شاته

ایران وايي جنګي جهازونو دپاره د ځمکې لاندې په نویو اډو يې امریکايي بمونه اثر نه شي کولی

د ایران پوځ د جنګي جهازونو دپاره د ځمکې لاندې یا زمین دوز اډې په اړه په لومړي ځل معلومات څرګند کړي دي چې د امریکې بنکر بسټر نومي بمونو په ممکنه توګه مقابله کولی شي. دا خبره د ایران سرکاري مطبوعاتو رپورټ کړی دی.

ایراني پوځ د زمین دوز هوايي اډې په اړه معلومات د نهې، سه شنبې، په ورځ څرګند کړل.

د ایران سرکاري خبري ادار ارنا وویل د ځمکې لاندې پوځي اډې ته د عقاب ۴۴ نوم ورکړی شوی او د ډرون په شمول پکې هر ډول جنګي جېټ جهازونه او بمبار ودرېدلی شي.

ای اېف پي خبري اداره وايي دا معلومات نه دي څرګند کړی شوي چې پوځي هوايي اډه کوم ځای ده خو سرکاري مطبوعاتو وویل اډه په سلګونو ميټره د غرونو دلاندې ده او د امریکې د سټرېټيجېک بمونه برداشت کولی شي.

تېر کال د می په میاشت کې ایران د هېواد په مغرب کې د زاګرس غرونو دلاندې د ډرون اډې په اړه معلومات شریک کړي وو.

ایران د جنګي جهازونو د زمین دوز اډې په اړه معلومات د هوايي پوځ ورځ د لمانځل کېدو نه مخکې څرګند کړل. د خالي په ورځ به ایران د اسلامي انقلاب ۴۴ کلیزه لمانځي.

د ایران سرکاري خبري ادار ارنا وویل د ځمکې لاندې پوځي اډې ته د عقاب ۴۴ نوم ورکړی شوی او د ډرون په شمول پکې هر ډول جنګي جېټ جهازونه او بمبار ودرېدلی شي
د ایران سرکاري خبري ادار ارنا وویل د ځمکې لاندې پوځي اډې ته د عقاب ۴۴ نوم ورکړی شوی او د ډرون په شمول پکې هر ډول جنګي جېټ جهازونه او بمبار ودرېدلی شي

د نهې، سه شنبې، په ورځ په سرکاري مطبوعاتو کې شایع شويو تصویران ښښي چې د ایران د عسکري ځواکونو چیف اف سټاف مېجر جنرل محمد باقري او د پوځ مشر مېجر جنرل عبدالرحیم موسوي نوي زمین دوز اډې ته ورغلي دي.

ارنا وویل عقاب ۴۴ په هغه مرکزونو کې شامل دی چې د ملک په مختلفو برخو کې د هوايي پوځ دپاره په تېرو څو کلونو کې جوړ کړی شوي دي.

د ایران سرکاري مطبوعاتو وویل دغه مرکزونه جنګي جهازونه د هغه ډول ممکنه جارحیت مخه نیولو دپاره تیارولی شي چې امریکې او اسرایل يې په ورستي وختونو کې مشقونه کړي دي.

ای اېف پي وايي ایران هوايي پوځ زیاتره د پخواني شوري اتحاد د زمانې د روس جوړ مېګ او سخوي جهازونه لري. ایران سره د چین ځينې جیټ جهازونه هم دي چې پکې اېف سېون نومې جهازونه هم شامل دي.

د ایران د هوايي پوځ د شاه د زمانې اېف فور او اېف امریکايي جېټ هم لري.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه


د امریکا صدر جوبایډن د سټېټ اف دي یونین وینا
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00