شاته

روسیې د امریکايي خبریال ګرشکویچ د بند موده د دریو نورو میاشتو لپاره وغځوله

روسیې د پنجشنبې په ورځ، دا ګست ۲۳(وږي۲مه) د وال سټریټ ژورنال خبریال، ایوان ګرشکویچ د بندموده درې میاشتې نوره وغځوله او پدې توګه یې ددغه خبریال د خوشې کیدو غوښتنې چې د مارچ په میاشت کې د دندې پر مهال نیول شوی و، و نه منله.

د روسیې د امنیت فدرالي ادارې (اف اس بي) د مارچ په ۳۰مه، دغه امریکایی خبریال د روسیې په یکاترینبورګ ښار کې د واشنګټن لپاره د جاسوسۍ په شک ونیوی.

ګرشکویچ، د ډیرو لویدیځو ژورنالیستانو په پرتله، په اوکراین کې د مسکو د پوځي یرغل پرمهال د روسیې څخه راپور ورکولو ته دوام ورکړ. هغه لومړی خبریال و چې د مسکو لخوا د جاسوسۍ په تور ونیول شو، هغه تور چې ګرشکویچ او د هغه اداره (وال سټریټ ژورنال) یې په کلکه ردوي.

د مسکو د لیفورتوفسکي محکمې ویاند وویل:" د ګرشکویچ د بند موده د دریو میاشتو لپاره وغځول شوه. د توقیف د پای ته رسیدو نوی نیټه د نومبر ۳۰مه ده. "

د فرانس پرس خبري آژانس ته د تړلو دروازو تر شا ددغه محکمې د بهیر د لیدو اجازه ور نکړل شوه، خو ددغه آژانس خبریالانو ولیدل چې ۳۱ کلن سړی چې لاسونه کې یې زولنې وی او یو چهارخانه کمیس او پتلون یې اغوستی و، د مخ پټو کسانو لخوا محکمې ته راوړل شو.‌

په ورته وخت کې د وال سټریټ ژورنال ویلي، چې دا ډیره خواشینونکې ده چې ګرشکویچ د یو خبریال په توګه د خپل دندې پرمهال په خپلسري ډول نیول کیږي او بیا په بند کې ساتل کیږي.

په نیویارک کې دغه خپریدونکې ورځپاڼې په یوه خبر کې ویلي:"د هغه [ګرشکویج] پر ضد بې بنسټه تورونه په بشپړه توګه ناسم دي او موږ د نوموړي د سمدستي خوشې کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو، ځکه ژورنالیزم جرم نه دی."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک هم د پنجشنبې په ورځ وویل چې ګرشکویچ "باید خوشې شي." هغه زیاته کړه، چې د مسکو د محکمې دغه پریکړه ښیې چې په روسیه کې عادلانه محاکمه شتون نلري.

دا د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته لومړی ځل دی چې یو امریکايي خبریال په روسیه کې د جاسوسۍ په تور نیول کېږي. د ګرشکویچ نیولو د رسنیو، د بشري حقونو ډلو او بهرنیو حکومتونو اعتراضونه راوپارولي دي.

ګرشکویچ په داسې حال کې نیول شوی چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې په اوکراین د روسیې د یرغل له امله خورا ترینګلې شوې دي.

واشنګټن له اوږدې مودې راهیسې پر مسکو تور لګوي چې په امریکا کې د نیول شویو روسانو د خوشې کولو په خاطر په خپل سر امریکایان نیسي.

د ګرشکویچ له نیول کیدو او توقیف وروسته، د بې سرحده خبریالانو سازمان (RSF) وویل، ګرشکویچ د "واګنر پوځي شرکت په اړه تحقیقات" کول، هغه ډله چې یو شمیر جنګیالي یې په مختلفو جرمونو محکوم شوي او د اوکراین په جګړه کې یې مهم رول لوبولی دی.

دې سازمان تائید کړه چې ۳۱ کلن ګرشکویج د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا د صادر شوي مطبوعاتي جواز سره کار کاوه. ویل کیږي چې هغه د روسیې د یو "پوځي - صنعتي کمپلیکس" په اړه د معلوماتو د راټولولو په خاطر توقیف شوی دی.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د مارچ په ۳۱ د ګرشکویچ د خوشې کیدو غوښتنه وکړه، او د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر د هغه په وړاندې د جاسوسۍ تورونه "مسخره" وبلل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ګرشکویچ د نیولو په تړاو په واشنګټن کې د روسیې سفیر احضار کړی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ټیلیفوني خبرو کې د هغه د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

په روسیه کې زیږیدلی ګرشکویج د وال سټریټ ژورنال دمخه په مسکو کې د فرانس پرس اژانس لپاره کار کاوه. هغه چې په روسي ژبه پوره پوهیږي د انګلیسي ژبې خبري ویب پاڼې مسکو ټایمز لپاره هم کار کړی.

ګرشکویج په ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره له روسیې څخه متحده ایالاتو ته مهاجر شوی و.

فورم \ دبحث خونه