افغانې فعالې نرګس حسنزۍ ته د سویډن د سولې نړیواله جایزه ورکړل شوه
د کابل پوهنتون پخوانۍ استازې او د نجونو د تعلیم او حقونو فعالې نرګس مومند حسنزۍ ته په سویډن کې د «نړۍ سولې ایوارډ ۲۰۲۳ کنفرانس» نړیواله جایزه ورکړل شوه. د «نړۍ سولې ایوارډ» کنفرانس هرکال هغو کسانو ته دا ډول جایزې ورکوي چې د سولې، بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخو کې یې پام وړ او اغیزناک فعالیت کړی وي. نرګس حسنزۍ امریکا غږ افغانستان څانګې سره په مرکې کې وویل چې هغې ته یې دا جایزه ځکه ورکړه چې په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې یې سلګونه هغو افغان نجونو ته، چې د طالبانو په واکمنۍ کې د تعلیم له حقوقو څخه بې برخې کړل شوي، د انلاین زده کړو زمینې برابرې کړې او د هغوی د تعلیم لپاره له نورو مرستې ټولوي. نرګس مومند حسنزۍ د طالبانو تر راتګ مخکې د کابل په پوهنتون کې استازه وه. هغه اوس په فنلنډ کې ژوند کوي. نوموړې د دې جایزې د ارزښت په اړه وویل: «ارزښت یې دا دی چې نړۍ ته مو وویل چې افغانان ژوندي دي، افغانې ښځې او نجونې شته او د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.» د میرمن حسنزۍ پوره مرکه دلته اورېدلای شئ.
کرملین: پوتین د واګنر ډلې د مشر پریګوژین په جنازه کې ګډون نه کوي
کرملین د سه شنبې په ورځ اګست ۲۹ (وږي ۲۷) وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د دغه هېواد د ملیشه ډلې واګنر د مشر یوګیني پریګوژین، چې تیره اونۍ د الوتکې غورځیدو کې مړ شو، په جنازې کې ګډون ونکړي.
سره صلیب کمیټه: دافغانستان نیم نفوس خوړو او روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نلري
افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې رئیس ایلوي فیلیون وايي، چې اوس مهال د افغانستان د نفوس نیمايي یې روغتیايي خدمتونو اوخوړو ته لاس رسی نلري.
طالبان: افغانستان کې داعش ځپل شوی ګاونډیان دې مطمین اوسي
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران د پارلمان یو پلاوي سره د سپیدار ماڼۍ کې په کتنه کې ویلي دي، چې په افغانستان کې داعش ځپل شوې ګاونډیان دې مطمین اوسي.
بایډن د امریکا ولس ته: د کرکۍ پر ضد ودریږئ
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د امریکا د ولس څخه وغوښتل چې د کرکۍ او سپین پوست لرلو د برترۍ غوښتنې پر ضد دې ودریږي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
سپینه ماڼۍ: د نجونو تعلیم په هکله مو طالبانو سره خپلې اندیښنې په ښکاره توګه شریکې کړي
سپینه ماڼۍ وایي جمهور رئیس جو بایډن د افغانستان په ګډون په ټولې نړۍ کې په آزاده توګه د نجونو تعلیم او ژوند کولو د وړتیا د اهمیت په هکله ښکاره دریځ لري.
بغداد او تهران موافقه کړې چې په عراق کې میشت کردي وسله وال بې وسلې کړي
د عراق او ایران چارواکو دوشنبه اګست ۲۸ (وږي۶) اعلان وکړ چې هغه ایراني کردان چې د عراق په شمال کې د ایران سرحد سره نږدې میشت دي تر بې وسلې کولو وروسته د دې هیواد نورو سیمو ته ولیږدوي.
د فدرال قاضۍ د دونالډ ټرمپ د محاکمې نېټه وټاکله
د متحدو ایالتونو د فدرال یوې قاضۍ تانیا چوتکان د ۲۰۲۴ د مارچ څلورمه د امریکا د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د محاکمې نېټه وټاکله. په هغه تور دی، چې د ۲۰۲۰ د انتخاباتو د نتایجو د لغوه کولو لپاره یې توطیه جوړه کړې وه.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
طالبان: پاکستاني ورانکارو هغه موټر سوځولی چې له افغانستان څخه یې هند ته انځر انتقالول
د طالبانو حکومت ادعا کوي چې له افغانستان څخه هند ته روان په انځرو بار یو موټر د پاکستان د بلوچستان د لورلایي په سیمه کې سوځول شوی.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه
نن د امریکا غږ اشنا تلویزیون په خبري خپرونه کې به په افغانستان کې د اړو افغانانو د لوړ شمیر او د نړیوالو سازمانونو اندېښنې د رپوټ په ترڅکې درسره شریکې کړو. د طالبانو له خوا د افغانستان د کانونو د راایستلو اندېښنې هم راسيړو چې کار پوهان وایي که دا کار اساسي او مسلکي ترسره نه شي ډیرې بدې پایلې به ولري. او په آخر به په امریکا کې د دوه زره څلور ویشتم کال د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر څرنګواليهم رڼا واچوو.