سعودي عربستان د حکومت یو منتقد په مرګ محکوم کړ
د سعودي عربستان حکومت خپل هغه منتقد په مرګ محکوم کړی، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې په سعودي کې د بشري حقونو نقض او فساد غندلي وو.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
یونان کې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې او څلور کسان مړه شوي
د یونان ساحل ساتونکو د دوشنبې په ورځ اګست ۲۸ (وږي شپږمه) وویل چې ددغه هېواد د لیسبوس ټاپو ته څېرمه د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې څلور کډوال مړه شوي او ۱۸ تنه نور ژغورل شوي دي.
تاجیکستان کې د سختو بارانونو له کبله ۱۳ کسان مړه شوي
په تاجیکستان کې د یکشنبې د روځې د سختو بارانونو له کبله د ځمکې ښویېدو په پېښو کې د لږ تر لږه ۱۳ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
په پولنډ کې د لژیونر ناروغۍ له کبله د مړو شمېر ۱۱ ته ورسېده
په پولنډ کې چارواکو نن دوشنبه اګست ۲۸ (وږي شپږمه) وویل چې د لژینور په نوم د سږو د یو ډول ناروغۍ له کبله د دغه هېواد د «ژېشو» په ښار کې د مړو شمېر ۱۱ ته ورسېده.
ډبلیو اف پي: شپږو میاشتو کې مو ۱۶ میلیون اړمنو افغانانو سره د خوراکي موادو مرسته کړې
د خوړو نړیوال پروګرام " ډبلیو ایف پي" وايي، چې په افغانستان کې دغه پروګرام د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶ میلیونو مرستو ته اړ افغانانو سره د خوړو مرستې کړي دي.
د اسعارو د تبادلې بازار کې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت په بېساري ډول پورته شوی
د سرای شهزاده د پیسو د بدلولو په بازار کې د صرافانو د ټولنې چارواکي وايي، چې په دغه بازار کې د د دوشنبې په ورځ یو امریکايي ډالر د ۸۱ افغانیو او ۳۰ پولو سره بدلیده،چې دا په وروستیو کلنو کې د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ترټولو لوړه بیه ده.
ندیم: د شریعت خلاف مسایلو کې کفارو سره تعامل نه کوم
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم یو ځل بیا ویلي، چې د کفارو سره به په هغه څه کې تعامل نه کوي، چې د ښاغلي ندیم په وینا اسلامي شریعت یې اجازه نه ورکوي.
فرانسه ښوونځیو کې د اسلامي عبایې اغوستل بندوي
د فرانسې د پوهنې وزیر ګابریل اتال وایي پلان لري د دې هیواد په ښوونځیو کې د عبایې اغوستل بندي کړي ځکه استدلال کوي چې دا ډول جامې د پوهنې په برخې کې د فرانسې د سیکولر قوانینو څخه سرغړاونه ده.
د سوریې شمال ته د امریکایي چارواکو سفر ته د خلکو غبرګون: "آزادې سوریې ته ښه راغلاست"
د متحده ایالاتو د کانګرس درې غړي یکشنبه اګست ۲۷ (وږي۵) په نادره سفر د سوریې شمالي برخې ته تللي چې کنټرول یې د ترکیې د ملاتړ څخه برخمنو یاغیانو په لاس کې دی.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
زندان کې د ټرمپ عکس خپریدو وروسته د هغه انتخاباتي ټیم څه باندې ۷ ملیونه ډالر راټول کړي
د متحده ایالاتو د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ انتخاباتي ټیم وایي د تیرې پنجنشنبې اګست ۲۲ مې نیټې راپدیخوا چې د جورجیا ایالت یوې ولسوالۍ په زندان کې د ښاغلي ټرمپ اخیستل شوی انځور خپور شو، دې ټیم څه باندې ۷.۱ ملیون ډالر راټول کړي.
پاکستان کې د برښنا بلونو ډیروالي پر ضد ولسې مظاهرې پراخې شوې
په پاکستان کې یکشنبه اګست ۲۷ (وږي۵) دریمه ورځ وه چې خلکو په هیواد کې د برښنا بلونو ډیروالي پر ضد پراخې ولسې مظاهرې پیل کړیدي او مظاهره چیانو خپلو بلونو ته اور هم اچولی.
امریکا یو پاکستانی ډاکټر له داعش سره د یو ځای کېدو په تور په ۱۸ کالونو بند محکوم کړ
د محمد مسعود په نوم یو پاکستانی ډاکټر د امریکا د مېنوسوټا په ایالت کې په دې تور نیول شوی او په ۱۸ کالونو بند محکوم شوی چې غوښتل یې سوریې ته ولاړ شي او د داعش له ډلې سره یو ځای شي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰