ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د متحد عرب اماراتو ته راستنېدونکو پاکستانیانو کې د کرونا وایرس مرض زیات دی، خارجه وزارت وايي 

د خارجه وزارت ترجمانې عایشه فاروقي د وټس اېپ دلارې رویټرز خبري ادارې ته وویل چې د مسلې د حل کوولو دپاره د پاکستان او متحده عرب امارتو حکومتونو په شریکه کار شروع کړی دی

05.05.2020 ډیوه

دوه کمپنیانې وايي کرونا وایرس وېکسین یې د ازموینې دپاره امریکې ته ورکړو 

 د جانز هاپکنز یونیورسټۍ ترمخه تر اوسه په امریکا کې کرونا وایرس یو مېلین کسان بیماران کړي او د وبا له امله ۶۹۰۰۰ کسان مړه شوي دي. دا په دنیا کې د کرونا وایرس د مرګونو تر ټولو لویه شمېره ده

05.05.2020 ډیوه

په خېبرپښتونخوا کې کرونا وایرس دلاسه د مرګونو شرح د نورو صوبو په مقابل کې زیاته ده، حکومت په دې اړه تحقیقات شروع کړي

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وایرس دلاسه د خلکو د مړینې شرح هم زیاته ده. په نورو صوبو کې د دې وایرس نه د مرګ شرح د دوه فیصد نه تر درې فیصد پورې ده خو په خېبرپښتونخوا کې دا شرح د پنځه فیصد او په پېښور کې دا اته فیصد ده

05.05.2020 ډیوه

په امریکا کې د کورونا ورځنۍ پېښې ښايي دوه لکو ته ورسېږي

واشنګټن: سپینه ماڼۍ د امریکا د حکومت هغه راپورونه مهم نه ګڼي، چې د جون تر لومړۍ نېټې پورې به په امریکا کې په کوېډ ۱۹ د روزانه مړو شمېر دوه برابره زیات شي. د سپینې ماڼۍ ویاند جډ ډیړ په دې اړه په امریکا کې د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي له مرکز یا سي ډي سي سره خبرې کړې دي. یادې ادارې همدارنګه اټکل کړی چې په جون میاشت کې به په امریکا کې د کورونا وایرس د نویو پېښو شمېر روزانه دوه لکو ته ورسېږي کوم چې دا مهال شاخوا ۲۵۰۰۰ دی.‌ دغه معلومات په هغه حکومتي چارټ کې راغلي کوم چې د بیړنیو حالاتو د ادارې لخوا چمتو شوی او د ګل یا دوشنبې په ورځ د امریکا معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټایمز چاپ کړی دی.‌ د سپینې ماڼۍ ویاند ډیړ د ګل په ورځ په یو بیان کې ویلي، "دا نه د سپینې ماڼۍ سند دی، نه د کورونا وایرس کاري ځواک ته وړاندې شوی او نه هم د ادارو ترمنځ د تایید لپاره وړاندې شوی دی. هغه وړاندې وویل، دغه مالومات د کاري ځواک د مالوماتو پر څېړنې نه دی چمتو شوي. ده زیاته کړه، "د امریکا د خلکو روغتیا د ولسمشر له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او دا به همداسې دوام ولري په داسې حال کې چې مونږ د محدودیتونو د نرمولو د هلو ځلو څارنه کوو." د حکومت په راپور کې وړاندې راغلي دي، چې په څلورو اونیو کې په امریکا کې د کورونا وایرس د روزانه مړینو شمېر ۳۰۰۰ ته ورسېږي کومه شمېره چې دا مهال د ټایمز په وینا ۱۷۵۰ ته رسېږي. د کورونا وایرس په اړه په بل ماډل کې کوم چې مخکې د سپینې ماڼۍ لخوا خپور شوی وو هم تر اګسټ پورې د کورونا وایرس د پېښو او مړینو د زیاتوالي اټکل شوی.‌ په واشنګټن پوهنتونو کې د روغتیايي شمېرو او ارزونې مرکز اټکل کړی چې تر اګسټ پورې به په امریکا کې له کورونا وایرس څخه د مړو شمېر له ۱۳۴۰۰۰ څخه زیات شي. دا په داسې حال کې چې دوی تېره اونۍ دغه شمېره ۷۲۰۰۰ یاده کړې وه. څېړونکي وايي، دغه آټکلونه د هغو حقیقتونو په پام کې نیولو سره شوي چې په هېواد کې د ټولنیز واټن ساتلو په مسله کې نرموالی راغلی. بل پلو جنوبي کوریا د نهې یا سې شنبې په ورځ یواځې د دریو نویو پېښو راپور ورکړی. همدا ډول د فوټبال لیګ سیالۍ پکې په داسې توګه پیل شوي چې لوبغالو ته به ننداره چییان نه ورځي. دوه میاشتې دمخه به په جنوبي کوریا کې هره ورځ د کورونا ۵۰۰ نوې پېښې زیاتېدلې خو کلک تدابیر یې ونیول او ان د په مبایلونو کې یې داسې اپلېکېشنونه وکارول چې خلکو ته پکې د کورونا د نږدې پېښو په اړه مالومات ورکول کېدل. په ټوله نړۍ کې د کورونا د وبا له امله ورزشي لوبې هم ځنډېدلي دي ځکه له خلکو غوښتل شوي چې په کورونو کې پاتې شي. تمه ده د امریکا د فوټبال لیګ سیالیو لپاره به هم د نهې یا سۍ شنبې په ورځ مهال وېش اعلان شي خو پرېکړه یې کړې چې په لندن او مکسیکو کې به لا لوبې نه کوي. په نیوزیلېنډ کې هم حالات ښه شوي. دا دوهمه پرلپسې ورځ وه چې پکې د کورونا یوه نوې پېښه هم رپوټ نه شوه. لومړۍ وزیره جسیندرا اردرن یې د نهې په ورځ د اسټرالیا له مشرانو سره په دې پلان خبرې کولې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سفرونه بیا پیل شي. د ګل یا دوشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې په مشرۍ هڅو کې له ټولې نړۍ څخه تر اته بیلینه ډالرو زیاتو پیسې برابرې شوې دي چې د کوېډ ۱۹ په واکسین او درملنې به ولګول شي. د کابو ۴۰ هېوادونو او وګړو لخوا د مرستو ژمنې وشوې چې په هغو کې یو بیلین ډالر له اروپايي ټولنې، یو بیلین له ناروې، ۸۰۰ میلینه له جاپان او د ۵۰۰ میلینه نورو ډالرو ژمنه د فرانسې، سعودي عربستان او جرمني لخوا وشوه. د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او د کورونا وایرس په وړاندې جګړه کې د نړیوالو د همغږۍ نښه وبلله او دا کار یې وستایه. د ډبلیو اچ او مشر تیدروس ګبریاسس وویل، "دا وایرس به له مونږ سره تر ډېره وخته وي او مونږ باید سره یوځای شو او داسې وسیلې سره جوړې کړو چې دې وایرس ته ماته ورکړو." په دغه بهیر کې امریکا کې ګډون نه وو کړی او د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون وویل، ده له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره په دې اړه خبرې وکړې او دی ډاډه دی چې امریکا به له دې هڅو سره ملګرې شي. په ګرده نړۍ کې له ۳.۶ میلیونو زیات خلک په کورونا اخته او تر دوه نیمو لکو زیات یې مړه شوي دي.  

05.05.2020 ډیوه

صوبو ته اختیارات ورکوونکی 18م ايیني ترمیم او په دې اړه د واکمن تحریک انصاف د وزیرانو خبرې

فرحت الله بابر تېره میاشت د وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل "دا لمړی ځل نه دی چې په ۱۸م ائيني بدلون اعتراضونه کيږي، او د دې هغه خلک مخالفت کوي او اعتراضونه پرې کوي د چا چې د دې ائيني بدلون د لارې د ګټو ترلاسه کولومخه نيول شوې ده"

05.05.2020 ډیوه

د صحت نړیواله اداره: امریکا کوم شواهد نه دي ورکړي چې کرونا د وهان د ليبارټرۍ نه خواره شوي

د صحت نړيوالې ادارې ويلي امریکې تراوسه پورې داسې کوم شواهد نه دي وړاندې کړی چې کرونا وايرس د چين په وهان ښار کې د ليبارټرۍ نه خواره شوي دي ځکه دا تراوسه يوه دعوه ده.

05.05.2020 ډیوه

پاکستان: کرونا وايرس نور ۲۴ تنه مړه کړي، د اغېزمنو شمېره د ۲۱زرو نه اوښتې

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا وايرس نور ۲۴ تنه مړه کړي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس له امله د مړو شمېره ۴۸۶ ته رسېدلې ده.

05.05.2020 ډیوه

پاکستان: د ۲۱۶ ډاکټرانو په شمول ۴۴۴ طبي کارمندان کرونا وهلي

د مرکزي حکومت له خوا خپرو شوو دغه معلوماتو تر مخه په متاثره خلکو کې لویه شمیره په خېبر پښتونخوا کې ده.‌ چرته چې ۱۰۳ هغه کسان کرونا ناروغه کړی چې په هسپتالو کې کارکوي او یا ډاکټران دي.‌

04.05.2020 ډیوه

کرونا وايرس: پاکستان کې د يو کروړ نه زيات خلک بې روزګاره شوي

پاکستان کې بېلا بېل مطبوعاتي رپورټونه وايي کرونا وايرس په هيواد کې د يو کروړ نه زيات خلک بې روزګاره کړي، او که په دې رنځ قابو ونه موندل شوه نو دا شمېره به د څلور کروړه نه هم زياتېږي. د پاکستان د جامو جوړولو يا ټېکسټايل د سازمان ال پاکستان ټېکسټايل اېسوسي اېشن مرستيال مشر شېرزاده خان وايي کرونا وايرس او لاک ډاون په کروړونو کورنۍ د لوږې او غربت سره مخ کړي دي. نوموړي وي او ای ډيوه ته وويل د يو کروړ پينځويشت لکو نه زيات مزدورانو ته د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې تنخواګانې ورکړل شوي او بيا کمپنيو له کارونو لرې کړي.  په پاکستان کې ګيلاني ريسرچ فاؤنډېشن په خپله يوه څېړنه کې ويلي د کرونا وايرس له امله په هېواد کې د ۸۴ فيصده خلکو امدن کم شوی، ۶۸ فيصده خلکو ويلي روزګار يې ختم شوی او ۱۴فيصده خلک وايي کارونه يې ودرېدلي دي. هم دا راز د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ د وزارت له خوا جاري شوي رپورټ کې ويل شوي د کرونا وايرس له امله د يو کروړ ۸۰ لکه خلکو روزګار د خطر سره مخ شوی. د ياد وزارت مرکزي وزير اسدعمر ويلي په يوه مياشت کې د پاکستان امدن ۱۱۹ اربه روپۍ کم شوی دی. د اقتصادو ماهر وکيل رحمان وايي کرونا وبا د نړۍ په رنګ د پاکستان اقتصاد هم اغېزمن کړی دی او دا به په راتلونکي وخت کې په بې روزګارۍ او غربت کې د نور زياتوالي سبب جوړېږې. په پاکستان کې د کرونا وبا وروستو مرکزي بېنک د سود په شرح کې کمی راوستی دی او د کارخانه دارو لپاره يې د قرضو اعلان هم کړی. بل اړخ ته د حکومت له خوا د احساس پروګرام لاندې د بې وسه او غريبانانو خلکو لپاره د نقدو مرستو لړۍ هم روانه ده. د اقتصادو ماهرين وايي د کرونا وايرس وروستو پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف، نړيوال بېنک او ايشيايي پرمختيايي بېنک نه درې اعشاريه درې اربه ډالره مرستو ترلاسه کولو کې کامياب شوی. د دې ترڅنګ اي اېم اېف ته د قرضو واپسي هم د يو کال لپاره ځنډول شوې ده. ماهرين وايي په نړيوال مارکيټ کې د تېلو نرخونو د کمېدو وروستو د پاکستان درامدي بل به هم راکم شي او په ملکي اقتصاد به مثبت اثر پرېوځي.

04.05.2020 ډیوه

وزیر اعظم عمران خان وايي لاک ډاون ختموي خو نېټه یې نه ده اعلان کړې

د پاکستان د منصوبه بندۍ او ترقۍ وفاقي وزیر اسد عمر د اتوار، یکشنبې، په ورځ ویره څرګنده کړه چې په هېواد کې د کرونا وبا په خاطر د روان لاک ډاون له وجې تر اتلس میلینه پورې خلک بېروزګاره کېدی شي

04.05.2020 ډیوه

په هندوستان او یو شمېر نورو کې د کورونا وروستی حال

واشنګټن: هندي چارواکو ویلي، په دغه ګڼ مېشته هېواد کې به لاک ډاون چې د ګل په ورځ پای ته رسېدلی دوه اونۍ نور هم وغځول شي. په هندوستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۴۲۰۰۰ څخه زیات شوی او شاخوا ۱۴۰۰ کسان ترې مړه شوي دي. په نیوزیلنډ کې د مارچ له نیمایي راهیسې د لومړي ځل لپاره د ګل یا دوشنې په ورځ د کورونا یوه نوې پېښه هم نه ده رپوټ شوې. نیوزیلنډ د کورونا په وړاندې د پام وړ ښه پرمختګ کړی چې د کورونا ټولې پېښې پکې ۱۵۰۰ او یواځې ۲۰ کسان پکې مړه شوي دي. خو په دغه هېواد کې زیاتره ښونځي، دوکانونه او رسټورانټونه لا تر اوسه هم بند دي. په ایټالیا کې هم د ګل په ورځ د ځینو کارخانو او رغنیزو چارو د بیا پېلدو لړۍ پيل شوې ده. خلکو ته به د ګرځېدو او د خپلوانو د لیدلو اجازه وي او له رسټورانټونو څخه به خلک کورونو ته د خواړو د وړلو اجازه ولري. په ایټالیا کې تر ۲۱۰۰۰۰ زیات کسان په کورونا اخته او کابو ۲۹۰۰۰ یې مړه شوي دي. روغتیايي چارواکو یې د یکشنبې یا اتوار په ورځ د ۱۷۴ نویو پېښو خبر ورکړی چې دا په تېرو دوو میاشتو کې تر ټولو لږه شمېره ده. په مالیزیا کې هم د ګل یا دوشنبې په ورځ کاروبارونه پیل شوي دي او په لاک ډاون کې چې د مې په ۱۲ نېټه پای ته رسېږي نرموالی راوستل شوی. په جاپان کې بیا تمه ده لومړی وزیر شینزو ابې په هېواد کې لږېدلی بیړنی حالت ددې میاشتې تر پایه پورې وغځوي. په جاپان کې د کورونا ۱۵۰۰۰ پېښې رپوټ شوې او ۵۰۰ کسان مړه شوي دي. د کورونا واکسین: دا مهال د کورونا په واکسین باندې زیات غور کېږي چې د او ډبلیو اچ او په خبره په بیلا بیلو هېوادونو کې یې شمېر ۹۰ ته رسېږي. خو دا واکسینونه باید د خوندیتوب او اغیزې له پلوه وازمایل شي مخکې له دې چې د عامو خلکو لپاره تولید شي. روغتیايي چارواکي وايي، دا کار ښايي له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو پورې وخت ونیسي. د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د یکشنبې یا اتوار په ورځ ډېر خوشبینه وو چې ددې کال تر پایه پورې به یو واکسین تیار شي. په ټوله نړۍ کې د کورونا پېښې له درې نیم میلیون څخه زیاتې شوې او د مړو شمېر یې نږدې دوه نیمو لکو ته رسېدلی.

04.05.2020 ډیوه

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي:طالبان دې بشردوستانه اوربند ومني 

دافغانستان ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي نن د دوشنبې په ورځ دخبري کنفرانس پرمهال یوځل بیا پرطالبانو غږ وکړ چې کرونا وایرس جدي وګڼي او له دې وایرس څخه د رامنځته کیدونکي انساني ناورین دمخنیوی لپاره دې بشردوستانه اوربند وکړي

04.05.2020 ډیوه

ټرمپ: په امریکا کې ښايي یو لک کسان له کوېډ ۱۹ څخه مړه شي

واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هغه شمېره لوړه کړې ده چې ده ویلي وو ښايي په امریکا کې په کوېډ ۱۹ باندې مړه شي او د زیاتو اقتصادي‌ مرستیو ژمنه یې وکړه په داسې حال کې چې د هېواد د نورو برخو د پرانېستلو تکل لري. ټرمپ له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل، "مونږ ښايي له ۷۵، ۸۰ څخه واخله تر سلو زرو پورې کسان له لاسه ورکړو. دا یوه ویرونکې خبره ده." تېره اونۍ هغه ویلي وه چې په امریکا کې له کورونا وایرس څخه ښايي د ۶۰۰۰۰ او ۷۰۰۰۰ ترمنخ کسان مړه شي.‌ په داسې حال کې چې سنا یا سېنېټ د ګل یا دوشنبې په ورځ سره راټولېږي، ټرمپ وویل، حکومت به اوسنۍ د درې بیلینو بیړنۍ مرسته دوه برابره زیاته کړي.‌ تر اوسه پورې دغه ډول پیسیې وړو کاروباورنو، روغتونونو ته د وسایلو په برابرولو او امریکایانو د پیسو په ورکلو باندې وېشل شوې دي. ټرمپ وویل، نورې مرستې هم راروانې دي. د سېنېټ د اکثریت مشر میچ مکانل وویل، د هغه خونه په کوېډ ۱۹ باندې د کار د دوام او نورو بیړنیو چارو لپاره کار ته راستنېږي. مکانل په یوې اعلامیې کې ویلي، "زمونږ په ټول هېواد کې کارکونکي امریکایان په مهمو سکټورونو کې د پوهانو پر سپارښتنو عمل کوي او د کارونو د بیا پیلېدو پر وخت نوي احتیاطي تدابیر په پام کې نیسي او د هېواد لپاره اړین کارونه ترسره کوي. له دوشنبې یا ګل ورځې څخه به سېنېټ هم همداسې وکړي." د استازو د جرګې یا هاوز اف ریپرېزینټیټیو مشرانو تر اوسه داسې کوم پلان نه دی اعلان کړی خو د پلازمېنې له روغتیا پالانو یې غوښتي چې ددې کار لپاره ورسره سپارښتنې شریکې کړي. امریکا په ټوله نړۍ کې له بل هر هېواد څخه زیاته ځپل شوې ده. په امریکا کې نږدې ۱۲ لکه کسان په کورونا وایرس اخته او شاخوا ۶۹۰۰۰ کسان ترې مړه شوي‌ دي. روغتیايي چارواکو اندېښنه څرګنده کړې ده چې یوشمېر امریکایان له یو او بل څخه د فاصلې ساتلو مسلې ته پام نه کوي په داسې حال کې چې په ځینو برخو کې لا تر اوسه د کورونا په پېښو کې کموالی نه دی راغلی. سر له نن څخه به د امریکا په یو شمېر نورو ښارونو کې هم کاروباورنه پرانېستل کېږي خو دا محدودیتونه به وي چې په راسټورانټونو او سټورونو کې باید له یو څرګند شمېر څخه خلک زیات نشي. د نهې یا سې شنبې په ورځ به د امریکا له ۵۰ څخه تر ۳۰ زیاتو ایالتونو کې د پرانېستلو یو نه یو ډول تجربه کوي.‌ دا د ټرمپ لپاره یو له لومړیتوبونو څخه دي ځکه د اقتصادي کارونو له بندېدو سره په میلیونونو امریکایانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي. خو لا تر اوسه یو ایالت هم د سپینې ماڼۍ په هغې لومړنۍ لارښونې عمل نه دی کړی چې هغه ایالتونه باید بېرته پرانېستل شي چې دوه اونۍ په پرلپسې توګه پکې د کورونا پېښې کمې شوې وي.

04.05.2020 ډیوه

وزيرستان: د عارف وزير د مړينې وروسته فضا غمجنه، د واڼه بازار نن هم تړلی پروت دی

د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې د جمعې په ماښام چې عارف وزير ويشتل شوی له هغې وروسته د واڼه بازار تړل شوی پروت دی او د وزير د مړينې وروسته نن هم د وزیرستان فضا غجمنه ده.

04.05.2020 ډیوه

 د ۱۰۰ نه زیاتې ډلې کرونا وایرس دپاره د وېکسین موندلو کوښښونه کوي

په چین، امریکا، برطانیه او جرمني کې د کرونا وایرس د وېکسین ځېنې ابتدايي ارموینې شروع شوي دي. امکان دی چې د می او د جولايي ترمنځ موده کې هب په ځینو نورو ملکونو کې هم په انسانانو د وېکسین ازموینې شروع شي

04.05.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more