افغانستان کې تازه ۲۷۵ کسان کرونا نیولي، شپږ نور مړه شوي
د افغانستان روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۲۷۵ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي او شپږ نور مړه شوي دي.
بایډن: القاعده شبکه په افغانستان کې «ډېره کمزورې» شوې ده
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وايي، په داسې حال کې چې امریکا له افغانستان څخه خپل سرتیري باسي، القاعده شبکه په دغه هیواد کې «ډيره کمزورې» شوې ده.
د پخواني طالب لور جوزجان کې د پولیسو امره ټاکل شوې
نجیبه نور دلاوري په جوزجان ولایت کې لومړنۍ ښځینه پولیسه ده چې د یوې امنیتي حوزې د پینځم سمت امرې په توګه ټاکل شوې ده.
د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ د افغان خبریالانو پر ساتنې ټینګار
په افغانستان کې د ۱۳بېلابېلو هیوادونو ګډ ماموریت د رسنیو د ملاتړ په هدف د افغان خبریالانو پر ساتنې ټینګار کړی دی.
د آشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
د آشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
بریتانیا وايي ایران له "نازنین" سره تر ټولو بد چلند کوي
د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت وایي په خټه د ایرانۍ برتانوۍ نازنین زغري سره د ایران رویه "شکنجه" ده او هغه هلته یرغمل شوې ده.
پاکستان له افغانستان او ایران سره دروزاې تړي
پاکستان د کروناویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره له افغانستان او ایران سره د مسافرو پرمخ دروازې تړي.
سپیس ایکس څلور ستورمزلي په شپه کې ځمکې ته راښکته کړل
د سپیس ایکس فضایي بیړۍ نن یکشنبه د مۍ دویمه (غوایي۱۲) د څلورو ستور مزلو (فضا نوردانو) سره یو ځای راښکته شوه.
سخت طوفان په چین کې ۱۱ تنه مړه کړي
د چین په ختیځ کې د شدید طوفان له کبله لږ تر لږه ۱۱ تنه مړه شوي او ۶۶ نور ژوبل شوي دي.
بلینکن د روسیې په تهدیدونو د خبرو لپاره اروپا ته ولاړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن یکشنبه مۍ دویمه (غوايي ۱۲) اروپا ته ولاړ او په لندن او کیف کې به غونډې او خبرې وکړي. ښاغلی بلینکن به لومړی په لندن کې د اوو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري او بیا به د اونۍ په پای کې اوکراین ته ولاړ شي. د اوکراین حکومت د خپل حاکمیت په اړه د روسیې له لوري له تهدیدونو سره مخامخ دی او ټاکل شوې چې ښاغلی بلینکن به د اوکراین حکومت ته د امریکا د مرستو ډاډ ورکړي. په لندن کې د جي-۷ هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره به د ښاغلي بلینکن خبرې د دغو هېوادونو د مشرانو د را روانې غونډې په ترتیباتو وي چې د جون په میاشت کې په کارنوال کې کیږي. وزیران به د کروناویروس او اقلیم د بدلون سره د مبارزې تر څنګ په یو شمېر هغو ننګونو هم وغږیږي چې دوی ورسره مخامخ دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د برتانیا له صدراعظم بوریس جانسن او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر ډومنیک راب سره هم وویني. نوموړی به په کیف کې د اوکراین د ولسمشر ویلاديمیر زیلینسکي او ځينو نورو لوړ پوړیو حکومتي چارواکو سره وویني. د هغه د دغه سفر یو هدف دا دی چې د روسیې د تهدید په وړاندې د اوکراین حکومت ته د واشنګټن د مرستو په اړه ډاډ ورکړي. روسیې په ۲۰۱۴ کې کریمیا له اوکراین څخه جلا کړه او په دې وروستیو کې یې د اوکراین په سرحد کې پوځي موجودیت هم زیات کړی و. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ښاغلی بلینکن به یو ځل بیا « د اوکراین په حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا باندې د روسیې د دوامداره یرغل په اړه د امریکا په ثابتو مرستو ټېنګار وکړي.»
امریکايي ځواکونو هلمند کې خپل پوځي مرکز افغان ځواکونو ته وسپاره
د افغانستان په هلمند ولایت کې د «انتونیک» په نوم د امریکايي ځواکونو یوه پوځي اډه رسماً افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له کبله پنځه افغانان مړه شوي
د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ۱۶۶ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۵ ناروغانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
عبدالله: سیاسي مشران باید طالبانو سره د سولې خبرو کې متحد شي
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، افغان سیاسیون باید د سولې مذاکراتو څخه د ملاتړ په هدف له طالبانو سره د سولې خبرو کې متحد شي او یادې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د یوې ترخې جګړې په تمه شي.
د کلات پر امنیتي کمربند د طالبانو برید په شا تمبول شوی ـ چارواکي
د زابل امنیتي مقامات وايي چې د کلات ښار پر امنیتي کمربند يې د وسله والو لوی برید پر شاتمبولی دی.