ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا: د خلیلزاد څرګندونې د متحده ایالاتو د حکومت د پالیسیو استازیتوب نکوي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی پخوانی استازی زلمی خلیزاد د دې هیواد عادي وګړی دی او څرګندونې یې د بهرنیو چارو د وزارت یا د حکومت د پالیسو استازیتوب نکوي.

15.08.2023 امریکا غږ

وسله والو د نایجریا ۲۶ سرتیري په کمین کې وژلي

د نایجریا نظامي چارواکي وایي د دې هیواد ۲۶ سرتیري یکشنبه اګست ۱۴ (زمري۲۳) د وسله والو په کمین کې وژل شوي او اته نور یې ټپي شویدي.

15.08.2023 امریکا غږ

افغانستان دوه کاله د طالبانو تر واکمنۍ لاندې

د "افغانستان دوه کاله د طالبانو تر واکمنۍ لاندې" په ځانګړې خپرونه کې د بشري حقونو وضعیت، د ښځو حقونو، اقتصادي کړکیچ، د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو هڅې او په تېرو دوو کلونو کې د بیان د ازادۍ وضعیت، د چارو له کارپوهانو سره په مرکو او ځانګړو راپورونو کې څېړل شوي دي.

15.08.2023 امریکا غږ

امریکا د اوکراین سره د ۲۰۰ ملیون دالرو تازه مرستو اعلان وکړ

متحده ایالاتو دوشنبه اګست ۱۴ (زمري۲۳) د اوکراین سره د ۲ سوه ملیون ډالرو په ارزښت نوې مرستې اعلان کړلې چې امریکایي چارواکي وایي د هغو ۶.۲ ملیارد ډالرو مرستو برخه ده چې د جمهور رئیس د صلاحیت له مخې منظورې شوي.

15.08.2023 امریکا غږ

امریکايي سناتور: افغانستان یو ځل بیا د 'دهشت په خطرناک' پټنځای بدل شوی دی

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کميتې غړی، جیم ریش وايي، چې پر افغانستان د طالبانو تر دوه کلنې واکمنۍ وروسته،‌ دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په یو خوندي پټنځای بدل شوی دی.

14.08.2023 امریکا غږ

د طالبانو دوه کلنه واکمني؛ د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۳۶۶ پیښې ثبت شوي 

د افغانستان خبریالانو مرکز‌ په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال یې په دغه هېواد کې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې نږدې۳۷۰ پيښې ثبت کړي دي.

14.08.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

14.08.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

14.08.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

14.08.2023 امریکا غږ

د امریکا جورجیا ایالت د ټرمپ ممکنه محاکمې ته تیاری نیسي

د امریکا په جورجیا ایالت کې څارنوالان د دوشنبې په ورځ اګست ۱۴ (زمري ۲۳) د محکمې له لورې ګمارل شوي یو منصفه پلاوي ته داسې شواهد وړاندې کوي چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو د پایلو د بدلولو په هڅو تورنوي.

14.08.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

14.08.2023 امریکا غږ

ایران د شاه چراغ پر زیارت د برید په تړاو اته بهرني اتباع نیولي

د ایران امنیتي ځواکونو د شاه چراغ پر زیارت د وروستي برید او په دې پېښه کې د یو کس د وژل کېدو په شک، اته بهرني اتباع نیولي دي. د ایران دولتي آژانس (ایرنا) د دوشنبې په ورځ د اګست ۱۴مه (زمري۲۳مه) ددې خبر پخلی کړی،‌ خو د دغو بهرنیو اتباعو د هویت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي. بلخوا د ایران د قضایه قوې خپرندویه ادارې  (میزان خبري آژانس) ویلي، برید کوونکی چې دا مهال د پولیسو په توقیف کې دی، رحمت الله نوروزوف نومیږي او د تاجیکستان تبعه دی. د ایرنا د راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ په شیراز کې د شاه چراغ په زیارت کې د ډزو له امله اته تنه ټپیان شول او د روغتیایی چارواکو په وینا د یوه ټپي حالت نازک دی . تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو د فارس والي، محمد هادي ایمانیه د دغه برید پړه د اسلامي دولت ډلې (داعش) پر غاړه اچولې ده. ایمانیه د ایران دولتي ټلویزیون ته ویلي چې بریدګر غوښتل د هغو دوو ترهګرو غچ واخلي، چې تېر کال یې د شاه چراغ پر زیارت ورته برید یې کړی و. د ایران حکومت د روان کال د جولای په اتمه (چنګاښ ۱۷مه) د تېر کال د شاه چراغ پر زیارت د وسله وال برید په تور په عام محضر کې اعدام کړل. په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي وو. په ورته وخت کې د ایران د کورنیو چارو وزیر، احمد وحیدي د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد دولتي تلویزیون ته د یکشنبې د برید د ځای څخه د کتنې پر مهال وویل، چې ترهګر په ایران کې له یوې فعالې شبکې سره همغږۍ لرله. د شاه چراغ زیارت چې د شیعه ګانو د اتم امام (امام رضا) د ورور، احمد زیارت دی، د ایران په سویل کې یو له سپیڅلو مذهبي ځایونو څخه شمیرل کیږي.

14.08.2023 امریکا غږ

د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه

د امریکا غږ اشنا تلویزیون په نننۍ خپرونه کې به د خوست سپین جومات ته څېرمه په یوه هوټل کې د چاودنې جزئیات درسره شریک کړو. رپوټونه ښیي چې په وژل شویو کې وزیرستاني کډوال شامل دي. په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د پراخو سرغړونو د رپوټ مهم ټکې هم درسره شریکوو چې ویل کېږي پر خلکو، په ځانګړي ډول پرښځو او نجونو محدودیتونو شدت نیولیاو په آخر کې به روغتیا ته د قدم وهلوپر ګټو هم رڼا واچوو.

14.08.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

14.08.2023 امریکا غږ

هند کې سختو بارانونو او سیلاب شاوخوا ۵۰ کسان مړه کړي

په هند کې د سختو بارانونو په پایله کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې له امله نږدې ۵۰ کسان مړه شوي دي.

14.08.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more