ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د امریکې د کانګرس غړي الهان عمر د خارجه چارو د کمېټۍ نه ووېستل شوه

د ايوان سپيکر کيون ميکارتي د خپل ګوند د نوي منتخب شوو اکثريتي غړو د قرارداد ملاتړ وکړو چې د صومالي نژاد مسلمانې الهان عمر نوم د يادې کميټۍ نه لرې کړي خو ځينې ريپبليکن غړو په دې عمل د خپلو تحفظاتو څرګندونه وکړه

03.02.2023 ډیوه

سيند هايکورټ: "پاکستان نړيواله يتيم خانه نه ده چې افغانان به ساتي"

د پاکستان د سيند صوبې ستر عدالت [هايکورټ] د افغان بشري حقونو د فعالانو او ښځو، ماشومانواو ناروغانو سره د سم چلند کولو په اړه خواست باندې اورېدنه کې ويلي، "پاکستان نړيواله يتيم خانه نه ده چې افغانان به ساتي/ يا پالي".

03.02.2023 ډیوه

چارسده کې په وړومبي ځل جوماتونو نه دبدامنۍ پرضد اؤ دامن په پلوۍ داحتجاجونو اعلانونه شوي دي

په پېښور کې د جمعې پهه ورځ د اېپکس کمېټۍ غونډې ته په وينا کې شهبازشریف وويل، په 30 جنورۍ چې د پېښور په پوليس لاين کې په جومات کې نمونځ کوونکي وژل شوي وو، دا افسوسناکه پېښه وه ترهګر د چيک پوستې نه تېر شوی او جومات ته رسېدلی، ټول قام غمجن دی او پوښتنه کوي چې د ترهګرۍ د ختمېدو وروسته دا پېښه څنګه وشوه؟

03.02.2023 ډیوه

کراچۍ کې داحمدي ټولنې دبلې عبادتخانې مینارې رانړول شوې دي

په پاکستان کې د مذهبي لږکیو د حقونو په سرغړونو ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې، ډلې او امریکا هم اندېښنې ښايي او امریکا په دې وروستیو کې د پاکستان نوم د بشري حقونو او دمذهبي لږکیو د حقونو څخه د سرغړونو لپاره د نړۍ په کچه د بدنامو لسو هېوادونو په نوملړ کې اچولی دی

03.02.2023 ډیوه

د شمالي وزيرستان کډوال وايي په ابايي سیمو کې یې کورونه وران دي چې ستانه شي کوم ځای به ژوند کوي

د خېبرپښتونخوا د شمالي وزيرستان ضلعې نه د ضرب عضب پوځي عملياتو په مهال کډوالې شوې کورنۍ بيرته ليږل کيږي، په صوبه کې د افتونو په وخت د انتظام اداره پي ډي ایم اې وایي دا هغه کورنۍ دي چې د تېرو پړاوونو څخه پاتې شوي دي.

03.02.2023 ډیوه

امريکا د ګوانتنامو بی پاکستانی قيدي ماجد خان بيليز جزيرې ته ولېږلو

د پینټاګان د بيان تر مخه امريکا د بيليز حکومت او نورو شراکت دارانو د ملګرتيا د کوښښونو ستاينه کوي کوم چې د قيديانو په شمېر په ذمه دارانه توګه په کمولو کې مرستې کوي چې په پايه کې به يې هدف د ګوانتنامو بی بندول وي

03.02.2023 ډیوه

شهباز شريف: د وخت ضرورت دی چې سیاسي او مذهبي مشرتابه رایو ځای شي د ترهګرۍ مقابله وکړي

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف وايي، "د وخت ضرورت دی چې مرکز او صوبې او سياسي، مذهبي مشرتابه را يوځای شي، چې خپل اختلافات شاته کړي او د ترهګرۍ د ناسور مقابله وکړي".

03.02.2023 ډیوه

پنجاب کې دچین وګړو ته ویل شوي چې خپل حفاظت لپاره دې د شخصي امنیتي کمپنیو خدمات ترلاسه کړي

دا وخت پولیس د ترهګرې سره مخ دي. په خاصه توګه د خیبرپښتونخوا پولیس ددې څومره جوګه دې چې د خپل حفاظت ترڅنګ د عام ولس حفاظت هم وکړی شي؟ په دې اړه د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخوانی مشر اختر علې شاه وی او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، پولیس تر ډیر حده د عصرې اړتیاو سره سم کړی شوي دي

03.02.2023 ډیوه

دپاکستاني استازي بیان ته په رسنیو سخت غبرګون،پاکستان وایي له خپل استازي یې وضاحت غوښتی

پروفیسر ډاکټر سهیل خان ډیوه ته وایي، پښتنې میرمنې تل نارینه و سره د ژوند هره برخه کې اوږه په اوږه پاتې شوې دي. څیړونکی او تاریخ پوهه حیات روغانی وايي په تاریخي توګه کله هم پښتنو خپلې میرمنې د زده کړو نه نه دي منعې کړې

03.02.2023 ډیوه

وزیراعظم شهباز شریف: د ايي اېم اېف شرایط د "تصورنه بهر" دي خو حکومت به یې مني

رپورټ وايي ايي اېم اېف د پاکستان نه غواړي چې ټېکسونه یا مالیا زیاته کړي او په ځینېو شیانو سبېډي یا د حکومت ریاعت ختم کړي، خو پاکستان تر اوسه دغه شرطونه نه دي منلي او ویره لري چې په اکتوبر کې د کېدونکو انتخاباتو نه مخکې به ولس د دغو شرطونو مخالفت وکړي او حکومت به مقبولیت بېلي

03.02.2023 ډیوه

پاکستان: د افغان موقتي حکومت نه د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې د مرستې تمه لرو

پاکستان ويلي په افغانستان کې د واکمنو طالبانو "د موقتي حکومت نه تمه لري چې د ترهګرۍ د مخنیوي په لړ کې د پاکستان مخلصانه همکاري وکړي او کابل په دغه برخه کې د نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي".

03.02.2023 ډیوه

کوهاټ: ټرېفکي پېښه کې 18 تنه مړه شوي

د خېبر پښتونخوا په کوهاټ ضلع کې د مسافرو د یو ګاډي (کوچ) او ټرالر په ټکر کېدو له امله  18 کسان مړه شوي دي چې پکې دوه زنانه او دوه ماشومان هم شامل دي.

03.02.2023 ډیوه

د پاکستان وزيراعظم د مهمو چېلنجونو په موضوع ټول ګونديز کانفرنس بللی

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف په اوومه فرورۍ د مهمو چېلنجونو په موضوع ټول ګونديز کانفرنس بللی او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان په ګډون یې ټولو سياسي ګوندونو ته په کانفرنس کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

03.02.2023 ډیوه

افغان ښځينه قاضيانو او قانون پوهانو چې د جمهوريت سېمبول منل کېدې په سپېن کې پناه موندلې

واشنګټن - د ميډرېډ ښار په يو لوبغالي کې پخوانۍ افغانه پراسيکيوټر عبيده شرر خپل زوی په ټال ځنګوي خو مطمينه ده چې د طالبانو د واک نيولو وروستو هغه د افغانستان نه وتښتېدله او په سپېن کې يې سر پناه موندلې. اغلې شرر د نولس نورو پراسيکيوټرانو سره ميډرېډ ته تللې او په دغه هېواد کې یې سياسي پناه موندلې څوک چې په پاکستان کې نزدې يو کال بې اسرې ناسته وه ځکه په ياد هېواد کې ورته د کډوالۍ اسناد نه ورکول کېده. هغې ته ځان په دې بد ښکاري چې پخپله خوشحاله ده خو د وطن نورې ښځې يې کړيږي. شرر وايي “اکثريت افغانې ښځې او جينکۍ حق نه لري چې تعليم وکړي لا په ټولنه کې مقام ولري. ښځې سينګار ځايونو ته نه شي تللی. زه نه شم خوشحالېدلی”. په افغانستان کې ټولې ازادۍ يو دم ختمې شوې د کله نه چې طالبانو واک ونيولو او د خپلې خوښې سخت دريځه اسلام يې په ټولنه وروتپلو. طالبانو اکثريت ښځې کارمندانې د روزګار کولو نه منع کړي او تېر کال يې په ښځو او جينکو د سکول او پوهنتون ويلو بندېز لګولی. د شرر او د هغې د همکارانو کار په افغانستان کې خطرناک وو ځکه ښځينه ججانې او پراسيکيوټرانې په دومداره توګه ګواښلې کېدلې او په دې په نخښه وې چې هغوی د سړو خلاف مقدمې کولې څوک چې په جنسي تېريو او جرمونو او مرګونو کې ککړ وو. هغه د 32 ښځو قاضيانو او سرکاري وکيلانو نه يوه وه چا چې افغانستان پرېښود او بيا په پاکستان کې د يو کال پورې بنده پاتې شوه. يوه بله سرکاري وکيله چې خپل پوره نوم د دې ويرې نه ښيي چې پېژندګلو به يې ژوند ته خطر پېښ کړي او يواځې په ايس ايم ځان پېژندل غواړي په ښځو او ماشومانو د تشدد د قانون ماهره ده او وايي: “زه په خپل ولايت کې يواځينۍ پراسيکيوټره وم. ما ته طالبانو او په جرمونو کې ککړو خلکو دړکې راکولې څوک چې ما جېل ته لېږلي وو”. خو اوس هغه او د هغې کورنۍ په سپېن کې ده او ډېرې افغانانې وايي غربي نړۍ او تنظيمونو دوی بې اسرې پرېښودلې.  ايګنيشيو روډريګويز چې يو اسپانوي قانون پوه او د څوارلس قانون پوهانو د ټولګي مشر دی چې د دې افغانانو ښځو وکالت کوي وايي دا افغانانې د جمهوريت د کاميابۍ څېره وه خو چا پرې نه ښودلې. یادونه:- د دې رپوټ معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍاخیستل شوي دي.

02.02.2023 ډیوه

چارسده:پولیسو سره نښتو کې څلور وسله وال وژل شوي دي

پولیس وایي د چارسدې په «نسته» اؤ «پړانګو» سیمه کې پولیسو سره په نښتو کې څلور وسله وال ورانکاري وژل شوي اؤ یو تن بل نیول شوی دی. د زیارت- پنجشنبې په ورځ دچارسدې د ضلعي پولیسو ویاند ښاغلي صفي جان رسنیو په لیږلي بیان کې ویلي دچارسدې دنستې په ګوجر اباد سیمه کې پولیسو دشکمنو کسانو د شتون اطلاع ترلاسه کړې وه اؤ کله چې پولیس دهغوي نیولو پیسې سیمې ته ورسیدل نو شکمنو کسانو پرې ناتاره ډرې پیل کړې. هغه ویلي په دغه مهال پولیسو هم په ورانکارو ډزې کړي اؤ کله چې له ډزو وروسته پولیسو د لټونې عملیات وکړل نو د دریوؤ کسانو مړي ورته په لاس ورغلل. هغه وایي د ورانکارو نه پولیسو ته خودکارې وسلې هم په لاس ورغلي دي. په عین حال دچارسدې پولیس وایي په دپړانګو پولیس تاڼې په شابړه سیمه کې یې هم د وسله والو سره نښته شوې چې پکې یو وسله وال وژل شوی اؤ دیاسر په نوم بل تن نیول شوی دی. پولیس وایي د وسله والو په ډزو کې دپولیسو موبایل هم زیان رسیدلی رسیدلی خو پولیسو ته پکې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې. دچارسدې دپولیسو مشر یا ډي پي او سهیل خالد پخپل بیان کې ویلي دچارسدې پولیس د ترهګرو اؤ هر رقم ورانکارۍ په وړاندې چمتو اؤ بیدار ویښ ولاړ دي اؤ هیچاته فرصت ورنه کړي چې د ولس د سرومال ته زیان ورسوي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې په پولیسو بریدونه چټک شوي اؤ د دوشنبې یا ګل په ورځ هم دپېښور پولیس لاین جومات کې په ترسره شوي یو ځانمرګي برید کې 102 کسان وژل شوي اؤ تر 200 زیات نور ژوبل شوي چې زیاتره پکې پولیس دي. د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل مياشتني رپورټ کې وېلي چي د سږني کال د جنورۍ مياشت د کال 2018م د جولایي د مياشتې را په دې خوا تر ټولو زیاته خونړۍ پاتې شوې ده او د راپور تر مخه تېره میاشت په ټول هېواد کې شوو 44 ترهګریزو حملو کې 134 کسان وژل شوي دي چې تر ټولو زیاته شمېره پکې د پولیسو ده.

02.02.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more