ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


داقتصادي سقوط پغاړه ولاړ پاکستان شپږو میاشتو کې پخپله دفاع  638 اربه روپۍ خرچ کړي دي

داقتصادي سقوط پغاړه  ولاړ دپاکستان دخزانې وزارت وایي دغه هیواد تېرکال د جولایي نه نیولې تر دسمبر پورې شپږو میاشتو کې پخپله دفاع 638 اربه روپۍ خرچ کړي دي اؤ دبجټ خسارې پوره کولو لپاره یې دبهر نه د296 اؤ دکور دننه سرچینو نه د 1979 اربو روپو پورونه ترلاسه کړي. دخزانې وزارت منلې چې په تېرو شپږو میاشتو کې دهیواد دبجټ خساره 1683 اربو روپو ته رسېدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې رپورټونه وایي دپاکستان دبهرنیو اسعارو ذخیرې یوازې 3.5 اربه ډالر پاتې شوي اؤ  په راتلونکو څو میاشتو کې به ورته د اصل قرضو او د سود تر نهو اربو ډالرو زیاتې پیسې ستنول وي. اقتصاد پوهان په دې نظر دې چې که پاکستان غواړي دایي ایم ایف نه پور ترلاسه کړي اؤ خپل لویدلی اقتصاد بیا په پښو ودروي نو دې لپاره به ورته دنورو مهمو ګامونو ترڅنګ غیر ضروري لګښتونه هم کمول وي. دخزانې وزارت په تازه رپورټ کې ویل‌شوي چې دجولایي نه ددسمبر میاشتې پورې دپاکستان ټوله امدني 4698 اربه روپۍ پاتې شوې خو وایي په دغو شپږو میاشتو کې بیا پاکستان ټولې 6382 اربه روپۍ لګولې دي. رپورټ کې ویل شوي چې په شپږو میاشتو کې پاکستان دټیکسونو دلارې 3731 اربه روپۍ ترلاسه کړي چې دې کې دمرکز امدن 3428 روپۍ اؤ دصوبو امدن روپۍ دی. اقتصادپوهان وایي لومړی کورونا وایرس، بیا ګرانۍ او بیا په 2022م کال کې سختو سېلابونو د نړۍ یوازینی مسلمان ایټمي هېواد له شدیدو اقتصادي، سیاسي او امنیتي چېلنجونو سره مخ کړی اؤ پوځي کوتا ته یې نزدې کړی دی. پاکستان داقتصادي سقوط نه د ځان ژغورلو لپاره دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف څخه دپور دنهم قسط ترلاسه کولو لپاره ددغه نړیوالې مالیاتي ادارو سره په خبرو بوخت دی اؤ  تمه کېږي چې ددې  خبرو د کامیابۍ یا ناکامۍ پرېکړه په راتلونکو څو ساعتو کې وشي. رویټرز خبري ایجنسۍ د ګل- دوشنبې په ورځ پخپل رپوټ کې وویل، چې د ای ایم ایف پلاوی د جنورۍ له 31مې په اسلام اباد کې دی، خو وایي تر اوسه له پاکستاني چارواکو سره پر دې خبره نه دی جوړ شوی چې دا هېواد د بهرنیو پورونو د پرې کولو له ذمه وارۍ د بچ کېدو لپاره څومره پیسو ته اړتیا لري. د پاکستان حکومت په داسې حال کې د ايي ایم ایف د ځنډ ښکار پور دبيا پرځاې کولو هڅې چټک کړي چې هېواد د سخت سياسي اړي ګړي او بد اقتصادي صورتحال سره مخامخ دی. د امریکې د میشینګن پوهنتون استاد پروفیسر جان سیورسېري وایي "پاکستان د اقتصادي سقوط پر څنډه ولاړ دی" له وي او ای سره په خبرو کې هغه وویل"که همداسې بحران و حکومت به زر له نورې ډېرې زیاتې بدامنۍ سره مخ شي او کورنۍ ټولنیزې شخړې به زیاتې شي" نړیواله مالياتي اداره د پاکستان څخه غوښتنه کوي چې د تېلو، ګېس او بجلۍ نرخونه زيات کړي او د انرژۍ په برخه کې ګردشي قرضې راکمې کړي. ایي ایم ایف له حکومت څخه دا غوښتنه هم کوي چې د امريکايي ډالر د نرخ ټاکنه د پرانستي مارکيټ خوښې ته پرېږدي. دا وخت د ګېس او بجلۍ په څانګو کې دپاکستان ګردشي قرضې نزدې 4.1 ټرلينه روپو ته رسېدلې دي. د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر اشفاق حسن خان ډيوه سره خبرو کې وايي ګمان نه کوي چې د ايي ایم ایف پروګرام د بحالۍ سره به د پاکستان اقتصاد ثبات ومومي او وايي دې سره په ګراني سېوا کېږي. ښاغلي اشفاق حسن خان وايي پاکستان له به د بجلۍ، ګېس، کروندې، صنعت او ټېکس په څانګو کې پراخه اصلاحات کول اؤ خپل غیر ضروري لګښتونه کمول وي . نوموړی زياتوي چې ددې ترڅنګ به د این ایف سي د کال 2010 اېوارډ ته هم بيا کتنه پکار وي ولې چې ددغه اېوارډ لاندې د ټولو محصولاتو 60 فيصدي برخه صوبو او 40 فيصدي برخه مرکز ته ځي.

09.02.2023 ډیوه

د پاکستان او ای ایم ایف د ورغلي پلاوي د خبرو د کامیابۍ یا ناکامۍ نتیجه نن معلومېږي

واشنګټن ــــ پاکستاني چارواکي او اسلام اباد ته تللی د پیسو د نړیوالې ادارې پلاوی د قرضو په اړه تر سختو خبرو وروسته په دې لټه کې دی چې د فرورۍ تر نهمې پورې یو تړون ته له رسېدو سره له اقتصادي پلوه دې کمزوري ته نور پور ورکړي او له ډیوالیه کېدو یې وژغوري. رپوټونه وایي دا مذاکرات وروستي پړاو ته داخل شوي دي او دا پرمختګ پاکستان ته د ای ایم ایف له خوا د پورونو ورکولو د نهم قسط لپاره مهم ګڼل کېږي. تمه کېږي چې د خبرو د کامیابۍ یا ناکامۍ پرېکړه په راتلونکو څو ګنټو کې وشي. څېړونکي وایي په پاکستان کې مالي بحران او ورسره ورسره د سیاسي ناارامۍ او زیاتېدونکې ترهګرۍ له خطر سره داسې حالات مخې ته راتلای شي چې په تېرو وختونو کې بیا بیا د پوځي واکمنۍ سبب شوي دي. د امریکې د میشینګن پوهنتون د ریسرچ اینډ پالیسي انګېجمینټ د څانګې استاد پروفیسر جان سیورسېري وایي، دا شدید اقتصادي بحران "په یو داسې هېواد کې حکومت ناارامه کولای شي چې پوځ پکې اکثر د واکمنۍ لپاره له بېرکونو را وځي". رویټرز خبري ایجنسۍ د ګل- دوشنبې په ورځ پخپل رپوټ کې وویل، چې د ای ایم ایف پلاوی د جنورۍ له 31مې په اسلام اباد کې دی، خو وایي تر اوسه له پاکستاني چارواکو سره پر دې خبره نه دی جوړ شوی چې دا هېواد د بهرنیو پورونو د پرې کولو له ذمه وارۍ د بچ کېدو لپاره څومره پیسو ته اړتیا لري. پاکستان دا مهال یواځې 3.5 اربه ډالره زېرمې یا ذخیرې لري خو ټاکل شوې چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د اصل قرضو او د سود تر نهه اربه ډالرو زیاتې پیسې پرې کوي. په وروستیو میاشتو کې ګراني په دې هېواد کې تر 25 فیصده زیاته شوې ده او روپۍ د ډالر په مقابل کې د تاریخ تر ټولو ټیټې کچې ته لوېدلې ده. د پیسو د نړیوالې ادارې له پلاوي سره په مذاکراتو کې د انرجۍ په برخه کې په پاکستان باندې 14.5 اربه ډالرو قرضه هم یوه بله لانجمنه مسئله ګڼل کېږي. د میشینګن پوهنتون استاد پروفیسر جان سیورسېري وایي "پاکستان د اقتصادي سقوط پر څنډه ولاړ دی". له وي او اې سره په خبرو کې هغه وویل: "که همداسې بحران وو حکومت به ژر له نورې ډېرې زیاتې بدامنۍ سره مخ شي او کورنۍ ټولنیزې شخړې به زیاتې شي". د پاکستان د خزانې مخکیني وزیر مفتاح اسماعیل وړاندیز کړی چې هېوادونه او مالي ادارې په ګډه د پاکستان اقتصاي بحران حل کولای شي. ښاغلي اسماعیل تېره اوونۍ د بروکنګز انسټیټیوټ یوې غونډې ته وویل: "که پاکستان له ای ایم ایف څخه د قسطونو په اخیستلو کامیابه شي، له نړیوال بېنک او د اېشیا له پرمختیایي بېنکه څه پورونه واخلي، له سعودي او عرب اماراتو څه ذخیره تر لاسه کړي او شاید له چینه هم څه پیسې واخلي نو زه فکر کوم چې لږ تر لږه د ډیواله کېدو مخه نیول کېدای شي". پاکستان او ای ایم ایف په 2019م کال کې پر شپږ اربه ډالرو پور سره جوړ شوي وو، خو پر مالیاتي پالیسۍ باندې د اختلاف له کبله یې اسلام اباد ته پر یو ځای تر یو ارب ډالر د زیاتو پیسو له ورکولو ډډه کړې وه. ازاد څېړونکی عارف رفیق وایي "د پاکستان روایتي شریکان له دې هېواد سره خپلې مرستې د ټیسکونو د زیاتوالي په ګډون د ای ایم ایف د قرضو د بحالۍ او اصلاحاتو له پروګرام سره شرط ګڼي". اقتصادپوهان وایي لومړی کورونا وایرس، بیا ګرانۍ او بیا په 2022م کال کې سختو سېلابونو د نړۍ یواځینی مسلمان ایټمي هېواد له شدیدو اقتصادي، سیاسي او امنیتي چېلنجونو سره مخ کړی دی چې وایي پوځي کوتا ته یې نیژدې کړی دی.

09.02.2023 ډیوه

روس په افغانستان کې د امریکې پاتې وسلې د سیمې د امن لپاره خطر ګڼلې دي

واشنګټن ـــــ د روس د ملي امنیت شورا سیکرټري نیکولای پېټروشیف په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې وسلو په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده او ویلي یې دي چې د دغو وسلو په وسیله ناارامي د سیمې ټولو هېوادونو ته تلای شي. نیکولای پېټروشیف د چارشنبې- شورو په ورځ د افغانستان د مسئلې په اړه په پینځمه هراړخیزه غونډه کې- چې د سیمې د هېوادونو امنیتي استازو پکې ګډون کړی وو- په افغانستان کې طالبانو ته د امریکې او نېټو‌ ځواکونو ور پاته شوې وسلې د اندېښنې وړ وبللې. د روس د تاس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې نیکولای پېټروشیف په خپلو خبرو کې دعوه کړې چې بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې د اربونو ډالرو په ارزښت وسله پرېیښې ده. ښاغلي پېټروشیف ویلي: "موږ د څه باندې زرو بکتربند موټرو، عسکروړونکو ټېنکونو، په درځنونو الوتکو او هیلیکاپټرو، د سلګونه توپخانو، مارټر توپو، د ټېنک او الوتکې ضد سیسټمونو او لکونه سپکو او درنو وسلو په اړه خبره کوي چې لسګونه اربه ډالر ارزښت لري". د روس د ملي امنیت سلاکار وایي کېدای شي دا وسلې او جنګي وسایل هم په افغانستان کې دننه د بېلابېلو ډلو تر منځ د جګړو د زیاتېدو سبب شي او هم په غیرقانوني لارو په تور بازار کې خرڅ شي. پېټروشیف دا اندېښنه هم ښکاره کړې چې کېدای شي دا وسلې د نورو هېوادونو د ترهګرو ډلو لاسونو ته ورشي. وایي په دې توګه امکان لري "په افغانستان کې د ناارامۍ مرکز- چې د ده په وینا لوېدیځو هېوادونو جوړ کړی- د سیمې ټولو ملکونو ته وغزېږي". طالبانو لا په دې اړه څه رسمي جواب نه دی ویلی خو تېر کال یې هغه رپوټونه رد کړي وو چې ګوندې د بهرنیو ځواکونو پاته وسلې په پټو لارو ګاونډي پاکستان ته وړل کېږي. د امریکې د دفاع وزارت د رپوټونو له مخې امریکې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته له 2005م تر 2021م کال پورې د 18.6 اربه ډالرو په ارزښت پوځي وسایل ورکړي وو. د وي او اې د رپوټ له مخې اټکل کیږي چې د 7.12 اربه ډالرو په ارزښت پوځي وسایل چې الوتکې، ګوله بارود، پوځي موټر، وسلې، مخابراتي وسایل او نور شیان پکې شامل دي په افغانستان کې پاته شوي او د طالبانو لاس ته ورغلي دي. روس په داسې وخت په افغانستان کې د پاته بهرنیو وسلو په اړه اندېښنه ښکاره کړې چې هندوستان څه موده مخکې ویلي وو تر خپله ولکه لاندې کشمیر کې یې له وسلوالو داسې وسلې نیولې دي چې د امریکې جوړې وسلې وې او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یواځې په افغانستان کې وې. د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر چارواکو د جنورۍ پر 30مه این بي سي نیوز ته ویلي وو، چې هلته د پاکستان له ملاتړو جنګېدونکو وسلوالو سره د امریکې جوړ ایم4 او ایم16 ټوپک او نورې وسلې او مرمۍ لیدل شوې دي چې وایي هلته داسې وسلې په تېره 30 کلنه جګړه کې ډېرې لږ لیدل شوې دي. چارواکي وايي تر اوسه چې زیاتره دغه وسلې له کومو کسانو تر لاسه شوې دي هغه د جیش محمد یا لشکر طیبه ډلې دي، د دغو دواړو ډلو مرکز پاکستان په پاکستان کې ګڼل کېږي چې امریکې د ترهګرو تنظیمونو په توګه اعلان کړې دي. د کشمیر په مرکز سرینګر کې د هندي پوځ یوه ویاند لیفټیننټ کرنل ایمرون موسوي این بي سي ته ویلي، د دغو دواړو ډلو وسلوال د امریکې تر وتلو مخکې له طالبانو سره د جګړې یا روزنې لپاره افغانستان ته لېږل شوي وو. این بي سي وایي ایمرون موسوي تېر کال په یوه ایمېل کې ویلي وو، "په ډېره اسانۍ دا اندازه لګول کېدای شي چې دغه ډلې پاته وسلو ته لاسرسی لري".

08.02.2023 ډیوه

د ترکي او شام په زلزله کې د مړو کسانو شمېره د 11000 نه زیاته شوه

په ترکي او شام کې د راغلې زورورې زلزله له امله د مړو شمېره 9400  ته رسېدلې او د غورځېدلو ودانيو لاندې د ګېرو خلکو راویستلو عمل په درېمه ورځ دوام لري.

08.02.2023 ډیوه

په نیویارک کې پاکستانی نژاد پولیس افسر چې په ډزو کې زخمي شوی و وفات شو

فیاض عدید هغه وخت په نښه شو کله چې هغه او د هغه وراره د ګاړې د اخستلو لپاره د فېسبوک بازار موندنې یعنې مارکیټ پلېس اعلان ته ځواب ورکړو او دواړه د وسله والو غلو لخوا په نښه شول. د پولیسو سرچینو ترمخه هغه وخت دوي څه ۲۴ زره ډالره نغدې پېسې لرلې

08.02.2023 ډیوه

پاکستان او افغانستان د بهرنیو کرنسیو په لېږد رالېږد نوي محدودیتونه ولګول 

واشنګټن  - پاکستان او افغانستان پخپلو سرحدونو باندې د بهرنیو کرنسیو په لېږد رالېږد نوي محدودیتونه لګولي چې ترمخه یې تاجران وایي دا به د دوو ملکونو ترمنځ تجارت، د پخوا نه هم زیات اغېزمن کړي.   په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ریاست الوزرآ (صدارت عظمی) اعلان کړی چې پس د دې هېڅ څوک حق نلري چې د ائیرپورټونو د لارې "تر 5000 ډالرو زیات، او د ځمکې (سرحدونو او پولو) له لارې تر پنځو سوو (500) زیات ډالر په نقدي ډول له ځان سره وباسي."  د دې نه علاوه، طالبانو افغانستان ته د خطې د ملکونو کرنسۍ راوړل منعه اعلان کړي دي. په دې کې پاکستانۍ روپۍ او ایراني تومان هم راتلی شي، مګر ډالر د سیمې د هېوادونو په کرنسیو کې نه شمارل کیږي.   طالبانو دا فیصله هم کړې ده چې که څوک د دې اندازې نه زیات ډالر د افغانستان نه وباسي، نو سزا به ورکول کیږي. د پرېکړې ترمخه، د هر یو میلین ډالرو د لېږد سزا به یو کال قید وي، د یو میلین ډالرو نه د کمو نقدو د لېږد سزا به د هر یو لک ډالر په خاطر یوه میاشت قید، او د لک نه کښته نغده ډالر لېږدوونکي تر لسو ورځو پورې قید کېدلی شي.     بل اړخ ته پاکستان هم د خپلو سرحدونو د لارې د خارجي کرنسیو په وړلو او راوړلو پابندۍ ولګولې. د بلوچستان په سرحدي ښارونو کې ځایي تاجران وایي چې پاکستان تاجرانو ته اجازت نه ورکوي چې یو ډالر هم افغانستان ته ولېږدوي. همدا شان د چمن په سرحدي لاره باندې د پنځه لکه نه زیاتو پاکستانۍ روپیو وړل او راوړل هم منع کړی شوي دي.   افغانستان پخوا د پاکستان یو لوی تجارتي شریک ګڼل کېده، مګر اوس مهال د دغو دوو ملکونو ترمنځ د تجارت کچه ډېره راټیټه شوې ده او  د تاجرانو په باور، اوس چې د کرنسیو د لېږد رالېږد محدودیتونه هم ولګېدل، نو پس د دې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت نور نقصان هم وویني. په افغانستان کې چې طالبان بیا واکمن شول، نو د نړېوالو بندیزونو په لړ کې د افغانستان بنکي سیسټمونه هم د پابندیو سره مخ شول چې له امله یې تاجرانو ته ستونزې راپیدا شولې. طالبانو پخپل حکم کې دا هم ویلي چې افغانانو ته په کار ده پخپلۍ کرنسۍ (افغانۍ) باندې راکړه ورکړه وکړي.

08.02.2023 ډیوه

ایران وايي جنګي جهازونو دپاره د ځمکې لاندې په نویو اډو يې امریکايي بمونه اثر نه شي کولی

ارنا وویل عقاب ۴۴ په هغه مرکزونو کې شامل دی چې د ملک په مختلفو برخو کې د هوايي پوځ دپاره په تېرو څو کلونو کې جوړ کړی شوي دي

08.02.2023 ډیوه

پېښور: خواريکښ وايي ګرانۍ او بې روزګارۍ د سختو ستونزو سره مخ کړي

د اقتصادي چارو کار پوهان وايي پاکستان چې د اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی، په ملک کې د خوراکي توکيو او نورو خام مالونو د ګرانۍ سره ټوله ګراني سېوا شوې ده، عام خورايکښ وايي بې روزګاري سېوا شوې او په دياړۍ یې ګوزاره نه کيږي.

08.02.2023 ډیوه

لاهور هايکورټ د تحریک انصاف ګوند د قومي اسمبلۍ د 43 غړو د څوکو څخه لرې کولو حکم معطل کړی

لاهور هایکورټ د الېکشن کمېشن لخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند د 43 غړو د څوکو څخه لرې کولو حکم معطل کړی او په دغو خالي شوو څوکیو یې د ضمني انتخاباتو ودرولو ویلي دي چې د بل حکم پورې به دغه انتخابات نه شي کولی.

08.02.2023 ډیوه

اېچ ار سي پي: د مذهب او عقيدې د ازادۍ په اړوند د پاکستان د رياست دعوې دروغجنې دي

پاکستان کې د بشري حقونو غېر دولتي خپلواکه تنظیم هيومن راېټس کمېشن اف پاکستان ويلي چي په پاکستان کې د کال 2021،او 2022 په مهال د مذهبي ازاديو په اړوند د شوو پېښو څخه برېښي چې د مذهب او عقيدې د ازادۍ په اړه د رياستي عزم دعوې په دروغو ولاړې دي.

08.02.2023 ډیوه

د ترکي او شام په زلزله کې د مړو شمېره 9400 رسېدلې

په ترکي او شام کې د راغلې زورورې زلزله له امله د مړو شمېره 9400  ته رسېدلې او د غورځېدلو ودانيو لاندې د ګېرو خلکو راویستلو عمل په درېمه ورځ دوام لري.

08.02.2023 ډیوه

ټي ټي پي دعمران خان د وژنې دپلان دعوه دروغ بللې، وایي سیاسي خلک د دوی په نخښه نه دي

پخپل یو بیان کې دتحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني ویلي دهغوي جګړه نیغ په نیغه دپوځي اؤ استخباراتي ادارو سره ده اؤ نور سیاسي اؤ غیر سیاسي کسان اؤ ګوندونه یې تر هغې په نخښه نه دي چې له دې جګړې یې ځان په ډډه ساتلی وي

08.02.2023 ډیوه

امریکا وایي دترهګرۍ پرضد جګړه کې به دپاکستان تر شا ولاړه وي

امریکا دترهګرۍ پرضد جګړه کې دپاکستان ترشا د ودریدو هوډ ښکاره کړی دی اؤ وایي پاکستان به دترهګرۍ پرضد جګړه کې دامریکې مهم ملګری وي. دامریکې دبهرنیو چارو دمحکمې ویاند نیډ پرایس رسنیو ته د اوونیز احوال ورکولو په مهال دیوې پوښتنې ځواب کې ویلي چې امریکا به دترهګرۍ پرضد جګړه کې دپاکستان ترڅنګ ولاړه وي ځکه چې پاکستان په دې جنګ کې دامریکې مهم شرکت دار یا ملګری دی. د ډاڼ ورځپاڼې د رپورټ له مخې پاکستان کې دترهګرۍ د وروستیو پېښو په اړوند امریکایي ویاند ویلي چې ترهګري یو لعنت دی اؤ پاکستان،افغانستان اؤ هند اغېزمن کوي. دهغه وینا وه "دا هغه څه دي چې له امله یې مونږ پر ټوله سیمه خپل پام ساتلی دی" دنیډ پرایس په وینا هرکله چې دپاکستان خبره راځي‌ نو هغه دامریکا مهم شراکت دار دی اؤ له هر لحاظه شراکت دار دی. ویاند وویل دامنیتي اندېښنو له امله امریکې په دې وروستیو کې پاکستان سره د ودریدولو په هوډ خبره کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو وارې بیا دپاکستان دننه دترهګرۍ بهیر چټک شوی اؤ په 30مه جنورۍ جنورۍ دخیبر پښتونخوا سرښار پېښور کې دپولیسو دمرکز دننه جومات کې په یو ترهګریز برید کې 84 کسان وژل شوي اؤ تر 200ؤ زیان نور ژوبل شوي دي. پاکستاني چارواکي تور لګوي چې دپاکستان په خاوره دترهګرۍ پلانونه دافغانستان دننه تیاریږي ځکه چې ترهګر په افغانستان کې خوندي ځالې لري خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي بیا دپاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي دافغانستان خاوره دهیڅ یو هیواد پرضد دترهګرۍ لپاره نه کارول کیږي. په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا پولیسو دعوې کړې دي چې وسله والو ترهګرو ته نوې عصري وسلې په لاس ورغلي دي چې دهغې له امله دوي خپل بریدونه چټک کړي دي . پولیس وایي ښایي دا عصري وسلې په افغانستان کې دناټو اؤ امریکایي ځواکونو  نه پاتې شوې اؤ پاکستاني طالبانو ته په لاس ورغلي وي چې دوي پرې اوس دلته امنیتي ځواکونه په نخښه کوي. د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل مياشتني رپورټ کې وېلي چي د سږني کال د جنورۍ مياشت د کال 2018م د جولایي د مياشتې را په دې خوا تر ټولو زیاته خونړۍ پاتې شوې ده . په دغه رپورټ کې ویل شوي چې تېره میاشت په ټول هېواد کې شوو 44 ترهګریزو حملو کې 134 کسان وژل شوي دي چې تر ټولو زیاته شمېره پکې د پولیسو ده. رپورټ زياتوي چې د جنورۍ میاشت کې د ترهګرو ضد د امنیتي ادارو په عملياتو کې 52 وسله وال نيول شوي او نزدې 40 وسله وال وژل شوي دي. د رپورټ ترمخه زياتره وسله وال په پنجاب صوبه کې ګرفتار شوي خو په ترهګریزو بریدونو کې زياته مرګ ژوبله په خېبر پښتونخوا ايالت کې رامنځ ته شوې ده. رپورټ کې راغلي چې د تېر کال دسمبر میاشت په مقابله کې په سږني کال جنورۍ کې نه يوازې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګریزو حملو شمېره د 17 څخه 27 ته لوړه شوې ده بلکې ددې حملو په نتیجه کې د مرګونو شمېر هم د 17 څخه 116 ته رسېدلی دی.

08.02.2023 ډیوه

لکي مروت:دامنیتي ځواکونو عملیاتو کې د12ترهګرو د وژلو دعوه شوې ده

 امنیتي سرچینو دعوه کړې ده چې دخېبر پښتونخوا په لکي مرت سیمه کې پوځ اؤ پولیسو دترهګرو پرضد ګډ عملیات کړي چې پکې لږ تر لږه 12 ترهګر وژل شوي دي. دشورو یا چهارشنبې په ورځ دسیمې نه امنیتي سرچینو ډیوه ته ویلي د وژل شوؤ ترهګرو تعلق دتحریک طالبان پاکستان د اظهر الدین ډلې سره دی . دپاکستان پوځ په رسمي توګه ددې عملیات په اړه څه نه دي ویلي اؤ نه هم دټي پي پي له لوري کوم غبرګون مخې ته راغلی دی. سرچینې وایي دټي ټي پي‌ داظهرالدین ډلې وسله وال د دسه شنبې اؤ پنجشنبې په منځ شپه لکي مروت نه د ټانګ لوري ته په یو ګاډي کې روان وؤ چې پر دغه مهال یې دامنیتي ځواکونو سره نښته شوې ده. دسرچینو وینا ده چې د وسله والو ډزو کې پوځ اؤ پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی خو وایي پولیسو د ترهګرو ګاډی په راکټ لانچر ویشتلی چې په نتیجه کې یې 12 وسله وال وژل شوي دي. دغه امنیتي سرچینې وي او ای ډیوه سره د وژل شوؤ ترهګرو عکسونه هم شریک کړي چې په هغې کې لیدل کیږي داکثرو وسله والو مړي سوځیدلي اؤ له پیژندګلو وتلي دي. امنیتي چارواکو دعوه کړې ده چې د ټي ټي پي اظهرالدین ډله لکي مروت کې دپولیسو پرضد دترهګرۍ ګڼ شمیر پېښو کې ککړه وه اؤ دوئ تیرکال د دسمبر میاشت کې شپږ پولیس هم وژلي وؤ. دا په داسې حال کې ده چې چارواکي وایي په لکي مروت کې د وسله والو ضد عملياتو سر ته رسولو سره لارې، سړکونه او دموبایل سروس یو ځل بیا پرانستل شوي دي، خو د 26مې جنورۍ څخه پېل شوو ددې عملياتو په اړه کوم تفصیل یې مخې ته نه دی راوړی. ‎په سیمه کې امنیتي چارواکو په وروستیو کې ویلي وو د لکي مروت ښار سره نزدې په احسان پور سیمه کې د وسله والو د شتون کره معلوت ترلاسه کړی شوي چې په دې سیمه کې پټې ځالې لري او له دغه ځایه د ناامنۍ منصوبې جوړوي. ‎خو دنهې په ورځ  دلکي مروت پولیسو ویاند شاهد حمید وي او ای ډیوه ته ویلي،د «احسان پور» سیمه کې کامیاب عملیات شوي او ټوله سیمه امنیتي عسکرو په خپل واک کې اخستې ده. ‎هغه ویلي په عملیاتو کې ټوله سیمه پاکه کړل شوې او علاقې نه اضافي نفري واپس کړل شوې دہ. تحریک طالبان پاکستان د دې عملیاتو په پایله کې پاکستاني پوځ ته د مرګ ژبلو اړولو دعوه کړې. خو دغه دعوه په ازاده کچه نه ده تصدیق شوې. ‎احسان پور د لکي مروت ښار سره نزدې د کورم سیند په غاړه په څو کلوميټرہ مشتمله زرخېزه سیمه ده. ‎د سیمې خلک وایي د عملیاتو پرمهال د دغه سیمې خلک په کورونو کې بند ساتل شوي او عملیاتو کې فصلونو او ونو بوټو ته زیان اوښتی دی.

08.02.2023 ډیوه

بایډن: امریکا د روس د تیري پر ضد ده او چین سره سیالي کوي

واشنګټن  - ولسمشر بایډن وايي چې امریکا د روس د تیري پر ضد ولاړه ده او بل دا چې د چین ولسمشر شي جېن پېنګ ته يې سپینه کړې چې سیالي - نه چې جګړه - ورسره کوي. ښاغلي بايډن د نهې/سه شنبې په ورځ د کانګرس ګډې غونډې ته په کلنۍ وینا کې ووېل چې امریکا په څو لسیزو کې تر ټولو ښه وضعیت کې دی چې د چین یا بل هر چا مقابله وکړي. "خطا ونکړې--څنګه چې مونږه تېره اونۍ ویلي وو چې که چین زمونږ خود اختیاري ته خطر جوړوي نو مونږه به د ځان دفاع کوو. او مونږ کړې ده." مګر بایډن نېغ په نېغه د هغې پېښې یادونه ونکړه چې امریکا د چین یو بالون/غباره وویشتله او دعوه یې کړې چې ګني دا د چین د جاسوسۍ غباره وه. ښاغلي بایډن ووېل: "په هغو برخو کې چې د امریکا مفادات وي او د نړۍ په ګټه وي، زه ژمن یم چې د چین سره یوځای کار وکړم." په اوکراین باندې د روس د تيري په اړه ښاغلي بايډن ووېل چې د اوکراین د اولس سره ولاړ دی. د دې تقریر په مهال، امریکا کې د اوکراین سفیره هم موجوده وه او صدر بایډن هغې ته په خطاب کې وویل: "سفیرې! مونږ ستاسو د ملک په ملاتړ کې، متحد یو. مونږ به تر هغو چې ضرورت وي، ستاسو ترڅنګ اودرېدلي یو."  په نورو نړېوالو موضوعاتو باندې بایډن په عمومي توګه دا دعوه وکړه چې ګني په تېرو دوو کلونو کې جمهوریتونه پیاوړي شوي او ظالمان کمزوره شوي دي. بایډن پخپل دې کلني تقریر کې د افغانستان، پاکستان، یا د خطې د کوم بل ملک په اړه ځانګړې خبرې ونکړې. مخالف ګوند ته پیغام د خپل صدارت د دورې په دویمه کلنۍ وینا کې، صدر جو بایډن د خپلې انتظامیې اقتصادي او مالیاتي لاس ته راوړنې ډېرې یادې کړلې، او د بنیادي اډانو د جوړولو او مرمت کولو په تکمیل یې ټینګار وکړ. هغه په حزب اختلاف – رېپبلېکن ګوند – غږ وکړ چې د دې انتظامیې سره دې شریک کار وکړي. بایډن وویل: "رېپبلېکنانو ملګرو، که مونږ په تېر کانګرس کې په شریکه کار وکړی شول، نو هېڅ داسې دلیل نشته چې مونږ په دې نوي کانګرس کې هم په شریکه کار ونشو کړلی."   صدر بایډن اعلان وکړ چې پس د دې به د بنیادي اډانو په ټولو منصوبو کې صرف د امریکا جوړ شوي ودانیز مواد یا وسایل کارول کیږي. د صدر بایډن د ځینو خبرو سره رېپبلېکنانو د اتفاق په شکل لاسونه وپړکول، خو په ځینو یې بیا د هغه ستاینه ونکړه. د بایډن د وینا نه پس، د ارکنسا ګورنرې سارا سنډرز هاکبي د رېپبلېکنانو د ګوند غبرګون وړاندې کړ. هغې د صدر بایډن ځینې دعوې ناسمې وبللې او تور یې ولګاوه چې بایډن د امریکا د ګټو دپاره نشي درېدلی او امریکا یې د خطر سره مخامخ کړې ده.

08.02.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more