بایډن غواړي تر راتلونکو دوو میاشتو۷۰سلنه امریکایان واکسین شي
جو بایډن، د کروناویروس ضد واکسین د تطبیق کولو لپاره یو نوی هدف ټاکلی دی چې له مخې یې باید د امریکا د خپلواکۍ تر ورځې جولای څلورمې پورې ۷۰سلنه امریکایانو لږ تر لږه یو دوز واکسین کړی وي.
جرمني د انصار اسلامي ډلې په فعالیت بندیز لګولی
جرمني وایي چې د انصار په نامه د نړیوال اسلامي سازمان فعالیت پدې هیواد کې بندوي. برلین وایي دغه ډله د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له تروریزم سره مالي مرستې کوي.
د قابلو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې ۸۲ سلنه قابلې رسمي دندې نلري
د مۍ میاشتې پنځمه د قابلو نړیواله ورځ ده. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت معلومات ښيي چې دغه هېواد کې ۸۲ سلنه قابلې وزګارې دي.
افغانستان کې تازه ۳۶۵ کسان کرونا نیولي، ۱۰ نور مړه شوي
د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۳۶۵ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي او ۱۰ نور مړه شوي دي.
د افغانستان ۱۵ ولایتونو کې سېلابونو ۴۶ کسان مړه کړي
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د تیرې څلورو ورځو راپدېخوا په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو را وتلو له امله ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
کابل کې ماین چاودنې یو ډاکتر وژلی۱۰ نور ټپیان شوي
د کابل په کلکان ولسوالۍ د پنجشېر ولایت د روغتیا ریاست ډاکترانو د عملې پر موټر چاودنه کې یو ډاکتر وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان بُرکه ولسوالي طالبانو نیولې ـ چارواکي
د بغلان ولایت امنیتي چارواکي د طالبانو لخوا د دغه ولایت د بُرکهی ولسوالۍ د نیول کېد خبر ورکوي.
اشنا تلويزیون د سه شنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
امریکا په افغانستان کې خپل زیات پوځي تجهیزات ویجاړوي
د امریکا د متحدو ایالتونو مرکزي قومنداني (سنټکام) وايي چې تر دې دمه یې د دوو او شپږ سلنې ترمنځ ځواکونه او تجیهزات له افغانستان څخه ویستلي دي.
امریکا د مهاجرو د منلو کلنۍ اندازه څلور برابره زیاته کړه
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په روان کال کې په امریکا کې د پناه غوښتونکو د منلو کچه څلور چنده کړه.
اشرف غني: طالبان د سولې په پرتله واک رسېدو ته ډېر لیوال دي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د سولې، مذاکرې او جګړې د طرحې په اړه یوه مقاله لیکلې چې «فارین افیرز» خپره کړې ده.
ټویټر د ناندریزې سینمايي ستورې کنګنا حساب وتړه
ټویټر وایي چې د بالیووډ د مشهورې لوبغاړې کنګانا رناوت د ټویټر اکونټ یې د کرکې او سپکاوي ډک چلند په اړه د ټویټر شرکت له اصولو څځه د سرغړونې په وجه وتړه.
ایران کې د سویس د یوې لوړ پوړې دپلوماتې مړی موندل شوی
له ایران څخه راپورونه وايي چې په دغه هېواد کې د سویس یوه لوړ پوړې دپلوماته مړه موندل شوې ده.
د امریکا د دفاع وزیر د اسیا په امنیتي غونډه کې کډون کوي
د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آستن په راتلونکې میاشت کې د اسیا په امنیتي غونډه کې چې په سنګاپور کیږي کیږي، ګډون کوي.
د کرونا طوفان؛ هند د آی پي ال لوبې وځنډولې
د هند کرکټ بورډ نن سه شنبه مۍ څلورمه (غوايي۱۴) اعلان وکړ چې د کرونا ویروس له کبله یې د آی پي ال «انډیا پریمیر لیګ» ټولې لوبې تر نامعلومې مودې پورې وځنډولې.