وحدتيار: افغانستان د کال ٦٨ ميليون ډالره د ترياکو څخه عايد تر لاسه کوي
د افغان حکومت او د ملګرو ملتونو یوه ګډه سروې، چې په افغانستان کې د نشهيي توکو د تولید او کرکیلې په اړه ترسره شوې ښيي، چې په ۲۰۱۶ کال کې په دغه هیواد کې د کوکنارو کر لس فیصد او د اپینو تولید ۴۳ فیصده زیات شوی دی . د ملگرو ملتونو د نشه يي توکو پر ضد د سروی د برخې پخوانې مسوول محمد هاشم وحدتيار اشنا راډيو ته وويل: په افغانستان کې د کوکنارو او اپيمو ډيريدل د خلکو ژوند ته ستر گواښ دې ، درې میليونه افغانان همدا اوس په مخدره توکو روږدي دي که دوی ته نشه يي مواد ونه رسيږي غلا او نو ناوړه اعمال تر سره کوي چې ورسره په هيواد کې جرمي شبکې زياتيږي. وحدتيار وويل بل تاثير يی د خلکو پر ژوند نا امني ده ، له تارياکو په لاس ته راغلو پيسو تروریزم تمويليږي او د نا امنۍ سبب گرځي. هغه دا هم وويل چې افغانستان په کال کې ٦٨ ميليارده ډالره د تارياکو له درکه عايد لري. نوشابې اشنا د محمدهاشم وحدتيار سره مرکه کړې هغه په پيل کې د خلکو پر ژوند د کوکنارو د کښت د ډيريدو تاثير پوښتنه ځواب کړې.
ایا له رای پاڼې سره سیلفي اخیستل جرم دی؟
پداسې حال کې چې امریکایان د نوامبر پر ۸ د نوي جمهور رئیس د انتخاب لپاره په عمومي ټاکنو کې د رایه ورکولو چمتوالی نیسي، له رای پاڼې سره - له انتخاب وروسته - د سیلفي عکس اخیستل پراخ بحثونه رامنځته کړي دي.
د ډانلدټرمپ سل ورځنی پلان او د ښځو شکایتونه
ډانلډ ټرمپ امریکایانو ته وویل په سپینه ماڼۍ کې په خپلو لمړنیو سلو ورځو کې به هڅه وکړي چې امریکا بیرته خپل عظمت ته ورسوی.
د امریکا د دفاع وزیر اش کارټر عراق ته تللی
د پیشمرګه په نوم کردي ځواک وایي د موصل شمالختیځ کې یي د داعش نه نژدې اته کلي نیولي دي.
پچیرآګام: ولس او حکومت د داعش پرضد د جګړې تیاری نیسي
د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو او داعش وسله والو جګړه لا نه ده قراره شوې.
یمن کې د اوربند موده ختمه شوه او بمبارۍ بیا پيل شوې
په یمن کې عیني شاهدان وايي د سعودي په مشرۍ د ایتلاف الوتکو د اوربند د مودې له پای ته رسېدو سمدسې ورسته په پلازمینه صنعا کې بمبارۍ کړي دی.
عبدالله: قطر کې د طالبانو له تماسونو څخه خبر نه یم
اجرائیه رئیس وایي، په قطر کې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو پر تماسونو خبر نه دی، خو سعودي عربستان له خوا د سولې هڅو ته هیله مند دی.
ناامنیو افغانستان کې د نشهیي توکو کراو تولید زیات کړی
یوه ګډه سروې، چې په افغانستان کې د نشهيي توکو د تولید او کرکیلې په اړه ترسره شوې ښيي، چې سږکال په دغه هیواد کې د کوکنارو کر۱۰٪ او د اپینو تولید ۴۳٪ زیات شوی.
عراق: د موصل په نیولو کې د ترکیې مرسته نه غواړو
د عراق صدراعظم د ترکیې هغه غوښتنه رد کړه چې وايي د موصل په نیولو کې دې ترکیه هم برخه واخلي.
نری رنځ هر کال یو عشاریه اته میلیون انسانان وژني
ملګري ملتونه وایي که چیرته د نړۍ ټول هیوادونه همکاري وکړي تر ۲۰۳۰م کاله پورې په ټولې نړۍ کې د نري رنځ ناروغي له منځه ځي.
د فلپین ولسمشر وايي له امریکا سره اړیکې نه شلوي
د فیلیپین ولسمشر رودریګو دیوتیرتي وایي په چین کې یې چې ویلي وو له امریکا څخه جلا کیږي هدف یې دا نه و چې غواړي د امریکا سره اړیکې وشلوي ځکه چې د هغه په وینا دا یې د هیواد په ګټه ده چې د امریکا سره اړیکې وپالي. هغه چې د جمعې به ورځ د فلپین د داوو په ښار کې خبرې کولې وویل چې د امریکا سره خپلې اړیکې نه خرابوي ځکه د فیلیپین خلګ ورته آماده نه دي. هغه وايي "کله چې تاسې اړیکي شلوئ ډیپلوماتیکي اړیکې بندوئ. زه دا کار نشم کولی. په دې خاطر چې په امریکا کې د فلپین زیات شمیر وګړي اوسیږي. بله دا چې د فلیپین خلګ دې ته اماده نه دي چې دا ومني. هدف مي هم دا و چې د بهرنۍ پالیسي په برخه کې باید جلا شو. تر ما مخکې مونږ د امریکا په اشارې سره ډېر کارونه کول." دیوتیرتي روانه اونۍ په بیجینګ کې په یوې اقتصادي غونډه کې ګډون وکړ. هغه دغلته وویل چې غواړي د امریکا څخه په اقتصادي او نظامي برخو کې ځان جلا کړي خو دا یې ونه ویل چې دقیقا څه شی غواړي چې ویې کړي او څه وخت یې غواړي. په همدې حال کې نوي سروې ګانې او د خلګو سره مرکې ښيي چې د فلپین خلک د امریکا د پوځي مرستو څخه ملاتړ کوي سره له دې چې نوي ولسمشر یې په دې ورستیو کې د امریکا ضد تبصرې کړي دي. دغه راز د فیلیپین خلک د نوي ولسمش دهڅو په هکله انديښمن دي چې غواړي چین ته ځان ورنږدې کړي سره له دې چې د چین او فلیپین ترمنځ د ځمکې پر سر جنجالونه دي. خو د فیلپین ځینې وګړې بیا آماده دي چې د چین سره یې د هیواد نویو اړیکو ته یو فرصت ورکړي. هغه ځکه دا خبرې کوي چې امریکا د دوتیرتو د حکومت پر هغو اقداماتو انتقاد لري چې په لړ کې یې په زرګونو د مخدره موادو قاچاقبران پرته له محکمې څخه ووژل شول. خو یوه نوې سروې ښيي چې په فیلیپین کې عام خلګ تر بل هر وخت زیات پر امریکا اعتماد لري.
د امریکا په انتخاباتو کې رنګونه څه مانا لري
په نوروهېوادونو کې د جمهوري رېاست انتخابات په ډېره ساده طریقه کیږي او هر کاندید چې ترټولو زېاتې راېي وگټې، ګټونکی دی.
طالبانو د ارزګان د چورې پر ولسوالۍ برید کړی
د ارزګان ولایتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د چورې د ولسوالۍ د نیولو لپاره یې د وسله والو طالبانو هڅه شنډه کړې، خو لا هم په سیمه کې جګړه لا روانه ده.
د طالبانو د قطر دفتر درې کسیز پلاوی اسلامآباد ته تللی
د طالبانو یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي امریکا غږ سره په خبرو کې اسلام اباد ته ددغې ډلې د قطر د سیاسي دفتر د یو درې کسیز پلاوي ورتګ تائید کړ.
محمد ګلاب منګل د ننګرهار د والي په توګه کار پیل کړ
د ننګرهار نوي والي محمد ګلاب منګل د یوې لویې غونډې په ترڅ کې خپل کار پیل کړ او ژمنه یې وکړه چې ددغه ولایت د امنیتي وضعیت او نورو راولاړو ستونزو لپاره به ګړندۍ هڅې وکړي.