړې په میدان کې بدلون راولي” د معلوماتو تر مخه: "د ورځې رڼا به په ورځ کې د پینځلسو یا شپاړسوګینټو څخه تر نهو ساعتونو کمه شي، په نتيجه کې به بریدونو هم کم شي” دغه استخباراتي رپورټ وايي: "د تودوخې منځنۍ لوړه درجه به د سپټمبر څخه تر نومبر پورې د 13 درجې سینټي ګریډ او د دسمبر څخه تر فبروري پورې صفر سینټي ګریډ څخه راښکته شي” دوي ويلي دي چې هغه ځواکونه چې د ژمي د یخ موسم جامې او استوګنځي نلري د سخت مشکل سره د مخ کیدلو او ناروغیواحتمال لري. زیلینسکي یوه ورځ وړاندې په خپله وینا کې اوکراینیانو ته یادونه وکړه چې دا هیر نکړي چې: "د خرسون په سیمه کې وضعیت لاهم ډېر خطرناک دی." هغه وویل: "دلته ماینونه ښخ کړی شوي... زه د خرسون له ټولو اوسیدونکو څخه غوښتنه کوم چې ډیر احتیاط وکړي." صدر وويل: "د خرسون په سيمه کې هم د روسيې پوځ د هېواد د نورو سيمو په څېر ظلمونه شاته پرېښودل، خو له شکه پرته موږ به قاتلان پیدا کوو او د قانون منګولو ته به يې وسپارو." اوکرایني چارواکو د یکشنبې په ورځ په خرسون کې د خوراکي توکو، اوبو او دوایانو لېږل شورو کړي دي،. دوه ورځې وړاندې اوکرایني ځواکونه د سیمې ستراتیژیک مرکز ته ننوتل چې روسیې د جګړې په پیل کې نیولي وو خو اوس ترې تښتېدلي دي.

14.11.2022 ډیوه

د علي وزير په پينځمه او معلومه وروستۍ مقدمه کې هم ضمانت منظور شو

د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] د مخکښ علي وزير وکيلان وايي، د علي وزیر په پينځمه او معلومه وروستۍ مقدمه کې هم ضمانت منظور شو او اوس د پاتې قانوني کارروايۍ پوره کېدو وروسته به خوشی شي. د علي وزیر په وروستۍ مقدمه کې نن د ګل/ دوشنبې په ورځ [14 نومبر] د پېښور هايکورټ بنو رجسټرۍ ضمانت منظور کړو، وکيل يې شعېب سدوزۍ وي او اې ډيوه ته وويل عدالت د 10 لکو روپو په مچلکو ضمانت منظور کړو، اوس به يې د خوشي کولو پاتې قانوني کارروايي کولی شي. د پېښور هايکورټ په بنو رجسټرۍ کې د ضمانت په خواست دا څلورمه اورېدنه وه. نن چې د علي وزير په کومه مقدمه کې ضمانت منظور شو، دا مقدمه د هغه پرضد د کال 2020 د نومبر په 15 نېټه د شمالي وزيرستان د میرانشا په تاڼه کې درج شوې چې پکې 121، 123، 124 A، 504، 505،506 او لوډ سپيکر اېکټ مادې لګول شوي دي. د وکيلانو په وېنا دا مادې د بغاوت، رياست  او رياستي ادارو د سپکاوي او په ضد يې د خلکو راپارولو په تور کې لګول کيږي. علي وزير چې د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی، په 25 اکتوبر عدالت په هغه مقدمه کې بري کړی په کومه کې چې هغه نيول شوی وو. دا وخت په کراچۍ کې د علي وزير پرضد درې نورې مقدمې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالتونو کې روانې دي، په کوم کې چې د نوموړي ضمانتونه منظور شوي دي. په کراچۍ کې د علي وزير وکیل قادر خان اېډوکېټ وايي، اوس چې څنګه د بنو څخه د علي وزیر د خوشي کېدو حکم کراچۍ ته ورسي خوشی به شي ځکه چې په کراچۍ کې په يوه مقدمه کې بري شوی او په درېو کې يې دو ړاندې نه ضمانتونه منظور شوي دي. علي وزیر په کال 2020 کې په پېښور کې پوليسو نيولی او کراچۍ ته يې بوتللی وو، وروسته په کراچۍ کې په هغه پسې درې نورې مقدمې راویستل شوې او د څلورمې مقدمې اورېدنې په مهال پسې د ميرانشاه مقدمه راويستل شوې او ګرفتاري پکې ښکاره کړی شوې وه.

14.11.2022 ډیوه

پاپ فرانسېس د بې وزلو سره ولیدل او د "پاپولیزم سایرن یا زنګ" یې وغنده

د کېتولیکو عیسایانو د کلیسا لوی مذهبي مشر پاپ فرانسیس د یکشنبې یا اتوار په ورځ د سلګونو کډوالو، بې وزلو او بې کوره خلکو سره د غرمې ډوډۍ وخوړه او د ټولنې د کمزورو خلکو سره د مرستې لپاره د نوي ژمنې غوښتنه وکړه او د "پاپولیزم سایرین یا ګنټۍ" یې وغندل چې د مرستې لپاره د دوي غږ چپوي. فرانسیس، د کېتولیک کلیسا د بې وزلو نړیواله ورځ ولمانځله او د اټکل له مخې 1,300 بې وزله خلک یې واټیکان  ته راوبلل او ډوډۍ یې ورکړه او په لسګونو میزونو کې مېلمانه د فرانسېس سره یوځای ناست وو. د غونډې په جریان کې، فرانسېس هغه بې پروایي وغندله چې نړۍ د مهاجرینو او بې وزلو په وړاندې ښیي، او همدارنګه ویې وییل چې ځینې د شخصي ګټو لپاره د مهاجرینو په اړه وېره او دسیسې رامینځته کوي. فرانسیس وویل: "راځئ چې د پاپولیزم په نامه تېر نه وځو، کوم چې د خلکو اصلي اړتیاوې له منځه وړي." سږکال دا یاد لمانځنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې ایټالیا یو ځل بیا د مهاجرت په اړه د اروپا یو مهمه بحث دی او د ایټالیا د صدراعظمې جورجیا میلوني په مشرۍ د ښي اړخه حکومت، د مدیترانې په سمندر کې د ژغورل شویو خلکو د برخلیک په اړه د فرانسې سره مخامخ کیږي. ایټالیا څلور ژغورونکې کښتۍ د څو ورځو لپاره په سمندر کې ساتلې وې تر دې چې اخر یې تیره اونۍ درییو کښتیو ته اجازه ورکړه او فرانسه یې مجبوره کړه چې څلورمې کښتۍ ته هم ځای ورکړي. دغې ستونزې یو ډیپلوماتیک کړکیچ رامینځته کړ، چې په پایله کې یې فرانسې د اروپا د مهاجرینو د بیا ویش په پروګرام کې خپل ګډون وځنډاوه او له ایټالیا سره یې د پولو د غځولو مخه ونیوله. فرانسېس په خواشینۍ سره وویل چې په اوکراین کې جګړه د بې وزلو حالت لا نور سختوي، څوک چې لاهم د کورونا وایرس، د طبیعي افتونو او اقلیمي بدلون څخه اغېزمنه شوي. هغه زیاته کړه: "نن هم د پخوا په پرتله، زموږ زيات شمېر وروڼه او خويندې، چې له سختو ازمايلو او نا اميديو سره لاس او ګرېوان دي، د هيلې په لټه کې مهاجرت کوي او ډېر خلک د کار د نشتوالي او يا د ناسمو او نامناسبو کاري شرايطو له امله له نا امنۍ سره مخ دي." د غرمې ډوډۍ ترڅنګ، راغلیو خلکو ته وړیا طبي معاینات او د سیمې کلیسا لخوا د خوراکي توکو 5,000 بکسونه هم توزیع کړه.

14.11.2022 ډیوه

تحریک انصاف ګوند په عمران خان د بريد د پلټنو دپاره سپريم کورټ ته خواست کړی

پاکستان تحریک انصاف ګوند په خپل مشر او پخواني وزیر اعظم عمران خان باندې شوي برید په اړه د پلټنو دپاره سپریم کورټ ته خواست کړی دی دغه خواست د سپریم کورټ په لاهور، پیښور، کوټه او کراچۍ رجسټرۍ کې په یو وخت جمع شوی دی.

14.11.2022 ډیوه

يو اېس اېډ په پښتونخوا کې وران شوي سکولونه بيا جوړ کړي

د امریکې نړيواله مرستندویه ادارې [يو اېس اېډ] ويلي، په خېبرپښتونخوا کې يې د ترهګرۍ او قدرتي افتونو څخه اغېزمن شوي 229 سکولونه جوړ کړي او 1000 نه زيات يې بحال کړي دي، د مومندو ضلعې اوسېدونکي وايي سکولونو بیرته بحالېدو ته خوشاله دي چې ماشومان يې بيرته زده کړو له ځي. د خېبرپښتونخوا د مومندو ضلعې اسلم خان وايي په سیمه کې نوي سکول جوړېدو ته خوشاله دي ځکه چې نمسی يې ورته زده کړو له ځي.  د مومندو په صافو تحصيل کې لس کاله وړاندې دغه سکول وسله والو په بارودي موادو الوځولی وو. اسلم خان وايي، "اوس مې پکې نمسې سبق وايي ډير خوشاله دي، کله چې وران شو پلارانو خپل بچي مدرسو ته وليږل خو اوس په سکول کې ورځ په ورځ تعداد زياتيږي". چارواکي وايي، په مومندو کې وسله والو د 120 نه زياتې تعليمې ادارې په بارودي موادو الوځولې وې ځايې انتظاميه وايي زياتره پکې بيا جوړ کړي شوي دي. د سرکاري شمېرو ترمخه په ټولو قبايلي ضلعو کې د ترهګرۍ ضد جګړې په وخت نزدې 1200  سکولونه په مکمله يا په جزوي توګه وران کړی شوي وو، د زياتره سکولونو د ړنګولو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلې وې. په اسلام اباد کې د امریکې د سفارتخانې په وېب پاڼه ويل شوي، چې د امريکې مرستندويه ادارې يو اېس اېډ په خېبر پښتونخوا کې يې 229 نوي سکولونه جوړ کړي، او په ترهګرۍ او قدرتي افتونو کې اغيزمن شوي 1000 نه زيات سکولونو يې بيا بحال کړي او د دې نه به 10 لکه نه زيات زده کونکي ګټه پورته کوي. د صافو تحصيل د مخکني وران سکول يو زده کوونکی عدنان خان وايي،"هغه بل سکول ډير وران وو ، په غرمو به ناست وو، چې کله به باران شو استازانو به په ځان چهترۍ نيولې وې او مونږ به داسې په ډاګه ناست وو". د ياد سکول یو استاز رييس خان وايي، "دې سکول کې وړاندې 50 زدکونکي وو اوس چې کله سکول جوړ شو د ماشومانو شمېر 150 ته ورسېدو". اسلم خان وايي په جوړ يدونکي سکول کې ټولې اسانتياوې برابريږي، د سوري، څښکلو د اوبو او د ناستي اسانتياوې په وړاندې ودانۍ کې نه وې موجود خو په دې کې هغه ټولې اسانتياوې برابرول کيږي. د خېبر پښتو د حکومت شمېرو ترمخه په صوبه کې د 22000 نه زيات پرايمري سکولونه دي، چې پکې 61 فيصده د هلکانودي. د بېنظير انکم سپورټ پروګرام د کال 2021 په سروی کې ويل شوي وو په صوبه کې يو 39 فيصده ماشومان د سکولونو نه بهر دي. 

14.11.2022 ډیوه

څيړونکي: که ریاست د پښتونخوا د ولسي پاڅونونو ملاتړ ونه کړو خلک به ترې زړه ماتی شي

څيړونکي وايي په خېبرپښتونخوا کې په وروستیو کې د امن دپاره او ناامنۍ ضد په غټه کچه ولسي پاڅونونه ډېر اهميت لري خو که رياست او حکومت د دې پاڅونونو ملاتړ ونه کړو خلک به ترې زړه ماتې شي او د بل پړاو نتيجې به يې هم ښې نه وي رياست به مسلې جوړې شي.

14.11.2022 ډیوه

ايمنسټي انټرنيشنل: د ادريس خټک مقدمه دې په عام عدالت کې واورېدل شي

د بخښنې نړيوال سازمان ويلي چې د بشري حقونو مبارز ادريس خټک د لا درکه کېدو او د پاکستان پوځي عدالت لخوا جاسوسۍ په تور کې د سزا کېدو درې کاله په داسې حال کې پوره شول چې تر اوسه د نوموړي کورنۍ او وکیلانو د هغه د قضیې د وضعیت په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي او ادریس خټک په زندان کې پروت دی.

14.11.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more