شاته

امریکا: د ایف-۱۶ الوتکو دپاره د اوکرایني پیلوټانو روزنه پیلوو

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۴ (وږي دوهمه) وویل چې راتلونکې میاشت به په متحده ایالاتو کې د ایف-۱۶ جنګي جټ الوتکو دپاره د اوکرایني پیلوټانو روزنه پیل کړي.

د پنټاګون ویاند پاټ رایډر وویل، په دغه روزنیز پروګرام کې به ددې الوتکو "څو" پیلوټان او په "لسګونو" د مراقبت پرسونل غړي شامل وي.

رایډر وویل: "دا پیلوټان به په سپتمبر کې د ټکساس په سان انټونیو کې د لاکلنډ په هوايي اډه کې د انګلیسي ژبې د زده کړې په کورس کې له ګډون وروسته، ورپسې میاشت په اریزونا کې د ایف-۱۶ د الوځولو په روزنه کې شامل شي."

هغه زیاته کړه چې د پیلوټانو دا روزنه د اریزونا ایالت په "موریس ایر" ملي ګارډ اډې کې ترسره کیږي.

د متحده ایالاتو یو شمېر اروپایي متحدینو له وړاندې اعلان کړی و چې د امریکايي ایف-۱۶ الوتکو د استعمالولو دپاره اوکرایني پرسونل روزي.

تیره اونۍ متحده ایالاتو ډنمارک او هالنډ ته وویل چې دوی کولی شي د اوکرایني پیلوټانو له روزنې وروسته، خپلې ایف-۱۶ الوتکې اوکراین ته ولېږدوي.

د پنجشنبې په ورځ ناروې هم اعلان وکړ چې اوکراین ته له پنځو څخه تر ۱۰ ایف-۱۶ الوتکي ورکوي.

د پنټاګون ویاند وویل چې د پیلوټانو او تخنیکي پرسونل روزنه له پنځو څخه تر اتو میاشتو وخت نیسي. د نوموړي په خبره، د روزنې د مودې اوږدوالی معمولا په هغو مهارتونو پورې اړه لري چې پیلوټان یې له وړاندې لري.

رایډر وویل چې د ایف-۱۶ الوتکو د الوځولو په برخه کې پیچلتیاو او تخنیکي کلماتو ته په کتو، "په پیل کې د انګلیسي ژبې زده کړه خورا مهمه ده."

رایډر زیاته کړه، امریکا د پیلوټانو د روزنې خپل پروګرام ځکه پیل کړی چې فکر کوي، ډنمارک او هالنډ نشي کولی د اوکراین اړتیا ته په کتو کافي پیلوټان وروزي.

هغه وویل: "ډنمارک او هالنډیان دا پیلوټان روزي. خو موږ پوهیږو په راتلونکي کې ممکن د دوی د روزنې ظرفیت کافي نه وي."

فورم \ دبحث خونه