ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


یو افغان کډوال د کراچۍ زندان کې مړ شوی دی

په کراچۍ کې نيول شوی يو افغان چې په بند کې وو مړ شوی او اوس يې جسد/ يا مړی په مرده خانه کې پروت دی او زوی يې په جېل کې بندي دی. پاکستاني چارواکي وايي دا مسله قانوني او په عدالت کې ده او د طالبانو د حکومت چارواکي وايي هڅه کوي چې د پاکستاني چارواکو سره دا مسله شريکه کړي او دغه مړی بيرته واستوي.

07.11.2022 ډیوه

مردان: پولیس وايي په سياسي بحث د جګړې په سر وژنې د پېښې پلټنې کوي

د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې پولیس وايي، دوه ورځې وړاندې چې د مردان ضلعې په بابوزو علاقه کې په موټر وی دپاسه د سياسي بحث په سر کومه جګړه شوې، يو تن پکې وژل شوی او بل ژوبل شوی وو. څيړونکي وايي دغه پېښه په سياست کې د بې زغمۍ او تشدد عکاسي کوي.

07.11.2022 ډیوه

د اعظم سواتي د مبينه ويډيو د پلټنو دپاره د سېنېټ 14 کسيزه کميټي جوړه شوې

د پاکستان برني اېوان [سېنېټ] مشر صادق سنجراني د سېنېټراعظم سواتي د مبينه ويډیو لیک د پلټنو دپاره د سېنېټرانو 14 کسيزه کميټي جوړه کړې ده.

07.11.2022 ډیوه

عمران خان بیا د لانګ مارچ پېل کولو اعلان کړی

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان ويلي، د نهې/ سه شنبې د ورځې [8نومبر] نه لانګ مارچ بيا پېل کوي او هغه به په خپله د پېنډۍ نه مخکې د لانګ مارچ مشري کوي.

07.11.2022 ډیوه

صومالي: د مذهبي چارو وزارت دیني عالمانو ته ویلي چې الشباب ډله دې "منحرفه فرقه" وبلي

واشنګټن  - د صومالي د مذهبي چارو وزارت یو بیان جاري کړی او ټول دیني عالمان یې د الشباب ډلې سره د کوم رنګه تعلق ساتلو یا لېن دېن نه منعه کړي او ویلي یې دي چې الشباب ډله باید "منحرفه فرقه" وبلل شي. صومالي د تېرو څو کلونو راهیسي د امنیتي خطرو سره لاس او ګرېوان ده، او د الشباب سختدریځه ډله ورته تر ټولو لوی خطر ګڼل کیږي. د صومالي حکومت د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د هغه هېواد سپېشل فورس عسکرو د صومالي په جنوبي سیمه، شابلي کې عملیات کړي، د الشباب ډلې یوویشت (۲۱) تندلاري یې وژلي او لس نور یې زخمیان کړي دي. د صومالي د اطلاعاتو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د استخباراتو او امنیت قامي ادارې سپېشل فورس عسکرو، د الشباب تندلارې ډلې په ضد چې د القاعده ډلې سره تعلق لري، تازه عملیات ترسره کړي دي. د بیان ترمخه، دغه عملیات پس د هغه وشول چې د صومالي استخباراتو ته پټ خبر ورغی چې الشباب ډله غواړي خلکو ته "د نقصان رسولو" په مقصد د حملو منصوبه بندي وکړي. د استخباراتي ځواکونو عملیات د شابلي په جنوب کې د ګالکه سلیماو په کلي کې ترسره شوي دي. حکومت دا نده واضحه کړې چې دا عملیات، هوایي بریدونه و او که ځمکني بریدونه. د حکومت په بیان کې راغلي دي: "دا عملیات د پلان په بنیاد ترسره شول او ټول هغه تندلاري چې هلته یې د صومالي د خلکو په خلاف سازش کاوه، هغه په کې له منځه ولاړل." په حکومتي بیان کې دا هم ویلی شوي چې په څلورو ورځو کې، د الشباب ډلې دوه سوه (۲۰۰) تندلاري وژلی شوي دي. وایس اف امریکه د دې شمېرو تصدیق نشي کولی. دا تازه عملیات پس د هغه وشول چې یوه ورځ وړاندې تر هغه، یو ځانمرګي برید کوونکي د صومالي سرښار موګادېشو یو تعلیمي پوځي مرکز سره نږدې ځان ته چاودنه ورکړه او څو کسان یې ووژل. د دې برید ذمه واري الشباب ډلې په غاړه واخېسته او دعوه یې وکړه چې ګني یو سل و پنځه (۱۰۵) عسکر یې په کې وژلي دي. پوځي ذرائعو وایس اف امریکه ته د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې په هغه حمله کې پنځلس (۱۵) نوي برتي شوي کسان ووژل شول. د هغه وخت راهیسي چې صدر حسن شیخ محمود په صومالي کې واک اختیار ترلاسه کړی، د الشباب په ضد حکومتي عملیات هم تېز شوي دي.

06.11.2022 ډیوه

طالبانو د کلونو پس، د ملا محمد عمر قبر ښکاره کړ

واشنګټن (وي او اې افغان سروس) - په افغانستان کې د طالبانو واکمنې ډلې د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر د مرګ د اعلان نه څو کاله وروسته، اوس د هغه قبر خلکو ته معلوم کړ. د ملا عمر مرګ هم څو کاله پټ ساتل شوی و. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اتوار/یکشنبې په ورځ پخپل ټویټر پاڼه باندې ځیني تصویرونه خپاره کړل او ورسره یې ولیکل چې د ملا محمد عمر قبر " دیولړ مراسمو په ترڅ کې ښکاره شو." د طالبانو ترجمان لیکلي دي چې د دوی د دحکومت رئیس الوزرآ او د کابینې یو شمېر غړي یې د ملا عمر د مقبرې "زیارت" دپاره، د زابل ولایت سیوري ولسوالۍ ته تللي و. د طالبانو ویاند فرانس پرس خبري رسنۍ ته ویلي دي، په دې دلیل چې "دښمنان" د ملا عمر قبر ته نقصان ونه رسوي، د هغه د ښخېدو ځای تر اوسه پټ ساتل شوی و او صرف د ملا عمر ځیني رشته دارانو ته یې معلومات و. ملا عمر چې د مړینې په وخت یې عمر د ۵۵ کلونو و، په ۱۹۹۳ کال کې چې افغانستان کې سخته خانه جنګي روانه وه، د طالبانو ډله یې جوړه کړله.   د ملا محمد عمر د مشرۍ لاندې طالبانو چې کله د افغانستان اکثره سیمې ونیولې او ځان ته یې امارت اعلان کړ، نو په خلکو یې سخت اسلامي ضابطې عملي کړلې او ښځې او جینکۍ یې د تعلیم او کار نه راګرځولې وې. په افغانستان کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر قبر پس د هغه ښکاره کړی شو چې دوه ورځې وړاندې په پنجشیر کې د طالبانو د مخالفې ډلې د پخواني مشر او جهادي کمانډر احمد شاه مسعود د قبر شناختې ماتې کړی شوې. د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د احمد شاه مسعود د مقبرې په ورانولو کې د طالبانو لاس درلودل رد کړي دي او ویلي یې دي چې که داسې څه ترسره شوي اوسي، نو د دې کار عاملینو ته به سزا ورکړل شي. د ۲۰۱۲ کال په اګست میاشت کې د طالبانو د بیا واکمنېدو پس هم د احمد شاه مسعود د قبر تیږې ماتې کړل شوې، خو د خلکو د غبرګون نه پس، ډېر ژر هغه مقبره ترمیم کړی شوه. اوس چې یو ځل بیا د احمد شاه مسعود د مقبرې د ماتو شویو تیږو/شناختو تصویرونه په سوشل مېډیا راوتلي دي، نو د پخواني صدر حامد کرزي په شمول ګڼ شمېر پخوانیو چارواکو، جهادي مشرانو، او د مسعود پلویانو د دې کار په خلاف غبرګون ښودلی او دا یې د اسلامي او افغاني ارزښتونو/اقدارو ضد کار بللی دی. د پنجشیر ځینو اوسېدونکو وایس اف امریکه سره په خبرو کې د خالي/شنبې په ورځ دعوه کړې وه چې د مسعود د قبر تیږې طالبانو ماتې کړي دي او د مقبرې فرشونه یې هم له ځانه سره وړي دي.

06.11.2022 ډیوه

د اوکراین جګړه: استخباراتي رپوټونه وایي د روسي پوځ یو شمېر کمانډران پرله پسې د عهدو نه لېرې کړی شوي دي

واشنګټن  - د برطانيي د دفاع وزارت د اتوار/یکشنبي په ورځ‌ [د نوامبر ۶مه] ويلی دي چې د اوکراېن په اړه د استخباراتي رپورټونو ترمخه په فرورۍ کې د یرغل راهسې پرله پسې د روس یو شمېر پوځي کمانډران د خپلو چوکو نه لرې کړل شوی دي. د برطانيي د استخباراتو د رپورټ ترمخه د روس د پوځی کمانډرانو د خپلو چوکو نه د لرې کولو لړۍ ښاېي چې دوی باندې په مېدان جنګ کې د ناکامۍ تورونه لګول شوی دي. دا په ممکنه توګه یوه هڅه ده چې د روس مشران د تورونو نه لرې وساتي.‌  د اوکراېن په جنوبي‌ خېرسون کې چارواکو د خالي‌ په ورځ په سيمه کې د چاودنو او ډزو خبرونه ورکړی دي.   په څليريشتو ساعتو کې د اوکراېن ځواکونو د روس د پوځ نه نېولی شوي وسلو سره په خېرسون سيمه کې د ګوله بارود د ډېپو په ګډون په نهه ځایونو بريدونه کړی دي.   د ماسکو د خوا په خېرسون سيمه کې د ټاکلي شوي ناېب ګورنر کېرېل سټريموسوف په ټيلي ګرام وېلی دي چې اوکراېني‌ ځواکونه په خېرسون سيمه کې د بل پړاو د عملياتو د پاره تیارۍ کوي.   د رپورټونو ترمخه د اوکراېن د انرجۍ او د اوبو په نظام د روس بريدونه دوام لري. چې له امله يې د هېواد بجلي ګهرې د محفوظ ساتلو د پاره لوډشېډنګ یا بجلي بنده ساتلی کيږي.   د اېټومي انرجۍ نړیوالۍ ادارې یا اېي ای ايي ای د خالي په ورځ وېلی دي چې د روس د بمبارۍ په وجه هاېي وولټېج لاېنونو ته د نقصان رسېدلو په وجه بجلي ګهر ته بجلي بنده کړل شوی وه خو وس د بهر نه د اوکراېن په زېپوريژیا کې جوهري بجلي‌ ګهر ته بجلي‌ بحال کړل شوی ده.   د اېي ای ايي ای مشر رفېل ماریانو ګروسي یو وارې بیا د جوهری پېښې د مخنیوي د پاره د بجلي ګهر ګېرچاپېره د محفوظ ځایې او د جوهري‌ تحفظ غوښتنه کړی ده. او زیاته کړی يې ده چې دوي سره وخت کم دی او د دې مخکې چې ناوخته شي، دوي ته فوري ګامونه پورته کول پکار دي.‌  روس په خېرسون کې د امنیت د خرابې وضعې په وجه د جنګ د مېدان نه لږ تر لږه اوویا زره عام خلک ويستلی دي. دا یواځنې سيمه ایزه اهم ښار دی چې روس د فرورۍ راهسې شورو شوي جنګ کې نېولی دی.   د نیویارک ټاېمز ترمخه مقامي خلکو او د اوکراېن چارواکو د روس پلوه مطبوعاتو په حواله وېلی دي چې روسي ځواکونو خپل مرکز اتیا کلوميټره لرې وړلی دی او د سيمې پرښودلو په وخت يې ښار کې لوټ مار کړی او اډانې ته زیان رسولی دی.   د امریکې د ورجینیا ریاست په ارلېنګټن کې په سي‌اېن ای کې د روس د زدکړو د مرکز مشر ماېکل کوفمېن په ټاېمز کې چاپ شوی یو څېړنیزه رپورټ کې وېلی دي چې روسي ځواکونو د ځنیو سيمو نه وتلی دي یا يې د پوځیانو شمېره راکمه کړی ده خو ورسره نور تازه ځواکونه هم ځای پرځای کړی دی.‌  مقامي خلکو وېلی دي چې په سیمه کې د روس چېک پوسټونه خالي دي، نه د روس ځواکونه ليدل کيږي خو د اوکراېن چارواکي د احتیاط نه کار اخلی او ګڼي چې چرته دا خو د روس چال نه دی.‌  د خالي په ورځ د ایران خارجه وزیر حسېن امير عبدالله هاېي په وړومبي ځل منلی وه چې ایران روس ته ډرونز ورکړی دي خو زیاته کړې يې وه چې دا ډرونز د روس د خوا په اوکراېن د یرغل وړاندې وکړل شوی وو او شمار يی هم کم وو.  خو په خپله وېنا کې د اوکراېن صدر ولودوماېر د جنګ نه وړاندې روس ته کمه شمېره کې د ډرونز ورکولو د ایران پخلې رد کړی دی. او زیاته کړې یې ده چې دوي هره ورځ لږ تر لږه لسس ډرونز راګزار کړی دي.   امریکې او د امرېکې اېتلافیانو اوکراېن ته د نورو پوځي مرستو اعلان کړی دی. 

06.11.2022 ډیوه

جنوبي وزيرستان:امنيتي چارواکو د يو ترهګر د وژلو او دوو د نيولو دعوه کړې ده

د افغان پولې ترڅنګ د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلعې کوزه جنوبي وزیرستان کې وسله والو سره د ډزو په تبادله کې امنیتي چارواکو د یو ترهګر د وژلو او د دوو نورو د نیولو دعوه کړې ده. بل لوري ته د ضلعې مرکز واڼه نه نامالومه کسانو یو ځایي تن تښتولی دى.  د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او اى ډيوه ته ویلی وسله والو سره د ډزو تبادله د کوزه جنوبي وزیرستان بیرمل تحصیل په کاریز کوټ سیمه کې شوې او د امنیتي ځواکونو په ډزو کې یو ترهګر وژل شوی چې پیژندګلي یې دنیاز په نوم شوې چې په وروستیو کې د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ پاتې شوی. سرچينو ویلي په دغو عملیاتو کې دوه ترهګر نيول شوي او د دوی د ولکې نه يې په غټه کچه وسله او نور چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.  د سرچينو په وینا جګړه وروسته له هغې پيل شوې چې امنیتي ځواکونو ته په علاقه کې د ترهګرو د موجوديت استخباراتی معلومات ترلاسه شوي وو چې په علاقه کې دترهګري منصوبه جوړوي. سرچینو وویل کله چې امنیتي ځواکونه علاقې ته ورسیدل ترهګرو پرې ناتاره ډزې پیل کړې خو په ډزو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دى اوښتی. تحریک طالبان پاکستان په دې جګړه کې د خپل یوه طالب جنګیالي نیاز وژنه تایید کړې او د ډزو په پیښه کې يې امنیتي عسکرو ته د ګڼې مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده د سیمې نه ځایي خلکو وویل پرون ټوله سیمه امنیتي ځواکونو په ګیره کې اخستې وه او تر څو ساعته د ډزو تبادله روانه وه . د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي خو د علاقې امنیتي او انتظامي چارواکي دا پیښه تاییدوي او وایي په سیمه کې د بل کوم ترهګر د نیولو لپاره د سیمې پاکولو عملیات روان دي. په کوزه جنوبي وزيرستان کې د زیارت په ورځ د امنیتي خواکونو او وسله ترمینځ نښته کې د پولیس یو عسکر ژوبل شوی و.  بل لور ته نن سحر د کوزه جنوبي وزیرستان مرکز واڼه نه یو ځایي تن نامالومه کسانو تښتولی دى. د واڼه پولیس چارواکي دا پیښه تاییدوي او وایي دا پیښه نن سهار د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه په بایي باس سړک شوې او دطارق خان په نوم یو تن نامالومه کسانو تښتولى دى.  د دوی په وینا پولیس په سیمه کې ناکې لګولي او دلټون عملیات يې پیل کړي دي. په جنوبي وزیرستان کې د خلکو تښتولو پیښې په دې وروستیو کې زياتې شوي او تر تښتولو وروسته زياتره دخلکوپه ګولیو ویشتلي مړي غورځول کیږي.  د ناامنۍ ددې پیښو پرضد د جمعې ورځ اعظم ورسک سیمه کې پښتون ژغورنې غورځنګ ستره ولسي غونډه کړې وه خو د ضلعي پولیسو مشر عتیق الله تیره ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي د علاقې امنیت په قابو کې دى دغلته د خلکو د تحفظ د پاره پولیس او نور امنیتي ځواکونه موجود دي او د ضلعې د نورو سیمو ترڅنګ په اعظم ورسک کې ګشتونه کوي.  هغه ویلي داسې پیښې د هیواد په نورو سیمو کې هم کیږي خو دغلته ځنې عناصر داسې قسمه پیښې مبالغه کوي.  دپاکستان پوځ د افغان پولې سره جوخت جنوبي او شمالي وزیرستان کې عملیات کړي او دعوې کوي چې د عملیاتو په پایله کې يې دمنظمې ترهګرۍ نوغی ویستی دی خو تحربک طالبان ویلي یوازې اکتوبر په میاشت کې دوي دپاکستان دننه 43 بریدونه کړي دي.  ددې ادعاو تر څنګ، د پاکستان پوځ په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو سره هم د جون د میاشتې نه خبرې پېل کړي. د دغو خبرو مشري په پښتونخوا کې د صوبايي حکومت ویاند بېرسټر سېف کوي او نوموړي وي او ای ډیوه ته ویلي د طالبانو سره د خبرو دریم پړاو به نومبر کې پېل کېږي

06.11.2022 ډیوه

دپښتـونخوا کارخانه دارو دماليې او بجلۍ مد کې د رعايتونـو غوښتنه کړې ده

پېښور ـ په خیبر پښتونخوا کې کارخانه دارو د مرکزي حکومت نه د بجلۍ او مالیې په مد کې د رعایتونو غوښتنه کړې چې دا شان د صوبې صنعتونه په خصوصي توګه د سنګ مرمرو صنعت هم د برامداتو جوګه شي. خو اقتصادي پوهان وایي دا وخت حکومت ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی که غواړی هم چې دمالیې او توانایۍ په مد کی رعایتونه ورکړي خو نه شي ورکولی. مرکزي حکومت په دې وروستو کې زراعتو او برامدي څانګی ته د توانایۍ او قرضو په مد کې رعایتونه اعلان کړي دي. د خیبر پښتونخوا د سنګ مرمرو او درنګونو د اتحاديې صوبایي مشر سجاد خان وي او ای ډیوه ته وایي د پاکستان کې د برامدي څانګې او زراعتو په څېر د ماربلو صنعت ته هم که د بجلۍ او فیول پرایس ایډجسټمنټ په مد کې رعایتونه ورکړی شی نو د صوبې یوازینی صنعت به چې دلکونو خلکو روزګار ورسره تړلى دی د برآمداتو جوګه شي وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل په خیبر پښتونخوا کې د بجلۍ یو کاروباري یونټ 70 روپو ته رسیدلی او بیا د 18م ایېني بدلون وروسته د صوبې د صنعتونو نه د فیول پرایس ایډجسټمنټ بلونو اخستو هیڅ جواز نشته.  "په صوبه کې ماربل او نور واړه صنعتونه که په میکنایزډ ټیکنالوجۍ شي او د بجلۍ په مد کې په یونټ پرایس یا قیمتونو کې رعایتونه ورکړی شي نو دې کې هیڅ شک نشته چې زمونږ سنګ مرمر به هم برآمد شي او دا صوبه به هم پرمختیا وکړي" د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف تیره میاشت په ټول هیواد کې زراعتو ته د قرضو، سرو او مشينرۍ په مد کې 1800 اربه روپۍ رعایتونه اعلان کړي وو . هم دغه راز د خزانې وزیر اسحاق ډار تیره میاشت په اکتوبر کې برامدي صنعت ته 20 روپۍ د بجلۍ په مد کې کمى اعلان کړی و خو د اقتصاد ماهر طاهر امین وایي د اقتصادی مشکلاتو له امله دغو رعایتونو کې هم مشکلات مخې ته راځي.  "د بجلی په مد کې يې د يو يونټ پسر د 19.5روپۍ رعایت ورکولو ویلي دي او دا رقم 100 اربه روپۍ جوړیږي خو د بجلۍ ډویژن مرکزي حکومت ته ویلي چې هغوی سره دا پیسې نشته او حکومت سره هم بله لار نشته او بیا صنعتونو ته رعایتونه ورکول ډیر مشکل دي ځکه چی دا 100ارب روپۍ په بجټ کی نشته دا به هم حکومت د جیب نه ورکوي" د پاکستان د شماریاتو اداره وایي په اکتوبر کې د پاکستان برآمدات 4% کم شوي خو په مجموعي ډول په وړومبیو دريوو مياشتو کې دا 0.94% اضافه ښایي چې له وجې يې په ټول هیواد کې د برامدي صنعتونو د بندیدو خطر سيوا شوی او دې سره به په برامدي هدف پوره کولو کې مشکلات پیدا شي او په غیر ملکي اداییګيو کې د وړاندې نه موجودې ستونزی به نورې هم سيوا شي.  د شميرنې داره وایي د روان کال په وړمبیو څلورو میاشتو کې د پاکستان درامدي بل 16% کم شوی او مجموعي 21اربه ډالره درامدات شوي او تیر کال هم په دې موده کې د 25اربو ډالرو درامدات شوي وو او تیره میاشت تجارتي خساره 42% کمه شوې ده. خو اقتصادي پوهان وایي د درامداتو د کمي له امله د پاکستان برامدي صنعت ته خام مال هم راکم شوی چې منفي اثرات يې په برآمداتو او بهرنیو اداییګو هم پریوځي .

06.11.2022 ډیوه

بلوچستان:ګوادر کې وسله والو د انجونو د سکول دوتر سوځولى

 پولیس وايي دا پيښه دجمعې او د شنبې په منځ شپه د پسنۍ په سیمه کې په وارډ نمبر ۷ کې رامنځ ته شوې ده. د ځايي خلکو په وينا نامالومه وسلوالو په واده سر محله کې دانجونو د سرکاري سکول د استاذانو دوتر ته اور ولګولو چې له امله يې  په دوتر کې پراته ټول توکي وسوځيدل او د سکول ټول ريکارډ هم ايري شوى دی خو دسکول نوري خونې خوندې دي. سمیز خلک وايي چې وسلوال پر موټر سايکلو راغلی وو او له پېښې وروسته تښتيدلي دي. دسکول د یوې استاذي په مدعیت کې د پسني د پولیسو په تاڼه کې د نامالو په ضد ددې پېښې مقدمه ثبت کړل شوې ده. پولیس وايي پلټنې يې پیل کړې دي خو تر دمه دپېښې په تړاو څوک نه دی نیول شوي. د پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې . په دې نزدو کې دا دويمه پېښه ده چې رامنځته کېږي. تیره میاشت په ۱۵م اکتوبر هم دایران سرحدي پولي سره جوخت د ضلع کېچ په بلېده تحصیل کې یو شخصي سکول د نامالومو وسلوالو له لوري په بشپړ توګه سوځول شوى و. دسیمې خلکو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د سوځول شوو سکولو نو بیا رغونې ته پام وکړي. بلوچستان د تعلیم په ډګر کې شاته پاتې صوبه ده او حکومت وايي په صوبه کې تر ۱۰ لکو زيات ماشومان له سکولونو څخه دباندې دي په دوې کې تر ۶۰ فيصدي زياتې انجونه دي .

06.11.2022 ډیوه

بنګله ديش ته په ماتې ورکولو پاکستان د ټي20 نړيوال کپ سيمي فاينل ته ووتلو

پېښور ـ د ټي20کرکټ نړيوال جام دسپر12 پړاو په 29مه مهمه سيالۍکې پاکستان دبنګله ديش لوبډلې ته په پينځوو وکټو دماتې ورکولو سره نيمه پاى لوبې يا سيمي فاينل ته رسيدلى دى. داتوار په ورځ ايډيليډ کې دترسره شوې دې لوبې پچه دبنګله ديش لوبډلې کپتان شکيب الحسن وګټله او پخپله يې د بيټينګ پريکړه وکړه. دبنګله ديش لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې د اتوو لوبغاړو په سوځيدو 127منډې جوړې کړې . کله چې دپاکستان لوبغاړي بيټينګ ته ودريدل نو د 128ورکړل شوو منډو هدف يې په 19م اوور کې دپينځوو لوبغاړو په سوځيدو ترلاسه کړو. دپاکستان له لوري کپتان بابراعظم په 33 بالونو 25 او محمد رضوان په 33 بالونو 32 منډې جوړې کړې. محمد نواز په4،محمد حارث په31 او افتخار احمد په يوه منډه جوړولو وسوځيدو خو شان مسعود 24 منډې جوړې کړې او ناسوځيدلى پاتې شو. دپاکستان بولرانو کې شاهين شاه اپريدي 4،شاداب خان2 افتخار احمد او حارث روف يوه، يوه وکټه واخسته

06.11.2022 ډیوه

يو اين ډي پي:پاکستان کې دموسمي بدلون له امله د تودوخې او مړينو کچه لوړيداى شي

پېښور ـ د ملګرو ملتونو د پرمختيا پروګرام يا يو اېن ډي پي په خپل تازه رپورټ کې ويلي په راتلونکي کې په پاکستان کې د موسمي بدلون له وجې د تودوخې کچه او د مړينو شمېر زياتېداى شي۔ څيړونکي وايي دموسمي بدلون اغېزو ته پاکستان نه دى تيار او ډير مالي او ماني تاوان به ورته اوړي۔ يو اېن ډي پي دا رپورټ په داسې وخت جاري کړى چې نن د اتوار د ورځې نه د ملګرو ملتونو د موسمي بدلون په اړه کوف 27م کانفرس پېل کيږي، چې دنړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مشران به پکې برخه اخلي. د کانفرس هدف د موسمي بدلون مخنيوي د پاره ګامونه پورته کول ټاکل شوي دي۔  د يو اين ډي پي په رپورټ کې د پاکستان د يو ښار فېصل اباد مثال ورکړل شوى چې د موسمي بدلون له وجې د کال 2020 نه تر کال 2039 دوه پورې په يو لک کې 36 کسان ژوند د لاسه ورکوي ـ خو رپورټ وايي د موسمي بدلون سره دمطابقت نه پېداکولو له امله دا شمېر د يو لک په سر 67 ته رسېدلى شي۔ دې ترڅنګ به هرکال د تودوخې په کچه کې زياتوالى هم راځي۔ دموسمي بدلون په اړه پوهه لرونکى خبريال اصف مومند وايي که د موسمي بدلون مخه ونه نيول شي د پاکستان په څېر هېواد کې به ژوند تېرول ګران وي۔  "د موسمي بدلون اثر په معاشياتو کيږي، د صحت، زراعت او د ژوند هر اړخ اغېزمن کوي، دې سره به د لوږي، کډې کولو، سېلابونو، د ګرمۍ د څپو او مرګونو کچه سېوا شي" د پاکستان د موسمياتو دمحکمې وزيرې شيري رحمان د اګست په مياشت کې دقامي اسمبلۍ غونډي ته ويلي وو پاکستان د موسمي بدلون نه اغېزمن کيدونکو هېوادونو کې په نړۍ کې په اتم نمبر دى۔ پاکستان کې د اګست په مياشت کې د سېلابونو له امله د 1700 نه زياتو خلکو ژوند د لاسه ورکړي و او نزدې دوه ميلينه خلک اغېزمن شوي ديـ دې سيلابونو کې د ملک په دريوو کې يوه برخه رقبه د اوبو لاندې راغلې وه او حکومتي چارواکي وايي د 30 بيلينه ډالرو نه زيات تاوانونه اړولي دي۔ وفاقي وزيري شيري رحمان يې ويلي د سيلابونو لويې علت دموسمي بدلون اثرات دي۔ د پېښور پوهنتون د ماحولياتو د زده کړو د څانګې مشر ډاکټر نفيس محمد وايي پاکستان که يو خوا وايي چې ماحولياتي بدلون کې د نورې نړۍ په مقابله کې کمه برخه لري خو د بدلون د اثراتو مخنيوي نه کول ټوله د دې هېواد خپله ذمه واري ده ـ "د کاربن په اخراج کې د پاکستان برخه کمه ده خو د موسمي بدلون نه د رامنځته کيدونکو اثراتو مخنيوى د پاکستان پخپله غاړه دى چې څنګه به ددې له اثراتو خلک بچ ساتي او دې د پاره به پاکستان ته تابيا کول وي" د پاکستان د ماحولياتو محکمې وفاقي وزيري شيري رحمان د اګست په مياشت کې قامي اسمبلۍ ته خپله وېنا کې ويلي وو د ځنګلونو د رقبې زياتولو او د چاپيريال د خيچن والي د مخنيوي د پاره يو شمېر منصوبې لري۔ خو کوف 27 کانفرس ته د تګ نه وړاندې يې رايټرز خبري ادارې ته ويلي مونږ وړاندې هم د سيلابونو له وجې دشوي تاوان د ازالې خبره کړې ده او په دې کانفرس کې به هم دغه پېغام ورکوي۔

06.11.2022 ډیوه

سنېټر اعظم سواتى وايي په کـوټه کې ترې خپلې مېرمنې سره پټه وېډيو جوړه کړل شوې

پېښور/ اسلام اباد ـ دپاکستان دسينيټ يو سپين روبى غړى او په تير حکومت کې مرکزي وزير ښاغلى اعظم سواتى وايي په يوه کوټه کې ترې دخپلې ميرمنې سره په پټه ويډيو جوړه کړل شوې او دغه ويډيو بيا دهغه ميرمنې ته ليږل شوې ده. داعظم سواتي ويناده چې ددې ويډيو سره يې کورنۍ او دى پخپله دومره رسوا کړل شوي چې ميرمنه، لور او دکورنۍ نور غړي يې دهيواد نه وتلي او دى يې ځان وژنې ته مجبور کړى خو وايي مقابله به کوي. په ټولنيزو رسنيو دپټې ويډيو جوړولو دې عمل ته په پراخه کچه غبرګونونه ښودل شوي او په مرموزه توګه د پوځ استخباراتي ادارې په دې عمل کې ککړې بلل شوي خو پوځ لا په دې هکله څه سيناوى نه دى کړى. دخالي په ورځ يو مطبوعاتي کانفرنس ته وينا کې اعظم سواتي ويلي دا ويډيو ترې هغه مهال په کويټه کې د روم ياکوټې دننه په پټه جوړه کړل شوې ده چې دسينيټ چيرمين ده ته دسپريم کورټ دججانو دپاتې کيدو په ودانۍ کې دشپې تېرولو لپاره کوټه ورکړې وه. د پي ټي ايي سينيټر اعظم سواتي په ژړا کې رسنيو ته ويلي د هغه کورودانې ته د نامالومه نمبر څخه د دوي ذاتي ويډيو ورليږل شوې وه او تور يې پورې کړى چې دا کار پوځي وردۍ کې خلکو کړى دى. نوموړي وويل" په پوځي وردۍ کې ځناورو ته "چې دده پر ضد د بډو رشوتونو يا څه غير اخلاقى ويډيو ترلاسه نه شوه نو بيا يې دده او دده د ښځې ويډيو راوويسته" سينيټر سواتي تور پورې کړى چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو د خلکو دخولو بندولو لپاره په هر عمل لاس پورى کړى دى.  خو بل لوري ته دپاکستان دپلټنو مرکزي ادارې ايف ايي اى ياده ويډيو جعلي بللې ده او ويلي يې دي دباوري فرانزک يا کره کتنې نه معلومه شوې چې دې ويډيو کې بيلا  بيلې ټوټې رايوځاى کړل شوي او په ايډيټنګ ترې دا ويډيو راجوړه کړل شوې ده. ادارې پخپل يو بيان کې په اعظم سواتي غږ کړى چې دخپلو اندېښنو په اړه ايف ايي اى ته ليکلى درخواست ورکړي. د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د اعظم سواتي په مبينه ويډيو خيل غبرګون کې دسپريم کورټ د مشر قاضى څخه د دې معاملې د خپله انده د نوټس اخستو غوښتنه کړې ده. په ټولنيزو رسنيو د اعظم سواتي دې مبينه ويډيو باندې سخت عکس العمل مخې ته راغلى او د جماعت اسلامي سنيټر مشتاق احمد خان پخپله ټويټر پاڼه ليکلي د سپريم کورټ دانتظار کولو په پځاى سينيټ کي موجوود ټولو سياسي ګوندونو ته د سينيټر اعظم سواتي په شکايت دپارلمان د پلټنو کميټي جوړول پکار ده . سينټير مشتاق وړانديز کړى چې بايد دغه کميټي دوو اوونيو کې خپل رپورټ ايوان ته وړاندې کړي. دسينيټ چيرمين صادق سنحراني منلې ده چې کويټه کې دجج کمره کې د اعظم سواتي دپاتې کيدو تابيا هغه کړې وه. ښاغلي سنجراني ددې ويډيو په جوړيدو افسوس ښکاره کړى او ددې معاملې دڅېړلو لپاره سينيټ کې دټولو ګوندونو دپارلىماني مشرانو ګډه کميټي جوړه کړې ده. خبريال او څيړونکي مظهر عباس په ټويټر ليکلي چې د سينيټر سواتي په ويډيو حوړيدو د جمهوري او بشري حقونو فعالانو ته سترګې غړول پکار دي. هغه ليکلي دحيرانتيا خبره داده چې د واکمن ګوند مسلم ليګ نواز د سينيټر پرويز رشيد په څير تن ، څوک چې پخپله ددې ناوړه عمل نه تير شوى ،هغه هم په دې معامله غلى دى. دا په داسې حال کې ده چې سينيټر اعظم سواتى تېره مياشت وروسته له هغې په نيمه شپه کې پورته کړل شوى و چې هغه پخپل يو ټويټ کې دپوځ دسرلښکر نوم واخستو او په هغه يې نيوکې وکړې. وروسته اعظم سواتي په پوځ تور پورې کړو چې دخپلو اولادونو په وړاندې يې لوڅ کړى او ويډيو ترې جوړه کړل شوې ده خو پوځ د سواتي دغه تور ته هم څه ځواب نه دى ويلي.

06.11.2022 ډیوه

شهباز شريف:که په عمران خان شوي بريد کې زما لاس ثابت شي وزيراعظمي او سياست دواړه پرېږدم

پېښور- دپاکستان وزيراعظم شهباز شريف دتحريک انصاف ګوند په مشر عمران خان دشوي بريد او دعمران خان لخوا دلګول شوو تورونو د پلټنو لپاره دسپريم کورټ دمشر قاضي نه د فل کورټ کميشن جوړولو غوښتنه کړې ده. شهباز شريف وايي که عمران خان په هغه شوي بريد کې دده (شهباز شريف) دموجوديت په اړه ثبوت وړاندې کړو نو دى به نه يوازې دا چې خپله څوکۍ پريږدي بلکې دسياست نه به هم دتل لپاره لاس واخلي. دجمعې په ورځ دپنجاب وزير اباد سيمه کې په عمران خان د شوي بريد تور هغه په وزيراعظم، دکورنيو چارو په وزير او د پوځ په يو لوړ پوړي چارواکي لګولى دى خو دخپلو تورونو په اړه يې هيڅ ثبوت مخې ته نه دى راوړى. دخالي په ماسخوتن يو مطبوعاتي کانفرنس ته وينا کې شهباز شريف دعمران خان تورونه په سختۍ سره رد کړل او هغه يې دروغژن وبللو. تر دې وړاندې پوځ هم پخپل يو بيان کې دعمران خان تورونه رد کړي او دحکومت نه يې ددې تورونو پسر دقانوني کارروايۍ کولو غوښتنه کړې. وزيراعظم وويل" که هغه(عمران خان) سره دخپلو تورونو ثبوت وي نو بايد راوړاندې يې کړي،زه به بيا يوه دقيقه هم د وزيراعظم پاتې کيدو حق نه لرم" هغه وويل حکومت په 28م اکتوبرلانګ مارچ کې دترهګرۍ خبرادر حاري کړى و. وزيراعظم وويل عمران خان او دهغه ملګرو په پوځ داسې يرغل پيل کړى لکه دښمن چې يې کوي. خو دتحريک انصاف ګوند عمومي سکتر اسد عمر بيا دا تورونه رد کړي چې ګنې عمران خان يا ګوند يې دپوځ په اداره تورونه لګوي. اسد عمر په ټويټر ويلي په يو فرد نيوکه کول په ادارې نيوکه نه وي او عمران خان تل دپوځ د مضبوطولو خبره کړې ده. شهباز شريف دسترې محکمې د مشر قاضي نه غوښتنه وکړه چې دعمران خان لخوا دلګول شوو تورونو دپلټنو لپاره فل کورټ جوړ کړي او وي ويل عدالت چې هره پرېکړه وکړه دى به يې په ټيټ سر مني. دا په داسې حال کې ده چې په عمران خان دشوي بريد نه وروسته په ګرد هيواد کې دهغه پلويانو دقهره ډک احتجاجونه پيل کړي او تيره ورځ يې په لاهور کې دګورنر په ماڼۍ يرغل هم کړى و. په دې احتجانو کې دپوليسو او دتحريک انصاف د پلويانو ترمنځ  دوه ورځې پرله پسې دپلازمينې اسلام اباد ترڅنګ په فيض اباد سيمه کې نښتې هم شوي دي. په عمران خان دشوي بريد نه وروسته دهغه دګوند دوو مرکزي مشرانو فواد چوهدري او عمران اسماعيل دخپل ګوند دپلويانو نه سوګند اخستى و چې په عمران خان دشوي بريد بدل به اخلي خو دا يې نه وه روښانه کړې چې بدل به دچا نه اخلي؟ دتحريک انصاف ګوند فعالين زياتره پخپلو احتجاجونو کې دکورنيو چارو د وزير رانا ثنا الله او  دپوځ دسرلښکر جنرال قمر حاويد باجوه په ضد سخت شعارونه ورکوي

05.11.2022 ډیوه

د پوځ خلاف خبرو په سر حکومت د عمران خان او د هغه د ملګرو پرضد د کارروايۍ پرېکړه کړې ده

دپاکستان مرکزي حکومت د پوځ په غوښتنه دپخواني وزيراعظم عمران خان او د هغه د ګوند پاکستان تحريک انصاف دنورو مشرانو په ضد د قانوني ګامونو اخستو پرېکړه کړې ده. پاکستاني رسنۍ وايي دا پريکړه دخالي په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ ترسره شوې هغه غونډه کې شوې ده چې پکې د تحريک انصاف ګوند لخوا دپيل شوٶ احتجاجونو په مهال په اړي ګړي او د پوځ په ضد په کيدونکو ويناګانو غور او بحث شوى دى. دتحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په ځان دشوي بريد دعوه په وزيراعظم، دکورنيو چارو په وزير او يو لوړپوړي پوځي استخباراتي چارواکي کړې ده. پوځ دعمران خان دې دعوې ته سخت غبرګون ښودلى او تېره ورځ د پوځ وياندې ادارې پخپل يو بيان کې ويلي و چې داسې تورونه ورته دمنلو نه دي چې پوځ بدناموي او دحکومت نه يې غوښتنه کړې وه چې ددې بې بنياده تورونو په ضد بايد قانوني کارروايي وکړي. په حکومتي اعلاميه کې ويل شوي دي چې د پوځ دبيان په رڼا کې به دعمران خان او دهغه دملګرو پرضد قانوني کاروايي کولى شي. داعلاميې له مخې عمران خان او دهغه ملګرو چې د رياست او ادارو په ضد کومې څرګندونې کړې دي په هغې دقانوني ګامونو اخستو لپاره به د اييني او قانوني پوهانو يوه کميټي جوړولي او دعمران خان او ملګرو په ضد به يې کارروايي پيل کولى شي. اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې دتحريک انصاف داوسنيو احتجاجونو په مهال چا اړى ګړى جوړ کړى او سرکاري ودانيو او تنصيباتو ته يې زيان رسولى دى دهغوي په ضد به هم قانوني کارروايي کيږي. خو بل لوري ته تحريک انصاف ګوند دا تاثر رد کړى چې ګنې د رياست يا پوځ بدنامي يې کړې ده. د پوځ په بيان خپل غبرګون کې د تحريک انصاف ګوند عمومي سکتر اسد عمر ويلي ايي ايس پي ار په عمران خان بې بنياده تورونه لګولي دي. په ټويټر خپل بيان کې اسدعمر ويلي په افرادو کيدونکې نيوکې په ادارو نيوکې نه وي او د دوي ګوند داسې کوششونه مستردوي چې په افرادو کيدونکې نيوکې په ادارو پسې تړي. هغه پخپل ټويت کې پوښتنه کړې ده چې که د ادارې هيڅ يو غړى هيڅ  غلطي نه کوي نو بيا کورټ مارشل ولې کيږي؟ هغه ويلي عمران خان کله هم د ادارې په ضد خبره نه ده کړې بلکې مدام يې ددې دمضبوطولو خبره کړې ده. په پاکستان کې وروسته له هغې سياسي تاو تريخوالى په قهرجنو مظاهرو بدل شوى چې اوړمه ورځ دپنجاب په وزير اباد سيمه کې دعمران خان داحتجاجي لانګ مارچ په کنټينر ډزې وشوې. په دې ډزو کې پخپله پخوانى وزيراعظم عمران خان او دهغه دګوند نور 13 مشران او فعالين وژل شوي او يو تن پکې مړ شوى دى. ددې بريد نه وروسته عمران خان دهسپتال څخه دقام په نوم خپله يوه ويډيو کې تور لګولى چې په بنده کوټه کې يې څلورو کسانو د وژنې پلان جوړ کړى و او غوښتل يې چې هغه په ګجرات يا وزير اباد کې ووژني. وزيراعظم شهباز شريف دعمران خان دا تورونه رد کړي او ويلي يې دي پېښه کې ککړ تن نيول شوى او دا پېښه پنجاب کې شوې ده . شهباز شريف وايي پنجاب کې دتحريک انصاف ګوند خپل حکومت دى، هغوي دې پلټنې وکړي او هم دې دسپريم کورټ دټولو ججانو دلارې ددې قضيې اوريدنه او پلټنې وکړى شي  وايي که دهغه دحکومت لاس پکې ثابت شي نو دسياست نه به لاس واخلي

05.11.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more