شاته

ډبلیو اف پي: شپږو میاشتو کې مو ۱۶ میلیون اړمنو افغانانو سره د خوراکي موادو مرسته کړې

د خوړو نړیوال پروګرام " ډبلیو ایف پي" وايي، چې په افغانستان کې دغه پروګرام د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې مرستو ته له اړو ۱۶ میلیون افغانانو سره د خوراکي توکو مرستې کړي دي.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ اګست ۲۷(وږي پنځم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې ددغو ۱۶ میلیون مرسته شویو افغانانو نیمايي یې ښځې او نجونې وې.

همداشان د خوړو نړیوال پروګرام " ډبلیو ایف پي" د دوشنبې په ورځ اګست ۲۸ ( وږي شپږم ) ویلي، چې په افغانستان کې له ۹۰ فیصدو څخه زیات کسان د خوړلو لپاره کافي خوړو ته لاس رسی نلري.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي:" لوږه کورنۍ سره جلا کوي. ځینو کورنیو د ژوندي پاتې کیدو او د وضعیت سره د مقابلې لپاره د کورنیو د اړتیا وړ شیانو پلورلو ته مخه کړې ده او ډیرو سختو شرایطو کې یې حتی د خوړو د اخیستلو لپاره خپلو ماشومان پلورلي دي".

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې د خوړو د مرستو ترڅنګ یې په افغانستان کې په ښوونځیو کې له هرو اوو ماشومانو څخه یو ماشوم ته قوي ناشته برابره کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ۱۶ میلیونو افغانانو سره د خوراکي توکو د مرستو دا خبر په داسې حال کې ورکړې، چې دوه میاشتې دمخه دغې ادارې ویلي ، چې که نړیواله ټولنه ورته مرستې برابرې نکړي نو دا اداره به د اکتوبر د میاشتې وروسته په افغانستان کې مرستو ته اړو کسانو سره د مرستو د برابرولو لپاره پیسې ونلري.

همداشان د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" د زمري په ۲۶ ویلي و، چې په راروان ژمي کې مرستو ته اړو افغانانو سره د مرستو لپاره ۵۷۰.۷ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر "اوچا" د راپور له مخې ددغو پیسو شاوخوا ۵۵۸.۴ میلیونه ډالر به د ژمي د موسم د چمتوالي د پروګرامونو په برخو کې په ځانګړي ډول د سرپناه د جوړولو، ګرمو جامو او کمپلو ته ځانګړي شي.

اوچا ویلي: "ددې سربیره ( د بودیجې اړتیا)، ۱۸۹.۷ میلیونه ډالر د خوراکي توکو، معیشیتي او د روغتیا په برخو کې مرستو په ګډون د سرچینو د چمتوالي لپاره، چې د هوا د سړیدو او دمخه چې واورې لارې بندې کړي ورته اړتیا ده".

اوچا ټینګار کړی، چې دا فعالیتونه باید په دریو راتلوونکو میاشتو کې تر سره شي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر په ټول افغانستان کې مرستو ته اړو افغانانو سره د مرستې رسولو لپاره هدف د ځانګړو کړنلارو له مخې په لوړه کچه، منځنۍ کچه او کمه کچه د لومړیتوبونو پر اساس درجه بندې کړی دی.

ددغې ادارې شمیرنې ښيي، چې ۱۲۵ ولسوالۍ په لوړه کچه لومړیتوب کې دي او ۲۷۶ نورې ولسوالۍ د منځنۍ کچې لومړیتوب لرونکو ولسوالیو په توګه پیژندل شوي دي.

د اوچا د معلوماتو له مخې په دغو سیمو کې هرډول بشري فعالیت ترسره کول د څو اړخیزو زیانونو د مخنیوي سره مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د وینا پر اساس د لوړې کچې د لومړیتوبونو په سیمو کې مرستو ته اړو خلکو سره مرستې به هغوی ته د مخامخ سختو زیانو مخنیوي کې ډیر زیات اهمیت لري.

د اوچا د شمیرنو له مخې افغانستان کې په روان کال کې ۲۹.۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ددې ډلې ۲۱.۳ میلیونه کسان د مرستو په پروګرام کې شامل شوي دي.

همداشان د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې په روان کال کې افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ۳.۲۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده، چې د اګست د روانې میاشتې پورې یوازې یو ملیارد ډالر ورته نړیوالې ټولنې برابر کړي دي او ۲.۴۳ میلیونو ډالرو ته لا هم اړتیا شته دی.

فورم \ دبحث خونه