زېلېنسکي: د روسیانو د بریدونو له امله په ملینونو خلک بجلي نه لري
واشنګټن - اوکرایني چارواکو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د هېواد په ګڼو ښارونو کې د نویو راکټي بریدونو خبر ورکړی چې د ګازو ځایونه هم پکې په نخښه شوي. د اوکراین پوځ په یو بیان کې ویلي، د ډرون او توغندیو په دغو بریدونو کې د انرژۍ بنسټونه په نخښه کېږي او زیاتوي، دغه بریدونه له پلازمېنې کیېف څخه په جنوب کې تر اوډیسا پورې سیمو باندې شوي. رویټرز خبري ادارې د اوکرایني چارواکو له خولې راخیستي، چې دوی دوه کروز میزایل، پنځه له هوا څخه وېشتونکي راکټونه او پنځه ایراني ساخت ډرونونه ویشتي دي، خو دغه ادعاوې د جګړې په ډګر باندې په خپلواکه توګه نه شي تایید کولای. په کیېف کې لومړنۍ واوره ورېدلې، چارواکي وايي، د برېښنا کارکونکي کوښښ کوي چې د هېواد په ټولو برخو کې برېښنا بېرته فعاله کړي کومه چې د تېرې اونۍ په سر کې د روسانو په هوايي بریدونو کې پرې شوې وه. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د زیارت یا پنجشنبې په ماښام په خپل ویډیوي راپور کې وویل، چې کابو لس میلیونه خلک یې برېښنا نه لري. ملګروملتونو ویلي، که برېښنا بېرته جوړه نشي نو دوی د یو بشري ناورین د پېښېدو وېره لري. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټري کولیبا د زیارت یا پنجشنبې په سهار په یو ټویټ کې ویلي وو چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلېنکن سره یې په ټیلیفون خبرې کولې چې روسانو په اوکراین باندې یو بل ستر راکټي برید وکړ. کولیبا وویل، هغه له امریکا څخه د پوځي مرستو د برابرولو لپاره مننه وکړه او په دې یې ټینګار وکړ چې د هوايي دفاعي سیستمونو لېږل دې چټک کړای شي. هغه همدارنګه له ځمکې څخه هوا ته د توغندیو د پرمختللي سیستم د بریا یادونه وکړه چې په دې میاشت کې یې کارولي دي. کولیبا همدارنګه وویل، اوس وخت د دې دی چې اوکراین له امریکا څخه د پټریاټ په نامه د هوايي دفاع نور پرمخ تللي سیستمونه هم ترلاسه کړي. د اوکراین په ختیځ د ډونیڅک په سیمه کې روس له خرسان څخه وتلو سرتېرو باندې درنه جګړه روانه کړې ده. د اوکراین پوځ ویلي، چې روسي ځواکونو په بخمت، ترڅنګ سولېدار او نورو ښارونو باندې راکټونه توغولي. همدارنګه د خارکیېف په بلاکلیا او ژپوریژیا ته نېږدې په نیکوپول او نور ښاروو باندې هم راکټونه ورېدلي. خو رویټرز په خپلواکه توګه د جګړې په ډګر باندې راپورونه نشي تاییدولی. بل پلو خپله په ژپوریژیا سیمه کې د روسانو یو راکټ د استونګې په یوې ودانۍ لګېدلی چې لږ تر لږه اوه کسان پکې وژل شوي دي. اسوسېټېډ پریس لیکلي چې د نورو قربانیانو د لټون هڅې روانې دي.
څيړونکي: د ايي اېم اېف سره د پور خبرې وروسته کېدل به د پاکستان اقتصادي بحران نور سېوا کړي
د نړیوالې مالياتي ادارې [اي اېم اېف] لخوا پاکستان ته د پور د نهم قسط د خبرو وروستي کېدو له امله پاکستانۍ روپۍ بې قدره شوې د ونډو بازار اغېزمن شوی او د اقتصاد پوهانو په وينا که د مالياتي ادارې سره خبرې او ځنډ نور اوږديږي نو د پاکستان اقتصاد به ورسره لا نور اغېزمنيږي او بد اثرات به يې مخې ته راځي.
دپښتونخوا دپولیسو مشر وایي دخلکو مورال غورځولو لپاره ترهګر پولیس په نخښه کوي
د خېبر پښتونخوا پوليسو لخوا جاري شوو شمېرو کې ويل شوي د روان کال د جنورۍ د مياشتې نه تر نومبر مياشتې پورې 105 پوليس اهلکار وژل شوي دي او بېلابېلو پېښو کې109 عسکر ټپيان شوي دي، تر ټول زيات 16 پوليس عسکر د اپرېل په مياشت کې وژل شوي دي
امریکايي څېړنه: په افغانستان کې د داعش او القاعده په شان وسله والې ډلې امریکې دپاره په محدوده کچه خطر لري
د ډي ايي ای انسپېکټر جنرل رپورټ وايي داعش خراسان طالب چارواکي په ځانمرګي بمونو، کمينونو او په هدفي وژنو کې په هدف کوي او د سېپټمبر تر اخېره پورې په تېرو دریو میاشتو کې يې د افغانستان په اتوو ولایتونو کې 41 حملې کړي دي
امريکا ويلي، د پاکستاني زميندارو سره به د کيميايي سرې مرسته کوي
په پاکستان کې د امریکې سفارتخانې ویلي "خوښ يو چې امریکا به د کيميايي سرې [فرټيلايزر] په نړيوال چېلنج کې د پاکستان سره مرسته کوي". امریکا ويلي "د پاکستان سره یې د کلونو، کلونو اتحاد دی، پاکستاني زميندارو يا بزګرانو سره به د سرې مرسته وکړي چې په موثر ډول يې وکاروي او ډېر خوراک پېداوار ترلاسه کړي".
سيند: په سېهون کې د مسافرو ګاډی کندی ته غورځېدلی 20 تنه پکې مړه شوي
د پاکستان د سيند صوبې په سېهون سيمه کې د مسافرو ډک بس د سړک نه لاندې کندې ته غورځېدلی چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه 20 کسان مړه شوي او 13 نور ژوبل شوي دي.
د قطر چارواکو د فټ بال ورلډ کپ دپاره دوحه ته تللي د ډنمارک فلمساز کمپنۍ نه بخښنه غوښتې
قطر ته د نړيوال فټ بال کپ کوربتوب ورکول لا دولس کاله وړاندې د غلا غولتۍ او بشري حقونو نه د سر غړونې په تورونو داغمن و خواوس دا د څار لاندې دي چې د راغلي مېلمنو سره څنګه چلن کوي
سیګار: د صدر اشرف غني حکومت دا احساس نه کولو چې امریکا افغانستان نه د وتلو تیاری کوي
سيګار وايي د کال 2021 د اګست په میاشت کې افغان امنیتي ځواکونه او د صدر اشرف غني حکومت په "چټکتیا تخریب" شو چې په افغانستان کې "د مغربي طرز افغان ټولنې ته وده ورکولو دپاره د امریکې په مشرۍ کې د کوښښونو د ډرامايي اختتام نمایندګي کوي."
دپېښور ژوبڼ ځناور اؤ مرغان څنګه خلک پخپل نوم کولی شي؟
د پېښور ژوبڼ کې دوه ديرش قسمه ځناور ساتل شوي دي او د ټولو ځناورو شميره پکې يو سل دوه شپيته ده او د پنځه پنځوس قسمونو بېلا بيل ډول ديارلس سوه مارغان هم پکې شته
څېړونکي: د امریکې په نوي منتخب شوي کانګرس کې به قانوني سازي ګرانه وي
هر څه که په موجوده کانګرس کې به صدر جوباېډن په خلاص مټ فېصلې و نه کړی شي خو څيړونکي وايي په ايميګرېش او د پولو په خوندي کولو کې به ورسره مخالفه ريپبلکن ګوند همکاري وکړي
سپریم کورټ دعمران خان دلانګ مارچ دمخنیوي خواست غیر موثر ګرځولی
بل پلو ته اسلام اباد هایکورټ کې هم د پي ټي ایي داحتجاجي ناستې له امله په ممکنه توګه دلارو تړل کیدو په ضد د تاجرانو د درخواست اورېدنې شوې اؤ چيف جسټس عمر فاروق ویلي چې جلسې کول دهرچا حق دى خو ددې څخه دې د عامو خلکو حق اغیزمن نه شي
امریکې د ایران د نشریاتي ادارې په شپږو چارواکو پابندۍ لګولي دي
د وي او ای د رپورټ ترمخه امریکايي چارواکي وايي ایراني مامورینو داسې مرکې نشر کړي چې خلکو په ویلي خپلوان يې په تېرو څو کلونو کې د حکومت مخالفو مظاهرو په مهال د امنیتي ځواکونو په ډزو نه بلکې په حادثاتي توګه مړه شوي دي
وزيراعلا محمود خان دباجوړ دوره کې دترقياتي کارونو پرانسته کړې خو د امن په ستونزه غلى پاتې شوى
د وزير اعلا د دورې په اړه د حکومت مخالفه ګوند ځايي سياسي کارکن نثار باز وايي وزير اعلا د ګڼو هغه منصوبو پرانستې کړې دي چې د ايف سي ار په وخت کې پېل شوې وې، او د هغې فنډونه به د وفاق نه ورکړى کيدل
څيړونکي: د خېبرپښتونخوا پوليس د ترهګرۍ ضد جديدې وسلې، روزنې او اسانتیاو ته اړتیا لري
د امنيتي چارو څيړونکي وايي، د پولیس لوړ پوړي چارواکي د ترهګرۍ د نوغي ويستو دعوه کوي خو يو د صوبې د پوليسو سره جديدې وسلې او اسانتياوې نشته، بل د بريد په مهال دوی ته په سمدستي توګه د نورې نفرۍ مرستې نه رسي، بايد د پولیس اهلکارو د امنيت پوره اقدامات وکړی شي.
امریکا: که چين په تايوان بريد کوي دا به یې غلطي وي څنګه چې روس په اوکراين کې کړې
د امریکې لوړ پوړي جنرل د شورو/ چهارشنبې په ورځ [16 نومبر] خبرداری ورکړی په تايوان د چين لخوا بريد به سټراټيجيکي غلطي وي څنګه چې روس په اوکراين بريد کړی وو.