امریکا کې د کرونا له کبله د بې کوره خلکو شمېر زیات شوي
د امریکا د متحده ایالاتو په پاتخت واشنګټن ډي سي کې چارواکي د بې کوره خلکو ډېرېدو اندیښمن کړي. مسؤلین وایي چې د کرونا وبا دا ستونزه څو چنده ډېره کړې.
تاجکستان او قرغیزستان له سختې جګړې وروسته اوربند وکړ
د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ له سختې سرحدي جګړې وروسته، چې لسګونه کسان په کې ووژل شول، اوربند وشو.
اسرائیل کې لسګونه کسان تر پښو لاندې مړه شوي
په اسرائیل کې د مذهبي مراسمو په ترڅ کې په ټېل ماټېل کې لسګونه کسان تر پښولاندې مړه شوي او ژوبل شوي دي.
افغانستان کې تازه ۱۹۴ تنه کرونا نیولي، ۶ نور مړه شوي
د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۵ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۹۴ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.
د افغان ځواکونو لیکو کې داخلي بریدونه ۸۲ سلنه زیات شوي- سیګار
د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د ځانګړي سر مفتش دفتر (سیګار) وايي چې د ۲۰۲۱ په لومړۍ برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې داخلي بریدونه ۸۲ سلنه زیات شوي دي.
بغلان کې وسله والو ۷ لمونځ کوونکي وژلي ـ چارواکي
افغان چارواکي وايي، د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې ۷ تنه لمونځ کې په ډزو وژل شوي دي.
خلیلزاد قطر کې د افغان حکومت او طالبانو له مذاکراتي ډلو سره لیدلي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو له مذاکراتي استازو سره کتلي دي.
'کرونا ویروس؛د (PCR) ازموینې پرته مسافرین افغانستان ته سفر نشي کولای'
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، هغه کسان چې غواړي افغانستان ته سفر وکړي باید د کرونا ویروس (PCR) معاینات له ځان سره ولري.
ځیني افغان دولتي مامورین: له پنځو میاشتو معاشونه نه دي راکړل شوي
د افغانستان حکومت د ځینو ادارو کارکوونکی وايي، له تېرو ۵ میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي.
د آشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
د ځواکونو ایستل؛ امریکا په افغانستان کې پرمختللې راکټي دستګاه نصبوي
د امریکایي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ ویلي دي چې افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر د امنیت او ډاډ لپاره د HIMARS په نامه لوړ تحرک لرونکی راکټي سیستم انتقال او نصبوي.
ارګ: غني پاکستان ته پټ سفر ندی کړی
په پاکستان کې د یو شمیر خبریالانو او د ټولنیزو شبکو د مطرحو څیرو د ادعا وروسته چې ګواکې جمهور رئیس غني پاکستان ته پټ سفر کړی و، د افغانستان جمهوري ریاست دغه ادعا رد کړه.
په جعلي اسنادو افغان حکومت سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو قرارداد اخیستو ناکامه هڅه
سید اسماعیل امیري، اعتراف وکړ چې د ۱۰۰میلیون ډالرو په ارزښت د بریښنا د سبستیشنونو د جوړولو په یو قرارداد کې د جعلي اسنادو په وړاندې کولو سره یې هڅه کړې چې د افغانستان حکومت وغولوي.
جرمني: افغانستان سره راتلونکې مرستې د دموکراسۍ د رعایت کولو په شرط دي
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، وایي د افغانستان سره هر ډول راتلونکې مالي مرستې پدې هیواد کې د دموکراسۍ د معیارونو په مراعت کولو پورې اړوند دي.
نهو ولایتونو کې نښتې؛ د ۱۱۸ طالبانو د وژلو ادعا
د افغانستان دفاع وزارت د دغه هېواد په یو شمیر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تازه نښتو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دغو نښتو کې د طالبانو ډلې ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.