ملګروملتونو او جرمني د بشري حقونو د سرغړونو برخه کې د حساب ورکونې په اړتیا ټینګار کړی
افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
سره صلیب کمیټه: شپږ میاشتو کې مو ۱۲ زره بندیانو ته درې وخته خواړه برابر کړي
د سره صلیب نړیوالې کمیټې افغانستان کې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د خپلو فعالیتونو په اړه په یو راپور کې ویلي، چې مرستو ته اړو افغانانو ته د روغتیا په برخه کې د خدمتونو د برابرولو ترڅنګ یې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې ۱۱ زندانونو کې ۱۲ زره بندیانو ته هم درې وخته خواړه برابر کړي دي.
د طالبانو مشر د رسنیو پر نوي قانون غور کوي
په افغانستان کې د رسنیو د قانون په اړه د دوو کلونو ابهام او پر ازادو رسنیو له سختو محدودیتونو وروسته، د طالبانو د حکومت چارواکو د افغانستان د رسنیو د نوي قانون مسوده د خپل مشر د تائید دپاره وړاندې کړې ده.
ټرمپ په جورجیا ایالت کې چارواکو ته د ځان سپارلو وروسته په ضمانت خوشې شو
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنحشنبې په ماښام اګست ۲۴ (وږي دوهمه) د جورجیا په ایالت کې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو د نتایجو د بدلولو په موخه د توطیې جوړولو په تور ځان د پولیسو چارواکو ته تسلیم کړ.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
امریکا: د ایف-۱۶ الوتکو دپاره د اوکرایني پیلوټانو روزنه پیلوو
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۴ (وږي دوهمه) وویل چې راتلونکې میاشت به په متحده ایالاتو کې د ایف-۱۶ جنګي جټ الوتکو دپاره د اوکرایني پیلوټانو روزنه پیل کړي.
پوتین: پریګوژین 'تیروتنې' وکړې خو 'لاسته راوړنې' یې هم درلودې
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، نن پنجشنبې، د اګست ۲۴ (وږي ۲مه) د لومړي ځل لپاره د واګنر ډلې مشر، یوګیني پریګوژین د الوتکې د نسکورېدو وروسته غبرګون ښودلی او د هغه له کورنۍ سره یې "خواخوږي" څرګنده کړې ده.
د افغانستان او پاکستان د کرکټ ۵۰ اوریزه لوبه په لږ توپیر پاکستان وګټله
د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرکټ د ۵۰ اوریزو لوبو د روان سیریز دوهمه لوبه د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۴ (وږي دوهمه) په ډیر کم توپیر د پاکستان په ګټه پای ته ورسېده.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
روسیې د امریکايي خبریال ګرشکویچ د بند موده د دریو نورو میاشتو لپاره وغځوله
روسیې د پنجشنبې په ورځ، دا ګست ۲۳(وږي۲مه) د وال سټریټ ژورنال خبریال، ایوان ګرشکویچ د توقیف موده درې میاشتې نوره وغځوله او پدې توګه یې دغه خبریال د خوشې کیدو غوښتنې چې د مارچ په میاشت کې د دندې پر مهال نیول شوی و، و نه منله.
ټرمپ، د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو د لومړنۍ مناظرې د بحث موضوع وه
په متحده ایالاتو کې د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې د جمهوري غوښتونکي اته کاندیدانو د چهارشنبې په شپه اګست ۲۴ (وږي دوهمه) د ګوند په لومړنۍ تلویزیوني مناظره کې ګډون وکړ.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه
نن د امریکا غږ اشنا تلویزیون په خبري خپرونه کې د مېلمه سره د طالبانو له خوا د ښځینه زده کوونکو د سفر پر بندیز غبرګونونه درسره شریکوو. د بشري حقونو د څار بنسټ دا عمل په کلکه غندلی دی. د واګنر په نوم د روسیې د شخصي امنیتي شرکت د مشر پر وژل کیدو د ولسمشر بایډن څرګندونې در اوروو او په آخر کې به په امریکا کې د جمهوري غوښتونکو نوماندانو ترمنځ د مناظرې عمده بحث هم را وسپړو.